د سولې او ملي پخلاینې نا څرګند تعریف

    ابودانیال

د جانبینوترمنځ روغې جوړې ته سوله وایي . خولومړی باید خپل پام پرجانبینو را ټول کړو ترڅو پوه شو چې جانبین څوک دي ؟

هغه دوه اړخونوته جانبین وایي چې د کومې لفظی یا وسله والې شخړې د بېلا بېلولاملونو له امله په خپلو کې سره ښکېل وي . خوجانبین څلوراړخونه لري :

لومړی ؛ د دوو مسلمانو وروڼو ترمنځ شخړه : کله چې د دوو مسلمانو وروڼو ترمنځ کومه ستونځه را وټو کېږي ، اوهغه په شخړه واوړي . او یا یې خبره مرګ ژوبلې  ته ورسېږي ، نو بیا پرخپلوخپلوانو، با نفوذ ه خلکو، روحانیونو اوحکومت ټولو باندې واجبه ده چې ددغو د وو وروڼو ترمنځ روغه جوړه وکړي . خو د روغې جوړې نه مخکې لومړی باید حق او باطل ( مظلوم او ظالم ) او د هغوی لاملو نه سره مالوم کړي . ترڅو پوه شو چې شخړه د کوموعواملو له مخې پېښه شوې ده .خو که لامل اوعامل یې مالوم نه وي ، نو بیا د حق او باطل ترمنځ په انصاف پرېکړه کول هم ستونځمن کاردﺉ ، اوکه کومه نسبي پرېکړه او روغه جوړه یې ترمنځ هم وشي ، پایښت به ونه لري . ځکه ظلم داسې شی دﺉ چې د زړه له تله یې نه مظلوم منلی شي ، او نه هم وضعي او آسماني د ستورات ( انساني او آسماني قوانین .)

ظلم دېته وایي چې یوڅوک یوشی له خپل فطري حالت څخه بېځایه کړي ، یا په بله وینا : ( له خپل حد نه د پښې غځولو ، د بل پرحق پل وراېښود لو ، عد ول او انحرا ف ته  ظلم وایي . ) خو د بل حق ترپښو لاندې کول له  بې فکریو ، نفساني غوښتنو او انسان ډوله  شیطانانو له لمسونو سره تړاو لري . چې مخه یې یواځې پرمنصفانه عدالت پلي کولو سره نیول کېدی شي .

دوهم ؛ د مېړه او ښځې ترمنځ اختلاف : څه وخت چې د مېړه اوښځې ترمنځ کومه داسې ستونځه را وټوکېږي چې د دواړو ګډ ژوند ته صد مه ورسوي ، اوترمنځ یې داسې بېلتون راشي چې اسلامي شریعت د بیا شریک ژوند حق ورکړی وي ، او دواړه خواوې د سولې غوښتونکې وي ، نو بیا یو تن د ښځې ، او بل کس د نرله خوا د وکیل په توګه ټاکل کېږي ، ترڅو د دواړو ترمنځ د ریښتیني ګډ ژوند دایمي سوله راشي .

درېیم ؛ د د وو مسلمانو ډ لو ترمنځ کړکېچ : کله چې د دوو مسلمانو ډ لو ترمنځ کومه شخړه پېښه شي ، پرنورو کورنیو او سیمه ییزو مؤثرو مشرانو باندې لازمه ده چې ستونځې ته د پای ورکولو په موخه  د د واړو سیالوخواووترمنځ د معروف عرف او شرعي احکامو پر بنسټ د روغې جوړې داسې سپېڅلې تابیا ونیسي چې د کره مالوماتواو پرېکړو پربنأ په مؤجه دلایلو دواړه خواوې ریښتینې او با ثباته دایمي سولې منلو ته غاړه کېږدي .

څلورم ؛ د کفراواسلام ترمنځ کړکېچ : کله چې د یوه مسلمان هېواد له کوم کفري دولت سره د نیواک ، ځبېښاک او یا کوم بل لامل له مخې څه ستونځې او شخړې را ولاړې شي . نو په دې صورت کې بیا خبره د موالاتو( له کفارو سره د دوستۍ ) شرطونو ته ځي . ولې له کفارو سره د وستي او روغه جوړه کول پرته له مشروطو موالاتو ( له کفارو سره دوستي ) امکان نه لري . ځکه له کفارو سره روغه جوړه له ذ مي ، تعاؤني ، تعرضي ، او في سبیل الله جهاد له اړخونو سره تړاو لري .

که چېرې کفارد یوه اسلامي هېواد په نظام کې ژوند کوي ، او له مسلمانانو سره یې دا منلې وي چې د څه جذ یې په بدل کې ددوی په خاوره کې  اوسېږي ، او ددوی دین به نه تخریبوي ، خو سر ، مال او ناموس به یې په امن کې وي . کله چې پر دغه هېواد د بل چا له خوا تېری کېږي ، د نورو مسلمانو تباعو په څېرهغوی هم په دفاع کې لکه افغاني هندوان ونډه اخلي ، او که کفارد مسلمانانو ټاټوبي ته د مرستې له پاره پرته د اسلام ددین له منلو ورغلی وي ، خو تخریب هم نه کوي ، او د مسلمانانو د قانون درناوی وکړي ، په داسې حالت کې د مسلمانانو حکومت باید د خپلې جغرافیې د اړوند و کفارو د سر ، مال او ناموس ساتنه او درناوی د خپلو مسلمانو تباعو په څېر وکړي . که کوم مسلمان یې پر سر ، مال او یا ناموس تېری ور وکړ ، کټ مټ به د نورو مجرمو مسلمانانوپه څېر محاکمه کېږي ، او حقوق به یې ورکول کېږي . آن تر دې چې پر کافر ګا ونډي باندې هم په نا حقه تېری کول مسلمان هېواد ته مناسبه خبره نه ده . ولې که چېرې یې پټې او ښکاره لاسوهنې دومره ډېرې شوې چې د مسلمانانونظام ، دین او خاورې ته یې صد مه رسوله ، او یایې په ناحقه د دوی پرخاوره تېری ور وکړ، نوبیا جهاد ورباندې فرض دﺉ . چې کله نا کله د کفر د ډېري  غلبې او عامه مرګ ژوبلو پر وخت د نفیر عام حکم هم ور باندې تطبیقېږي .

خو که چېرې کفارو له مسلمانانو سره سوله کوله ، او د سولې شرایط د مسلمانانو په ګټه وو ، نو بیا دې هغه سوله ور سره ومني ، او که شرایط داسې وو چې ټوله ګټه د کفارو وه ، نو بیا مسلمانان مکلف نه دي چې ترکفري شرایطو لاندې پردیوغوښتنو ته غاړه کېږدي ، خپل ملت ، خپل دین اوخپل ملي ارځښتونه او ټولې شتمنۍ د کفارو په لاس کې ور کړي . که داسې وشول ، نو د مسلمانانو مشران  به په خپل هېواد کې خپل مسلمان وطنوال نورو ته مجبور ، بې هو یته او مزدور کړي . ځکه له یرغلګرو کفارو سره  د هغوی په خوښه سترا تیژیکي تړونونه او موالات لاسلیک کول امن نه راولي . که چېرې په دغه ډول تړونونو او دوستیو کې آرامي او سوکالي راتلی شوای ، نو له روسانو سره د پرچمیانو د مشرانو په لاس به په افغانستان کې سوله او امن راغلی وای . ځکه هغوی خوهم په خلاص مټ بې مسؤلیته بې درېغه تړونونه له روسانو سره لاسلیک کړل ، خو هېڅ ځای یې ونه نیو .او د افغانستان د بد مرغۍ او نامالوم برخلیک پیلامه له همغه وخت څخه را پیل شوې ده .په داسې حال کې چې امن په خپلمنځي شخړو پای ته رسولو ، یو بل ته په ښه نیت ، ملي یو والي او ملي ګټو خوندي کولو سره جوړېږي ، او پرته له امن راتلو څخه په یوه مسلمان هېواد کې نه ملي یو والی را تلی شي ، او نه هم توحیدي مفکوره او اعلای کلمه الله خوندي کېدی شي . چې متأ سفانه ځینو افغانانو ددغې اصولو رعایت نه دﺉ کړی .

واکمني باید ؤلسي مشروعیت له ځانه سره ولري ، که نه نو قد رت خو په کود تاوو او د بهرنیانو په ملاتړ باندې هم تر لاسه کېدی شي . خو چې د ؤلس په رأ یه او ملګرتیا واک ته نه وي رسېدلی ، نه به امنیت ور سره راشي ، او نه به دغه ډول واک دوام ومومي . ځکه امنیت او د واک دوام دواړه د خلکو له زړونو خپلولو سره تړاو لري . که د خلکو زړونه د خپلو حقوقو ور کولو له لارې خپل نه شي ، نو د زور ، ونډو او مصلحتونو حکومت هم دوام نه شي کولی .   

حضرت ابراهیم (ع) هم چې کله خپله مېرمن ( بي بي هاجره ) په مکه مکرمه کې یواځې پرېښووله ، هغه هم ترټولو لومړی له خپل خدایه خپل ملت ته د هغه ځای د امن غوښتنه وکړه ، ځکه که د الله (ج) په اراد ه یې امن نه وای غوښتی ، د ابراهیمي توحید ي دعوت په وړاندې به نورې ستونځې هم را ټوکېد لې وای .

خدای تعالی (ج) هم د ابراهیمي ملت له پاره د حضرت ابراهیم (ع) دعا قبوله کړه او نمرودي شرکي واک ته یې د ابراهیمي مبارزې پر مټ پرته له معاملو او موالاتو د پای ټکی کېښود . مکه مکرمه یې د امن کور وګرځاوه . او د توحیدي ښېرازې  له پاره یې لاره ور ته پرانستله .

له پورتني مطلب څخه موږ دې نتیجې ته رسېږو چې د نیواک پر وخت ترکفري شرایطو لاندې له کفارو سره د مسلمانو چارواکو ، او یا د قضیې د یوه اړخ له خوا د اسلام او مسلمانانو پر زیان روغې جوړې کول د اسلامي اصولو پر بنأ مردود او عمل پرې ناروا دﺉ .

نن چې د امریکا په مشرۍ د نړۍ (۴۴) هېوادونه په افغانستان کې نظامي حضور لري ، په میلیاردونو ډالر د افغانستان په نامه راټول . او له هېواد څخه د باندې ، او په خپله د افغانستان په خاوره کې د ننه حیف ومیل او ورک شول . هغه ژمنې چې نړیوالې ټو لنې له افغان حکومت ، او افغانانو سره کړې وې ، یوه یې هم تر سره نه شوه . ملت او حکومت یې دواړه بې وسلې او بې واکه کړل .  روسې مؤثرې وسلې یې ترې ټولې ، او پر ځای یې د ویتنام د وخت له کاره لوېدلې او غیر مؤثرې داسې وسلې او جیپان افغان پوځیانوته ورکړل چې ډېر افغان عسکر او پو لیس له د ښمن سره د مقابلې پر وخت پرخپلو ناکاره وسلو مړه شول . لنډه دا چې غربیانو لس کاله دې هېواد ، او ددې هېواد حکومت او خلکو ته بازي ورکړه . خو نه په افغانستان کې سم په ملي او نړیوالو معیارونو برابر حکومت او اداري سیستم جوړ شو. نه د چا سر ، مال او ناموس ورسره خوندي شو . نه یې د ځمکنۍ بشپړتیا اوهوایي حریم درناوی او ساتنه وشوه . او نه هم په اقتصادي لحاظ  افغانستان او افغانان ور سره هوسا او بسیا شول . لس کاله وشول چې په هېواد کې خونړۍ جګړه روانه ده .

له دېنه دا جوتېږي چې د ترورېزم د دغه نړیوال سریال پلان له نږدې یوې پېړۍ را په ایسته طرحه شوی دﺉ چې اوس یې تمثیل په افغانستان کې کېږي .

خاموش اکثریت (ملت) چې بې د فاع او بې پرې اړخ دﺉ د د وو زورواکو ځواکمنو ژرند و(امریکا او ترورېزم ) د پلونو تر منځ اوړه اوړه شو . مخالف وسله وال طالبان هم په پردۍ قومانده جنګېږي . او جګړه ورباندې تپل شوې او تحمیل ده . کرزی هم چیغې وهي چې موږ له افغان طالبانو سره نه جنګېږو . نو سوله علماً ، عقلاً او منطقاً له چاره سره باید وشي ؟  له افغان حکومت سره ، او که له امریکایانو سره ؟  ځکه د طالبانو څو مهم کسان خو له امریکایانو او پاکستان سره بند یان دي ، چې ځینې یې وژل شوي هم دي ؟ د بېلګې په توګه :

د طالبانو پخوانی ددفاع وزیر ملا عبیدالله ، په مزموزه توګه د پاکستان په زندان کې دوه کاله د مخه شهید شو ، خو د مړینې خبر یې څو میاشتې وړاندې خپور شو . استاد یاسر او ور سره دوه تنه ملګري یې په پېښور زندان کې تېر کال په مرموزه توګه تر شکنجو لاندې پاکستان شهیدان کړي ، خو خبر یې تېره شپه اعلان شو ، په کوېټه کې همدا اوس د طالبانو یو مهم کس (اسماعیل آخوند ) تري تم دﺉ . هغه د مخه یې چې وژلي هغوی به پرځای پرېږد و .

نو دا څنګه کېدی شي چې جنګ جګړې دې امریکایان او طالبان په خپلو منځونو کې سره کوي ، او پړه دې پر افغان دولت وي ؟

اوس امریکایانو دا هڅې پیل کړې  تر څو له طالبانو سره سوله وکړي .  له دېنه دا سې مالومېږي چې د امریکایانو هغه زړه لس کلنه پروژه نوره خلاصه ده . دا وروستۍ لس کلنه بله پروژه ده ، چې په دوو کالو کې به یې کار بشپړ شي . ځـکه له ټولو ګاونډیو هېوادونو مهمې ترانزیتي لارې ، د رېل پټلۍ او مواصلاتي او حلقوي سړکونه تکمیل دي . یواځې افغانستان پاتې دﺉ . د ترورېزم په نامه دا جګړه په افغانستان او سیمه کې په اصل کې د هغو تېلو اوغازو جګړه ده چې په یو نیکال امریکایي کمپنۍ پورې اړه لري . اوس امریکا قدم په قدم په افغانستان ، منځنۍ آسیا او ټوله  سیمه کې  داسې رژیمونه بد لول او جوړول غواړي چې د دوی د یونیکال د کمپنۍ د اړوند و ګازي پایپ لینونو او استثماري اکمالاتي کتارونو ذ مه وار حفا ظت  او څارنه وکړي . ځکه همدا اوس چې په افغانستان کې کومې سازمان یافته انتحاري ، پوځي او یا نورې سیاسي مانورې د کوم چا له خوا تر سره کېږي ، دا ټولې د یوې بلې تاریخي پاڼې د اړولو نښې په ګوته کوي .اوس چې په اسلام آباد کې دغه دری اړخیزه امریکایي ، افغاني او پاکستاني غونډه ترسره ، او له ختېدو سره جوخت د ډرون الوتکو درنه بمباري وشوه ، په کوېټه کې د یوه برېتانوي ډاکټر سر پرې شو ،  په هند کې له هندي چارواکو سره د افغانستان له خوا د ستراتېژیک تړون د لاسلیک کېدو مسْله ، په   پاکستان کې د امریکې د سفیر په خوله د پاکستان هغه خبره چې  ویل یې ؛ پرته له افغان طالبانواو حزب اسلامي څخه په افغانستان کې سوله نه شي را تلی ، بلخوا د کابل ارګ هم د یوې بلې عبوري ادارې د جوړېدو خبره کړې ، خو دا اداره به کټ مټ د لومړي بن غونډې او موادو ته ورته وي ، پر حکیم الله محسود باندې یې په داسې پر مختللو وسلو د پاکستان (۵۰۰) کسیز وسله وال پوځ محاصره کړ چې په وړاندې یې د پاکستاني پوځ وسلو هېڅ کار نه ورکاوه ، او پروېز مشرف  د خپل واک پرمهال وویل چې دا وسلې نوڅوک ورکوي ! ؟ چې وروسته له صحنې لرې ، او د خپلې همدې خبرې قرباني شو .  

داچې امریکا له افغان دولت سره د خپل لس کلن سترا تیژیک پیمان مواد تبادله کړل ، ترڅوافغان حکومت یې خپل پارلمان ، او د امریکا حکومت یې خپل کانګرس ته د تصویب له پاره وړاندې کړي . نو روسیې هم خپل سترا تیژیک سند له تاجیکستان سره اعلان کړ چې تر(۲۰۴۹) میلادي کال پورې به په تاجیکستان کې روسي پوځ ته د پاتې کېدو اجازه ورکوي . چې دا د افغانستان د راتلونکې له پاره بله تراژیکه برنامه ده .

د حکمتیار، کوټې شورا ، قطر، وزیرستان شورا ، او په ترکیه کې د ملا آغاجان معتصم غونډې له یوې خوا ، بلخوا  په ټاپي کې د امریکا (۳۰۰۰۰ ) پوځيان ځای پرځای کېد ل ، له انتخاباتو څخه د کرزي او د هغه د ټیم ایسارېد ل ، او د علي احمد جلالي او نورو کسانوسیاسي فعالیتونه او د سولې د عالي شورا اوسنی ترکیب او میراثي مشر تابه له بل پلوه ټول هغه څه دي چې په افغانستان کې د یوه زهرجن خونړي بد لون بوی ترې را وځي . اوهېڅکله هم د افغاني خپلمنځي سولې تمه ترې نه شي کېدی . خو چې ریښتینې سوله  نه وي ، نه به امنیت په افغانستان کې را شي ، نه به سیاسي ، ټولنیز، پوځي او اقتصادي نظام جوړ شي ، او نه خو به دا هېواد خود کفا او ورغېږي .

افغانانو ، افغان حکومت ، ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو او نړیوالو ته په کار ده چې باید په ټینګه له افغان مخالفینو سره ریښتینې سوله تعریف کړي . له سولې څخه دې د فټبال لوبه  او د اوبو بړاس نه جوړوي ، چې کله د فټبالرانو په پښو کې یو بل ته سره شوټ کېږي ، او کله یې د اوبو پر سر د هوا څپې پر نامالومه خوا او نامالوم هدف یوې او بلې خوا ته سره وړي راوړي . که په افغانستان کې څوک په ریښتیا سوله راوستل غواړي ، او له افغانستان څخه منځنی ختیځ نه جوړوي ، نو دا ځل باید د افغانستان راتلونکی برخلیک په ښکاره ، غوڅو ټکو او ریښتیني عمل کې وټاکل شي ، که نه نو قصداً له پامه غورځول شوي او ځپل شوي اصیل افغانان به د خپلو هېواد والو ، خپلې جغرافیې ، اود خپل سیاسي واک راتلونکی برخلیک د کرزي ، اوباما ، او نورو ذي دخلو ګاونډیو او سیمه ییزو ادارو پرته په خپله وټاکي . انشاءالله العزیز . افغانسان یواځې د حکومتي مزدورو کړیو، روسي پلوه اپوزیسیون او اجاره شویو جګړه مارو ممثلینو نه دﺉ ، چې په برخلیک یې هر کس او ناکس خپل ربابونه وهي ، خپلې تبارې ور باندې پخوي او خپل جیبونه ډ کوي . که هوس دﺉ هم نور بس دﺉ . اوس د غره شپانه ته هم دا مالومه ده چې استعماراو ګاونډیان د خپل استثمار له پاره په افغانستان کې اصیل افغانان وژني ، فزیکي او روحي فشارونه ور باندې راوړي ، له هېواده وتلو ته یې اړباسي ، او پر افغانانو باندې د شاه شجاع ، دوست محمد ، عبدالرحمن ، حبیب الله ،  ظاهر شاه  ، ببرک کارمل او اوسنۍ ادارې په څېر مزدور حکومتونه تپي .

اې د افغان خاورې خورو ورو اصیلو بچیانو !

پام چې دا ځل د نېستۍ په ملي او بین المللي سند تباه کېږۍ !  بربادېږۍ !

 

 


بالا
 
بازگشت