عبدالقیوم

 

دیوه لاسه ټک نه خیږي

دنظرخا وندو، افغا نومنورینوته چي دافغا نانو دیووالي (خیر)غوښتونکي ځانونه  بولي،که ټک په کوي اویا ټک غواړئ نولاسونه مو جوړه کړئ.په ۱۳۲۳هجري کال کي  مولوي محمد سرور«واصف» خان پر افغا نانوباندي داسي ږغ وکړئ:

بلی ای عالم ایمان! نګاهی کن به کیهان

روان بـیدار دارد ازنشهء خواب ګرانجانی

بلی با د یدهء عبرت ببـیـن اقوام دنیارا

که ازعبرت همی ګیرد زهول دامن افشانی........

 خدای(ج) اورسول الله (ص) هریو زموږڅخه  پدې مکلف ګرځولي یو چي ترهغه وخته حق ووایو اوحق ولیکې  ترڅوچي حق پرځا ی کیږي ،موږ کوم جرم نه کوو،یوازي هغه کار کوو چي زموږ مسؤلیت دئ. اوپدې باور مندیو چي هرو مرو په آخیرکي بشري عقل پر احسا ساتو غالب کیږي اودفردي ګټو په عوض به داجتما عي ګټودسا تني فکروال زیا تیږي. بشرپيژندونکي  وايې " ترڅوچي دیوه ملت په اړتیا اوتما یلاتوکي  توپیر نه وي راغلې په نظامونو کي يې تغیررا تلای نسي ". نوستاسي  هیواد والو دلیکنو،شعرونو،طنزونو ،خبرو،مطبوعا تي کنفرانسونو،بیا نا تو داوریدوموهرافغا ن په ښه توګه پوهیدای  سي چي تاسي هم وافغانانواوپه خا صه (منورینو) ته پیغام ورکوئ ، چي پرهیواد اوهیواد والو مودمسلطو اوسنیو ناخوالو، مشکلاتو او کړ کیچني  وضعي څخه دراوتلویوازنۍ لاره دټولویوځایوالې او وحدت دئ. دنا کاره اوبیکاره حکومت د دوام لوی اواساسي عامل دغه د افغانانو په خاصه د (منورینو) ترمنځ  فاصیله اونه یووالی دئ.ستاسي دغه پیغامونه دافغاني جامعي پوره اکثریت دولس اوریدلې څه چي حتی منلي اودرک کړي دي.همدا ګډ تلاښ ؤ چي اوس زیات منورین پردې خبره باورمند سویدي (بې اتفا قي،جلأ والې او ځا ن ځا ني )موږ بد مرغیو اساسي عوامل دي.هوزموږ دغه کمزورې وې اولا دي چه تراوسه يې په اورکي سو ځو، زموږ اوزموږدولس د ښمنا ن ددوستانو په جاموکي په مختلیفو بهانود دغه اورتازه ساتلو ته لمني وهي. ستاسي په پیغا مونو کي هریوه له تاسو څخه دخپل توان په اندازه زیاراستلې دئ د(پا ک قرآن د آیاتونو، درسول الله(ص) داحادیثو، د جهید وعلمأ وو، فلاسیفه وو،سیاست پوهو،سیا ستمدارانو، خپلوزده کړو،پوهي اوتجریبو) څخه موا ستفا ده کړیده، دهغوی قولونو اونقلي قولونه مو بیا ن کړې دي .د جلاوالې اوبې اتفا قی ضررونه اوزموږ افغا نانو پر ژوند دهغوئ منفي اثرات، مو د خپل طاقت برابر لڅ کړي اوښوولي دي،مننه .دلته دعبدالرحمان بابا  یاد کوم چي وايې:

په ژوند ومره چي دمرګ له غمه خلاص سې

اسا ن کاردي کړوپه ځا ن باندي ګران ولي؟

 راځي نوردعمل وخت دئ ،په ډیر خفګا ن چي تاسي  خبري کونکي ،تاسي لیکونکي  هم دیووالي پر لورعملي ګام نه پورته کوئ. بها نې  کوئ ،هرڅه سل په سل کي پر خپل میل برابره وئ ،چي ممکن نه دي .دلته  دما کیا ولي نظریه چي وايې "انسا ن یو سیا سي موجود دئ اوذاتاً شریراو خود خوا پیدا سویدئ" .خدای وکړي داسي نه وي او انشا الله نه دي. زما په با ورپه لمړي قدم کي دولسونو ترمنځ دبې اتفا قي اویوپر بل دنه باورهغه اساسي ریښې با ید لڅه سي.داچي زموږ (هیوادا وهیواد وال ) په اقتصادي ،فکري، تعلمي، سیاسي، کلتوري لحاظ په څونه شاته پاته مرحله کي دتاریخ منحصرساتل سویدي، ددباندنیو زبرځوا کو، لیري اونژدې پرتو همسایه هیوادو نومو په کمه اندازه په ولس کي دخپلو ګټو دساتلو په منظورښکاره اوپټ جاسوسان، مزدوران روزلي وه اولري ، پدې خبروهم اوس الحمد الله تر ډیره بریده منورین اګاه  دي.پس دولسونو سره دا سوال پیدا کیږي ،ښه نوکله چي  دنفاق اوجلأ والي ضررونه  بیا نوې ، دا ولې  نه وا ضح کوې  چي دولسونو په خاصه دمنورو تر منځ ددې بې اتفا قیو او بې اعتما دیو اصلي ریښه  چیري اوکومه ده؟. خلګ حق لري دا پوښتني وکړي.

الف:ـ ولي بې علمه پا ته سوي یو، یوملیت د بل ملیت په وړاندي ولي تعصب لرو، ولي دیوې ژبې ویونکي  دبلي ژبې ویونکوسره تعصب لري ،ولې دیوه فکر خاوند دبل فکر لرونکي انسا ن څخه نفرت کوي؟اوخورا زیات ولي ولي.آیا ددې کمیو اوکاستیومسؤلیت  پر خاریجانو وراچوئ ؟ زما په باورداخبري تاریخي  ریښه لري مسؤلیت  چا ته تکیه کوي؟ دا خبره  نورباید له شپ شپه څخه  راووزي ،روښا نه وویل سي.

ب:- د پښتون قوم اوعلم ترمنځ  فاصیله او دښمني ،دپښتون قوم تر منځ دجلأ والي ، دیوه زي جنتي اوبل زي دوزخي  روحیه، دا ددوی ترمنځ دنقرت  پیداکیدو او چا غیدو مسؤلیت په تاریخ کي دچا پرغاړو ورلویږي؟په توافق باید مسؤلینو ته ګوته ونیول سي .

زما په کم فکرترڅو چي افغا ن مُنورین ودغو پورته پښتنو ته درست جوابونه  چي دولس اکثریت ته  دمنلو وړوي،ورنه کړي ،مشکله به وي چي زموږد هیوادڅخه دي دغه  دغم  هواره کمبله ممکمله ټوله کولای سوو.تر هغو چي دبې اعتما دئ، جلأ والي او بې اتفا قي پراصلي اواساسي ریښه په موافقه  اوشریکه ګوته  کښینښول سي اوبیا په مشترکه توګه  دهغو ريښودوچولو دپاره په ګډ ه لاس پکارنسې، مشکلات به پرځای پاته وي. لمړی قناعت،بیامعذ رت ،وروسته بخښني  دي چي ولسونه  په خپله خوښه اوعلاقه د مشترکو اهدافو دپلاس راوړلو پرلور قدم اخلي. زه فکرنه کوم چي نور دواقیعتونو په تحریفو،ځا نو تیرولو،ولسونو په غولولواویا چپ پا ته کیدو سره  دي په دې لنډ وخت کي دي زموږ روڼ اندي له دې لوی بد بختي(بې اتفاقې)  څخه ځا نونه  په کا مله توګه  په آمن کي وویني.ددې پورته موجودواو مسلطو مشکلاتو دشتون سره پکارده چي دیووالي اویومټي والي هد ف ته د رسید و یولنډ وړاندیز هم ترسیم کړي. اُمید سیاستوال،دمبارزې علاقمندان،سیاسي کارپوهان،دهیواد سره مینوال ، پورته پوښتنو ته یوه داسي جامع،معقول، لنډ اولڅ جواب ورکړي ،چي ډیرپه شکلي، تجملي، ایضافي الفاظو،لغاتونو اوجملو کي هدف نغښتل سوې  او ورک نه کړي ،عام فهمه ،روښانه  چي لوستونکې بیله ښوونکي اوهرڅوک ورباندي پوهه سي. 

متا سفانه لا سته اولرو اشخاص اوافراد حتی ښوونځۍ لوستي چي  په خپل ټبري، ګروپي ،مذهبي،سمتي اوژبني خټوکي بند دي .دځپل ټبر،ژبي ،مذهب،قوم ، خوځښت، جوړښت،ګروپ، ډلي، سازمان اوحزب  کوم چي دی ورته منسوب  دئ دهغوئ اشتباهاتو ته حتی دانتیقاد ګوته نسي نیولای ، او لا دانصافه لیري خپل ټټو دبل تر آس  ښه ګڼي ،خپل پرمیل او نظرټینګار لري .کلاسیک تیوریسنا ن په دې عقیده  دي چي انسا نا نویووخت دافرادوپه شکل او یا هم دفا میلي ګروپونوپه شکل په طبیعي حالت کي ژوند کاوه. دبې اړیکو افرادو ټولني موجودي نه وې اوخلګ دانفرادي حاکمیت خاوندان وه. ددې معنی داده چي دوی ترخيلي کورنۍ دباندي هیڅ چا او هیڅ شي ته  ددوی اوددوی دچارو داداره کولو واک نه وو سپا رلی. رښتیا هم لرویوشمیر چي لا په دغه ذهنیت کي بند دي ،فکرونه اوذهنیتونه باید دګډ کاراویووالي  دپروسې دپر مخ وړلوله پاره په هر قیمت چي وي تیا رکړو. اوس هرڅوک  باید پوهه وي چي دنور وخبري هم واوري بیځایه پر خپل نفسي خواهیشاتوټنګار مشکل نه حلوي. زیات شمیر زاړه اولږشمیر ځوا نان چي  په حزبونو او تنظیمو کي  دي په هغوکي هم یوڅوسته چي دخپلو سازما نونو ،ټولنو مرامنا مي او اساسنامي  نا آغوذب الله د الهي قا نون  په شا ن  محکم ګڼي چي تغیر اولاسونه با ید پکښي را نه وستل سي ،اوددې احزابو مشرا ن هم  ځا نونه دپیغبران او ابدالبدا معرفي کړي . موږباید دنوي ځوان نسل دیوالي اووحدت دپاره  ښه وسیله یا پُلونه سوو،نه موانع.

 له دې  څخه  هم باید سترګي  پټي  نسي،  دخوښې ځا ی دئ چي سته او لرو منورین  چي تربد نیتوپولو را اوښتي دي،بل انسان د ځان سربرابر، سیال ګڼي  او دا دنفرتوځنځیرونه يې شلولې دي .نودکمه ځایه اوڅوک يې بایدراشروع کړي؟.       هو، داډیره لوړه هیله ده،خودداسي سترارمان اوهدف (یووالي) دپاره چي هیواد اوهیوادوال دهرډول بد بختۍ خلاصوي ،علم، پوهي ،ترقۍ،سولي ،دموکراسۍ اوپرمختګ ته لاره هواروي ،حساب،کتاب ، محکمه اود عدالت تأمین کولوته موقع مساعده وي هغه هم دغه (یووالې ) دئ. نو لازمه  ده په لمړي ګام کي دمرضونو خلاص  افغان منورین  سره وپیژني ، د سخت کارلپار ،زغم، حوصله ولري، بخښنه ،تیریدنه ،عمومي ګټه ترشخصي ګټو ښه وبولي اوصداقت ورسره مل کړي.

دیووالي  طرفدارانو ته لازمه ده چي درهبرکیدو،مشرتوب خیال اوحوس دسره لیري کړي. راځئ لاره نوي ځوان نسل ته هواره کړوپه ځوان نسل کي دیووالي روحیه پیاوړې کړو.

کله يې را شروع کړو؟:-  همد ا اوس په همد غه لحظ. پرښوتلوارپکار دئ ،مملکت مو آور اخیستئ دئ، اولس په کښي سوځي،یوه لحظ خنډ ،ځنډ  اوبې تفا وتي يې دولس په حق کي نه بخښوونکي ظلم  اوحتی ....دئ.

 په څه ډول يې راشروع کړو؟ دا لویه ،ستونځمنه،قیمتي اودغورلأ یقه پوښتنه ده، دقیق جواب ورته پلټل  پکار دئ .ځکه  سیا ستوال،دسیا ست سره علا قمند افغا نا ن ،خلګو او دخلګو ګټو ته متحد افغا نا ن  نن ورځ په ډیرو لیري فا صلو کي دجها ن او افغا نستان کي سره تیت وخپلو کورنیوته  دنفقې دپیدا کولو په ویريې راآخته کړي دي.داخبري  اومشکلات  په عیني توګه سته مګر دتاریخ په اوږدو کي هیڅ کله هم دولس دښیګڼو لپاره  مړو،آرامو اوآسوده انسا نانو مبارزه نه ده کړې اونه يې باید  وکړي. یوازي  تر ستم  لاندي ،پروطن او خلګو مین انسان باید  په ستختو شرایطو کي کوښښ وکړي څو دظلم څخه ځا ن اوولسونه آزاد کړي . دافغا نا نو دپاره اوس نسبت تیروختونو ته دمبارزي بهتر شرایط برابر دي .هغه  افغا نا ن چي په خارجي هیوا دوکښي استوګن دي هغه کولاسي په خپل لږمرسته دهیواد دننه مبارزین اوسیا ستوال ،په اقتصا دي لحاظ غښلتي اوفعال وساتي. ځکه اقتصاد دمبارزې اوسیاسي فعا لیت په تقویه کي اساسي نقش لري.دخپلوقلمونوپواسط دمطبوعاتو له لاري دهغوی آواز تر جها نیانو ورسوي .په هیواد کي دننه  هم نسبت  وتیرو وختونوته ارتبا طي وسائل ،میډ یا او دحملونقل وسایل بهتر اوزیات سوي دي. دخلګو سره تما سونه، راټولول، جمعه کول اوپر سمه لار رونول ځکه اوس ترپخوا آسانه دي چي څه دخلګو دشعور او زده کړو سطحه اوچته سویده ،پر څنګه يې  ظلمونه،خیا نتونه،جنا یات،تیري اوتجا وزونه  زیا ت او دونه لڅ او برملأ دي، چي وخلګو ته يې  ښوول، بیا نه ول او تشریح کول ډیر ستو نز من نه دي.نودهیواد دننه او دهیواد دباندي چي هرافغا ن په کلي یا ښار کي  اوسیږي دیوه لوی هدف دلاس ته را وړلو په منظور د (متحد او آزاد افغا نستا ن، په هیواد کي میشت پراته قومونه اوملیتو سر وروڼه، دژوند په ټولو ساحوکي ټولوته  دمتوازن پر مختګ ،ترقي اوډموکراسي غوښتونکو) پرشا وخوا راټول او تر خپلو منځونو نظر په ضرورت  یو مشر تابه وټاکي. زموږ هیواد یو اسلامي هیواد دئ ،با ید یو پر بل برتري نه وي ،بغیردعلمه.نو به بیا وروسته  دولایتو اوپدې شان په آخیر کي دمملکت مشرتابه ټا کل کیږي. په دغه لار او په دغه امتحان کي بیله صبر اومقاومت  څخه بریالیتوب  نا ممکن دئ.ومن الله توفیق معلم عبدالقیوم

 

 


بالا
 
بازگشت