غفور بسيم

 

لنډ داستان

 

شاهي ښکار !

د ډنډ غوري د باغشمال په سيمه کي دټول بغلان او قطغن دمختلفو سيمو څخه په سلګونو خلک سپاره او پلي راغونډ شوي وه ! په دوي کي د قطغن نايب الحکمه اسماعيل خان مايار او ټول دولتے او پو ځي مشران. سپين ږيري . ځوانان . د ښونځيو زده کونکے ،ښاریان ، کلیوال ا و ګڼ و لسی خلک د بزکشي د اسونوداسونوخاوندان او چاپندازا ن . پهلوانان او محلی سندر غاړي، اتڼ چیان ډولچیان اونور را ټول شوي وه او ډيره زياته ګڼه ګوڼه وه !

يوه لوري ته ملکي کسان اوبل لوري ته عسکري او نظامي ، پوليس ا ود ژاندارمو ټولګي په خپلو ځانګړو او ښکيو دريشيو کي کتار کتار له وسلو سره برچپک ولاړوه او نوي وسلي اي د لمر د وړانګو لاندي ځليدلے د موزيک د بانډو ډله اي تر مخي دښکليودريشيو او اود موزيک د وسايلو سره يو ځاي په عسکري نظام ولاړ وه!

دملکے خلکو ترشا هلته:

لري بيا دبزکشي ټيموڼه له خپلو اسونو سره په داسے حالکه چي چاپندازان پري سپاره وه او ځانګړي دريشے اغوستي وي چي پر شا اي د هري سيمے د ټيم نوم ليکل شوي وه !

په دي ټيمونو کي د بغلان ټيم ، دکند ز ټيم ، د تخار ټيم او د بدخشان ټيم تر ستر ګو کيد ل !

دبز کشي چاغ او مزي اسونه دلمر دوړانګو لاندي داسے ځلیدل او پړکيد ل تابه وي چي په تيلو دي غوړ کړي دي ، قيزي وهلے او د خپلو سپرو له پښو لاندي اي بيتا بي کوله او د واړه مخنے پښي اي در بولے

کله به اي يو او بل ته خوله ور واچوله وبه ششنيد ل او په دو پښو به ميل ميل کيد کیدل ، ډیره ښکلي په زړه پوري ننداره اي جوړه کړي وه !

هلته لري بل اړخ ته د پليو ګڼو خلکو تر مينځ  څو مست مست ډولونه غږيد ل او ځوانو اتڼ چيانو ښکلي اتڼ پيل کړي وه

اتڼ چيانو سپيني جامي او ګلالي سره چرمدار واسکټونه اغوستي وه

په ډير جوش اوخروش اوښته را اوښته او څڼے اي اچولے

ټول خلک تري را تا و وه اوننداره اي کوله !

د اتڼ چيانو په مينځ کي شيرمحمد تڼي !

يو د نګ لوړ ښکلي څڼيور ځوان چي سپينے جامي توره صدري او پکتياواله زري جګه خوله او شنه شمله داره مشهدي لنګي اي په سرتړلے وه مامره ولاړ وه !

تڼې له اتڼ سره ډيره مينه در لوده !

ده به په ځانګړو ورځو لکه د هیواد د استقلال جشن، د پوښتونستان جشن او نورو تاريخے وروځو کي د خپل قوم دتڼيو او نورو پښتنو له تکړه اتڼ چيانو ځنے د اتڼ ډ له جوړوله او په دي ور ځو کي به اي ګډون کاوه !

اوداورځے به اي په اتڼونو نمانځلے معلم تڼی نن هم ددي لوي تاريخي غونډي په وياړ له خپلو ملګرو او اتڼ چيانو سره راغلي وه !

د اتڼ چيانو په مينځ کي ګرځيده په هر يوه اي غږ کاوه !

هر يو اي هڅاوه او پيسي اي پري شيندلے !

دباغشمال سيمه د جشن په توده سيمه اوښتي وه او دخلکو ډلے ورورو زياتيدلے اوګڼه ګوڼه شيبه په شيبه ډيريده خلکو به له يو بل نه پوښتل چي:

څه خبره ده؟

اوباخبره خلکو به ځواب ور کړ چی :

پادشا ه !

راځي ؟

ځینو خلکو به وويل :

چي څو شيبے وروسته به را ورسيږي !

ځکه چي پخپله نايب الحکمه هم را غلے دي !

او هلته ستر ګے په لاره ولاړ دي!

««««

يو ځلي دخلکو دخلکو په مینځ کی شور ماشورجوړ شواو دخلکو يوه لويه څپه را ماته شوه!

او ورپسي نوري څپي هم يو پر بل پسي را دمخه شوي او ديوه لوي ميدان په شاو خواخلک را ټول شول !

پوليس والو خلک ټيل وهل اوپه لښتو اوکوتکويي وهل چي تر شا لاړ شي !

نايب الحکمه !

د ميدان په سر کي دنورو دولتي او پوځي مشرانو په مينځ کي ولاړ وه !

ورو ، ورو د پوليسو له خوا دخلکو په مينځ کي نظم جوړ شواو خلک پر خپلو ځاينو کي و دريدل ،او ټولو داسمان په لور کتل !

يو ناڅاپه يو ستر غوره هار تر غوږ شو او دوه چور ړکي لکه زاڼي په اسمان کي را څر ګند ي شوي !

ډيرو خلکو چورلکي نه وي ليدلي او دلمړي ځل لپاره اي چور لکي وليدلي چي په آسمان کي چور ليدلي !

دچور لکو الوتنه خلکو ته يوه بي ساري نوي پيښه ښکاريده !

چورلکي ورو، ورو رانژ دي شوي د خلکو په سر و څر خيدي او دميدان په مينځ کي را کوزي شوي د چور لکو له وزرونو يو داسي زورور باد را پورته شو چي له ټولو خلکو ځني اي لولنګي او خولي وغور ځولي چور لکي په ميدان کي ناستي وي او څر خونه اي همداسي څر خيدلے او ډير ځنډ وروسته کراري شوي !

ديوي چور لکي در وازه را خلاصه شوه !

يو پيلوټ چي شنه دريشي اي په ځان کي وه يو ه کوچني زينه په در وازه کي کيښوده او راکوز شو !

نايبالحکمه او نورو دولتي مشرانو د چورلکي خواته منډي کړي !

ټولو خلکو د همدي چورلکي در وازي ته دوه ستر ګي  څلور شوي تر څو وګوري اوس څوک را کوزيږي !

په دي وخت کي يو دنګ سړي چي توره دريشے او تور اوږد بالا پوش اي په ځان او خړه شپو خوله اي په سر وه را کوزشو !

ټولو خلکو په يوه ږغ ناري کړي !

عمر دي ډير شه پاد شاه !

ژوندي دي وي ټول واک !

هر کله راشے !

ټول خلک پوه شوه چی همدا دنګ سړی پادشاه دی !

پاد شاه د ټولو ولاړو خلکو تودو احسا ساتو او هر کلے ته د لاس په ښورولو او ځانګړي مسکا ځواب ور کاوه !

له نايب الحکمه او دولتے او سپين ږيرو او مخورو مشرانو سره اي لاس ور کړ او بيا هغي خيمي ته چي د ده لپاره در ول شو ي وه ولاړ او هلته کښيناست !

د پاد شاه مير شکار ( دښکار مير ) سردار محمد اصف خان!

توره نوي دريشے اغوستے وه ، او دخپلي ميرمنے سره جوړه روان وه او د پادشاه حضور ته ورغلل !

سلام اي واچاوه !

او بيا ده او مير منے اي د پادشاه لاسونه ښکل کړل !

او بيا مير شکار !

لاس په نامه ودريده !

او دشاهي ښکار د ننے پرو ګرام په باب اي د پاد شاه حضور ته معلومات وړاندی کړل !

پادشاه هم دسر په ښورولو دا پرو ګرام ومانه او خپل رضايت اي څر ګند کړ!

بيا نايب الحکمه ودريده !

غاړي اي تازه کړي !

اود ټول قطغن د خلکو په نماينده ګي اي د پادشاه حضور ته ښه را غلاست ووايه او ده ته اي دښي روغتيا اوښه ښکار، استراحت او سيل هيله وکړه !

پادشاه هم ددي ټولو نمانځلو اوهرکلے په پاي کي خوشحاله ښکاريده !

اوپه شونډو کي اي خوږه مسکا ځليدله !

نايب الحکمه ا سماعيل خان مايار !

له شاهي خيمي را ووت حکومتي ار اکينو ، سپاهيانو ، ولسي مشرانو ، دبز کشي ټيمونو او ټولو سپرو او پليو ته اي فر مان ور کړ چي ټول دي حر کت وکړي او د سړک لاندي د چشمه شير له ټول ځنګل اوسيمي دي را تاو شي او ورو، ورو، دي دځنګله په لوري ور ځي تر څو ځنګلے چر ګان اوهيلے يو خواته را غونډ شي او پاد شاه به له ښکي دسيند له غاړي پري ورځے او په مزه مزه به ښکار کوي !

د غوري د چشمه شير ځنګل ډير پراخه او ستر وه ، او دومره جګ جګ او ګڼ ني او غرو په کي والړ وه چي د چا خبره لمر زمکے ته نه رسيده !

دلته په زر هاو صحرايے چر ګان ،هيلي ، زاڼے ، لګلګ ، قازي اونور راز، راز ځنګلے مرغان اوا لوتونکے اوسيد ل او د ښکار لپاره ډير بډاي او په زړه پوري ځاي وه چي پاد شاه به کله کله د ښکار لپاره همد لته را ته !

او دا ځاي اي ډير خوښيده !

په دي ګڼ ځنګله کي له مر غانو پرته ځني وحشي ژوي لکه زمري ، پړانګان ګوزنے ، سر کوزي ، ايږان ، ليوان، ګيدړي او شغالان هم اوسيد ل دچشمه شير په پاس سر کي د غره په بيخ کي يو ه ستره چينه چي د چشمه شير(دزمري چينه) نوميده را وتلي وه !

دي چيني ته به زمريان د اوبو څښلو لپاره راتلل نو ځکه خلکو دئ چينے ته د زمري د چينے (چشمه شیر) نوم ور کړي وه !

د دي چينے او به زښته ډيري تودي وي !

او دهمدي تودو او اوبو شاوخوا ټول ځنګلونه تک شنه وه او د اوبو د مرغانو او کبانو د روزنے او ودي لپاره ډير مناسب ځاي اوټاټوبی شميرل کيده !

د دي سيمي ښکار د نورو کسانو لپاره منع وه او يوازي شاهي کورنے او لوړ رتبه مامورينو به دلته ښکار کاوه  پاد شاه ددي ځاي لپاره محافظين او مير شکار ( د ښکار مشر) مقر ر کړي وه

او هغوي به له دي سيمے نه تل ساتنه کوله !

ځکه نو دلته هر ډول ښکاري مرغان او ځنګلے ژوي ډير پيدا کيدل !

صحراي چر ګان خودوره پريمانه وه چي زرين او همزولو به اي چي خپل څاروي دڅړ لپاره ځنګله ته بيول نو صحرايي چر ګان به اي په ځالو کي په لاس را نيول او له ځالو نه به اي هګي را ټولولے !

««««

په زرهاو پوليسو، عسکرو، سپرو او پلو کسانو ،د غوري د چشمه شیر د چينے شاوخوا دګڼ ځنګل ګرد چاپيره د محاصري کړي ، ورو، ورو تنګيدله او خلک پرمخ وړاندي روان وه . له بل لوري پادشاه !

له خپلو ځانګړو سپرو او ګارد سره دسيند له غاړ ی له کوزي خوا د ځنګله په لوري وروان وه !

دا لمړي ځل وه چي زرين دده ملګرو ! او نورو ډيرو خلکو په دي سيمه کي د پادشاه په ريکاب کي دومره ډير خلک او دپادشاهي ، شان اوشوکت او د ښکار لوبه ليدله ډيره په زړه پوري خو داوه چي په دي ښکار کي  يوازي پادشاه د ډ زو اوښکار حق در لوده !

اونور و خلکو يوازي د پادشاه دښکار ننداره کوله او ده ته اي دښکار اسانتياوي برابرولے پادشاه په خپل دو ميله ايتاليوي چرئ ټو پک ډزي کولي اوپه هر ډ ز به اي څو جوړي چر ګان اويا هيلي راو لويدلي !

هغه به چي په وچه ولويد لے ار د ليانو به را ټولولے او کومے به چي په او بو کي ولويدلے نو هغه به تعليمے تاز ي ښکاری سپيو را ايستلے اوراوړلے به اي او د پاد شاه مخي ته به اي غورځولے !

د دي شاهانه ښکار داسے په زړه پوري ننداره وه چي دټولو خلکو د پام وړ ګر ځيد لے وه او ټولو له هغي نه خوند اخيسته !

خلک همداسے چپه خوله روان وه!

اويوازي د اسونو د پښو او سمانو در بهار تر غوږو راته !

ددي ښکار لوبه تر مازديګره پوري روانه وه او زر ګونو خلکو خپله خوشحالے د پاد شاه په خوشحالے کي لټوله نژدي وه چي د ښکار پرو ګرام سرته ورسيږي چي ناببره د ځنګله له مينځه د سر کوزو يو ګله راووتله ، او مخامخ د پادشاه په لور اي را ځغاستل !

په ټولو خلکو کي يوه لويه هيره او ګډوډي را مينځ ته شوه د پاد شاه اس بد وتريده !

ځان اي ميل کړ!

او پاد شاه اي پر ځمکه غوځار کړ !

پادشاه مبارک له بده مرغه په شنو چيکړو او خټو کي ولويده !

شپو خولي اي له سر ولويده او تر ځنګنو په خټو کي خښ شو دګار د پوځ تري تاو شو پادشاه اي را پورته کړ او په سر کوزو چي ډير را نژدي شوي وه د مشينګړو ډزي وکړي ا وڅوسر کوزی اي

ځاي پر ځاي مردار کړل اونور بیرته ځنګله ته ننوتل سر کوزو ډيري بدي او مر داري بوغي او رمپاړي وهلي او يو ډيره هيره ونکے صحنه را مينځ ته شوه !

ټولو خلکو شکرونه وايستل چي لوي خطر په خير تير شو کنه دا سر کوزي دومره خطر ناک دي چي پر چا خوبرابرشے سوري سوري اي کوي خلک هيريدلے هک پک ولاړ وه نه پو هيده چي څه وکړي په دي وخت کي د( ښکار مير) سردار اصف د ښکار دپاي ترم و غږاوه اود ښکار پاي اي اعلان کړ !

او له ټولو خلکو نه اي مننه وکړه لاس اي وښوراوه چي خلک په احطياط او منظم ډ ول له ځنګله بيرته راووزي او خپلو کورو ته لاړ شي سبا په ټول قطغن کي ددي شاهي ښکاردبي جوړی شان او شوکت او د هغي ورځي د ناوړي پيښے کيسے او افسانے کورپه کور کيد لے !

اوخلکو دپادشاه دسر دعا وی کولی !

چی پیښه پخیر تیرشوه!

خلکوبه ویل ښه وه چی :

بلاوه برکت ای نه وه !

پای !

 

 


بالا
 
بازگشت