فاروق فردا

 

داسدالله میوند په شاعرانه فضا کې،څوشېبې

 

 

دروسيي په فدراتیف کې د افغانانو د سراسري ټولنې د کاري مرکز د فرهنګي کمېټې  اویوشمېر نورو فرهنګیانو او فرهنګپالو له خواپه مسکو کې  د تاند شاعر اسد الله میوند تلین ونمانځل شو.په هغه غونډه کې ما داسد میوند په اړه څو خبرې وکړې او بیا د دوستانو د غوښتنو له مخې مې هغه شفاهي وینا  پر لاندې مقالې  واړوله.د دوستانو له پېرزوینو څخه مننه چې زما وینایې خوښه شوې وه او زه ي وهڅولم چې خبرې مقاله کړم.

«»«»

 

یو کال او یو میاشت دمخه وه چې دلته په مسکو کې میشتو فرهنګیانو،فرهنګپالو اوډېری افغانانو د هېواد  د یوه ځوان او هڅاند شاعر اوتر  ټولو مهمه د یوه ښه انسان اسدالله میوند سره د تل له پاره مخه ښه او هغه  ته یې دابدیت پر لور دسپينې لارې هیله وکړه.

 

دخوشحال خبره چې :

 

شیرین عمر چې تېرېږي درېغه درېغه

د اوبو په څېر بهېږي درېغه درېغه

دا یاران لکه ګلونه د بهار دي

د خزان په تاو رژېږي درېغه درېغه«۱»

 

درېغه چې اسدالله میوند د خپل عمر او دخپلې ځوانۍ په پینځه دیرشم پسرلي کې دخزان پر تاو ، راتاو شو ، له هغه سره  غاړه شوه.او دهغه  د بوړبوکو پر ولو د سفر بستر یې خور کړ،ولاړ او بیا را ونه ګرځیده.خپله یې ویلي وو چې:

 

اوښکه شوم لېمو ته بېرته نه راځم

ستا کلي کوڅو ته بېرته نه راځم

پرېوتم ګریوان نه تورو خاورو کې

ستا سرو اننګو ته بېرته نه راځم

تر پایه «۲»

 

هو!اسد ته د دې دنیا دورانو مېکدو فضا خوند ورنه کړ،او د نړۍ له کلیو او کوڅونه یې مخ واړول،اوښکه شوه له لېمو نه جلا شوه،  ګریوان ته یې لاره وایسته ،له هغه نه هم لاندې پرېوت او له تورو خاور سره یې غاړه ورکړه. ددې زمانې د نادودو دتومتونو پر کاڼو ولګید،ځکه  له دنیا نه یې خیالونه ستړي شوي وو.وخت ته یې په بله سترګه کتل او بدل شوي مخلوقات یې د وخت پر تله هم تللی وو.

 

دا ستړی خیال مې وایي ،کاینات دي بدل شوي

وختونه بدل نه دي،مخلوقات دي بدل شوي

توبو پر سر توبې دي زاهد بیا پر سجده پروت دی

توبه یوه توبه ده،روایات دي بدل شوي

ساقي لېونی شوی په پردو کوڅو کې ګرځي

په ورته مېکده کې یې حالات دي بدل شوي.«۳»

 

داسد میوند یاغي نظر او هوډ دهغه داند وژوند طراوت په دې شعرکې څرګندوي.له زاهد سره  په روایاتو کې دهغه دنیت تفسیر وړاندې کوي ، دهغه توبې بدلي بولي. او ښکاره کوي چې حقیقت هغه نده چې زاهد یې وایي بلکه هغه دی چې شاعر ورته اشاره کوي.اسد د زاهد په  روایاتو کې  دهغه دتوبو هینداره روښانوي او ګوري چې زمانه بدله شوې ده او دی مکلف دي چې دبدلې زمانې د پېژندلو دپاره د بدلو مخلوقاتو پام واړوي.  له دې سره  د باري جهاني خبره را یادېږي چې د حالاتو نه سرټکوي او پخپل وطن او ټاټوبي کې دیوه بیګانه فضا او آقلیم څخه دنفرت چیغه پورته کوي.

 

 

خمـار مي نه مـاتېږي شرابونه بېګانه دي
ساقي راته اشنا دى خو جامـونه بېګانه دي
پښېمـانه درته نه يم بد ګومـانه راته نه سې
جنونه ته مي خپل يې ځنځيرونه بېګانه دي
سجدې ته يې د يار كوڅې ته نه يمه بللى
پردى قاصد راغلى پېغامـونه بېګانه دي
پتنګ په دې محفل كي وزر نه سي خپرولاى
لمبې پكښي سړيږي پانوسونه بېګانه دي
دې ښار كي ربابونه د سنګسار په غېږ كي غواړه
نغمې ګوتي كي ژاړي شهبازونه بېګانه دي
لښكر د غمـازانو دي له كومه رابللى
جانانه سـتا په كلي كي مي پلونه بېګانه دي
چي زمـا د لېونو چيغو جواب ورسـره نسـته
يا زه يم بدل سوى يا دا غرونه بېګانه دي
غرور مي له ناكامه تش آسمـان ته كچكول نيسي
ازل خو داسي نه و قسمتونه بېګانه دي
سـتا دم د مسيحا دى زه منكر ور باندي نه يم
طبيبه لاس دي جار سم پرهـارونه بېګانه دي
سجدې د جهـاني پر تندي مه غواړه زاهده
په دې سـركښه ښار كي محرابونه بېګانه دي «۴»

 

 اسد هم دخیال او انداز په لوړو پروازونو باندی هسک کېږي د یوه آشنا او نا آشنا زماني په نندارتون کې دهست او نیست فضا کې ورک شی لکه چې د جهانی دلیونیو چیغو جواب ،غرونه نه انعکاسوي او دې له مجبوریته د ځان  ماهیت له غرونو سره پرتله کوي یا ځان ورته بدل ښکاری او یا غر ورته غرنه برېښي.

غر ،ساقي ،شراب،زنځیرونه او نور مفاهیم د جهانی ددې غزل مرکزی توکي دي چې ټول شعر ورباندي څرخي او همدارنګه له سجدې څخه  په یاغي ښار کې د جهانی انکار دبدلو محرابونو په پلمه دغزل پایله  ده چې دشاعر د کلام پېغام پکې را نغښتی دی.  او داسد په شعر کې هم د یوه یاغي او سرکشه خیال دنښو نښانو رګونه لیدل کېږي او په لوستلو یې سړي ددغه انتظار په ماحول کې ځان ویني چې یو ستر شاعر په لاره کې دی را روان دی او نن یا سبا را رسېږي.

کاینات ،مخلوقات،زاهد،سجده،غر،حالات ،میکده ،لیونی ساقي او نور د وطن سره په تړاو کې دسمبول او استعارې په قالب کې،د اسد الله میوند د شعر روح تشکیلوي.او له دي نامرادي نړۍ سره د مبارزاتی خیال او هوس اصلي لاملونه ګرځي.که جهاني د غر دپردیتوب غږ کوي نو اسد د غر خاموشه ژبه لولي او له هغه  څخه دبغاوت  هیله لري.،اسد که د کایناتو دبدلیدلو نه سر ټکوي په دې ما ناده چې دی د انسان په توګه  کایناتو څخه لوړ قراءت او مطالعه وړاندې کوي.غر،کاینات او نور د ډېرو شاعرانو په شعرو نو کې د ځانګړو سمبولونو او استعارو پر ځای کارول شوی دی.سلیمان لایق حتی د چونغر په نامه د ترانو یوه سلسله لري.ده ته دده دکلي او سیمي غر «چونغر» د نن او سبا  د زمانو  او دماضي  د حالاتو بیانونکی غر دی.دی وطن په چونغر کې ویني ،خلک په چونغر کې ویني او هستی او نیستي ټوله د چونغر د لمنو په شنو او وچو کې مطالعه کوي. پر چونغر باندی بارانونو او ږلیوته  د ژوند د نن او پرون  د حالاتو ترسیمونه ورکوي.

 

ډاکتر لطیف بهاند  د لایق د چونغر په اړه لیکی:

د نورو ځانګړتياوو تر څنګ د لايق په شعر کې همدا د اعتراض او نيوکو ژبه د ډېرو زياتو شاعرانو لپاره د الهام او د يو شمير نورو لپاره د اغيز سرچينه ګرځېدلي ده:

چونغره ستا په تړو تړو باندي
زموږ د اوښكو بارانونه اوري
خو دا د رحم اوبه نه دي ګوره
په تا د خلكو غضبونه اوري

د تا ځوځان د بزګرانو برخه
د تا غنم د نازولو شومه
په هره لاره كې دي ايښي تلك
په هره پوله كې دي لكه لومه

ای د ظالمو مستبدو كوره
آيا زنګونه د زمان درځي
موږه  يې وينو په رڼو سترګو
چې ستا لمنې ته توپان درځي
«۵»

 

« د پیام وطن سایت کې د ډاکار لطیف بهاند مقاله».

چونغرنه یوازې د خپل وخت د شاعرۍ  یوه روښانه بېلګه ده بلکه اوس د لایق د ځانګړي سیاسي ژوند څخه جلا مطالعه کېږي.څکه نو د ښاغلي بهاند په قول چې داخبره یې  یقینی کړې ده چې د لایق شعر دنورو له پاره سرچینه ګرځېدلې ده«۶».اسد هم یو له هغو ځوانو شاعرانو څخه دی چې له دې سرچينې نه یې خورا د مزې غړپونه وهلي دي او پوره تنده یې پرې ماته کړې ده. دا چې چونغر ولې د یوه شمېر له پاره سرچینه ګرځېدلې هم روښانه ده او هغه له یوه پلوه د چونغر لوړ شعریت دی او له بله پلوه د خوانۍ هغه سرکښه احساسات دي چې پر تاندو نسلونو باندې اغېزه ښندي.اسد هم دخپل نرم مزاج سره سره په شعر کې یو سرکښ انقلابي وو او پر انقلابیانو باندې د لایق او اجمل خټک شعرونو ځانګړې اغېزې درلودلای شي.

اسد وايي:

شور شه اباسینه توفانونه را بیدار کړه

هر څپه اور شه غورځنګونه را بېدار کړه

ووځه خاموشۍ نه  دوطن  دښتو درو ته

چیغه شه آواز شه سرودونه را بېدار کړه

تېغ د غلیم سور بیا دا ستا د زړه په وینو شو

ودانګه له غرونو کمرونه را بیدار کړه«۷»

نوید روز ورځپاڼه،مسکو.داسد دشعر یوه برخه.

 

همدا یو شعر ددې پوره ښکارندویي کوي چې اسدالله میوند دلایق نه الهام اخیستی دی. دلته خبره ددغه الهام پر مثبت او منفي اړخونو باندې نه بلکه په دې کې دی چې اسد الله میوند د مطالعې او لوستلو سړی وو او د افغانستان د شاعرانو  له آثارو سره بلد تیا لرله.له دې آشنایۍ سره د داسې یو کس له پاره چې د شعر پر اغزن لاره یې نوی ګام ایښې دی یوه طبیعی خبره ده ځکه اسد لا ددې وخت نه وو پېدا کړی چې د خپل ادبي هڅو دپاره ټاکلی لاره غوره کړي.ځکه نو دی حق درلود چې د ځان له پاره بېلګه شاعر ولري او دهغه پر پل پل کېږدي او داسې چې  مفاهیم او ماناګانې سره شریک کړي .خو د سرګردان اسد الله میوند،تنده پرهیچا نه ماتېږي.هر څومره چې دې غواړي د یوه چا لاره ونیسي هماغومره ورته د مبارزې او پرمختګ نورې لارې پرانیستل کېږي،خو داټولې لارې په یوه کوڅه کې سره انتها مومي او دیوه هدف پر وزرو څرخي.هغه موخه د اسدالله میوند وطن دی.دوطن ښکلو ته ژاړي،دوطن آبادۍ او بربادۍ ته  اوښکې تویوي.آبادۍ ته دښادۍ او ښکي او بربادۍ ته یې د غم اوښکي.

 

د بریالي هنر یو کمال دادی چې هنرد خلکو له مثبتو احساساتو سره ډډه و لګوي او په نهایت که پخپله د ولس په احساساتو بدل شي.دتلپاتي هنر دپایښت یو له لاملونو څخه دغه مساله ده.د آلماني وتلی او شهکار شاعراو لیکوال «شیلر» د «ویلهلم تل» اثر به دوستانو لوستی وي.دغه اثر یوه نمایشنامه ده چې دسویس  دولسونو دتاریخ او افسانو څخه  را ایستل شوی او شیلر د ژوند په وروستیو کی په شعرلیکلی دی.دا د شیلر له مشهورو آثارو څخه شمېرل کېږي.زما په کوچني کورنۍ کتابتون کې چې دلته په مسکو کې هم راسره دی،دا اثر چې س.م.ج.(سید محمد علی )جمال زاده ژباړلی دی شته..دا کتاب په تهران کې کوم چا چې لاسلیک یې نه پېژندل کېږي  عبدالمالک خان د وخت دمالیي وزیر ته اهدا کړی دی.ددې کتاب په پښتۍ کې یوه جمله د همدغه اثر په هکله راغلې چی غالبا به د ژباړونکي نظر وي او هغه داسې ده:«دغه حماسه چې په ادبیاتو کې د حق لټونې او آزادۍغوښتنې له ښکلیو جلوو څخه ده،دا د هغه آزاد ملت  د ژوند صحنه ده چې دپردو د اسارت په زنځير کې ښکیل شوي دي اما د هغه سرکښه  او طوفاني روح  دې خواریو ته غاړه نه ږدي.غواړي آزاد اوسي او سر لوړی ژوند وکړي.دغه سوزونکې هیله خوځند او دردمند زړونه سره نږدې کوي.

خلکو یوه له بل سره ژمنې کوي چې د پردو دستم یوغ له خپلو ورمېږونو څخه وغورزوي او دظلم کور پر ظالم باندې ونړوي.

د ویلهلم تل حماسه ددغو خپلواکو د هڅو او بریالیتوبونو ماجرا ده.«۸».دآلمان د وتلي شاعر شیلر حماسه دخلکو د زړونو غږدی او داسې غږ چې د دوی له خپلوسینو څخه را وځي او ددوي په ستونو بوړبوکۍ جوړوی او سینه په سینه انقالېږي.نن ددغه اثر د زیږد څخه دوه سوه اته کاله تېرېږي مګر د هغه اهمیت د جهاني ټولني د انساني غږفریاد شمیرل کېږي.زه نه غواړم اسد میوند د شیلر سره پرتله کړم،او په دې ځای کې د شیلر څخه له یادونې نه مې مطلب داوو چې د شاعر اغیزه پر ټولنې باندې دتل له پاره  ځانګړی ځای لري.

شیلر په ټولنیزو ادبیاتو خپل ځای لری ُد ویلهلم تل اثر دده شهکار دی شاید له عواملو څخه یی چې دغه اثر ته یې دشهکارۍلقب وربښلی دی داوی چې شیلر په دې اثر کې،دیوه ملت دزړه غږ انعکاسوی.

 

که څه هم داسد میوندننني خبرې د اوسني شرایطو او مسلط اوضاع پرتله بل ډول برېښي ځکه جهاني ښکیلاک ګر سیاست په خلکو کې دوطنپآلنې د روحيي په مړه کولو پسې دی او د ټولنو د مثبت او معقول فرهنګ پر ځای نورې خبرې او نور موضوعات د موډ کېدلو په حال دي،خو اسد دافغاني ټولنې د یوه سنتي شاعر په توګه نه غواړي له خپلو احساساتو سره لوبې وکړي،دی نه غواړي  دپردي فرهنګ او پانګیزه اډانې لاندې ښکیل شي.،اسد وایي:

 

 زما دنیکونو او پلرونو کوره

ستا دعمرونو عظمتونه لوټ شول

ای د غیرت او شهامت خاورې

تاکې دخلکو عزتونه لوټ شول

***

زه یې د عمر تماشې کومه

زما د دریو ورځو بچیان وژني

نور خو د زغم پیاله په جوش راغلې

چې مې سپین ږیري او ځوانان وژني«۹»

 

په شعر کې  دوطن ستاینه څه نوې پدیده نده،خو داسد میوند ځانګړنه په دې ستاینه کې داده چې دی د خپل کلام له پاره یوازی یو مضمون غوره کړی وو او هغه وطن وو. بل څه ته یې هډو پام نه کول.یوه ورځ ما ورته وویل چې اسد جانه دشعر دپراختیا له پاره دې پر نورو موضوعاتو باندی هم فکر وکړه خو هغه وویل چې هر څه کوم نه کېږي.او زیاته یې کړه چې فکر کوم له وطنه پرته نور هیڅ نشته.«۱۰» دوه درې ورځې وروسته بیا راغی او یو شعر را واورول چې څو بیته یې دادي:

 

ته ویده وې چې د ستورو کاروان تېر شو

ته ویده وې ستا پر کلي جانان تېر شو

تا په خوب کې د خوبونو څه تعبیر کړ

چې دې فکر له خپل ځانه هم صغیر کړ

تادګلو تاندې څانګې کړلې ماتې

تا په دام کې د صیاد خپل ځان اسیر کړ

ستا دخیال او د خوبو زمان تیر شو

ته ویده وې ستا پر کلي جانان تیر شو

تر پایه.... «۱۱»

 

داسد دا شعر ، تر نورو هغو، له هره پلوه توپیر درلود مګر بیا هم  د وطن له دردو رنځه فارغ شعر نه وو.داسد وطني مینه،دهغه مینه د افغانستان د ولس سره او همدارنګه په دې لاره کې دهغه  خوځښت به ،دی یې له نورو څخه ځانګړی کول.. زه چه کله اسد مرحوم سره خبروته کیناستم او دده شعرونه مې لوستل نو وار له واره د افغانستان  پیاوړي شاعر مرحوم ملنګ به را په یاد شو. ملنګجان دوطن بلبل و،اسد هم غوښتل پر همدې لاره کې ګام پورته کړي:

ځکه د اسد په هر وار لیدلو سره ،دملنګجان خوږې نغمې مې مخې ته ودرېدې،او وبه مې لیدل چې د دوو جلا پېرونو شاعرانو څرنګه پخپل  شعر کې یوازې پر یوه موضوع غږېږي؟.په بربنډه شاعري کې یې هم وطن دی او په غنایي هغه کې یې هم وطن او په هر کلام او هره خبره کې یې وطن وطن وطن دی.

دا به د طبیعت یو حکم یا قانون وي او که تصادفي را پېښېږي؟نه پوهېږم خو ما به د اسد دشعرونو په اورېدلو سره فکر کاوه چې دادی یو بل ملنګجان پرلارې دی ، راځې.او بیا به موږ هغه دردونه او هغه فریادونه او دزړه آهونه چې دملنګجان له خولې وتل ،لوستل او اورېدل نور به په بله بڼه د اسد میوندنه یې آورو.دملنګجان سندریزه دنیا د میوند په ستوني کې  را ژوندی کیږي او هغه زمزمې به بیا  انګازې خپروي ،د وطن مینه،دوطن وینه ،دولس ناپوهي، دوطن د آبادۍ له پآره سندریز فریادونه  به بیا را ژوندي کېږي چې د نمونې په ډول یې ویل:

چم په چم ګرځم دروېزګر یمه زه

                        خدایه د خوږ زړګي درمان لټوم

کچکوب په غاړه قلند یمه زه

                               د آزادۍ بلند نشان لټوم

چم په چم ګرځم ودرېدلی نشم

                        هر یو افغان ته دا فریاد دی زما

د غلامۍ نوم قبلولی نشم

             دغه د خوږ زړګي مراد دی زما «۱۰»

 

یا :

 

دسرو زرو رشه باندې ولاړیمه نس وږی 

                                              له ځانه بې خبر یم

دسین پر غاړه ناست یم په ارمان د اوبو تږی

                                                  په دی چې بې هنر یم

یو خان زه درته نه ښیم ما په شانې هزاران

                                                   په بوسو کې ویده دي

لمر جیګ راغی غرمه شوه دوی خبر نه دي له ځانه

                                                     خولو کې دوې لامده دي

لاس کش کړه ملنګجانه له زخمي زړونو خبر یم.«۱۲»

 

او اسد الله میوند لکه چې د ملنګجان د احساساتو  کتاب یې لوستې وي او دهغه تر اغېزې لاندې فریادوهي،چيغه کوي او دوطن د اوسني حالاتو څخه یو بیان وړاندې کوي او ملنګجان ته پیغام لېږي چې اوس راشه وګوره چې دخپلې زمانې پر حالاتو شکر وباسې.

دی وایي:

په سرو اورونو کې ګلونه سوځي

بیا مې وطن کې څه غوغا جوړه ده

دریاب د وینو په هر لور بهېږي
هلمنده تانه کربلا جوړه ده

«»«»

زما دنیکونو او پلرونو کوره

ستا دعمرونو عظمتونه لوټ شول

ای د غیرت او شهامت خاورې

تاکې د خلکو عزتونه لوټ شول

«»«»

زه مې د عمر تماشې کومه

زما د دریو ورځو بچیان وژني
نور خو د زغم پیاله په جوش راغلی

چې مې سپين ږیري او ځوانان وژني«۱۳»

د دواړو شعرونو روح پر ټولنې باندې د ناپوهۍ  او بېرته والی مسلطې اوضاع ښکارندويي کوي.اوس د عواملو پسې یې سر نه خوږوو او جګړو او نورو غمیزو نه له صرف نظرسره په یوه خبره یې را لنډوو چې  د ملنګجان  دوخت ټولنیز حالت او د اسد میوند د زمانې ټولنیز حالت چندان توپير نه لري.ځکه نو د دواړو شاعرانو ملی احساسات هم سره تړل کېږي.

ما په ډېرو برخو کې خصوصا دده دشعر او دده اندوژوند په اړه له ملنګجان سره د اسد میوند شباهتونه په نښه کړي دي.حتی تر دې چې د داوړو شاعرانو مرګ هم سره شباهت درلودل.دواړو پیاوړو شاعرانو په ترافیکی پېښه کې وژل شول.په دې نفاوت سره چې ملنګجان د خپل زوی دواجان سره یو ځای سر پر لحد کیښود او اسد دوه ماشومان له ځانه پرېښود  اوولاړ.ملنګ جان شهادت غوښتل او خدای ته یې سوال کول چې:

 

قربان قربان می دا ځواني شه زر کرت له وطن

خو د وطن دا استقلال دې تر قیامت وی زما

خدایه نصیب مې کړی ښه ښکلی شهادت دوطن

چې د نیکونو نو نه په ګور کې مسرت وي زما

زه ملنګجان به هله سیال شمه د سیاله سره

زما ځواني ډول کوي د پښټونواله سره

مبارکي خپلو پردو ته په بستر ورکوم

زه په پښتو او پښتونوالو باندی سر ورکوم«۱۴»

 

او یا ویل یې چې :

 

نه غواړم تلتک کې  مرګی نه مې دی خوښ ژېړ رنګ

خدا یا ما شهید کړې  دوطن د آزادۍ په ننګ«۱۵»

ملنګ جان داستقلال.آزادۍ او وطنپالنې  په لاره کې شهید شو او خود به دنیکونو مسرت یې تر لاسه کړی وي،همدارنګه لکه څرنګه چې خپله یې غوښتل،په تلتک کې مړ نه شو.خدای یط دعا مستجابه کړه او اسد الله میوندُ‎، لکه اسحق ننګیال مرحوم په شان چې خپل مرګ یې وړاند لید کړی وو ومړ.

اسحق ننګیال د افغانستان یوبل محروم شاعر وو چې مرګ یې  له اسد سره شباهت درلود هغه شباهت دا وو چې هغه تر مرګ دمخه ویلي ووچې:

یو باد را لګېدلی ما له ځانه سره وړي  ترپایه «۱۶»

دا شعر مې ځکه تر پایه پورې پر لیکه نکړه چې ما زوروي او باور لرم چې زما لوستونکي هم زوروی.کال ۱۹۹۹ به وو چې استاد محمد آصف بهاند په مسکو کې د اسحق ننګیال وروستی ټولګه دلوستلو له پاره راکړه.د ننګیال هر شعر به مې چې لوسته په هغه کې د ننګیال دمرګ انځورا راکښل شوی وو.که اوس هم ګران لوستونکي هغې مجموعي ته نظر واچوی همداسې یوه منظره پکې ښکاري.کتاب می سباته راووړ او آصف بهاند ته مې ورکړومې ویل چې واخله زه یې لوستلی نشم.استاد زما پر حالت پوه شوځکه هغه پوهېده چې زما او د ننګیال نږدې والې تر کومه حده وو.هغه زه درک کړم،فکر کوم اوس ښاغلی بهاند خپل خاطرات لیکی او خبر یم چې دا پېښه یې لیکلی دی.ننګیال مخکې له مخکې نه ویل او یو ځل او دوه ځله نه بلکه څو څو ځله یې ویلي وو چې ای خلکو ای ولسه زه درنه ځم،ما پسې یو څوک او یو څه را روان دی ما له ځانه سره وړي نه مې پرېږدي.زه نور تاسو ته شعر نه لیکم،زما دشعر پر پرښتو چا سېوری آچولی دی.خو څوک ووچې هغه واوري،له بده مرغه اورېدونکۍ غوږونه او لیدونکۍ  سترګې خو زموږ له ژونده پخوا کډې کړي دي.

اسد الله میوند هم څو څو ځله ویلي وو چې زه ځم او بیا نه راځم،خو هیچاته معلومه نه وه چې هغه چېرته ځي او بیا نه راځي. که پوهيدلای هم،ستنولای به چا نشوای.ځکه ددغه سفر پر ماهیت یوازی هغه پوهېده بل څوک نه پوهېده.

دهغه وروستی شعر دی چې وايي:

 

اوښکه شوم لېمو ته بېرته نه راځم

ستا کلي کوڅو ته بېرته نه راځم

پرېوتم ګریوان نه تورو خاورو کې

ستا سرو اننګو ته بېرته نه راځم

جوړ دې د سلګو او اسویلو کړمه

زړه کې د ې غموته بېرته نه راځم

تل دې د تومت پر کاڼو زه ویشتم

نور دې مالتو ته بېرته نه راځم

نشته دي رندان پیالې نسکورې دي

شېخه ستا فتوو ته بېرته نه راځم

لاړلو ساقي چې ځوانیمرګ شولو

ورانو مېکدو ته بېرته نه راځم

«اسد میوند دنوید روز ورځپاڼه»«۱۷»

 

داچې په ټولنه کې شاعر ته په ښه نظر ګوری یو له لاملونه نه یې دادی چې د شاعر سینه صافه ده،ریا او درواغ پکې نشته،له ځانه سره خبرې کوي،له خدای سره خبرې کوي او دده په آه اوغږ کې هغه تاثیر او اغیزه شته چې د ډېرو صادقو کسانو په غږونو کې وي ځکه نو دوی ځانونه پېژني او خپل اوس او راتلونکې انځورولای شي.پکار ده چې د شاعر په غږ او صداقت باندی وپوهېږو.

هو یو کال وړاندې په مسکو کې داسی یو ځوان او تاند شاعر له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې او دابد له پاره ولاړ او د بېرته نه را ګرزیدلو خبره خو یې په ژوندون کې کړې وه.

روح دې یې ښاد وي.او یاد یې تل تازه.

 

اخذونه:

«۱» د خوشحال کلیات،پېښور چاپ..

«۲» اسد میوند دنوید روز ورځپاڼه

«۳» نوید روز ورځپاڼه کې  داسدالله میوند د شعر یوه برخه.

«۴» انترنت جال،دجهانی له آثارو څخه.

«۵» دپیام وطن سایت ، د كيږدۍ،٥٧ مخ  په حواله.

«۶» بهاند لطیف ډاکتر ،هماغه مقاله.

«۷» نوید روز ورځپاڼه،مسکو.داسد دشعر یوه برخه.

«۸»شیلر،ویلهلم تل دسید س.م.ع. جمال زاده ژباړه،

«۹»د نوید روز ورځپاڼه د اسد میوند شعر.

«۱۰»زما د خاطراتو کتابچې حخه د اسد میوند خبرې.

«۱۱»هماغه ځای.

«۱۲»ملنګجان ،خوږې نغمې د بختانی عبداله خدمتګار په هڅه.

«۱۳»دنوید روز ورځپاڼه

«۱۴» دمبلنګ جان خوږې نغمې.داستاد عبدالله بختانی په هڅه.

«۱۵»هماغه اثر.

«۱۶»داسحق ننګیال د وروستی شعر لومړی مصراع.

«۱۷» دنوید روز ورځپاڼه د اسد میوند وروستی شعر.

مسکو،فدراتیفه روسیه.

دمی میاشت ۲۰۱۲

 

                                                                                                                                


بالا
 
بازگشت