حامد عبیدی

 

یو شمیر خصوصي ښوونځي یوازې خپل جیبونه ډکوي

د تیرو څو کلونو راپدې خوا د  دولتي ښوونځیو تر څنګ یو شمیر خصوصي  ښوونځيو هم  په هیواد کې کار پیل کړی او ورځ تر بلې شمیر کې یې زیاتوالی راځي.

د راپورونو پر بڼست اوسمهال په افغانستان کې د ۶۶۹ خصوصي ښوونځيو دروازې د زده کونکو پر مخ پرانيستې، چې نيمايي يې په پلازمېنه کابل کې دي.

د ورکړل شويو شمېرو له مخه په دغو ښوونځيو کې ۳۰۰ زره زده کونکي په زده کړو بوخت دي.

ددغو ښوونځیو له ډلې یو شمیر یې د نړیوالو معیارونو او د پوهنې وزارت د کرنلارې په بڼست خپلې چارې پر مخ بیایي ،خو ګن شمیر یې بیا یوازې  د خپلو ګټو پر اساس  فعالیت کوي.

دغه شمیر ښوونځي پر ته له دې چې د پوهنې وزارت کړنلاړې په پام کې ونیسي او ددغه هیواد ماشومانو ته ،چې د افغانستان راتلونکی جوړوي د خدمت نیت ولري د خپلو ګتو په خاطر په  بیلابیلو بهانو سره د زده کوونکو څخه پیسې اخلي.

کله چې دغو ښوونځیو ته مراجعه وشي په نړیواله کچه د معیارونو څخه خبرې کیږي ،خو وروسته بیا لیدل کیږي ،چې د معیارونو څخه هیڅ پوهاوی نلري او یوازې د جیبونو د ډکولو په نیت د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د راتلونکي سره لوبه کوي .

 دغو ښوونځیو کې په کارپوه او تجربه لرونکي ښوونکي هم شتون نلري . ګن شمیر یې د دولسم  ټولکي فارغین دي او د یو ښه ښوونکي په ځانګرتیاوو نه پوهیږي.

دغه ښوونکي نه د تدریس په معیارونو پوهیږي او نه هم دا وړتیا لري ،چې زده کوونکو ته څه انتقال کړي.

که څه هم هر کال سګونه محصلین د پوهنتونونو څخه فارغیږي او د کار موندلو هڅې کوي ،خو له بده مرغه ،چې خصوصي ښوونځي د دوی د جذبولو په موخه هیڅ ډول ګام نه پورته کوي ،ځکه چې د پوهنتونونو فارغین د یو څه  زیاتې تنخوا تمه لري په حال کې چې دغه ښوونځي د دولسم ټولکي فارغینو ته شاوخوا ۵ زره افغانۍ تنخوا ورکوي او د پوهنتونونو فارغین په دغه تنخوا سره کار نه کوي.

د پوهنې وزارت چارواکو هم منلې  ده ،چې یو شمیر خصوصي ښوونځي  د کلنيو رخصتيو پر مهال يا هم د ښوونيز کال د پيل پر وخت له زده کونکو په بيلو نومونو پېسې اخلي.

ددغه وزارت چارواکو له بی بی سي سره په خبرو کې ویلي دي ،چې له دې وروسته به خصوصي ښوونځي  نه  د  داخلې په نوم  پیسې اخلي او نه به هم د دریو میاشتو رخصتیو د فیس غوښتنه کوي.

 د پوهنې وزارت چارواکو دا هم ویلي دي ،چې  دغه راز پېسې اخیستل ناقانونه او د خصوصي ښوونځيو د کړنلارې خلاف دي.

ددغه وزارت ویاند امان الله ایمان بی بی سی  ویلي دي : "سر غړونکي ښوونځي زده کوونکو ته وايي، که د پوهنې وزارت څارونکې ډله راغله ورته وواياست چې موږ د کورس زده کونکي يو، خو خبره داسې نه ده."

چارواکو دا هم  ویلي  که چیرې  کورنۍ ورته سر غړونکي ښوونځي په گوته کړي، دوى به ورسره قانوني چلند وکړي .

ویل شوي ،چې  د ورته سر غړونو له کبله   تېر کال ۱۰ او سږ کال پنځه خصوصي ښوونځي تړل شوي  او يو شمېر نور يې جريمه شوي دي .

که څه هم د پوهنې وزارت یو شمیر خصوصي ښوونځیو کې ورته ستونزې مني ،خو ددغو ستونزو د هوارولو په برخه کې یې تر دې مهاله رغنده ګامونه پورته کړي نه دي.

ورته ستونزې په ګنو خصوصي ښوونځیو کې شتون لري ،خو وزارت یوازې د ګوتو په شمیر ښوونځي تړلي او یا یې جریمه کړي دي.

د پوهنې وزارت ته په کار ده ، ترڅو  دغه برخه کې جدي ګامونه پورته کړي او د خصوصي ښوونځیو په معیاري کولو دې له هیڅ ډول هڅې ډه ډه ونکړي،ځکه چې اوسنۍ نسل د هیواد راتلونکی جوړوي او دغه نسل ته نه پاملرنه د هیواد سره ستره جفا ده .

که چیرې د پوهنې وزارت دا موضوع جدي ونیسي او سرغړونکو ته سزا ورکړي ،بې له شکه چې نورو ته به هم پند شي او تر ډیره بریده  دغه ستونزه به هم هواره شي.

 

 

  


بالا
 
بازگشت