عبدالرووف  ليوال

 

هرات او داهل ذمه وګړو ژوند

دافغانستان په پلازمینه کابل کې له پخوازموږهندو وروڼویو ځای له مسلمانانوسره ډیرخوږ ژوند درلود، موږ په حبیبې لیسې کې له خپل ټولیګوال رام داس سره بې له کوم تعصبه نا

سته –ولاړه درلوده ،یواځې کله به چې دقرآن کریم مضمون ساعت راغی ،په دې ساعت کې به رام له ټولګی ووت ،  او هغه ته دا اجازه ښاغلی مدیر نادی اوسرمعلم  ستارخان ورکړې وه ،دقرآنکریم ساعت به چې تیر شو نو رام به بیرته ټولګی ته راوګرځید .

کله چې زه په محافظ غنډ کې سرتیری وم ،موږ سره پنځه هندوان سرتیری وو،خوتوپیردا و، چې هغوی دشپې له خوا کورته تلل او موږ ته اجازه نه وه،هندوسرتیروبه په ډیره مینه

دخپل هېواد تربیرغ لاندې خدمت ترسره کاوه ، دهغوی ماشومانوته په پروان مینه،  شوربازاراوجوی شیر کې ښوونځی او آن وړکتونونه موجود  وو،چې له بده مرغه دمجاهدینود

حکومت په راتګ سره ، داهر څه له منځه ولاړل ،آن دهغوی کورونه په پروان مینه کې لوټ او غصب شول .

ډیر نوریې په خوست ،جلال آباد ،کندز او نورو ښارونو کې دافغانستان بومی اوسیدونکی وو،.

مقصد له دې مقدمې دادی چې هغوی ته اهل ذمه نه بلکې افغانان ویل کیږی.

خو په خواشینۍ سره ۴۵سلنه پښتانه چې د هرات اوسیدونکی دی ،له هغوسره داهل ذمه په شان تعصب او چلند روان دی دبیلګې په ډول هندوانو چې په کابل ښار کې څوښوونځی درلودل ،پښتانه یې په هرات کې یوهم نه لری، هغو چې خپلو ماشومانو ته وړکتونونه درلودل ، دوی یې (پښتانه) په هرات کې یووړکتون هم نه لری ،هندوانو په هندی ژبه خپرونې درلودې، خو په هرات کې داتفاق اسلام په نوم ورځپاڼه یو ټکی پښتو هم نه خپروی،دا ځکه چې دهرات پښتانه خو مسلمانان نه دی او دا ورځپاڼه خو یواځې داسلام د اتفاق لپاره خپریږی. دهرات ټول مزارات،قبرونه او تاریخی ځایونه سوتره کیږی خو دوزیریارمحمد خان الکوزی پر مزاراوتاریخی ګنبدې کې دترانسپورت کارکوونکی بولې کوی او دومره ناولی دی چې څوک له سل مترۍ نه ورنږدې کیدای نه شی .

سره له دې چې هرات د سترواکمن احمدشاه ابدالی دافغانستان دبنسټ ایښودونکی د زیږون ځای دی او په خواشینۍ سره سپینه ادې چې دایران دصفوی لښکر په مقابل کې ملاله وه او هغه واټ چې ددې په نوم دی خلک ورته سپینه اډه وایی .سره له دې چې دهرات واټونه دملی شخصیتونو په نوم ونومول شول خوداحمدشاه بابا ،میرویس نیکه او وزیریارمحمد خان الکوزی په نوم کوم واټ نشته .

دپورته نادودو په هکله، کله چې دهرات دپښتنو احساسات را پورته شی نور خو څه نه شی کولای ،یواځې ځان سره وبوږنیږی اوپه غوم،غوم سره وایی خدای دې یوار بیا طالبان راولی

عبدالرووف  لیوال حسین خیل

 


بالا
 
بازگشت