عبدالرووف لېوال

 

کرزیه ژوبڼ دې وتړه !

 

هغه ټپوسان اوسورلنډیان چې ، تاورڅخه زمریان جوړ کړل داګیدړان دروتړه !

هغوچې دالس کاله ملت وزبیښه ،  دا د خمنډکوپه شان داړه ماران  دروتړه !

نور نوپرڅوکیودنااهلوګمارل بس دی، داداداری سمون په نوم خاینان دروتړه!

هغو چې ستا په مرسته دډالرو جوالونه بهر ته یووړل ، دالوټماران دروتړه!

وطن ټول له فسادنه ډک شو،په واسطودهغوی ګمارل شوی خپلوان دروتړه !

 چې فدرالي نظام،اوډلې ټپلې جوړوی، دادې امریکایی (بکر) بچیان  دروتړه !

دتنظیم په نوم دې څه نااهله کسان وګمارل، ناپوه اومفسده تنظیمیان دروتړه!

هغوچې دجک ادیما په مرسته شخصی زندانونه جوړکړل،دابندی وانان دروتړه!

دبشردحقوقوپه نوم دې له راوایانوکمیسیون جوړکړ،دادبشردحقوقوناقضان وتړه!

دولت دې ډک دی دبهرله جاسوسانو،  دپاکستان اوایران اجنټان  دروتړه !

دپارلمان په نوم دې ټوپکیان غښتلی کړل،نورنوبس دی داجنګسالاران دروتړه !

 ولس ویرجن، پارلمان حج ته تللی،ددولتی موقف په مټ ریایی حاجیان دروتړه!

قرغزی(واسیلی) نیول کیږی،خو چکری اوآتش غوندې دانترپول انډیوالان وتړه!

(حسین خیله)  سانسور ورځ ترورځې غښتلی کیږی،   داتریخ زبان دې وتړه !

 

 

 

 

زمایې پرڅه

رشوت نرغوندې خورم زمایې پرڅه     +        داسلام په نوم دجهاد نارې وهم زما يې پرڅه

که اسلام او افغان بدنام شی زمایې پرڅه     +  که نړیوال زماله درکه ناکام شی زمایې پرڅه

زما اولادونه  دې په پاریس اولندن وي       +  دریښتینو مجاهدینو اولاد دې  پر ځنکدن وی

زماجوال او توبره دې ډکه وي له سوغاتو   +  که افغان ولس وږی او حیران وی زمایې پرڅه

که حکومت چپه کیږی یاملک ورانیږی      +  زما دې تنخا نغده پردسترخوان وی زمایې پرڅه

که سړک یا پروژه ګټه وره وی اویانه    +   په قراردادکې دې زمابرخه تالان وی زمایې پرڅه

که ولسمشر راسره مشوره کوی یانه    +  زما نوم دې دمشاور په حیث نمایان وی زمایې پرڅه

که راکټونه اوریږی پردانګام یانورستان  +   دماپه برخه ناحقه رایه دپارلمان وی زمایې پرڅه

داچې په څوکۍ یو سوریږی اوبل کښته کیږی +  مقصد چې دفساد نظام چالان وی زمایې پر څه

خولۍ دیوه له سره اخله اوپربل یې ږده      +    داچې اهل کاروزګاراوپریشان وی زمایې پرڅه

زه باید له درې څوکیو نه تنخا وخورم   + که دنوروپردسترخوان دډوډۍ فقدان وی زمایې پرڅه

(حسین خیله) له ځانه حسن غمکش مه جوړوه   +    چې چارواکي فاقدوجدان وی زمایې پرڅه

 

 


بالا
 
بازگشت