د برښنا شرکت  که دوهم کابل بانک ؟

ابو دانیال

د ا سمه ده چې په افغانستان کې د (۳۴ ) کلنې تپل شوې جګړې له امله زموږ د هېواد ټول ملي او بنسټیز تأ سیسات یاخو چورلټ له منځه ولاړل ، او یا هم داسې له کاره لوېدلي چې د بیا رغولو اړتیا یې شته ، خومتأ سفانه چې په دغه پرېمانه نړیوالو مرستو او په لاس را غلي فرصت سر بېره  د هېچا زړه ور باندې ونه سوځېد  ، او تر اوسه پورې هماغسې وران ویجاړ پراته دي ته به وایې چې هر سیلاني ته  د تېرو زمانو د وحشت او بربر یت کیسې د حال په تصویري ژبه بیانوي .

چا زموږ فابریکې را ړنګې کړې ، اوسپنیز ماشینونه یې ترې و ایستل ، د لرګیو پایو ته یې اور ور واچاوه ، او في کیلوګرام اوسپنه یې په (۵) پاکستانۍ روپۍ پر پاکسان باندې د کباړ په شکل وپلورله . د بېلګې په توګه : د باګرامیو د نساجۍ د فابریکې ماشینونه  ، د جنګلک د فابریکې ماشینونه ، د سیلو ، جبل السراج د سیمنتود فابریکې ، د بغلان د قند د فابریکې ، د سروبي ، ماهيپر ، د نغلو ، درونټې او د کابل د ښار غټ جنراتورونه او برقي ماشینونه او د څرخي پله د حربي وسلو جوړولو تر ټولو مجهز ورکشاف او فابریکه چې د تعمیر د چټ له  الوزولو نه وروسته په کرېنګونو پورته او پنجشېرته یوړل شوه او تر اوسه پورې هماغلته غیبه شوه ، او نور ټول پر پاکستان باندې وپلورل شول . حکومتي ادارې ونړېدې . نوی حکومت ، نړیواله ټولنه او لس کاله نړیوالې مرستې افغانستان ته راغلې ، خو د افغانستان پرهار ژلي ټپونه نور هم د بیزو د ټپ په څېرځکه ورسره وشړېدل چې نړیوالې مرستې په تضمین ورکړشوې ، خو بې تضمینه ورکې شوې . تر هغو چې د برښنا وزارت د خپلو غځېد لو سیمونو ټکس او ما لیه په حکومتي چوکاټ کې د قانون له مخې په منظمه توګه را ټولوله  او دولتي بودجې ته تسلیمېد له . ددولت ما لیا تي سیستمونه روغ ، ملي او د مافیا په لاس کې نه وو لوېدلي . برقي انرژي هم په منظمه توګه د خلکو تر منځ سره وېشلې  او هېڅ ستونځه په کې نه وه .

خو اوس چې د برښنا وزارت مزي له اقتصاد ، ښار جوړولو ، او مالیې له درېیو نورو وزارتونو سره د مالیې د وزیر عمر زاخېلوال  په ابتکار او مشرۍ و تړل شول ، ور سره جوخت د مالیات برعایدات دغه  غواګۍ خپله سا له لاسه په کې ور کړه . خو پر څلورو واړو تیو یې د مالیې ، ښارجوړولو ، اقتصاد او برښنا وزارتونو خپلې مافیایي خولې ښخې کړې ، مړه جسد ته یې شیر کشونه بند کړي ، او پیسې یې پر خپله بډه وهي . حکومت یې پردې غولولی چې ګواکي په دغه خصوصي سکتور کې به د افغانستان برېښنایي سیستم وده وکړي . دا په داسې حال کې ده چې یواځې د امریکا په میلیاردونو ډالر مرستې هم په برښنا وزارت کې داسې ورکې شوې ،چې امریکا آن له وؤلسمشر حامد کرزي سره پرې خوابدې شوه . او ویل یې چې یا دې اسماعیل خان حساب کتاب را کړي ، او یا دې له دندې ګوښه شي . خو ؤلسمشر چې ښاغلی اسماعیل خان ډېر ور باندې ګران دي ، نه یې حساب کتاب ور سره وکړ ، او نه یې له دندې لرې کړ . پټ دلیل یې دا کېدی شي چې ګواکي بیا به په هرات کې ورانی وکړي . غیر مسلکي تورن اسماعیل خان د افغانستان د ماشیني کېدو او زراعتي کېدو مخه پر هغه  مردوده وارداتي برېښنا سره ونیوله چې ان د ظاهر شاه د پارلمان ، او د داؤد خان د پلانونو له مخې رد شوې وه . ځکه دغې وارداتي برښنا په افغانستان کې د سلګونو بندونو ، د اوبو د ذخیرو او کانالونو، ځمکو خړوبولو برښنایي او زراعتي غټو تولیداتو ټول پلانونه ، زراعتي او ماشیني مېکانېزمونه د پردیو په توشه د اوس له پاره شنډ کړل .

څرنګه چې له یوې خوا د برښنا وزارت خپله ددولت یوه  تر ټولو مهمه عایداتي منع ده ، او له بله اړخه د شیطان ګُمَک له وړکتون څخه راغلی حضرت عمر زاخېلوال چې له څو کالو را هیسې یې په مالیې وزارت او اړوندو ګمرکاتو او نورو عایداتي شارګونو خوله ښخه کړې ، ددې له پاره چې دده په دغه بدرنګه دقیق اوماهرانه کردار ادا کولو کې د چا پام و ده ته ور وا نه وړي ، او قانوني لاره یې د خپلې غلا له پاره ور ته جوړه کړې وي ، نو د برېښنا له وزیر تورن اسماعیل خان سره یې ځکه دا موضوع شریکه کړې چې هغه هم د برښنا وزیر دﺉ ،او هم یې پخوا د هرات او فراه ولایتونو د ګمرکاتو د سوونو ډالرو عایداتو مزه څکلې . د اقتصاد له وزیر سره یې ځکه دا خبره پخه کړې چې د اقتصاد او ما لیې وزارتونه یو له بل سره تړاو لري ، او د ښار جوړولو وزارت یې ځکه په دې لوبه کې ورسره ګډ کړی چې ټول برښنایي مصارف او مالیات را ټولول دواړه په ښارنو کې تر سره کېږي . دغو څلورو واړو وزارتونو په ګډه سره  د برښنا سیستم د عمر زاخېلوال په ابتکار او مشر تابه سره د حکومت له دولتي چوکاټ څخه را و ایست ، او خصوصي سکتور ته یې وسپاره . نوم یې د (برښنا شرکت ) ور باندې کېښود . مشر یې ور ته (۶۵) کلن عبدالرزاق جان صمدي چې د عمر زاخېلوال ډېر نږدې خپل اعتمادي او دده دغلو د راز ساتلو سړی دﺉ ، او د وېښتانو په رنګولو سره د هلکانو اکټونه کوي  و ټاکه . دغو څلورو واړو وزارتونو کابل بانک ته ورته دغه مافیایي برښنایي شرکت د خپلو وزارتونو له غلا کړې بودجې څخه جوړ کړی او د ګران افغانستان ټول ښاریان یې حیران کړي چې  ګني ( دا د برښنا شر کت دي ، که  دوهم کابل بانک ؟ !!! )  ځکه د دولت له خوا د دغه شرکت د ناڅرګند او غیر شفاف کردارهېڅ ډول قانوني څارنه او نظارت نه شته . او نه دا معلومه ده چې آیا د برښنایي عایداتو دغه پیسې ددولت خزانې ته ځي ، او که د زاخېلوال ، تورن اسماعیل ، ارغند یوال اود ښار جوړولو د وزیرشخصي جیبونو ته ؟ !!! .... او حکومت ولې دغه ډول مافیایي حلقې ته د داسې مهم شرکت جوړولو اجازه ور کړې ؟ آیا د کابل ښلریانو په دغه کنډواله ښار او کورونو یې زړه نه خوږېږي ؟  

د کابل ټول بېوزله شریف خلک خو یې ور باندې چور کړل . پخوا به چې د کوم کور د برقي مېټر برښنایي بېل راغۍ ، له (۱۰۰ تر ۲۰۰ ) افغانیو به زیات نه ؤ ، خو اوس همغه د سلو افغانیو دوره یي بېل له (۵۰۰۰ ) افغانیو څخه نیولې بیا آن تر (۸۰۰۰۰) افغانیو پورې د کابل هغو ښاریانو ته را ځي چې ښځې یې ګدایي کوي ، ماشومان یې په لارو کې د موټرو ښیښې پاکوي ، او لویان یې په لاسي کړاچیو کې دست فروشي کوي . خو ددې په عکس د شېرچور او وزیر محمد اکبر خان مېنې ګڼ شمېر زور واکي  له سره د برښنا بېلونه نه تحویلوي ، ویل کېږي چې د برښنا ددې شرکت مسؤل عبدالرزاق جان د هغوی مصارف هم پرغریبو ښاریانو باندې ور اچوي . د ښاریانو ګناه داده چې هم یې په ډېر اخلاص ؤلسمشر ته رایې ور کړې ، او هم د پارلمان وکیلانو ته . ځکه خو دغه ډول مافیا یي وزیران په کلکه نه د ؤلسمشر له خوا و ګواښل شول ، او نه پارلمان د استجواب او استیضاح  له پاره ور وغوښتل . که یې ور غوښتي هم دي نو بیا یې د نامقدس جوړ جاړي په صورت کې بېرته پر خپلو دندو پرې اېښي دي .  

برق هم پرغریبو ښاریانو باندې د کال په څلورو فصلونو کې په شپو شپو ، اوونیو اوونیو ، او میاشتو میاشتو تل پارچا و او بېلونه یې په ناڅرګند حساب چالان وي ، اود زور واکو برقي باج او غرامت هم له غریبو ښاریانو اخیستل کېږي . دا څه ډول لوبه ده ؟ خلک تر سپنګو پورې راغلي . نور ظلم بس دﺉ . مردار په مردارو نه مینځل کېږي .

حکومت دې د توکیو له ژمنو سره سم خپل ځان جوړ کړي . خپل هېواد ، خپل خلک او خپل نظام دې له دغه ډول مافیایي معتادو حرفوي عنا صرو څخه خلاص کړي . که نه  په افغانستان کې هم د عربو د پسرلی په څېر توپان راروان دﺉ چې دغه ټول مردار خواره به د ځمکې خېټې ته د قارون په څېر ور د ننه کړي .  

     

 

 


بالا
 
بازگشت