عبدالقیوم

«شرمه ته ولي نه شرمیږي»

« ښه تاسي وایاست چي دایوسړی نه ؤ؟»

درواغجن درواغ وايې ، ځکه ژوند يې په درواغو ،چل او ټګیوسره پر مخ ځي .خوعقل منددي څه فکروکړي،دکندهارولایت مربوط دپنجوائې دولسوالۍ اړوند د«زنګي آباد» دلوی او پراخ وطن په دوجلأ کلیو(مسجدو) دنجیب زوو اوالکوزو چي یوله بله په دونیم دري کیلومتري کي لیري دباغونو پواسطه سره جلأ پراته دي ،تر منځ لاره يې مستقیمه نه ده دباغونوترمنځ نری اوپیچلې لاري دي.اوپه دروکورونوکي نارینه،ښځي اوماشومان وژل دشپې ددوبجو اودروبجو ترمنځ بېګناه کلیوال،بې رحمانه ،وحشیانه او ظالمانه شهید یږي . کرزی دشهیدانو دوارثین، په جبر چي دغم ټغر يې لا ټول نه ؤ ،په عاجله ده دوو درو نوروبیچاره کلیوال او دزنګی آبادمشر حاجي غلام رسول خان آکا ،ورسره دکندهاردحکومتي ادارې څو مزدور ،معمله ګرانسانان کابل ته غواړي،ستاسي به ښه یاد وي هغه وخت چي دکرزي نا سکه ورور(احمدولي) وخپل باډې ګارډ ته سپک الفاظ استعمال کړل څو دباډې ګاډ لخوا ووژل سوو کرزي دکورنۍ سره هلته حاضرؤ اوقبرته يې ورکښته سوو . اوپه هغه ورځ يې دخپل بل ورور(شاولې) پرسرلنګوټه د پوپلزودقوم دمشرپه نوم وروتړل. دپوپلزو قوم دکرزي په وړاندي خپل نفرت پټ نه کړي .یوه هفته وروسته دپوپلزو قوم مشران په هغه منډکک ماڼۍ کي سره راټول دپخوانۍ جهادي قوماندان آمیر لعلي دزوی ترسرئې لنګوټه وتړل او خلاف دکرزي دعمل ئې دآمیر لعلي زوي دپوپلزودقوم مشر معرفي کړي . د(۱۷) بیګناه انسانا نو بیا دهغوماشومانو چي لايې خپل اوپردي نه وه سرجلأ کړي ،لا دموردغیږي نه وه لیري سوي اولا په خاورینوخونو کي ویني ډنډ ولاړي وي،لا دکورکالي اوتلتکان هغسي په وینو لړلې اوارپراته وه، دشهیدانو واریثین اوکلیوال لکه مجریمین کابل ته راوستل سول. په شاهي ارګ کي هم دورثې سره دخبروپر وخت دشهید ورورپه ډیر جرأت وویل :«دې سوال ته مي جواب راکړي ،جواب يې غواړم ، داچا اوولې راسره وکړل؟ جواب يې غواړم.کرزي ته په ایشاره ته يې جواب راکړه،وزیره ته يې جواب راکړه ، ټول چپ سول ، بیا يې په تکرار وویل :جواب نه لري ؟». ددې زوریدلې افغان نور څه دوسه کیده؟ ملامت یاست په کرزي يې اعتراف وکړي چي هوملامت یواوجواب نه لرو.خو پدي مجلس کي مي دکلۍ دمشرزما آشنای اودوست (حاجي غلام رسول خان آکا) خبري واوریدي،حاجي غلام رسول خان آکا خوپه مړانه ،غښتل توب ،اومحبسوکي نامي ؤ ، په خبروکي يې ټول حقایق وویل ،مګردفاسدي اداري اوکرزي صفت يې هم وکړي چي باید نه ئې وای کړې. زه پوسم چي دکلیوالو اوحاجي صاحب په مجبوریت . ټول خلګ درکولاي سي ،حاجي غلام رسول خان آکا غوندي سړي چي ماپیژندي دهیڅ حکومت وصف يې نه کاوه ،نن دفاسدو واکداروصفت کوي .په هرصورت ددوی (ورثې اوحاجي غلارسول خان آکا ترخبروورسته په ډیره بې حیايې سره داسي وائې :« ښه یعني تاسي وایاست چي دا یوسړي نه ؤ؟» یوځل یواړخ اوبیا بل اړخ ناستو دوو شیطانانو(ک،ش) ته سترګه ووهي وائې :«دوي وائې چي دا دیوسړي کارندي» .لاکین خائین دولتي دستګاه ولس ته ددي بې رحمانه ،وحشي اوظالمانه پیښو اساسي علت اوعوامل څه چي دمسؤلینو شمیر سم نه ښي.سوال دادې چي حکومت جنائې ریاست ،جنائې آمریتونه ،کریمنال تخنیک،آمریت بالستیک نه لري؟ چي دمرمیو خولونه «پوچک» وګوريې چي داټول دیوه توپک ترخولې راوتې دي که دډیرو؟آیا دواقعی ځاي نه دي برسي سوي،جرمي ،کشفي آثار اوعلائم ندي جمعه سوي؟.زه فکرنه کوم چي دا کارونه دي نه وي سوي،مګر دخائینو شتون او سلطې دحکومت پرهرڅه ترسیوري غوړولې دي. راسي دموجودوواکداروشتون اومنځته راتګ ترنظرتیرکړو،چي دوي په عمل کي دکوم څه پیرو دي.

تر دي عنوان لاندي (دمحبسه تر قفسه) کتاب څخه داڅو جملې رانقلووم.

په سرکي امریکأ داسي هم نه غوښتل لکه پاکستان چي غوښتل مګر اوس

غرب اوپه خاص ډول متحده ایالاتودافغانستان دقیضی په هکله متواتراشتبا هات کړي اولائې کوي.چاه جوړکړل؟چاه تمویل کول؟ چاه پاچهې ته ورسول؟اوآیا تراوسه هم ددوي ترهمائې لاندي ندي؟داهغه پوښتني دي چي اوس ئې په جواب هر افغان ښه پوهیږي.

۱- په ۱۹۸۸م یا ۱۳۶۷ش کال کي دافغانستان څخه دشوروي دقواوو دوتلوخبره یقیني سوی وه ، دامریکا په لوړپوړو کي دا فغتنستان مسله طرحه سول،تر زیات جراوبحث وروسته دې نتیجې ته ورسیدل چي امریکأ باید دپاکستان سره داپوښتنه (چي دشوروي دطرفدارحکومت ترنسکور یدو وروسته به په افغانستان کي څه ډول حاکمیت منځته راولي) شریکه کړي. ددې معما دحل لپاره دامریکا څخه دوخت رئیس جمهور(رونالد ریګن) دوخت د(سی.آی،ای) رئیس ویلیام په یوه ګډسفراسلام آباد ته راغلل. دپاکستان دجمهوررئیس ضیاالحق او د(آی، اس، آی) رئیس جنرال اخترورسره ګډ ولیدل. ترلږخبرووروسته دامریکا د(سی،آي ،ای) رئیس ویلیام وویل: امریکا هیله لري اوغواړي چي دشوروي پلوي حکومت تر چپه کیدو وروسته په افغانستان کي یوپراخ بنسټه حاکمیت منځته راسي.څوپه هغه کي ټول اقلیتونه ،ډلې اوسیاسي احزاب برخه ولري. ویلیام لا خپله خبره سمه پوره کړي نه وه.چي پاکستاني جنرال اختردده دخبري په وړاندي سخت غبرګون وښاوه،اوورته ويې ویل: «افغانستان یومذهبي اوشاته پاته ټولنه ده،هلته ددموکراسي خبره هیڅ چسپ نه لري» .که څه ویلیام په تکراروویل چي افغانانوته دموکراسي نابلده نده....خوجنرال اختر عصبي شانته سو او ویلیام ته يې په نیغه وویل امریکایان باید دافغانستان مسله پاکستان ته خوشي کړي،ځکه دشوروي په تضعیف کي دپاکستان دستړیا حق الزحمه پاکستان ته افغانستان دئ ،چي تاسي يې باید موږته راپریږدئ.نورټول چپ پاته سول خبره یې ونه شنل. خوددې خبري میاشت لا تیره نه وه چي رئیس جمهوریا نظامي دیکتاتور جنرال ضیا الحق، د(آی،اس،آي ) رئیس جنرال اختردامریکا سفیر اویوشمیرنور جنرالان دطیارې دلویدوله امله مړه سول ، نوردوي پریږدی خداي (ج) دي دوی ته آبدي دوږخ ورپه برخه کړي .

راسي دي بل شرم ته ئې وګورې.

۲-په ۱۳۶۶ش کال دحوت په میاشت کي خرڅ سو نوکرانود داووه(۷) ګوندونو (ډلو- ټپلو) دخپلوبادارانو دپلان مطابق دپاکستان تر قبضه لاندي پیښاور ښارکي یو مؤقت حکومت جوړي.

- ۱-ددولت رئیس (احمدشاه احمدزي

۲-درئیس لمړي مرستیال(داکتر ذبیح الله) دمجددي زوي.

۳- دوهم مرستیال(محمد شاه فضلې) حرکت انقلاب اسلامي.

۴- ددفاع وزیر( حاجي دین محمد ) دیونس خالص.

۵-دکورنیوچارووزیر (سیدنورالله عماد) دجمیعیت اسلامي رباني.

۶- ددباندنیوچارووزیر(قاضي نجی الله ) دګلبدین د حزب اسلامي.

میرحمزه.دین محمد کران،علې انصاري،محمدیاسر،عبدالعزیز فروغ،محمدانور واثق.دا شخصیتونه وزیران وه.دا حکومت د(۷) ګونوتنظیمو درهبرانو لخوا رهبري کیدي.(شورأ ی رهبری اتحاد افغانستان) په نوم.

شرم پرشرم ته يې وګورې.داسي وي آزاد افغانستان؟.

۳- په۱۳۶۷ ش کال کي دحوت دمیاشتي پرڅلرمه(آی،اس،آي) یوبل موقت حکومت ورته جوړکړي د(مؤقت حکومت ) په نوم.څه سواسلامي اوافغاني غرور؟ کمه آزادي؟

۱-رئیس جمهور صبغت الله مجددي.او-دصحت عامي وزارت

۲-عبدالرسول سیاف صدراعظم اودمخابراتووزارت

۳-محمد نبي محمددي ددفاع وزارت،تحقیقات علمي اوزراعت وزارت.

۴-یونس خالص دکورنیوچارووزارت ، دامنیت وزارت اودحج اواوقافووزارت.

۵-ګلبدین حکمتیار دخارجه چارووزارت ،عدلي وزارتاوسرحداتو وزارت.

۶-رباني اعمار مجدد وزارت،دعوت اوارشاد،اووزارت معادن وصنایع.

۷-سید اسحاق ګیلاني مالیه ،تعلم وتربیه اوستر ه محکمه وزارتونه.

دشرم ځای پاته نه دې خوراځې ويې لولې .

۴-دپیښاور ناقیصه پریکړه ،یا په غاړه کي لعنتي پړی:

کله چي دا کترنجیب الله اودهغه حکومت دیوي لويې جهانې توطیې ښکار (ونړول) سو، دتنظمومشرانوکابل ته دراتګ فیصله نسوای کولاي . دخپل بادارهدایت ته منتظروه.باداريې پدي وخت کي نواز شریف ؤ ،نو هغه ؤ چي د۱۹۹۲ داپریل دمیاشتي پر۲۴ دشپي دپیښا وروګورنرحوض ته ټول د تنظمو نو مشران ښاغلې نوازشریف وروبلل.په دغه شپه دسیاف ترمشري لاندي یوه بله شرمیدلې موافقه ء امضأ سول. رښتیا به افغانیت سمداسي وي ،زموږ ساده ګان یې بل شګل وینو. پدې شکل وه موافقهء:

۱-ماده:دمجددي تر مشرئ لاندي دي پنځوس نفري هیئت کابل ته ولاړ سي،تر دومیاشتو پوري دي واک تسلم کړي،بیا تر دومیاشتو ورسته موقطي شورأ ته چي مشريې مجددي پرغاړه لري

۲-ماده :آستا درباني دڅلرو میاشتو دپاره ددولت مشر.

۳-ماده:داپورته موده یوه ورځ هم نه تمدید کیږي.

۴-ماده:دصدارت اوکابیني غړي به دتنظمو مشران نه بلکي دتنظمو نور غړي ټا کل کیږي.

۵-ماده:دصدارت مقام ګلبدین حکمتیار.

۶-ماده:دصدارت معاونیت او داخله وزارت دسیاف.

۷-ماده:دصدارت معاونیت او معارف یونس خالص.

۸-ماده:دصدارت معاونیت اوخارجه وزارت محاذ ملي.

۹-ماده:دفاع وزارت جمیعیت.

۱۰-ماده:ستر محکمه حرکت انقلاب اسلامي.

دا فیصله د (۷) تنظیمو ریسانودخپل بادار(نوازشریف) مخته امضأ کړل پاته دي نه وي چي دحکمتیا په نه موجودیت کي قطب الدین برخه لرل اوامضأ ئې کړیده.

جها د خودقرآن (م) په قول فرض ؤ،قرآن (م) بیا دپاک رب کلام دئ،ایمان بیا عقیده ،باور اوعمل تکمیلوي.راسي ويې لولې ،چا عمل په کړیدئ؟

۵- په اسلام آباد کي قرآن وهلې معاهده:

څه وخت چي معلومه سول، چي ملا رباني ته چوکۍ خوند ورکړئ اوټګیوته يې لاس واچاوه ،خپله څلور میاشتنۍ دوره يې اوږده کوله .نو دولس دغولولواوتنظمو دقانع کولو دپاره بیا داسلام دمقدس دین ما سک پر مخ وغوړاوه. په بله توطیه (اهل حل وعقد شورأ) جوړیدل يې پلان کړل. په دغه وخت کي خداي (ج) بخښلې علامه عبدالشکور «رشاد» صاحب یوشعر ووایه،پداسي حال کي چي په کابل کې دقدرت دلیونو تر منځ سخته جګړه روانه وه،دکابل ښاریانو هري خواته مډي وهلې کورنه نړیدل،چوریدل، دمال اوحیثیت خبره نه بلکې دژوندي پاته کیدو سوال مطرح ؤ. په خپلو سترګومي لیدل چي زړو،مړوښو ،پیغلو اوانجونو ستروسرونه په ژړا یوې خوا اوبلې خواته ځغستل ،څوک خپله زخمي اوڅوک دبل په وینو رنګ وه. ټولې کوڅې،جادې اوسړکونه دبې دفاع سړو،نرو،ښځو، کوچنیانو په مړو ډکي وې.ربانې ،سیاف،مزاري،ګلبدین، احمدشاه مسعود،خلیلې ،محقیق، انوري ،محسیني، اکبري ، اودوستم ټولوپه شریکه خلګ وژل. ښاغلې حامد کرزي هغه وخت معین ؤ. پدي وخت ؤ چي ښاغلې اکا ډمیسن عبدالشکور«رشاد» صاحب هم له دوي څخه خپل نفرت پټ نه کړي داسي: ټول شعر مي یاد ندي البته دشعر عنوان وه (مورا) یعني د ملأ صاحب ښځه. مورا مه کوه په ده دمینې کوډي......

داخوند قیبله روپې سوې ،تخت سو،تاج سو

سیاست يې خون ریزي کاريې تاراج سو

په سرووینويې دخلګوسورخ رويې ده

پرسرو دقام ختل دده معراج سو.......

رباني په حق اوناحقه شورأ کي ځان ددونوروکلونودپار واکدارکړي.تر دي اعلان ورسته بیا جګړو زورواخیستي . خوربانې دملوکیت چوکۍ په ځان پوري سریښ کړل .داځل بیا ۱۹۹۳ دفبروري پر ۱۵لوي ډاکو دپاکستان دوخت صدراعظم نوازشریف لمړی یونس خالص درباني سره دډیرو پاکستاني کلداروپه ورکړه یوځاي کړي. اویونس خالص هم فتاوأ صادره کړه اوربانې يې یو برحق خلیف وباله.وروسته ترهغه نوازشریف دتنظمو ټول مشران اسلام آباد ته وغوښتل،بیخي دشوروي دواکداروپه شان چي د۱۳۵۷ش کال څخه دډاکتر نجیب الله تر وروستۍ ورځي پوري يې دافغانستان دوخت دحکومت مشران احضارول.البته دغوښتلو شکل يې برابروو، خو نه دهدایت ،غلامۍ اوتهدی ډولونه يې مځکه اوآسمان تفاوت لاره. مثلاًجهادی رهبرانوته خوجنرال حمیدګل چي دپاکستانۍ ادارې دوهمه کټګوري زورواک ؤ هم مخامخ داحمقانو په نوم خطاب کاوه. او دتنظمو مشران ورته ټیټي سترګي ناست وه .نوازشریف داځل جهادیان خپل کورته بوتلل ،هلته يې بله معاهده په امضأ کړل درباني دوکاله دوره يې یونیم کال کړل.داځل نوټولو پر قرآن مجید لاسونه کښیښول چي نوربه جنګونه نه سره کوي خو دچور،غلاوو،خلګو تښتونو کومه ماده يې په معاهده کي نه وه. په دې هکله ددوي لاس چا نه نیوی.یوازي ترخپلومنځو دجنګ نه کولو فیصله وه.نواز شریف دوی ټول دځان سره سعودي عربستان ته بوتلل،هلته يې معاهده دسعودي عربستان دپاچا په مخ کي امضأ کړل ،بیا مدیني منوري ته ولاړل هلته یې دپیغمبر(ص) په کي اوبیا په مکه مکرمه کي دکعبي شریفي په وړاندي په قرآن قسم وخوړ،دهغه ځایه ایران ته يې راوستل هلته يې دایران درئیس جمهور رفسنجاني مخته پر معاهده بیا لاسلیکونه وکړل اوقسم يې وخوړ چي نور ترخپلومنځو جنګ نه کوي. خوکله چي دنوازشریف دوندره راخطا سول اوکابل اوپاکستان ته راورسیدل هغه آش هغه کاسه. جنګونه ،چور،وژني ترپخوا هم سخت سول. چي مسلما ن، دجهاد مشران ،رهبران همداسي وي دپردیو داعمالو مودي يې خداي (ج) ساتي.اوس دناټوغړي هیوادونه دموکراسي،دبیان آزادي، دښځوحقوق ،بشري قوانین اودهغو ساتنه اوحفاظت په هغوکوي چي هغو په مکه مکرمه کي قسم ته اعتبار ورنه کړي.او د(بن) لمړي غونډه چي دیوه نابکاره ،منفوراوپه فساد لړلې اداره دکرزي تر مشرې لاندي پرولس وترپل .د(بن) دوهمه غونډه تر لمړي هم بده وه ،دلزبون،دترکیي، اوزیاتې نوري. فکرکوئ چي ددې ټولو غونډوپه برخوالوکي چي کومو افغانو ګډون لاره شمیربه يې تر پنځوسو نفرو څه ایضا فه وو،لس نفره دولس خواخوږي پکښي موجوده وه ؟ دایوه غونده يې هم نه دجوړي اونه دروغي دپاروه، اونه يې کاروصلحي ته کړی، اومه آمید ورته کوئ. پرخپلومټو زوروکړي،واحد سئ،که نه نوستاسي برتري،ښه والۍ،وطن پرستي به یوازي په خبرو،لیکنو اوشعرنوکي پاته وي. دټولو روڼ اندو،سیاسیونو دیوالې په هیله ،پرخدای(ج) موسپارم.

معلم عبدالقیوم۲۶-۳-۲۰۱۲م

 

aqayum7@gmail.com

 

 


بالا
 
بازگشت