په راتلونکي کال کې د ځوانو کانکور زده بېکارانو خونړی توپان

  ابو دانیال  

په (۲۰۰۱) میلادي کال کې نړیواله ټولنه پرخپله عصري پوځي تېکنالوجۍ سپره افغانستان ته په دې پلمه راغله چې ګواکي دوی زموږ په هېواد کې امن راولي ، له هر ډول فساده خلاصه قانونمنده حکومتداري راته جوړوي ، افغان خاوره رغوي ، افغانان هوسا او بسیا کوي ، او تعلیمي اړخ ته د انصاف په چوکاټ کې  په ریښتینې متوازنه توګه وده ورکوي .

افغانان په همدې تمه په پوره ډاډ سره  د داسې حکومت ترڅنګ  ود رېد ل  او د قانوني کېد و له پاره یې خپلې بې بیې رأیې ور کړې ، چې عناصر یې ټول د مخه د بهرنیانو په خوله د افغانانو له خوښې پرته برابر شوي وو .

د امنیت نیولو پرسر بهرني ځواکونه ودرېدل . اجرأ یه ، قضأ یه او مقننه دری واړه قووې همدغو نننیو جنابانو د خپلو شخصي انډیوالیو ، سمتي ، ژبني ، مذهبي او تنظیمي مشارکتونو له لارې ونیولې ، چې تر ننه پورې له یوه وزارت ، یوه سفارت ، یوې ادارې ، یوه مأ موریت او یوه اداري واحد څخه بل ته سره بدلېږي را بدلېږي . خوچې ټول اړخونه او ادارې ورته ککړې کړي ، نو بیا یې راولي لکه حرفوي ټېکه داران  مشاور یې وټاکي . همدغه بېزنېس د ننه په حکومت کې تراوسه روان دﺉ ، چې له کبله یې د دیمو کراسۍ او بیان د آزادۍ تر څنګ د ملت ، حکومت او نړیوالو ترمنځ  پراخې فاصلې او بې باورۍ هم  را ټوکولې دي .

تاسو وګورۍ چې افغانستان ته د نړیوالې ټولنې له راتلو سره جوخت  د (( راځۍ چې سبق ووایو)) تر شعارلاندې په لکونو افغان بچیان او نجونې مدرسو او ښوونځیو ته ولاړل . د (۲۰۰۲ ) زیږد یز تعلیمي کال په سرکې اعلان وشو چې خوا وشا (پنځه لکه ) نارینه او ښځینه زده کوونکي ښوونځیو او مدرسو ته ځي . خو له دې کمیت څخه پرګټې پورته کولو سره یې کیفیت له خلکو په سیاسي فساد کې داسې  پټ وساته چې د فکري او اقتصادي ژوبلو نه جبیره کېدونکی زور یې وروسته له لسو کالو په اړوند و  کورنیو ، ملت ، حکومت ، سیمې او نړۍ  ټولو باندې ورغلی . مرګ ژوبلو زغمل  د هغه غریبو او محرومو وطنوالو په پچه رسېدلې دي چې نړیوال یې د طالب او ترورېزم په نامه وژني . خو په دوبۍ او لوېدیځه نړۍ کې مېلې ، چړچې ، عیاشې او میراثي څوکۍ د حکومت د همدغه جګپوړو چارواکو په برخه رسېدلې دي . غریبان له خپل کلي کوره و ټښتېدل ، او حکومتي چارواکو یې ذهني او فکري ودې ته د سیاسي تزویر دامونه  کېښود ل . له نړیوالو یې د تعلیمي لګښتونو په پلمه مرستې پرې را ټولې کړې ، خو تر اوسه پورې په تېره د افغانستان په جنوب کې نه خوندي چاپېریال ور ته برابر شو ، او نه هم مسلکي ښوونکي ، تعلیمي نصاب  او درسي کتاب. د متحده ایالاتو (۵۲ ایالتونه + له نوروهېوادونو ورغلي کډوال او پرنژادي توپیراخته هغه خلک چې له تور پوستي سره به په یوه وسیله کې چا له خپل څنګ سره نه پرېښودل  ) یواځې په یوه امریکایي ملي رسمي ژبه خبرې او تعلیم کولی شي ، خو په یوه لوېشت افغانستان کې یې خلک د دوو رسمي ( پښتواودري ) ژبو پرځای په شپږو ژبو تعلیم ته هڅولي . په داسې حال کې چې افغان حکومت او خپله افغانان همدا اوس یواځې ددغو دوو رسمي ژبو(پښتو او دري ) خپله ذاتي غنا ( بډاینه ) له پرد یو ترمینالوژیو خوندي  نه شي ساتلی . او نه هم ددې وس ور سره شته چې ددې پېړۍ له غوښتنو سره سم د خپلو خلکو د اړتیا تنده پر یوه نارمل او منل شوي کره کولم او تعلیمي نصاب ورماته کړي .

خو پردغه نیمګړتیا وو سر بېره بیا هم افغان چارواکو د دې خاورې د معصومو بچیانو پر سر راټولې شوې پیسې پرخپلو ځانګړو کورنیو او با ند نیو پروژو او شرکتونو ولګولې ، له ژوند یو بانکونو څخه په میلیاردونو ډالري پیسې وایستل شوې . او هم یې ددې خاورې د بچیانو ذاتي ( آی کیو ) ورترور کړه . حکومتي واک او څوکۍ خو یې د مصلحتونو، مشارکتونو او ونډو پر بنسټ په خپلو کې سره وېشلي . هر وزیر، هر والي ، هر ریْس او هرې خپلواکې ادارې د خپل اړوند ارګان ټول امکانات په خپلو کې  سره وېشلې دي . استعمار پوره (۳۰۰) کاله دا ملت د سد وزو او محمد زو کورنیو تر منتر لاندې بېده ساتلی ؤ ، او لګیا دي چې د خپلو ګټو له پاره یې په بله کورنۍ او بله څېره کې نورهم  بیده وساتي . اوس د څو کالو را هیسې لګیادي د تعلیمي وړتیا ذاتي استعداد ونه هم د سمتي ، ژبني ، مذهبي او تنظیمي ونډ و پر بنسټ د متوازن معارف په پلمه د ( خپل ټټو او د بل آس به برا بر کړې ) تلې په انصاف آن تر بهرنیو تعلیمي سکالر شېفونو پورې  په خپلو کې  سره وېشي . چې له دې لارې د خپلو تېرو محرومیتونوغچ د جګړو ځپلو پښتنو له بچیانو څخه اخلي . ترڅو ددې قوم اوسني او راتلونکي نسلونه  د راتلونکې غلامۍ له پاره  په لوی لاس د بېسوادۍ کندې ته ور ټېل وهي . ولې ددغه ډول نرښځوکو سیاستونو مالي ، پوځي او سیاسي ملاتړهم تراوسه پورې بهرنۍ سیاسي کړۍ کوي . ځکه له یوې خوا همدغه بهرنیانو د پښتنو پرسیمو پردۍ جګړه ورتپلې او هره ورځ مرګ ژوبلې ور اړوي ، او له بله اړخه یې دغه ، او د ېته ورته چارواکي د واک په کمین کې ور ته کښېنولي او ساتلي دي . ترڅو د تعصب له فلتره کوم پښتون بچې ترې تېر نه شي . په تېرو لسو کالو کې هر کال د پښتون د یوه  نسل بچیانو ژوند ور تباه شوی ، او له سږنې لسم نسل سره  هم همدغه سلوک وشو.

ددې تر څنګ یې په تعلیمي او نورو چاروکي په لوی لاس د خپلو جیبونو ډ کولو له پاره د لوړو زده کړو په نامه شخصي تعلیمي مؤسسې جوړې کړې . چې په هغو کې هم یواځې د شتمنو خلکو اولادونه په غټ پیس ورکولو سره زده کړې کولی شي . ولې ترفراغت  وروسته د هغوی په اړه هم د کار روزګار پیداکولو هېڅ بند و بست نه شته . ځکه کوم پستونه چې پخوا په حکومت او نورو مؤسسو کې د چا په پچه رسېد لي ، د نورو له پاره په کې نور نه ځای شته ، او نه هم نور تشکیل . خو که په خپله د همدغو کړیو خپلو خپلوانو ته اړتیا ولید ل شي ، نور نوي کمېسیونونه  ور ته منظورېږي . کمپیو ټر او انګرزي پرې وایي ، لندن او نورو هېوادو ته یې د جاسوسي فن زده کولو په تمه (۴۸) ساعته او (۷۲) ساعته کورسونو ته استوي ، ترڅو د ځوانو رهبرانو له کاروانه بېرته پاتې نه شي . او په سفارتخانو او وزارتخانو کې د لوړ پوړو چارواکو د ویاندانو ، مرستیالانو او د دولت د محرمو پټو ملي رازونو د تر لاسه کولو په موخه یې په خورا حساسو ځایونو کې ځای پرځای کوي ، ترڅو له (۱۶) پرد یو استخباراتي اېجنسیانو سره تل پر د ند و مصروف وي . خو د دې خاورې بل غریب او بې واسطې بچي ته بیا د سړک پر سر د د ست فروشۍ او روز مزد زمینه هم نه برابرېږي . پنډه خېلخانه ور پسې وي ، هغوی خوراک ، پوښاک او سر پناه ترې غواړي . خو چې پر وس یې پوره نه وي بیا پوډرو ، چرسو ، غلاوو ، چوړ ، لوټماریو ، او وژنو ته مخه کړي ، له مافیا سره مزدورېږي ، هغوی د سړي تښتونو کارونه ورباندې تر سره کوي . او سږکال د دغو کانکورځپلیو بې روزګاره ځلمیانو شمېرترلکونو ور واوښت ، چې دا په خپله په لوی لاس د دښمن په ژرنده اوبه ورزیاتول دي . ځکه کېدی شي دښمن به له دغه بې روزګاره ځپل شوي ځوان کول نه د افغان خاورې او ملي ارځښتونو پرضد ګټه پورته کړي .  سېلابونه اوتوپانونه به ترې جوړ شي . زموږ پر بې د فاع ؤلس به مخ راواړوي . د دولت اوملت  پرضد به یې په مختلفو طریقو وجنګوي ، دواړو خواوو ته به په دغه پردۍ یهودي جګړه کې افغانان ژوبلېږي ، وژل کېږي . له اقتصادي اوتولیدي پلوه به یې د مغارو ډ برین د ور ته ورلنډ کړي ، د انسانیت له چوکاټه به یې د بې سرحده ځناورو پرګله ییز بې مسؤلیته ژوند ا نه  ورګډ کړي . خوکه زموږ په دغه افغاني جومات کې همدغه ډول افغاني ملایانواو چړیانو په رسمي توګه اړولي وي ، نو خدای خبر چې د ( یوویشتمې ) پېړۍ ددغه سیمه ییزپېچلي غوړول شوي استخباراتي جال او پرمختللې پوځي تېکنالوجیکې سترا تیژۍ د شد ت له زوره به افغانان په څلېرویشتمه پېړۍ کې هم د انساني تمدن لمرڅرک په سترګو وویني که څنګه ؟!!!

نن ورځ د افغانانو وینه د ومره ارزانه د ه  چې بې د فاع ملت یې د لوږو ، تند و ، لوڅو ،  بې کوریو ،  بې پتیو ، نا امنیو ، ژوبلو، مرګونو او قبرونو خوا ته  روان دﺉ ، او مشران یې څوک د تخت او بخت او واک په میخانو او نایټ کلپونو کې ناست دي ، او چا د مغارولاره خپله کړې ده . داسې څوک نه شته چې د صحرایي ځناورو له وږو حملو یې و ژغوري . ځکه واکمن مشران هم له پېله تراوسه پورې د همدغو پرد یو لېوالو انډ یوالان دي . او خپله ګټه د خپل ملت په مرګ ژوبلو کې لټوي .

که ؤلسمشرحامد کرزی او ورسره حکومتي ټېم یې په ریښتیا ځانونه افغانان او د افغانانو مشران بولي ، او په دې ملت ، خاوره  او نظام یې زړه سوځي ، نو لږ تر لږه باید د خپلو وطنوالو درد په شعوري ډول احساس ، او له دې وروسته  د خپل تېرلس کلن واک د بې باوریو فاصلې په خپلو صادقانه ګامونو پورته کولو کې  سره را لنډې کړي ، ترڅو پرمټ یې د لوړو ملي ګټو خوندي کېد و او بسیا کېد و ټول تل پاتې  مشرتابه افتخا رات پرې د ځان کړي . که  نه  نو د وی به هم د ملي خاینانو په کتار کې د تاریخ په سینه کې پراته ، او اولاد ونه  به یې د خپلو پلرونو د اعمالو له لاسه په دې خاوره کې د نورو افغانانو ترڅنګ ځای نه لري .

تمه ده چې د افغان نظام ټول موافق او مخالف افغانان په خپلو کې له دې موقع نه ګټه پورته کړي ، د خپلو لوړو ملي ګټو خوندي ساتلو په خاطر دې یوې تل پاتې رغنده ملي روغې جوړې ته  د رسېد و له پاره د یوې ستراتیژۍ له مخې په خپلو کې سره کښېني ، ترڅو د راتلونکي افغاني رغنده نظام د ثبات پېلا مه ، او په نړۍ کې نورو ته  د قناعت یوه داسې بېلګه شي چې په شتون کې یې بیا ګاونډ یانو ، سیمې او نړۍ ته د ګواښ کومه پلمه په لاس ورنه شي .  

 

 


بالا
 
بازگشت