حامد عبیدی

 

هیواد کې د استوګنې هیلې ورځ تر بله کمیږي

د تیرو څو کلونو راپدي خوا  ګن شمیر افغان ځوانان په هیواد کې د بیوزلۍ او وزګارتیا له امله بهرنیو هیوادونو په لور روان دي.

غربي هیوادونو ته په قاچاقي ډول د افغان ځوانانو تګ تل دغو ځوانانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده .

د نویو رپوټونو پر بڼست دوه اونۍ وړاندې یو ځل بیا هغه بیړۍ ،چې افغانان پکې سپاره وه او له ترکیې څخه د یونام په لور روانه وه ، د یونان په اوبو کې ډوبه شوه .

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت منلې ،چې د افغانانو دغه بیړۍ د دسمبر په دیارلسمه د هوا د خرابوالي له امله ډوبه شوې او ۲۱ افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

خو ځینې رپوتونه بیا وايي ،چې دغه بیړۍ کې ۲۸ افغانان وژل شوي دي.

په دغه پیښه کې یوازې د مرتضی محمدي په نوم یو افغان ژوندی پاتی شوی.

نوموړي د بیړۍ د ډوبیدو په هکله ویلي  ،چې دغه بیړۍ د لسو څخه تر ۱۵ کسانو لپاره جوړه شوې وه ، خو د بیړۍ خاوند د ۳۰ څخه زیات کسان پکې سپاره کړي وه. 

هر کال یو شمیر ځوانان هیواد کې د وزګارتیا له امله هڅه کوي تر څو د ګاوندیو هیوادونو په تیره بیا د یونان او اوکراین  له لارې غربي هیوادونو ته ځانونه ورسوي.

ګن شمیر افغان ځوانان د ایران له لارې ترکیې ته او له ترکیې څخه  یونان او بیا ایټالیا او یو شمیر نورو غربي هیوادونو ته ځي .

یوشمیر نور افغانان د اندونیزیا او مالیزیا له لارې استرالیا او نیوزیلنډ ته پناه وړي.

پر دغو لارو تلونکي سلګونه ځوانان تر دې مهاله وژل شوي، ډېر شمیر يې د سرحدي پوليسو لخوا نيول شوي، ځينې يې د ټوپک د ګوليو ښکار شوي، چې کورنۍ يې لا هم د مړي او ژوندي مالومات نه لري او ددغو ځوانانو راتګ ته  سترګې په لاره دي.

د انسانانو قاچاق کوونکي عموماً له سپکو بیړیو د کډوالو د وړلو لپاره کار اخلي او له بلې خوا په بېړۍ کې تر خپل ظرفیت زیات کسان سپروي تر څو زیاتې پیسې وګټي او دا مسله د دې لامل کرځي چې د انسانانو ژوند د ګواښونو سره مخامخ شي.

همدارنګه کله چې په سمندر کې د بیړیو چلوونکي له پولیسو سره مخامخ کیږي یا ځوانان سمندر کې خوشې کوي او یا یې هم پولیسو ته  سپاري.

د تیرو څو کلونو راپدې خوا  لسګونه افغان ځوانان د یونان او استرالیا په سمندرونو کې ورک شوي . 

که څه هم دغه افغانان پوهیږي ،چې په دغو لارو کې د دوی ژوند له ګواښونو سره مخامخ دی ،خو بیا هم کډوالۍ ته زړه ښه کوي ،ځکه چې په هیواد کې بې عدالتي، وزګاتیا او په حکومت کې د زورواکو نفوذ دوی  ته د زغملو وړ نه دی.

تیرو لسو کلونو دا جوته کړه ،چې ګن شمیر افغان مشران او افغان چارواکي یوازې د خپلو جیبونو ډکولو په اند کې دي او د افغان ولس غم ورسره نشته.

د هرې ورځې په تیریدو سره د افغانانو نا امیدي ډیره کیږي او آن د کډوالی لپاره د مرګ خطر هم مني.

په ۲۰۰۹ کال کې د یونان ساحلي پولیسو د ۱۹۰۰۰ هغو افغانانو د ورتګ خبره کړې، چې د پولیسو لخوا نیول شوي دي.

افغانانو غربي هیوادونو ته د رسیدو لپاره په وار وار سره درانه تلفات ورکړي.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۰۹ کال  رپوټ ښیي چې د نړۍ تر ټولو ډېر پناه غوښتونکي افغانان جوړوي .
دغه رپوټ ليکي چې وړاندې تر دې عراقيان د نړۍ تر ټولو ډېر پناه غوښتونکي وو.

عراق د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۸ کالونو تر منځ هغه هیواد ؤ چې تر ټولو زیات وګړو یې د پناه اخیستو غوښتنه کړې وه.

چین، سومالیا، د روسیې فدارسیون، ناجیریا او سربیا نور هغه هیوادونه دي چې زیات شمیر خلکو یې د پناه اخیستو غوښتنه کړې ده.

د امریکا متحده ایالات لومړنی هیواد دی چې زیات شمیر پناه اخیستونکی ورته د تللو غوښتنه کوي، فرانسه ، کاناډا، برتانیه او جرمني هم پخپل نوبت هغه هیوادونه دي چې زیات شمیر پناه اخیستونکي ورته د ورتللو غوښتنه کوي.

بهر ته د افغانانو د کډوالو ستره څپه په هیواد کې د پخواني شوروي اتحاد له برید وروسته پیل شوې، چې تر اوسه دوام لري او ستر علتونه یې هماغه یرغل، ناامنۍ، بیکاري او بې وزلي جوړوي.

که څه هم افغان حکومت وايي چې په تیرو څو کلونو کې سلګونه زره کډوال بیرته خپل هيواد ته ستانه شوي، خو د رپوټونو له مخې لا هم افغانان په نړيواله کچه د کډوالو تر ټولو ستره شمیره جوړوي.

د رپوتونو پر بڼست د نړۍ په کچه د کابو دوه ویشت ملیونه کډوالو څخه څه باندې څلور ملیونه یې افغانان جوړوي.

په اوسنيو شرايطو کې دا بهير نه ختميدونکى ښکاري ځکه ترهغې، چې له هېواده د جګړې او ناامنيو ټغر راټول نه شي، بې عدالتي ختمه نشي، د زورواکو سره قانوني چلند ونشي ، لوړو څوکیو لپاره کارپوه کسان ونه ګمارل شي، خلکو  ته د کار اسانتيارامنځته نه شي، د بېوزلۍ کچه کمزورې نه شي، دا لړۍ به پاى ته ونه رسيږي.

اوسنيو حالاتو او شرايطو ته په پام سره د خلکو روحيه داسې ښکاري، چې ورځ، تر بلې په هېواد کې د ځوانانو استوګنې ته هیلې کمېږي او ګومان نه کوي، چې روانه وضعه به پاى ته ورسيږي او هېواد ته به د ځوانانو بېرته راګرځېدل پيل شي.

که څه هم د کډوالو چارو د سمون په موخه دوه وزارتونه په ځانګړي ډول کار کوي، خو تر اوسه  د یوې اوږدمهالې او اغیزمنې تګلارې په تطبیق نه دي بریالي شوي تر څو ددغې تګلارې په مرسته  یو منظم پلان  جوړ او د  افغان کډوالو  لومړنی اړتیاوې پوره شي.

دولت دنده لري ،تر څو د افغان ځوانانو د کډوالۍ د مخنیوي په موخه رغنده ګامونه پورته او د کارموندنې زمینې برابره کړي .

که چیرې  افغان دولت ځوانانو ته د کارموندنې زمینه برابره کړي بې له شکه ،چې تر ډیره بریده د افغانانو  د کډوالۍ مخه نیول کیږي.

 

 


بالا
 
بازگشت