عبدالقیوم

دکوچني اخترمبارکي

دکوچني اختر دمباره کې په پلمه!

دځان ،کورنۍ اوراسره ملګروپه سپارښتنه،ټولو مسلمانانو،ټولوافغانانو، دافغانستان ټولوقلموالو،ټولوسیاستوالوپه یوه خبرټولو انسانانوته ددې نیکمرغه ورځي درارسیدو مبارکي وایم.داخترورځ خو نیکمرغه ،بختوره دټولي اسلامي نړۍ دپاره ده ،مګرپه زیاتی خواشینې سره زیاته برخه افغانان په خاصه هغه چي په زړونو کي يې دولس دښیګڼو،سعادت اوآمنیت هیلي ټوپونه وهي زما په شمول لاپه بدمرغیو،تیاروکي درڼا په هلي ځلي کوي. یوه هیله لرم چي انسانان په خاص ډول افغانان دنړۍ په هرځای کي چي اوسیږي (دافغانستان دننه او یا تر افغانستان دباندي) ،نور دخپل هیواد (افغانستان) دجوړیدو په باب فکر وکړي ،نه یوازي دخپلي کورنۍ ،خپلي ډلګۍاوخپل ځان .داهیواد او هیوادوال دبدمرغیوله ګردابونوڅخه راوباسي.دوستانوډیرموپه کمپیوتري پاڼو(ویب سایتونو)کي ولیکل ،زیات موپه شخصي اوځانکړوایمیلونوکي لیکونه،هیلي، غوښتنې او وړاندیزونه واستول سول، دهرهغه چا ترغوږو(چي غوږونه يې لرل) موږخپل آواز دتلیفون په زریعه هم ورساوه. دټولومووغوښتل چي دځان غوښتني، جلاوالي، لیري والي،بد نیتو،تهمتونو،بخیلیو،شخص دشخص ،یوګروپ پربل ګروپ ،یوحزب پر بل حزب،یوقوم دبل قوم په وړاندي له تعصب څخه پرهیزوکړي کوم چي داسلام دمقدس دین لخوادغه ټولي کړني مردودي ګڼل سویدي.دغفلت دخوبه را ویښ، دنوي عصراوزمان دغوښتنو مطابق قدم پورته کړی .دورورې ،ملګر توب، سړی توب ،یوځایوالې اوغښتل توب په هکله فکر وکړی.په دغومحدودو ځان مخته کونکوڅیرو،په دغوځان غوښتنکوککریو ،ددوی په ژبه چي وايې «که زه نه یم هیڅ نسته »باندي بیله دې چي نورهم دخپلې ټولنې جلأ سې بل څه پلاس راوړلای نسې. همدغه موبدبختي ده ،په پټوسترګو،ګورګورانه ،دپخوانیوګروپي، حزبي ، تنظیمي،مذهبي ،منطقوي، ژبه ني تمایلاتو لمن مونه ده خوشي کړې.زموږدافغاني سیاسیونو اساسي مشکل په دې کي دی چي (ددې په عوض چي خپل کمی ومنواویا دنواقیصو د اصلاح دپار کوښښ وکړو،سرچپه همیشه موتلاښ داوي چي په هرڅونه ګودره دلأیلو چي کیداسي خپله نقیصه دخلګو دسترګو پټه کړو).ساده توب همدادئ،ځان خطا باسي ،خلګ يې هر څه ویني . راځي اول یوګډه ژبه پیداکړې (افغانیت)، علمأ وايې «هغه شی چي سیا سي ټولنه يې ومنځ ته راوستې ده دآزادو خلګودرضائیت اومنلو پرته بل شی نه ده». یقین ولرې چي دخلګو درضا ئیت پرته نه سي کولای چي دنوی ټولني اساس منځته راوړي . مطلق ،ابدي ،دایم اوقایم دحزب یا دولت رهبر(مشروع )نه وي.البته تاسي ته معلومه ده چي داسي رهبرۍ مردودي بلل سویدي. یقین لرم چي هریوله تاسوترما ښه پوهیږی. خوپه هم دغه علت دې چي وائې :«اکثریت وختونه بیچاره ولسونو زیات کړاونه اوبدختې دعلماؤ دلاسه لیدلي دي،کوم چي په ټولنه کي دمخکښو اوعالمانو په نوم تریوحده معرفي دي».بیله شکه ترټولو بدعلم هغه دی چي (علم دشراوفساد په لاره کي پکارواچول سي).نوبیا دانشمندان وائې:«چي دداقسم علم اوعملي ډِګر یوال پوهه لرونکي فاقد داخلاقو وي اودي». نودوستانودمنورینو،مبارزینوافغانانو دنه یووالي عوامل په ګوته کړی، اودهغو دله منځ وړلودپاره لاس پکارسي. پدې لاره کي اوددې هدف دپلاس راوړلو دپاره مبارزه به ستوزمنه وي ،ژرمه مائوسه اوستړي کیږې. اخترونه راغله ،اخترونه تیرسول افغان ولس لاهغسي تر خپل منځ داختلاف په لمبوکي سوځي.په اتفاق نه کولو سره منورین( پړ)دي اودبدبختیوپه دوام کي مسؤل بلل کیدای سي. دمنورینو افغا نانو ديووالې پر لور.بر یالې اوسي. معلم عبدالقیوم امریکأ.

 

 

 


بالا
 
بازگشت