د حکومت دنده د ظلم مخنیوی او عدالت پلي کول دي ، نه د فساد خورول

  ابودانیال

په انساني معاملاتو کې تل د حق په وړاندې د نفساني غوښتنو پر اساس ضد او نقیض برخوردونه موجود وي ، خو تر منځ یې د انساني ژوندانه د روغې بقأ له پاره داسې مناسب انصاف کولو ته اړتیا شته چې بنسټ یې پرعد ل او انصاف باندې ټینګ ولاړ وي . ولې د پلي کېد و له پاره یې باید یوه داسې باضمیره  خپلواکه قانوني مرجع موجوده وي چې له بشپړ ؤلسي ملاتړ او باورڅخه برخمنه ، او پرته له مشارکتونو ، زد و بند ونو، ونډ و او مصلحتونو څخه منځ ته را غلې ، او د پرد و له خوا پرګرانو هېواد والو باندې له بهره ورتپل شوې نه وي ، ترڅو په ځانګړي او ټو لنیز ډول له چا سره  د خپلوخلکو پرځانګړو ، ملي، ځاني ، مادي او معنوي حقوقو معاملې و نه کړي . چې همدغې مرجع ته انساني نظام یا حکومت وایي .

خو متأ سفانه په افغانستان کې د انګرېزانو له څو ځلې را تلو او بېرته شړلو سره تر ننه پورې داسې حکومت او نظام منځته نه دﺉ راغلی چې د افغانانو له متن او بطن څخه یې په خپل ؤلسي ملاتړ او خپلواکه اراده سر را اوچت کړی وي . انګرېزانو پر افغانانو باندې د خپلې خوښې ځینې داسې افغانستان دښمنه شاه زاد ګان لکه شاه شجاع ، امیر دوست محمد خان ، امیرعبدالرحمن خان او امیر حبیب الله خان ورتپلي وو چې یواځې د وزیر محمد اکبر خان ، سردار محمد ایوب خان ، غازي امان الله خان او نورو په څېر ملي شخصیتونو، ملي مشرانو ، روحانیونو او کدرونو جاسوسي به یې انګرېزانو ته کوله ، اوهغوی به یې په ملي او نړیواله کچه تخریبول . وژل او له هېواده تجرید ول . او موږ یې ښکاره بېلګې افغان سید جمال الدین او نور غازیان یادولی شو چې امیر شېر علي خان یې د کابل پر تخت ور کښېناوه ، او افغان سید جمال الدین یې افغانستان پرېښودو ته اړ کړ . امیر دوست محمد خان یې دوه ځلې د اوږد ومود و له پاره پرتخت کښېناوه ، او وزیر محمد اکبر خان یې په مزار شریف کې په مرموزه توګه شهید کړ . امیرعبدالرحمن خان یې له بخارا څخه د روسانو په توافق د ازبېک ملېشو په ملاتړ کابل ته راؤست ، خو سردار محمد ایوب خان ، غازي محمد جان خان ورد ک ، غازي محمد عثمان خان تګابي ، او نور مجاهدین یې پرې شهیدان کړل . امان الله خان یې د سقاوانو په لاس له هېواده وشاړه . او په بد ل کې یې د نادر خان د وروڼو اود هغه د زوی محد ظاهر شاه خان په څلوېښت کلن واک کې افغانان څلوېښت کاله  پرې بیده وساتل . لنډه دا چې انګرېزانو به  هغه مهال هم لکه د اوس په څېر آنې بهانې کولې ، او په نن او سبا به یې د افغانستان واقعي مشران تېر ایستل ، خو په اصل کې به یې د خپلو جاسوسانو مزدورانه واک او خپل حضورد افغانستان د لوټلو له پاره غځاوه . چې با لاخره غازي امان الله خان د پای ټکی ور ته کېښود . ولې متأ سفانه چې دا مهال انګرېزان د څلورم ځل له پاره له نړیوال حشر سره یو ځای افغانستان ته راغلي دي ، خو مالومه نه ده چې دا پلا به څه وخت له افغانستانه په څه ډول و ایستل شي ؟ ځکه په خپله خو نه ځي . له همدې امله په افغانستان کې  د نا کاره ادارې اداري فساد ، د یوه سمت او یوې ژبې اپو زیسیون هڅول ، پر پښتنو باندې خپل ړاذده عملیات ، د سولې د کا ذ بانه څېرې تمویل او ملاتړ ، له ګاونډیانو سره د افغانستان پر سر د خپلو ګټو له پاره ناروا پټې معاملې او د هغوی مالي او پوځي ننګه . په انتخاباتو کې په پټه او ښکاره ګوتې وهل ، د افغانستان قانون ، د خاورې تمامیت او خپلواکۍ ته نه احترام ، نا امنۍ ، فقر ، او نورې کورنۍ او بهرنې دسیسې هغه څه دي چې افغانان ، حکومت او نړیواله ټولنه یې د بې باورۍ په ډانګ سره بېل کړي دي .  

له انګرېزانو وروسته روسانو هم پر افغانستان باندې د خپل نیواک او یرغل پر وخت دې ته ورته کار وکړ . پرد ین او وطن مین افغانان یې د مرګ ژوبلو ، ځېلخانو او هجرتونوخواته ور ټېل وهل . خو په افغانستان کې یې په پرله پسې توګه د سوټه کراسیو تش په نامه داسې نظامونه او رژیمونه اعلان کړل چې واک به یې ټول له روسانو او روسي مشاورینو سره ؤ . کله چې د روسانو پوځي ستراتیژي  په افغانستان کې ترلس کلن نیواک وروسته له  شرمېدلې ماتې سره مخ شوه ، او له افغانستانه ناهیلي ایستلو ته اړشول ، نو بیا د مجاهدینو وار راغۍ .

له مجاهد ینوخلکو تمه لرله چې ګني دوی به د ملت پرهغو زخمونو د مرهم پټۍ ورکېږدي چې د کمونېستانو او روسانو له خوا ورته رسېدلي وو . ولې مجاهدینو کراموهم د اسلام ترنامه لاندې د خپل ناسم اوناولي کرغېړن مدیریت په اوږد و کې داسې غیرواجب کارونه وکړل چې د افغانیت او اسلامیت په قاموس کې نوم نه ورته موند ل کېږي . د قدرت پر سر خپلمنځي جګړو کې یې بې ګناه خلک شهیدان  ، ټول افغانستان یې ړنګ او وسلې او مهمات یې تباه او بر باد کړل . چې د پاکستان د سترا تیژیک عمق وخت هم د همدغو سیمه ییزو او نړیوالو دسیسو له امله را لنډ ، او تور لنګي پنجابي واکمن افغانستان ته د پنځمې صوبې په تمه د افغاني طالبانو په جامو کې را غلل .

 پنجابي واکمنو یواځې له افغانستانه لرغوني توکي غلا کړل ، سرحدي تاڼې یې د افغانستان په خاوره کې جوړې کړې ، او د ډېورنډ د دواړو غاړو په څینو سرحدي کلیو او بانډو کې یې پاکستانۍ تذ کرې ووېشلې ، د برېښنا مزي یې ور ته را وغځول ، او د سوټه کراسۍ یوه داسې اداره یې پرافغانانو ور وتپله چې ملت یې د شریعت په نامه د بېسوادۍ په تور تم کې پنځه کا له پرې ایسار او یرغمل ساتلی ؤ . د کار روزګار او تعلیم  دروازې د خلکو پرمخ وتړل شوې .له افغانستانه د طالب نظام ضد ، مجبورکسان ، علمي کدرونه ، بډایان ، اهل کسبه ووتل . او د وزیر محمد اکبرخان او مېکرور یانونو په ښکلو ودانیو کې به ګډې او وزې تړلې وې . هرځای وېره او ترهه خوره وه . شریعت یې عوامو خلکو ته داسې بد ور پېژند لی ؤ چې کمونېزم ته به یې دُعا وې کولې . وسلې ، مهمات او ټولې ملي شتمنۍ یې له هېواده پاکستان ته انتقال کړې . خو ترڅنګ یې د خلکو د سر، مال او ناموس امنیت هم شپه او ورځ ورسره خوندي ؤ .

 ولې څه وخت چې د پنجاب اصلي بادارانو د افغانستان د نیولواو اشغال په اړه عملي ګام پورته کړ، د پنجابیانو سترا تیژیک عمق د ناټو په نظامي سمندرکې ورلاهو او د پاکستان د تجزیې پېلامه پیل شوه . د امریکا او انګلیس تر مشرۍ لاندې د ناټو ایتلافي ځواکونو افغانستان اشغال ، او د بې دفاع هېواد په نهوعمده سترا تیژیکو سیمو کې یې د (۴۲ ) هېوادونو پوځونه ځای پرځای کړل . چې په هغو کې انګرېزانو په هلمند کې واړول ، اوامریکایان په کندهار، لویه پکتیا او لوی ننګرهار کې دېره شول . او افغانانو ته یې له امریکایي او نوروغربي هوټلو څخه داسې کسان د متخصص او سپېشلېست په نامه راوستل اوعبوري اداره یې د افغانانو له خوښې پرته ترې جوړه کړه چې له کورنیو او بهرنیو مافیایي کړیو سره لاس لري . ددغو کسانو له راتلو څخه ترننه پورې نه خو یوه افغان ترې روغه ورځ ولیدله ، او نه د امریکې خپله سترا تیژي ور باندې خوندي شوه . ځکه ددوی په موجود یت اوغیرمعقول مدیر یت کې د افغانستان ؤلس ، حکومت او نړیواله ټولنه ټول یو پربل سره بې با وره شول . نړیوالې مرستې د بهرنیو اوکورنیوغلو په جوړجاړي کې کانتینر بست ورکې او له بانکونو و ایستل شوې . خو نه افغانستان ، او نه هم د افغانستان نظام ور سره ورغېد .

 پرافغانانو باندې تل له بهره د پردو پرمټ ټول همدغه ډول ملي ضد نظامونه پرته له وړتیا څخه یواځې د خپلو ګټو ترلاسه کولو له پاره ورتپل شوي . چې له پېله یې له خپلو وطنوالو سره فاصلې را منځته کړې . په کارپوه وطنپرست او تعلیم یافته خلک یې مجبورکړي ، محروم کړي او له کاره یې ګوښه کړي دي . چې د دې تشې په را منځته کولو او اوبو خړولو سره یې خپل کبان په کې نیولي ، خپله هراړخیزه ناوړه تغذیه یې کړې ، اوخپلو ناروا معا ملو، رشوت ، اداري فساد او اختلاس ته یې لاره پرې هواره کړې ده . تاسو وګورۍ چې همدا اوس د افغانستان د کانونو وزارت د امو سیند حوزې د تېلو اوغازو ، د لوګر د مس عینک او د حاجي ګک د اوسپنې زېرمې هندیانو او چینایانو ته په شپږ فیصده ګټې ورکړي ، خو که ترانزیتي محصول ترې و ایستل شي ، افغانانو ته نیم فیصد ګټه هم په لاس نه ورځي . چې په دې حساب د افغانستان د اوسپنې او ګازو کانونه ټاکل شوي پلاوي د رشوت ورکولو په بد ل کې د خاورې تربیې هم ټیټ چینایي او هندي کمپنیو ته ورکړي دي .خو بل لور ته امریکا هم سیمه ییزو ټېکه دارانو ته اختارونه ور کوي چې دغه قراردا د ونه امضأ نه کړي . پاکستان ته خو په ډاګه ویل شوي چې له ایران سره د ګازو او تېلو قرار داد به ددوی پر زیان تمام شي .چې په دغه نړیواله او سیمه ییزه لوبه کې افغانستان لومړی دفقراومحرومیتونو،او ورپسې بیا د سیمه ییزو یرغلونوقرباني دﺉ.لنډه داچې هراستعمارافغانستان له هره اړخه خراب کړی . په پای کې پخواني نیوا کګرهم په زوره ترې شړل شوي ، او اوسنی به هم د خپلو ناکامو اوغلطو پالېسیانوپه نتیجه کې په زوره ترې ايستل کېږي . ځکه دوی د افغانستان د خاورې او نظام جوړولو ته نه ، بلکي ړنګولو او لوټلو ته را غلي . خو د خپل لاس جوړکړي رژیمونه  به د ګاونډ یانواوهغو مخالفینولاس وهنو او ګوزارونو  ته پرېږدي چې غربیانو په خپله له افغان حکومت سره دښمن کړي دي . همدا لامل دﺉ چې افغانان د خپلو حقوقو تلف کېدو له امله  تل له خپلوحکومتونو سره فکراً اوعملاًً په ټکرکې دي . ځکه چې افغان حکومت د خپل واک پر مهال نه خو د ظلم او فساد خورېدو مخه نیولی شي ، نه قانون پلی کولی شي ، نه عدالت برقرار کولی شي ، او نه د خپلو خلکو د سر ، مال ، ناموس او د خاورې د تمامیت ساتنه  کولی شي . له همدې امله افغانان خپل حکومت ، راغلونړیوالو ځواکونو او سیمه ییزو ګاونډیانو ته د شک په ستر ګه ګوري . او نور دغه نایتري پانګ بېکتریا یي  ګونګ  حالت ، خپلې مرګ ژوبلې ، ناامنۍ ، محرومیتونه ، او خپل مجهول برخلیک  نه شي زغملی .

نړیوالو او د سیمې هېوادو ته په کار ده چې نور پر افغان خاوره او افغانانو باندې خپلو ډراما تیکو ملنډو وهلو ته د پای ټکی کېږدي ، او افغانان دې پرېږدي چې پرته ددوی او د سیمې د نورو هېوادونو له لاس وهنوخپل برخلیک په بشپړه بین الافغاني بڼه پرته له واشنګټن ، لندن ، بن او توکیو څخه په خپله وټاکي . او که نړیوال په ریښتیا د افغانستان، افغانانواو افغاني نظام جوړېدل غواړي نو د بین الافغاني پروسې سیاسي ، اقتصادي او تظامي تایید او ملاتړ او د ګاونډیانو د لاسوهنو مخنیوی دې وکړي . د شریرو ګاونډ یانو له شره دې افغانستان او نړۍ و ژغوري . که یې نه شي ژغورلی ، په افغانستان کې د ترورېزم په نامه جګړې پرځای دی هغوی تجزیه کړي ،  ترڅو په افغانستان او نړۍ کې ثبات راشي . افغانستان پر خپلو پښو ودرېږي ، او د نړۍ د خیرات خورو له بد نام لسته یې نوم لیرې شي . ځکه با ثباته افغانستان هم د نړۍ ، او هم د سیمې د نورو هېوادو په ګټه دﺉ . نه شریر ، مشهور په فساد ، په نړۍ او سیمه کې مخل د امنیت او مضرد جامعې هېوادونه .    

 

  


بالا
 
بازگشت