حامد عبیدی

 

قانون ماتونکي پولیسان دې له دندو ګوښه شي

که څه هم د تیرو څو کلونو په پرتله د ملي پولیسو په کړنو او چلند کې خورا مثبت بدلون راغلی ،خو بیا هم کابل ښار کې یو شمیر داسې پولیس لیدل کیږي ،چې د پولیسو د نوم څخه په ګټې اخیستو سره د خلکو سره ډیر بد چنلد کوي.

دغه پولیسان چې شمیر يې ډیر کم دی د پولیسو د جامو څخه ناوړه ګټه پورته کوي او خلک بې له کومه دلیله زوروي.

په هغه نظر پوښتنه کې چې تیر کال د اکسور د موسسې لخوا تر شوې ، ویل شوي ،چې د هیواد ۸۰ سلنه وګړي د پولیسو د کړنو او چلند څخه خوښ دي.

په دغه رپوټ کې دا هم ویل شوي ،چې د ملکي وګړو سره د پولیسو چلند اوس هم د اندیښنې وړ دی ،خو د تیرو کلونو په پرتله د پولیسو په چلند کې مثبت بدلونونه راغلي دي .

د کورنیو چارو وزارت هم ویلي ،چې د پولیسو د زده کړو په برخه کې دیر کار شوی او ورځ تر بلې د پولیسو د زده کړو کچې لوړیږي.

د رپوټونو پر بڼست دا مهال ۹۰ سلنه پولیسان زده کړې نلري.

خو وزارت ټینګار کوي ،چې  پولیسو  ته د زده کړې  پروګرامونه یې په چټکی سره پر مخ روان دي .

سره له دې چې د پولیسو د زده کړو په برخه کې مثبت ګامونه پورته شوي او د هرې ورځې په تیریدو سره د خلکو باور پر پولیسو زیاتیږي . خو له بده مرغه یو شمیر فرصت طلبه پولیسان له خپل موقف څخه ناوړه ګټه پورته کوي او له خلکو سره ناوړه چلند کوي.

دغه شمیر پولیسان په دې نه پوهیږي ،چې دوی د قانون د پلي کولو او په ټولنه کې د نظم او د امنیت د ټینګښت دنده  پر غاړه لري . دوی له یوې خوا  خپل دنده په سمه توګه  نه تر سره کوي او د بلې خوا د پولیس د جامو او موټرو  څخه په کټې اخیستو سره په ټولنه کې د پولیس نوم بدوي.

دوی فکر کوي ،چې دوی هم هر کار ،چې وکړي حق لري ،ځکه چې دوی د قانون پلي کوونکي نه بلکې په خپله قانون دي.

دا قانون ماتونکي پولیسان ،چې ګن شمیر یې زده کړې نلري او د پیژندګلوي پر بڼست دندې ورکړ شوي د خلکو د  زورونې او سپکاوي تر څنګ هغوی باندې پرته له کوم دلیله ګزارونه هم کوي.

همدارنګه دغه ډله پولیسان  د رنجر موټرو څخه هم ناوړه ګټه پورته کوي او شخصي کارونو لپاره یې کاروي.

د دوی دغه کړنې د پولیس او خلکو تر منځ واټن جوړوي او پر پولیسو باندې د خلکو باور کموي.

 پورته مثالونه مې ددې لپاره ورکړل ،چې د تیرو څو اونیو په اوږده کې د ورته (بد معاش) پولیسانو څو بیلګې مې ،چې د خلکو سره یې زور زیاتی کاوه په خپلو سترګو ولیدې.

د دوی کړنې دې ته اړ کړم تر څو د څو کرښو په لیکلو سره خلکو ته دا څر ګند کړم ،چې پولیس هغه څوک دی ،چې ددې خاورې د ساتنې لپاره شپه او ورځ هڅه کوې او ددې خاورې د ژغورلو لپاره له هیڅ ډول هڅې سترګې نه پټوي او په دغه ډګر کې هره ورځ قرباني ورکوي. هغه شمیر کسان چې د پولیسو د جامو څخه په کټې اخیستنې د پولیسو نوم بدوي هغوی پولیسان نه ،بلکې غله او اوباش کسان دي.

که څه هم د تیرو څو کلونو راپدې خوا ورته پولیسان په ښارونو په تیره بیا کابل ښار کې لیدل کیږي، خو له بده مرغه ،چې تر دې دمه د دوی سره کوم قانوني چلند نه دی شوی.

دغه شمیر پولیسان له یوې خوا د پولیسو نوم بدوي او له بله پلوه امکان لري ،چې د مخدره توکو د قاچاق وړونکو، غلو او ترهګرو سره هم لاس ولري. نو په همدې اساس کورنیو چارو وزارت ته په کار ده تر څو ژر تر ژره دغه شمیر مفسد پولیسان له دندو کوښه او د قانون منګلو ته یې وسپاري..

دا د وزارت دنده ده ، تر څو پر پولیسو باندې د خلکو د باور ساتنې په موخه ددغه شمیر پولیسانو سره قانوني چلند وکړي.  

 

  

 


بالا
 
بازگشت