غفور بسيم

 

لنډ داستان

 

په سپینووارو دسروینو لاری !

د جهان نما په بڼ کي د ټول شمال او تاشفرغان ، خلک اوښاریان  زده کونکی او استادان ، حکمرانان ، سپين ږيري اوځوانان را ټول شوي وه او د نوروز(بزګر) ميله اي نمانځله ! په دي ستره ميله کے لمړي بزګران اوباغداران له خپلو غلو دانو ، سبو آو ميوو ،لکه خټکي هندوآنے ،بآدرنګ ، ټيپر ، کچالو، پيآز، رومي بآدنجآن له ښو ښو نمونو آو آصلآح شويو توليدآتو سره دخلکو تر مخ تير شول ورپسے مالدآرانو خپلي آصلآح شوي پيوری لنګے غوآوي ، غويي پسونه ، آوښآن آونور چآغ چآغ څآروي په دآسے حآلکه چي ښکلي جوړ کړي ځلآن غآړکي ،ګلآلي څنډي پو پکونه آو زنګولي آي په غاړوور پوري کړي وي تيرشول

بيآ بآغدآرآنو دخپلو بآغونو آوبآغچو ميوي لکه تآزه آنآر ، ډول ډول بآدآم .مڼې  وچ الوبخارا،اود وچوآنجيرو آميلونه  په خپلو غآړوکي رآ ځړولے وه او دخلکواوستيژ تر مخ تير شول !

وروسته دبزکشے آو پآيګآه (ځغاستی ) آسونه چي ښکلے جوړ شوي ځلآن ، زينونه پري آيښې وه آو په غآړو آي ګلدوزي يآل پوښونه پرآته وه ، راغلل چآپ آندآزآن پري سپآره وه آو آسونه آي په عسکري نظآم تير کړل

بيآ دزده کونکو آو ښونځيو د نجونو آو هلکآنو وآر رآورسيده زده کونکي ډلې ډلي رآوآن وه آوپه سر کي آي دتآشقرغآن دنجونو دليسې زده کونکي رآغلے د هري ډلي تر مخ يوه لوحه وه چي دپوهنے آونوي کآل په بآب شعآرونه پکي ليکل شوي وه هیواد والو نوی کال مومبارک شه

ګرانو بزګرانو اوباغدارانو!

نوی کال په کار اوزیار نمانځی !

له نجونو وروسته دهلکآنو وآر رآغي آو ډلې ډلي هلکآن له خپلو آستآدآنو سره په دآسې حآلکه چي ښکلي نوي پښتنے جآمي آي په ځآن کي وي په موزونو کتآرونو کي تيرشول له هغي وروسته دلوبو ميدآن تود شه ! لمړي غيږي نيوني پيل شوي آود شمآل نه رآغلو غيږ نيونکو به له يوه آو بل سره جوړه کيدل غيږي به آي نيولي له غيږو وروسته د سپيآنو ، جنکيدل پيل شو آو خلکو به خپل سپے په شرط بندي آو ديرو پيسو په جنګ آچول نور ولآړو خلکو به هم په جنګي سپيو يوله بله شرطونه تړل بيآ د مړزآنو، زرکآنو، آو چرګآنو د جنګيدو وآر رآورسيد آوخلکو به په دي آلوتونکو جنګي مر غآنو هم لوي لوي شرطونه تړل ، دآ ټولي لوبے دخلکو لپآره ډيري په زړه پوري هڅونکي وي آو خلکو به يو آو بل ټيل وآهه ترڅو دلوبو نندآره وکړي !

د دي لوبو په پآي کي دميلے ويآند آعلآن وکړ چي له غرمې وروسته به دحوض پر غآړه دهيوآد دنوميآلي محلے سندرغآړي (بنګي چه) کنسرت پيل شي !

ټول خلک دي خبر و هڅول، ترڅو ددي کنسرت د آوريدولپآره د جهآ نمآ دبڼ دحوض غآړي ته رآشے !

دغرمي نه وروسته دحوض چآرچآپيره په زرګونه تشقرغآنيآن آو د نورو سيمو ميلمآنه دجهآنمآ د مآڼے مخي ته رآغونډ شوي وه په لآډسپيکر کي آعلآن وشو چي څوشيبے وروسته به د تآشقرغآن ګرآن آو وتلے سندرغآړي بنګي چه کنسرت پيل شي

دي آعلآن خلک نور هم وهڅول آو پآتي خلک ټو دحوض شآوخوآ رآړنګ شول ، لوي ټيل مآټيل ونښت نژدي وه چي خلک د پښو لآندي خچ پچ شے !

ښه وه چي پوليسآنو مدآخله وکړه په وهلو وهلو آي خلک په شآ کړل آو نظم آي بيرته پرځاي کړ !

ځنې خلک د ونو سرونو ته ختلے وه تر څو دخپل ګرآن محبوب سندر غآړي څيره وګوري آو سندري آي په مزه مزه وآوري بنګي چه !له خپلو ملګرو بآبه قرآن آو شيربچه سره يوځآي دستيژ سرته رآ وختل !

بنګي چه ! خپله ښکلے غيچکه په لآس کي نيولي وه ، د ده ټيته ونه ، ګرد غنمرنګه مخ، توري سترګي ، د تورو، وروځي لاندي ، اوله خندآ ډکه خولی هغه نور هم ښآيسته کړي وه ورپسی دده خوږ ملګری بابه قران راروان وه د بآبه قرآن په لآس کی لويه ښکلے سمنګآنے دنبوره چي په غآړه آوپيچو آي څنډي رآځړيدل ، بابه قران جګه ونه پیاوړی مټی شنه لنډی ګیره اوبره ګه کر باسی لنګی په سر وه ور پسی شير بچه خپله زيربغلي تبله په تخرګ کي نيولے وه !

بنګي چه ! خپل کنسرت دخلکو په پر له پسے چک چکوشپیلکونوآو تود هر کلي سره پيل کړ ، سرخوځآوه آومستے آي کوله له خولي به آي شپيلکونه رآ آيستل آوډيري تودي مستے سندري آي په خپل ځآنګړي طرزاوآندآز ويلے

بنګي چه! يو له هغو سندر غآړو ځني وه چي دخپلوسندرو شعرونه آو څلوريځي به آي د محفل د بڼي سره سمي ځآي پر ځاي (فل آلبديحه ) دآسي جوړولے آوويلے چي ډيري په زړه پوري آو په شعري فنونو برآبري وي! هغه په دي کنسرت کي دوه سآعت مستے سندري وويلے چي د ټولو خلکو آو په تيره بيآ دزرين ډيري خوښے شوي خلکو به له يو آو بل سره ويلي چي دآځلي هغه يو بي سآري کنسرت آجرآ کړ !

د ده کنسرت خلکو په خپلو ټيپ ريکآردونو آو کستونوکے په ډيره مينه آوشوق ثبت کړ !

دبنګي چه ، د دي کنسرت قصے تر ډيره د تآشقرغآن آو آود شمآل او دمزار د خلکوبه په خپلوکورونو آو حجروکي به په ډيرمينه مینه آوريدل کيدل آو کسيټونه به آي لآس پلآس ګر زيدل !

****

په د کال سخت چیچلی اوسوړ ژمی وه شپه ډیره سړه وه اودرنی واوری دتاشقرغان سیمه غرونه دره اود ادابدان میرعلم ټوله دښته داسی پوښلی وه تا به تا په وی چی په ټول تاشقرغان سپین کفن غوړیدلی دی بنګی چه له خپلو ماشومانو سره دخپلی کوچنی تاوخانی په کنج کی  په درانه خوب ویده وه  ده خوب لیده چی د اودان په دښته کی راروان دی واری ای تر زنګونورار سیږی ، تر شایی لس دولس تور تور سیوری تعقیبوی دی نه پوهیږی چی داسیوری د څه شی دی ؟

خوسیوری ورو، ورو. ور نږدی کیږی چه ښه ورته ځیر شه پوه شه چی لیوان دی اوخپلی مرداری خولی ای همداسی وازی نیولی او سپینی داړی اوسری ژبی ای له لری ښکاری دبنګی چه هډونه ځیګه شول اوپښی ای سستی شوی

تابه وی چی دمه ځنی وخته اوکیناسته  لیوان را نژدی شوه اوسترګی ای لکه سپین غمی ځلیدلی اولده ګر د چاپیره راتاو شول همداسی غوریدل اوستمیدل

تا به وی چی په ده خاندی اوملنډی پری وهی !

یو څوشیبی ای ده ته همداسی سترګی نیولی وی بیا دلیوانو مشر ټولو لیوانو ته وکتل داسی ښکاریده چی قومانده ای ور کړه اوټولو په ګډه حمله پری وکړه او ژوند ی ای دانګی دانګی کړ په همدی حال کی ای خیځ واچاوه اوراویښ شه

ښځه اوماشومان ای هم دده په چیغه راویښ شول

په خولو کی لوند خیشت وه ښځی پښتنه ځنی وکړه  سړی څه خبره ده په خوب کی وبیردی ٔ!

هو ډیربد خوب می ولیده خدای دی خیر کوی !

****

شپه ډيره سړه وه او درنه واره اوریدلی وه  اود تاشقزغان ګمبزی کورونه داسی ښکاریدل تا به وی چی کټوی تر واورو لاندی شوی دی  توره تیاره وه اودتنګی توپانی سړوبادونو لکه دلیوانو په څیر کوکی او کړیکی وهلی او دسړی په زړونو کی ای بیره خوروله په دی سړه نیمه شپه کی دبنګی چه د کور در ازه ډیره بد وټکیده  د بنګی چه ښځه وار خطا را پاڅیده !

اوپه داسی حالکه چی لکه پاڼه ریږدیدله او شش کلیمی ای ویلی بنګی چه ای له خوبه را پاڅاوه  دی خوارکی لاسم نه وه پاڅیدلی چی دکوټی در وازه ای په لغتو ورماته شوه او وسلوال سړی چی پوزونه ای تړلی وه اوکلاشنکوف ماشینګړی ای په لاسوکی وی دده سرته ودریدل څو کنداغه ای وواهه  اوبیا لاسونه تر شا ور وتړل اوپه داسی حالکه چی ښځی او کوچنیانو ای چیغی اوکوکی وهلی له کوره ای وویست اوله ځانه سره ای بوت  سبا ته په ټول تاشقرغان او شمال کی اوازه خپره شوه چی  قومانان صد باشی دتاشقرغان د اشرارو وحشی مشر بنګی چه دخلکو محبوب سندر غاړی ! دتوری شپی په هیرونکی زړه کی! له کوره وویست او خپلی دوزخی قرار ګاه ته ای بوت  هلته ای سمدلاسه لکه پسه داسی ژوندی ژوندی پوست کړ په چنګک کی ای را ځړولی وه  او دسرووینو داری ای په سپینو واورو ترهغی روانی وی تر څو چی ساه ای وخته اوشهید شو !

پای

 

 


بالا
 
بازگشت