د مشرانو ډېره وړه تېروتنه د کشرانو د سترې مرګ ژوبلې سبب جوړېږي

                                                  محمد انور ولید

په الهي مخلوقاتو کې انسان یوه داسې هستي ده چې د تفکراو اندېښنې علمي ځواک په کې شته . خو په ټولنیزځوځات کې یې ددغه استعداد د موندلو ، ویښولو ، فعالې ودې ، او مناسب تکامل له پاره یوې داسې صادقانه غورچاڼ شوې مرجع ، طرحې ، سترا تیژۍ او دوکتورین ته اړتیا لیدل کېږي چې د خپل انساني مکلفیت او اخلاقو له مخې په کورنۍ ، ټولنه ، سیمه او نړۍ کې د خلکو روا او قانوني اړتیاوې ور سره پوره شي .

ځکه د انساني هستۍ ژوند له سره تر پایه ټول د پېښو او تجربو دوه  روان ځنځیري ترکیبونه دي چې د ښو کړۍ یې له بشپړو انساني عملونو سره ، او د بدو بهیر یې له زیانونو او تاوانونو سره تړاو لري . فاعل مختار یې هم خپله انسان دﺉ چې ځینې یې په کې د ښه کردار ادأ کولو مسؤلانه چارې پر مخ وړي ، اوځینې نور یې بیا داسې دي چې پرته له قانوني مسؤلیته د خپل نفس او خپلې هوا په قومانده انساني ضد عملونو او تاوانونو اړولو ته اوږه ورکوي ، چې ټول ژوند ‎یې د پردو په لمسون خپلو تخریبي کارونو ته وقف کړی وي . او هېچا ته یې له ضرر رسولو پرته خیر نه رسېږي .    

اوس پوښتنه داده چې آیا دغه ټولنیزې او نړیوالې طرحې او سترا تیژۍ جوړول د چا کار او مکلفیت دﺉ ؟ د عامو ؤلسونو او خاموش اکثریت ، او که د اولیأ امورو او پوهو خلکو ؟ ځکه عامه ؤلسونه خو کومه داسې مرجع نه ده چې د هرې پېښې له ښې او بدې اوهر څه نه خبر شي ، او نه کوم هاتف له کومې خوا پرې غیبي غږ کوي چې نن یا سبا دغه ، یا هغه پېښه در باندې کېدونکې ده . ځکه هغوی یواځې د خپل انساني ضمیرله مخې پر خپله وسه پړه بلل کېږي .

خو په عالم اسباب او وضعي دستور کې له هغوی سره داسې څه په واک کې نه شته چې له مخې یې خپله دوی مسؤله مرجع وپېژندل شي . بلکي مسؤله مرجع هغه اولیأ اموردي چې له یوې خوا یې سر واګې له خپلو کورنیو ، ټولنو اوهېوادونو هم آخوا سیمې او نړۍ ته ور اوښتې دي .

ځکه په دغه نړیوال کلي کې همدغه کورنۍ دي چې په خپله هم داسې نړیوال شخصیتونه زیږوي ، په خپله غېږ کې یې روزي ، او په خپل لاس یې په زانګو کې زنګوي ، چې آخر با کرېکټره اد یبان ، عالمان ، خبیر او پوه کسان ترې جوړ او خپله  ټولنه ، هېواد ، سیمه او نړۍ ورباندې زنګوي . ځکه همدغو با ادبه ، باکرېکټره ، با علمه ، خبیرو او پوهو عناصرو تل د نننۍ نړۍ ډېره برخه د خپل وخت له خپلو واقعي اوحقیقي ادیانو ، فلسفو او پرمختللو تکنالوجیو سره تړلې ده .

پوهانو د خپل خدای ورکړي علمي بصیرت او درایت پرمټ د ټولو دودو نادودو د لوړو ژورو ژغورونکی ( متمدن ) او وژونکی ( مخ پرځوړ ) لرلید ، غورچاڼ ، حقیقي تصویر او ګراف د خپل خدای ورکړي الهام ، عقل اوعلم پربنسټ خلکو ته د سر په سترګو  ور په ګوته کړي . خلکو لېوالتیا ورته ښوولې او خپله تنده یې داسې پرې ماته کړې ده  ته به وایې چې د پیغمبر آخر الزمان (ص) میراث ( الهي قرآن او نبوي احادیث ) پرنبوي امت باندې وېشل کېږي .

 او له بلې خوا داسې کورنۍ او چارواکي هم شته چې خپلې کورنۍ ، ټولنې ، سیمې او نړۍ ته په خپله غېږکې د مکار چرچل ، قاتل هېټلر ، ظالم ستالین ، اتوم کاروونکي روزولټ په څېر ناروغو کسانو ته په خپله غېږ کې وده ورکوي ، د بشري عاطفې ضد د مکر او تمساح پۍ په خوله کې ورڅڅوي . او د بشریت تاریخ ورباندې بد ناموي . ځکه داسې عناصرو تل د ټولو نادودو وژونکي مخ پرځوړکاذب ګرافونه د خپلو خاصوخایْنو ټېمونو پرمټ په خپلو ټولنو ، سیمو او نړۍ کې ترسیم کړي . او انسان ته یې د حکومت ، قانون او معاشرې کاذبانه تصویرونه وړاندې کړي دي .

خوناخبره خلک پرته له څه تفکیکه له هرې خوا د همدغه قراردادي ډلو په بلنه د کمیت په لحاظ په پټو سترګو داسې بې کیفیته ور روان دي ، ته به وایې چې هلته ریښتیا هم حق حقدار ته په کې رسېدلی .خو خبر نه دي چې ددوی ددغه روان بهیرګټه یا تاوان چاته ور اوړي ؟ د (( کورنیو ، ټولنو ، حکومتونو ، سیمې او نړۍ عامه خلکو ته ؟ که یواځې څو تنو چارواکو او ددوی خاصو ټېمونو ؟ او یا دواړو خواوو ( چارواکو او عامه ؤلسونو ) ته ؟ ))  

که چېرې دعوتونه او بلنې په آګاهانه ډول عامه ملي ښېرازه ، سیمه ییزه او نړیواله بڼه ولري نو داخو ترټولوغوره او خورا ګټوره چاره ده چې باید د هر ویښ ضمیرڅښتن یې ځانته انتخاب کړي . او که دعوت یا بلنه په چل ول ( زر ، زور او تزویر) باندې بنأ وي ، نو بیا خو ټولو انسانانو ته  لږ فکر کول په کار دي ، ترڅو کعبې او ترکستان ته ورغځېدلې لارې سره وپېژني . چېرې نه چې خپلې کورنۍ ، ټولنې ، ملي نظامونه ، سیمه او ټوله نړۍ په کې د پرد یو استعماري اهدافو قرباني شي .

ځکه موږ ته دغه پټ راز تاریخ په خپله صادقانه سینه کې تر اوسه پورې خوندي ساتلی چې په کورنیو ، ټولنو ، نظامونو ، سیمه او نړۍ کې ټولې مرګ ژوبلې او تمدنونه د لرغونو آثارو د حال په ژبه د کوم  ډول خلکو کار او نمونې دي چې تر شا یې نورو راتلونکو نسلونو ته د یا د بود په توګه پرې اېښې دي .

آیا هغوی ټول د مثبت فکر لرونکي قانوني مشران وو ؟ او که د منفي فکر لرونکو مشرانو هم پرخپلو کورنیو ، خپلو ټولنو ، خپله سیمه او ټوله نړۍ باندې ناقانونه واک چلولی ؟ که چېرې یواځې قانوني مشرانو قانوني واک ور باندې چلولی وي ، نو بیا د حق او باطل تر مینځ د ټکر او تصادم تاریخي ژوندۍ بېلګې له کومه شوې چې له تېرې ماضي یې ننني او راتلونکي نسلونه د حال په ژبه د عبرت درسونه ترې اخلي ؟ اوکه یواځې د منفي فکرخاوندانو د ځمکې پرمخ واک چلوی وي نو د امنیت ترسیوري لاندې د انساني تمدن ، ښېرازې او پر مختګ نښې نښانې یې ولې ترسترګو کېږي ، چې اوسني او راتلونکي نسلونه یې د خپلې لارې د مشال په توګه استعمالوي ؟ له دېنه داسې معلومېږي چې د ځکمې پر مخ د ښو او بدو دواړه مدیر یتونه  چلېد لي دي . ځکه خو ددوی د مرګونو ، ژوبلو او ړنګو ویجاړو نمونې هم موږ ته خپلې کیسې د حال په ژبه وایي ، چې له هغوڅخه خلک پندونه عبرتونه اخلي .

په بشري تاریخ کې تل د پخوا په څېر داسې ، او دېته ورته نورې ډېرې پېښې پېښېدونکې دي چې هم مثبتې طرحې له ځانه سره لري ، او هم منفي اثرات . چې په مثبتوطرحو او پلانونو سره انسان تل خپل ځان ، کورنۍ ، ټولنه ، هېواد ، نظام ، سیمه او نړۍ د ټولو انساني حقوقو د رعایت او امن په چوکاټ کې د علم پرمټ د انساني متمدن هرم څوکې ته ور پورته کړي . همدلته ده چې دغه ډول مشران بیا هم د خپل وجدان په محکمه کې ځانته براء ت ورکولی شي اوهم به د خپل ټولنیز نظام او خدایتعالی په وړاندې سپین باز وي . ځکه چې هلته به دغه ډول مشرانو خپل واک په مسؤلانه توګه د ویښ ضمیراو قانون له مخې یوخېل پرخپل ځان او خلکو باندې چلولی وي . هلته به قانون پرعسکر او افسر ، شاه اوګدا ، غلام او بادار، حاکم او محکوم ، بد کار او زناکار، قاتل او مقتول ، غل او رهزن ، چاپلوس او صادق ، فاسد اوغاصب ، مدیر او چپړاسي ، خپل او پردي ، نر او ښځه ، واړه او زاړه ټولو باندې یوخېل حاکم وي . هلته به د انسان له خوا د بل انسان پر اوږو باندې د غلامۍ او اسارت ژغ نه وي اېښودل شوی . اوهرڅوک به یود بل په وړاندې له وس سره سم په هرعمل تر سره کولو کې مسؤل وي .

خو په منفي اغېزو کې بیا تر مرګ ژوبلو او ړنګو بېد یاوو پرته نور داسې څه نه ترسترګو کېږي چې بني آدم به پرې خوښ او وویاړي . ځکه ټول منفي اثرات د ناروغو اوغیرنارملو انسانانو کار او نمونه ده چې موږ او د ویښ ضمیر لرونکي ټول انسانان دغه ډول عناصرو ته د خپلو اتباعو مشران او شپانه  نه شو ویلی . ځکه مشران خو داسې وي چې تل باید پرخپلو اتباعو باندې خوا خوږي وي . په هرغم ، درد او ښادۍ کې  ور سره شریک وي . د لېوانو انډیوالي ونه کړي چې خپل رعیت پر نورو باندې وخوري .

له ښو مشرانو باید کشران ښې چارې او ښه ژوند کول زده کړي . ښه مشران باید تل خپلو ټولو کړو وړو ته مسؤلانه پام ور واړوي . ښه مشران باید د خپل کور ، ټولنې ، هېوادوالو ، سیمې او نړۍ پر ټولو غړو باندې د یوه خواخوږي او له هر څه نه خبر پلار په څېر پرته له څه توپیره یو خېل څارنه او پالنه وکړي . ځکه مشران د یوه داسې سیند په څېر دي چې له هغې څخه هرې خواته ویالې او نهرونه بهېد لي وي . که د هغه سیند اوبه رڼې او خوږې وي ، د ویالو او نهرونو اوبه یې هم رڼې او خوږې وي . خو که د سیند اوبه خپله چټلې ، ترخې، بې خونده او مردارې وي ، نو د ویالواو نهرونو اوبه یې خپله ورسره چټلې ، ترخې ، بې خونده او مردارې وي . یا په بله وینا : مشران باید د داسې دایرې شکل ځانته اختیار کړي چې د خپلې کورنۍ ، ټولنې ، هېواد ، سیمې او نړۍ ټولې اړیکې یې له خپل مرکز سره په یوه فاصله کې پرتې وي . که چېرې په دغه ډول مرکز کې لږ غوندې توپیر را شي ، په محیط کې یې ډېر توپیر مینځته را ځي ، چې بیا په هېڅ ژبه دغې سر مشریزې دایرې ته  د انساني واک دایره نه شو ویلی . له همدې کبله مشران تل باید خپل قدمونه په حساب او پاخه پورته کړي . چېرې نه چې خپله هم وښویْېږي ، او نورهم ورسره وښویْوي . ځکه د مشرانو ډېره وړه اشتباه د کشرانو د نابودۍ سبب جوړېږي .

زه د افغانستان د هرې کورنۍ ، افغاني ټولنې ، سیمې او نړۍ له ټولو مشرانو غواړم چې خپلو کورنیو   ، ټولنو ، سیمې او نړۍ ته له بشپړ انساني ویښ ضمیره ډ ک ، پوه او باادبه زامن او لوڼې وړاندې کړي ، تر څو ټوله انساني نړۍ په ډاډ من امن ، هوساینه ، ښه ګاونډیتوب او دوامداره ټینګه دوستۍ کې خوشحاله ګډ ژوند سره ولري .

 

 

 


بالا
 
بازگشت