عبدالرووف  ليوال

 

دڅټ له خوا ډوډی خوړل

څه موده وړاندې په داسې حال کې چې یوه پرتمینه غونډه جوړیدونکې وه اودغونډې په پیل کې ملی سرود په غږیدو شو،ټول مشران ،سپین ږیری اودولس مشرمرستیال  دملی سرود د درناوی لپاره ودریدل ،خو صدیق افغان لکه چې غویی ته ډول ووهې ،برګې وتلې سترګې ناست و،دا چې صدیق له ملی سرود سره تعصب لری هغه دده خپل کار دی ، خوپه ملی سرود کې د(الله اکبر) کلمه ډیره درنه ده ، چې دی باید ددې سترې کلمې او دمشرانو په خاطردریدلای وای داکړنه دتکبر نښه ده او عالم کبر نه لری.

دصدیق افغان علمی پوهه: بشری ټولنه کې هغه انسان غوره دی چې خلکو ته یې ګټه ورسیږی (خیرالناس من ینفع الناس) ددې خبرې زبات دی.

رابه شو دصدیق افغان ګټه رسونې اوفلسفی ریاضی ته :

صدیق افغان چې ځان ته مسلمان او افغان هم وایی دوه کاله یې په لکونوافغانانو اومسلمانانو ته دلارې دبندیدوله وجې دسر په کاسه کې اوبه ورکړې،هغه داسې چې هغه لوی سړک چې له هوایی ډګرڅخه انتر کانتینینتال هوټل ته ځی ددې سړ ک په اوږدو کې دزرهاووافغانانو ځمکې او کورونه دنقشې دراتګ له امله ونړیدل، خو دې ښاغلی په ناپوهۍ سره په خپل کور شعار ځړولی وو چې (اګرنرهستی بی۵۲بیرانش کن) چې نه پوهیږم دادمسلمانانو دتګ لویې لارې له بی ۵۲ سره دفلسفی ریاضی له مخې څه تړاو درلود.

ب: هغه مجهول ځوابونه چې صدیق افغان یې په فلسفی ریاضی باندې مومی او دی پرې غره دی،ډیر په آسانه توګه دریاضی دیوې ،دوهمې اودریمې مجهولو معادلو له لارې موندل کیږی او دحل لاره لری او حاجت نه شته چې سړی د څټ له لارې نوړۍ خولې ته یوسی ،ځکه سمه لار هم شته. دی هسې غره اوکبراخیستی چه زه (جهانی فیلسوف )یم ،  که داسې وای نو ادیسن به څه ویلای ؟هغه خو به آسمان ته زینې ایښې وای.

ج: ده د(جهانی فیلسوف) نوم په دوکې او دخلکوپه غولونې سره لاس ته راوړی، تاسو هم کولای شی دبیو ګرافی نړیوال مرکز نه دبریښنالیک داړیکوله لارې د۴۰۰ډالروپه لګښت دجهانی فیلسوف ، پروفیسور،نابغه، علامه مقامونه او مډالونه  لاس ته راوړی هغه داسې :

په غربی او اروپایی هیوادونو کې داسې تقلبی پوهنتونونه شته چې جعلی اسنا

د ـ مډالونه او لقبونه خلکو ته جوړوی او له همدې لارې ګټه لاس ته راوړی . په برتانیا کې داډول نامعتبرو اکاډمیکو موسسوته (دمدرکونو دپلورلو کارخانې) نوم ورکول شوی دی. چې ښاغلی صدیق هم له همدې لارې دا لقب ترلاسه کړ. په زړه پورې خو لا داده چې زموږ مشرانو جرګې ، علومو اکاډمۍ ،لویه څارن والی کې داسې ساده لوحه،  خوشبینه اوساڼه خلک شتون لری،   چې ددې ناباورواو غیر علمی مدارکو په اساس صدیق ته په نا پوهۍ سره ځانګړی مډال هم ورکوی . ( که بهرنیان له دې خبر شی څومره به راباندې وخاندی) ددې په عوض چې داښاغلی دتذویر او دالله اکبردکلمې په مقابل کې دسپکاوی په تور محکمه شی ، هغه ته مډال هم ورکول کیږی(پکه دادلابله سپکه ) علم هغه علم دی چې خلکو ته یې ګټه ورسیږی لکه دادیسن علم اوپوهه ،زه نه پوهیږم چې دصدیق افغان فلسفی ریاضی خلکو ته څه ګټه رسولې ده ؟

موږپه خپله خاوره کې یو بل صدیق هم درلود چې دصدیق مخترع په نوم یادیدو اوس هم ژوندی او په شاشهید کې اوسیږی . سره له دې چې هغه نالوستی و ځان یې ډیر ژر دعلم په  ګاڼه سینګار اولاندې اختراعات یې دخلکو دګټې لپار وکړل . دهغې الوتکې جوړول چې په وچه کې موټر او په اوبو کې بیړۍ کیدای شی هغه کټ چې غل به یې نیوه (چپرکت دزد بګیر‎) چې ظاهرشاه ورته جایزه هم ورکړه.

هغه ماشین چې په اتو دقیقو کې له شړومبو کوچ باسی.هغه زانګو چې دماشوم په راویښیدو ټالی وهی . هغه راډیو چې پرته دبریښنا له انرژۍ کار کوی. هغه دموټرتایرات چې دموټر له چپه کیدو مخنیوی کوی(دجرمنیانودتایید وړهم ګرځیدلی و) او لس نورې اختراع ګانې چې یادول یې مطلب اوږدوی . مهمه داده چې هغه خپل یواځینی کور دخپلو اختراعاتو دودې لپاره چې افغانانو ته ګټه ورسوی وپلوره اوڅومره تواضع یې درلوده خو، دابل ښاغلی وګوری چې کوريې په ناحقه، سره له دې چې دولت ورته ډیر ښه نومره په عوض ورکړه ، دوه کاله یې دمسلمانو لاره بنده کړۍ وه.  هغه ته ولې څوک مډال نه ورکوی......؟

زموږ په بدمرغه هیواد کې دشخصیت وژنه اودجعلی شخصیتونوراپورته کول یو معمولی کار دی، په بد نوم دیوه چا تشهیراوپه یوه چا ټاپه لګول خو داسې آسانه او بې مسوولیت کار دی لکه داوبو غوړپ تیرول ، خدای دې موږ ته سمه لار راوښئی .

عبدالرووف لیوال حسین خیل.

ماخذونه :

د (فیلسوف جهان راچند خریده اید؟)    په برتانیا کې دعزیزحکیمی لیکنه.

 پښتو ویکیپیدیا :

ژوندون مجله  ۱۳۵۲کال :

 

 

 


بالا
 
بازگشت