عبدالرووف  ليوال

 

اوبه له ورخه بندیږی

دروان کال دچنګاښ میاشتې په اتلسمه نیټه دجاپان دتوکیوپه ښارکې دافغانستان دملاتړلپاره نړیوال کنفرانس دنړۍ داویا هیوادونوپه ګډون جوړاودې هیوادونودافغانستان لپاره دشپاړس میلیاردوډالرومرستې ژمنه وکړه.

د۲۰۱۱کال دسپتمبردیولسمې نیټې راوروسته دافغانستان په اړه ډیر نوراقتصادی کنفرانسونه لکه دبرلین،لندن،دتوکیولمړی،لزبن،کابل نړیوال،ډیلی اوداسې نور جوړشول خوپایلې یې په حکومت کې دمفسدوکسانودشتون له امله داوې :

۱-دمفسدوچارواکودکړنوله امله دحکومت اوخلکوترمنځ واټن پیدااودطالبانولیکې ورځ ترورځې غښتلې شوې.

۲-شوکماروچارواکوبهرینوته دشوکې ،غلا اودشخصی زندانونوجوړولوچل ورزده کړآن تردې چې په دې هکله یې تړونونه ورسره لاسلیک کړل بیلګه یې د امریکایی جک ادیما سره تړون لاسلیک کول وو.

۳-دحکومت ډار،بزدلي اومافیاسره تړاو ددې لامل شوچې مافیایی بانډونه لکه دچکری بانډ،درییس خدادادبانډ،دآتش بانډ،دایماق بانډ،دچورپوربانډ،دپډولې ددښتې پارلمانی بانډ ،دسکاردغونډۍ دچوربانډ،دکابل بانک بانډاوداسې نوربانډونه ظهوروکړی

۴-دښاغلی کرزی ساڼه توب ددې لامل شوچې دهرچاپه لاس کې داسلامی په نوم لوحه وه هغه یې په دنده وګماره خوددې لوحې ترشا شوکماری اولوټ دهغه لوحه دار موخه وه.

۵-اوس هغه بهرنیان چې له دې ملکه وځی ددې فساد له امله مړسترګي اوسرکوزی به وی ،ځکه چې ددوی داړونده هېواد ونو وګړی چې افغانستان ته یې دمالیې دورکړې له درکه پیسې رالیږلی پردوی اوافغان چارواکولعنت وایی.

۶-دلوټماروچارواکودکړونوله امله کابودوه ملیارده ډالره د کابل هوایی ډګرله لیارۍ دبۍ ته یوړل شول اوهلته پرې آسمان څکې ودانۍ جوړې شوې.

۷-دې مفسدو چارواکوپه حکومت کې په لوی لاس فاسدې اډانې دخپل عایدلپاره جوړې کړې، دبیلګې په ډول داداری اصلاحاتوپه نوم دفسادزیږنده اداره،- ددې ادارې رییس په خپله په تخارکې دځمکې دغصب کیس لری اودهرسوپرسکیل پست پرسرله څلوروزروترشپږزروډالرودتقررپه خاطرپیسې اخستل شوی.ځینې عایداتی څوکۍ که نظامی وي ياملکی هغه سرقلفی لری.

لنډه داچې که ښاغلی کرزی په هغه وینا چې څه موده وړا ندې یې ددرې ګونوقواوواستازوته وکړه عمل وکړی نویوه داوړوپوزه به ورته جوړه   اودحکومت پاتې موده به یې اعاده حثیت شی اوکنه نودافغانستان په تاریخ کې به یې تورنوم پاتې وي.

عبدالرووف لېوال

 

 

 


بالا
 
بازگشت