ب.مومن

 

یواځی انسان

یواځی انسان ، په ژړا نه دی

ما مرغان

باران ، سیل اوسیالب هم

په ژړا لیدلی دی

یواځی انسان

په ژړا نه دی

که ټپی او مصری وائی

ما له کانو شورماشور

آواز له شنو بوټو

بدلی له سیلی وطوفان اوریدلی

یواځی انسان

سندر غاړي نه دی

یوازی انسان نه دی

چی مینه لری

سیندونه اوموجونه هم

لمر او کرونده دواړه

هم مین دی

یواځی انسان مین نه دی

یواځی انسان نه دی

 


بالا
 
بازگشت