عبدالرووف  ليوال

 

خاوره دې کیمیا ده

له افغانستان څخه دپښو دسپکیدومهال رارسیدلی، هرڅوک غواړی دخپلې خوښې شی له دې خاورې له ځان سره وباسی ، څوک ډالر،څوک زمرد ،څوک لرغونی آثار، څوک څه .....اوڅوک څه ،  په زړه پورې خوداده چې انګریزته ۱۱۵۰لارۍ دهلمند خاوره پکارده چې ویې باسی ،  په تیره اونۍ کې هغه خبر چې دځینو رسنیودمنځ پانګې نه سر رابهرکړ

هغه داوو چې انګریز تمه لری چې خپل ټولې زغروالې شوبلې اودجنګ سامان، افغانستان کې پریږدی پر ځای یې ۱۱۵۰لارۍ خاوره له هلمند نه یوسی ، داچې څه ډول یې وړی خدای خبر؟

خبرې ډیرې سر یو، راځې چې ددې خبر په چاڼ کې دکلاوې سرپیدا کړو! دناسادڅیړنوله مخې دهلمند په خانشین کې ۱،۴ملیون متریک ټنه دیورانیموزیرمې شتون لری،برسیره پردې هلته  تورانیم،   توریم آر،ای،ای    ۳،۵میلیون متریک مکعب،نیوبیم تانتالیم، اودفسفرزیرمې هم سروې اوتثبیت شوی دی.

په افغانستان کې داتمی انرژی سابقه :دشهید سردارمحمد داوود دصدارت پیر: دسردارمحمدداوود په لومړی پنځه کلن پلان کې دیوې هستوی بټۍ دمونتاژاودکارپیل شوروی اتحادسره دیوه تړون دلاسلیک له لارې هوکړې ته ورسید اوداسې وړاند وینه شوې وه چې دا بټۍ به ۱۳۴۳کال کې عملاٌ پکارواچول شی ،خودلومړی وزیر له څوکۍ نه دده استعفا دې کارته خنډ شو.

يورانیم :یورانیم هغه عنصردی چې په پنځیزډول دیورانیم اکساید،یورانیم سلیکات او یورانیم فسفات په ترکیبونوسره دنړۍ په ځینو هېوادونو کې پیداکیږی، چې په سپین یا فولادی رنګ وی ،بډای شوی یورانیم له ځان نه انرژی اورادیواکتیف خپروی چې په ترتیب سره اکس،الفا،دلتا،بیتا اوګاما سوزیدونکی اولمبه لرونکۍ وړانګې  لری . دامعرفی ځکه ماوکړه چې څه موده وړاندې دافغانستان دپارلمان یوه غړی ویلی ووچې (ایران اوس هم المونیم تولیدوی) آفرین دې وکیل ته اوشاباش هغه کسانو ته چې دده ته یې رایه ورکړې.

داچې انګریزانوپه افغانستان کې ولې دهلمند ولایت دخپل شتون لپاره غوره کړی او تقریباٌ لس زره پوځ یې هلته پروت دی ،لامل یې دادی چې دهلمند ولایت خانشین ولسوالۍ دیورانیمو هغه ستر کان لری چې په کاڼو کې یې دژیړ کیک (یورانیمی توکی) ډیر او ګډ پردی مواد یې کم دی، دایورانیم هغه شایسته ترکیب لری چې ډیر ژربډای کیږی یعنی ۲۳۵ایزوتوپ چې په نظامی توکو اوهسته یی بمونو کې کارول کیږی ترې نه  لاس ته راځی ، اوداچې امریکایان هغوی په سیمه کې یواځې نه پریږدی، اودهغوی  هم څلورزره سرتیری ورسره دی ،علت یې دادی چې انګریزان ترکنټرول لاندې ولری ترڅوداګټه (یورانیمی ډبرې)دانګریزانوله خوا (میم زرما ټولې زما) نه شی.

اوس به راشو دې ته چې ژیړ کیک څرنګه مواد دی؟ کله چې یورانیم له مځکې نه راویستل شی دګډو توکوسره ډبرین یورانیم وی نوداډبرې میکانیکی اوشیمیایی بهیرته وړاندې کیږی ،چې دې بهیر ته ژرنده کول وایی ،او په دې توګه له نورو عناصرونه بیلیږی دغه پوډر چې له ژرندې وروسته لاس ته راځی ،هغه ته ژیړکیک وایی د ژیړ کیک نه ډیری پردی مواد جلاشوی وی.

دیورانیمو بډاینه !

آیزوتوپ :تحت الفظی معني (یوشان یوځای) دیوه عنصر یوشان اتمونه ته ویل کیږی چې اتمی شمیره یې یورنګه اودغونډوسکی یامالیکولی شمیره یې توپیر ولری اتمی شمیره دهستې (زړی) ټول پروتونونه دی. که چیرې دپنځیزویورانیمو په یوه غونډوسکی کې د۲۳۵آیزوتوپونو ډیروالی اود۲۳۸ آیزوتوبونو کموالی منځ ته راشی دیورانیم په الکترونی مدار کې خوځښت پیدا،یورانیم څک،پک لمبه ایزاو انرژی غورځولو ته چمتوشی اوخپلې اورنی اورادیواکتیفی وړانګې خپروی. نورنویورانیم بډای شو.

پنځیزیورانیم داکساید په شکل پیداکیږی چې ۹۹،۳سلنه۲۳۸آیزوتوپ او۰،۷سلنه۲۳۵ آیزوتوب لرونکی وی.    ۲۳۵ آیزوتوپ وړانګې ورکوونکی اولمبه وهونکی دی چې په بمونواواټمی بټیو کې پکاریږی.  ۲۳۸ آیزوتوپ والا یورانیم نیم ځاړی(ضعیف)  نومیږی چې په اټمی ډیران (دایروډیران) یعنی زباله کې غونډوی.  په دې خاطر چې دایورانیم ډیرکلک او هغه اورلړونی دی چې خپله اور ګرځیدای شی نودزغره والوپرضد ګولیو کې کارول کیږی.

سنترفیوژ:هغه دستګاه ده چې له هغې نه دموادو دجلاکولولپاره ددروندوالی په کچه کاراخستل کیږی او هغه داسې: په یوه استوانه یی ټیوب کې د چټک چورلیدو (څرخ) له کبله اودمرکز نه دفرار دقانون له مخې درانه توکی بهرخواته ټیل وهل کیږی دسلندرډیر چټک څرخیدوله امله درانه مالیکولونه(۲۳۸آیزوتوبونه) له محور نه لرې کیږی اودیورانیمو۲۳۵آیزوتوپونه دسنترفیوژدمحورشاوخوا پاتې کیږی(آیاتاسودالوتکې په وزرکې ماشین چې استوانه یی او له پروډک دی لیدلی).

دسنترفیوژ داڅرخ هم په یوه دقیقه کې له سلوزرونه ډیروارې څرخی ددې څرخیدوله کبله درانه اوضعیف یورانیم ددیوال خواته او۲۳۵ آیزوتوپ یورانیم دمحورګرد چاپیر پاتې کیږی.هرڅومره چې ۲۳۵ آیزوتوپ په وړو اتمونو ویشل شوی وی همغومره  غښتلی اوچاودیدونکی وی(ازریزه،بلاخیزه).

په زرګونوسنترفیوژونه پکار دی چې بډای یورانیم لاس ته راوړو په څودانونه شوکولای داکارسرته ورسوو. نیم کیلوګرام بډای شوی یورانیم په یوه هستوی بم کې برابردی له څومیلیونوګیلنو بنزینو سره ، البته دانرژی په حساب.

عبدالرووف لیوال.

ماخذونه : دخدای بخښلی پوهاند بلبل شاه جلال لکچرنوټ اوویکی پیدیا.

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت