حامد عبیدی

 

افغان حکومت د ځوانانو لپاره بشپړ پلان نلري

افغان حکومت د لومړي ځل لپاره افغان ځوانانو ته د ورپېښو ستونزو او د هغوی د حل لارو په اړه عملي او څیړنیز سیمینار جوړ کړ .

دغه سیمینار چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا د سولې د عالي شورا په مالي مرسته جوړ شوی  و، څیړنکو او لیکوالو د افغان ځوانانو د ستونزو او د هغوی د حل لارو په هکله خپلې څیړنیزې مقالې ولوستلې .

په دغه سیمینار کې افغان لیکوالانو او څیړنکو پر دولت غږ وکړ چې د ځوانانو پر وړاندې د شته ستونزو د هوارولو په برخه کې دې رغنده ګامونه پورته کړي .

 په دغه سیمینار کې د زده کړو، تاوتریخوالي، د سولې په لار کې خنډونه او ځوانانو ته د ورپېښو نورو ټولنیزو ستونزو په اړه د مقالو د لوستلو تر څنګ افغان څیړنکو تینګار وکړ ،چې د دغه هېواد ډېر ځوانان د وزګارۍ او د زده کړو د زمینې نه شتون له کبله د وسله والو لیکو ته مخه کوي.

لیکوالانو په خپلو سپارښتنو کې وویل، چې دولت باید ځوانانو ته د روزګار او لوړو زده کړو زمینې برابرې کړي.

ددغه علمي  او څیړنیز سیمینار ګډونوالو همدارنګه ټینګار وکړ چې په دولتي ادارو کې د شته فساد پر ضد دې جدي مبارزه وشي او ځوانانو ته دې د حکومتوالۍ په برخه کې مخکښ رول ورکول شي. دوی وویل، چې له همدې لارې د افغانستان راتلونکی تضمینېدای شي.

بې له شکه چې ورته څیړنیز سیمینارونه  د ځوانانو د ستونزو په به ګوته کولو او ددغو ستونزو د حل لارو د موندلو په برخه کې خورا مثبت تمامیږي.

که څه هم تل  د ځوانانو  د یو شمیر بڼستونو لخوا د ځوانانو ستونزې په ګوته شوي او حکومت ته یې د حل لارې وړاندې شوي ،خو افغان حکومت تر دې دمه ددغو ستونزو د هوارولو په برخه کې رغنده ګامونه پورته کړي نه دي.

 د افغانستان د کارګرانو  اتحادیې هم په وار وار سره د ځوانانو ستونزې په تیره بیا د وزګارتیا په هکله اندیښنه ښودلې .

دغې ادارې وړاندې ویلي وه  که چیرې دولت خلکو ته د روزګار د پیدا کولو لپاره مخکې له مخکې ګامونه پورته نه کړي، په دغه هېواد کې به تر ۲۰۱۴ کاله وروسته بې روزګاري ډېره زیاته شي.

که څه هم افغان  حکومت  تل  د ځوانانو د ستونزو د د هوارولو په برخه کې  ژمنې کړي ،خو له بده مرغه چې  د دوی هڅې دیرې مثبتې پایلې نه دي ورکړي.

بي وزلۍ ، وزګارتيا ، په نشه يي توکو د روږدو ځوانانو زیاتوالۍ،د کانکور په آزموینې کې د لسګونو زرو ځوانانو بې پایلې پاتې کیدل،د پوهنتونونو فارغانو لپاره د کاري زمینو لږوالی، ودونو کې ملا ماتوونکي لګښتونه او کډوالي د ځوانانو د سترو ستونزو څخه شمیرل کیږي.

ددغو ستونزو له ډلې وزګارتیا، په نشه يي توکو د روږدو ځوانانو زیاتوالی ، کانکور آزموینه کې د ځوانانو بې پایلې پاتې کیدل او کډوالي د ځوانانو پر وړاندې د لویو ستونزو څخه شمیرل کیږي.

د رپوټونو پر بڼست په هیواد کې درې ملیونه ځوانان وزګاره دي، د یو ملیون څخه زیات ځوانان په نشه یي توکو روږي دي ،هر کال لسګونو زره ځوانان د کانکور په آزموینو کې بې پایلې پاتې کیږي او همدارنګه لسګونه ځوانان د نا قانونو لارو په مټ بهرنیو هیوادونو ته د کار موندنې په موخه  کډوال کیږي.

له بده مرغه ،چې تر دې مهاله د دغو ستونزو د هوارولو په برخه کې جدي ګامونه پورته شوي نه دي او ورځ تر بلې د ځوانانو دغه ستونزې زیاتیږي.

حکومت باید په جدي توګه ځوان نسل ته پاملرنه وکړي او د هغوی د ستونزو د هوارولو په برخه کې مثبت ګامونه پورته کړي.

دولس کاله وړاندې د نوي حکومت د رامنځ کیدو سره هیله دا وه ،چې د فابریکو او پراختیايي پروژه په پلي کولو سره به تر ډیره بریده د ځوانانو د وزګارتیا ستونزه هواره شي ، خو داسې ونشول او ورځ تر بله دغه ستونزه پراخه شوه .

ګن شمیر ځوانان هم په دې هیله ،چې هیواد کې به یې کاري فرصتونه ډیر شي د ګاوندي هیوادونو څخه بیرته هیواد ته راستانه شول ،خو د څو مودې وروسته د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله  بیرته کډوالۍ ته اړ شول.

په نړۍ کې هیڅ داسې هیواد نشته چې بې وزګاري پکې شتون ونلري ،خو دغه هیوادونه بیا ددغې ستونزې د هوارولو لپاره بشپړ پلانونه لري او په سختو شرایطو کې هم د بیکارۍ کرکیچ نه رامنځ ته کیږي. په تاسف سره چې افغانستان کې بیا ددغه کرکیچ د له منځه وړلو او یا کمولو لپاره جدي ګامونه پورته شوي نه دي او د هرې ورځې په تیریدو سره د بیګارۍ لمنه پراخه کیږي.

همدارنګه هر کال یو شمیر ځوانان د افغان حکومت په هڅو او یو شمیر هیوادونو په مرسته د لوړو زده کړو په موخه بهرنیو هیوادونو ته ځي ،خو کله چې دغه ځوانان د زده کړو د پای ته رسولو وروسته بیرته هیواد ته راستنیږي یا په خصوصي موسساتو کې جذبیږي او یا هم د څو میاشتو لپاره وزګاره پاتې کیږي.

حکومت ددغو ځوانانو د جذبولو لپاره هیڅ ډول پروګرام نه لري.

دا د حکومت دنده ده ،چې ددغو ځوانانو د راستنیدو سره سم د هغوی لپاره د کار زمینې برابرې کړي .

اوسمهال ګن شمیر دغه پیاوړي ځوانان په نا دولتي موسساتو کې پر دندو بوخت دي او ددغو موسساتو په ودې او پراختیا کې عمده رول لري.

د مثال په توګه: د هیواد دننه ګن شمیر رسنۍ د ځوانانو لخوا چلوول کیږي،د نا دولتي او بهرنیو موسساتو ګن شمیر مشران ، مدیران ، سلاکاران او کار کوونکي ځوانان دي او په  مخابراتي او هوایي شرکتونو کې هم ځوانان د پام وړ دندې لري.

 پورتنیو مثالونو ته په کتو سره ویلای شو ، په هغو برخو کې چې ځوانانو ته ډیره پاملرنه شوې د پام وړ پرمختګ یې کړی دی .

که چیرې په دولتي ادارو کې هم ځوانانو ته د پام وړ مسوولیتونه ورکړ شي ،بې له شکه  دولتې ادارې به هم ورځ تر بله وده وکړي او ظرفیت به یې لوړ شي.

د ځوانانو د ستونزو د هوارولو لپاره د پوهنې ،لوړو زده کړو ،مخدرو توکو ،عام روغتیا،کار او ټولنیزو چارو ،کډوالو چارو وزارتونه او د ځوانانو چارو معینیت باید جدي او عملي ګامونه پورته کړي.

د ځوانانو چارو معینیت باید داسې یو استرانیژي جوړه کړي ،چې پر بڼست یې ددغو وزارتونو سره ګډه همغږي ولري او ګام ګام د ځوانانو د ستونزو د هوارولو لپاره دغو ارګانونو ته دې طرحې وړاندې کړي.

 

 

 


بالا
 
بازگشت