عبدالقيوم

 

دقلمونوپاته خوږژبې شاعرشهیدعبدالکریم«ثاني»

 

 

عبدالکریم چي په عبدالکریم«ثاني» سره هم خلګو پیژندئ. هوزموږدګران هیوادپه هرکلۍ اوهربرخه کي ستعدادونه وه اوسته .مګر دژوندپه هره برخه کي راباندي مسلط ورسته پاته والې چي دسوکلونو جاهیلوواکداروکورنېوتر قبضه لاندي مودولسونوژونددجهان ترټولوقومونو او ملتو خراب اوپه عذاب ترتهدیداوترټني لاندي تیراوه اولاتیرو.نوموږ دټولني زیات استعدادونه بیله دې چي دټولني دخیراوښیګني لپاره ځیني کارواخیستل شي،هلته ددوي په سینه کي خزان اوترخاورو لاندي سویدي. دخپل خدای(ج) ورکړي مهارت اوهنرپه اظاهربه په جاهیله ټولنه دکور، کلي اوولس په منځه کي تهدید اوترټلۍ کیدئ.دیوی خوا لوږه،دبلي خوأ ناپوهي،دبله لوري مذهب اودواکدارو نه توجو ،غفلت اوخیانتونه ددي سبب کیدل چي دژوند دنوراړخونوپه شان په هنري لحاظ هم ترټولو سیالانو شاته یو. نودادئ یوه نمونه ئې.

شهید عبدالکریم «ثاني» دشهید عبدالحیکم زوی ،دشهید فقیرمحمد لمسی ،دشهید آمیرمحمد کوسی او دافغان اوانګلیس ددوهمي جګړي (دملي بهادر،مجاهد غازي صاف خان )شهیدکړوسی ؤ.دنوموړي پلار په ماشوم توب کي هغه وخت کندهارته دامیرعبدالرحمن خان لخوا په جبري تبعید سره راواستول سو، چي دټولومشرانو سرونه ئې عبدالرحمن پریکړل ،قلعه منارئې ځیني جوړکړی،جائیدادونه ئې ورڅخه ضبط کړل.عبدالکریم لاماشوم ؤ چي پلارئې حکومت په وهلوکي ورشهید کړی.پدې تورچي( له تبعیده خپل اصلې ټاټوبې ته يې دتښتي پر لاره کي ئې ونیوې).شهید عبدالکریم یتیم سو.دخپل مشرورو ر(شهید عبدالحلیم )ترسرپرستۍ لاندي ئې ژوند کاوه. دجلأ وطنۍ ،غریبۍ،یتیموالي سره سره شهید عبالکریم کلیوالي ښوونځۍ اوورسره جفت دمسجد سبق وایه. ښه قرأت ئې ؤ،په مسجد کي په خاصه توکه په روژه کي ترتراوو،ورسته تباره شریفه دده په ښکلي آوازکي لوستل کیدل.شهید عبدالکریم دحکومت لخوا دلائق اوصحت مندشاکرد په حیث دکابل وحربي ښوونځۍ ته بوتلل سوو.شهید عبدالکریم تر لسم ټولګې پوري حربي ښوونځي ولوستل.کله چي ترلسم ټول وروسته په دري میاشتنۍ روخصتۍ کندهارته راغلۍ،دغریبۍ له مخي مجبورؤ کاراو مزدوري وکړي.څومریض سو،وئې نه سوای کولای چي بیرته کابل ته ولاړسي،حربي ښوونځۍ د(مریضۍ اوغریبۍ) له امله پاته سول.نورشهید عبدالکریم دکلیو دخوارۍ(بزګرۍ،باغوانیواوخټو) نه ؤ.ورورئې دی دپنجوائې دولسوالۍ په مرکزي بازارکي دبزاز پردوکاندارشاګردکړۍالبته ددوکاندارنوم(حاجي لا لک ماما) وو،چي په کندهار ښار(مرکز) کي اوسیدۍ،او ورور ئې دی دښه خط زده کولودپاره پرسرمعل صاحب حاجي نظرمحمد خان شاګرد کړی.لږ وخت وروسته ئې دهمدغه دوکاندار سرشریک کړۍ،وروسته ئې ددوکانداربرخه هم رانیول او مستقل دوکاندا رسو.شهید عبدالکریم دښه قلم ،لیک اولوست خاوندسوو.دوکانداري ئې کول ،دولسوالۍ دزیاتوخلګو قبالې،اسناد، ضمأنت خطونه ،ګروي خطونه ،دوستانوته خطونه ،دخطونو لوستل داټول ئې مفت اوبیله اوجوری سرته رسول.دپنجوائې دولسوالۍ ټول منور(ښوونځۍ لوستۍ ) اودولسوالۍ مخور اولوي دیني علمأ به دده پر دوکان ناست وه.داچي شهید عبدالکریم ښه آوازلاره ،اشعار ئې لیکل اوپه شخصي،خصوصي بانډارونو کي ئې سندري ویلې.دنوموړي دسازاوآوازمحفلونه ډیر عام نه ؤ، دنوموړي دغزلیزو مجلسونوهمیشني یاران لکه:( دپنجوائې لوی پیر سید اسلم ،دهغه زوي سید محمد، محمد علم آغا، جګ خان محمد،محمد جان، غلام سرور «دغه ورستیو دونفرو بیا په ورسته کي دولسوالۍ په بازکي سماوارونه لرل»،بل ګل محمد چي ورسته دحاجي ګل میراو په نوم مشهورسوو.) خپل سید اسلم دپنجوائې لوي پیرؤ،مګر داسي رباب ئې وهه چي مه کوه خبري،درباب سره ئې کله ناکله آواز هم ترخوله وتۍ مګر آوازئې سم نه ؤ. ماته همدا سږکال دشهید عبدالکریم دمشرزوي پرکورناست ډګروال محمد نعیم اود شهید دوراره انجینر عبدالهادي لخوا خبر راکړل سوچي دکورپه غوټوپه خاص ډول دشهید دمیرمني تر مرګ ورسته دنوموړي په قلم لیکلۍ دشعرونو کتابچه ئې پیداکړل.هیله لرم چي ترما راورسیږي اودشعروټولګۍ به يې ترر مینه والوته ورسوم. دنوموړي د شعرونونمونه :

آخیره زمانه سوه معلومه ئې نه ښانه سوه،

په یارو په آشنا ی دزما نې اعتبار نسته

عمل په وکه بسته.

زه عبدالکریم ثانې دکندهار

عجبه دئ هوښیار، ددې زماني یار

اول به دي تر سروزرولا ګران رانسي

آخیر کي به هغه یار ستا نوکان وباسي...........خدای بخښلۍ عبدالکریم« ثانې» دغه شعر او نور اشعارد ۱۳۳۰ هجري شمسي کالونوپه درشل کي له نن ورځي څخه (۶۱) مخکي ویلې دي دا غزل ئې دپیلو په مقام کي ده

غزل

راسه دلداره بیلتو ن دي زورسو ژړمي بدن دئ له غمه تورسو

۱-ژاړمه ژام و صال دي غواړم حیران وتاته معشوقو ولاړم

خپل سر به لغاړم زړه مي په اورسو

ژړمي بدن دئ له غمه تورسو

۲- دغه مي حال دئ زړه مي ملال دئ معلوم وتاته خپل بخت اقبال دئ

دغه مي سوال دئ چي درته خپورسو

ژړمي بدن دئ له غمه تورسو

۳- یمه بیتا به ګرځم کبابه له ډېره درده یم په غذابه

دورکه نشابه عاشق رنځورسور

ژړمي بدن دئ له غمه تورسو

۴- زړه مي سوزاندئ تل په ګریاندئ چوي له درده،ډک په ارماندئ

دوک مي په ځاندئ پرځای ظهورسو

ژړمي بدن دئ دغمه تورسو

۵- قلم قلم یم عشق کي برهم یم عبدالکریم ثانې ورته محکم یم

مدام په نم یم ، عمر ضرورسو

ژړمي بدن دئ له غمه تور سو

پاې.

دکتابچې اواشعاروڅخه سړی پوهیږي چي په مقامو نو اونورو خبروښه پوهیدئ .کار اوکسب ئې دپنجوائې په بازارکي دوکانداري وه. دښکار سره ئې مینه وه.دخپل لرونکې توپک په مرسته سهار وختي اوماښام ناوخت يی ښکارکاوه. په ۱۳۵۹هش کال کي دپاکستاني روزلو پلاس دخپلو دوخوریانو (ښوونکې صاحب دوست محمد اودښوونځۍ شاګرد ميرحسن) دسپیروان دکلۍ دکوچنۍ کلاه دحاج محمدیار د زامنو سره یوځای دجاهلانو پلاس شهیدان کړل سول. روح دي ئې ښاد وي .دواده ثمره ئې پنځه زامن اودرې لوڼيدي.

 

 

 


بالا
 
بازگشت