.

 عبدالباری عارض

 

پاکستان د غرب د توجه محراق

په دی کی هیڅ شک نسته چی پاکستان همیشه هڅه کړیده د افغانستان په چارو کی لاس وهنه وکړی او دا لاس وهنی د جګړی د دوام اساسی عامل دی ، هیڅوک به پاکستان په حقه ونه بولی او همداډول هیڅ شک نسته چی ځنی نور کورنی او بهرنی عوامل سته چی ددی لاسوهنو لاره یی پرانیستی ده همدا ډول  ځنی افغانی کړۍ هم د نورو په لمسون په ړندو سترګو ښه او بد دواړو په یوه ترازو تلی. دلته مطلب د موضوع صرف هغه اړخ د قضیی دی چی د پاکستان موقف د نړیوالی ټولنی په هنداره کی او عینی توانمندی د هغه هیواد په سیمه ایزو مسایلوکی دی. په دی ارتباط چی پاکستان د افغانستان سره څه ډول لوبه په کار اچولی ده ډیری لیکنی سوی دی خو اوس زه ځنی واقعیتونو ته ګوته نیول غواړم چی د هغه اصولی درک کولای سی موږ د منطقی دریځ په لور رهنمایی کړی .او هغه مقطعی سیاسی مناسبات چی پدی ورځو کی د غرب لخوا د پاکستان په وړاندی کیږی باید دقیق و ارزول سی.

د هغه وخت را په دی خوا چی امریکایی پوځونو د پاکستان سرحدی قواوی په نښه کړی او په پایله کی یی څلورویشت کسان ووژل سوه، د هغه وخت را پدی خوا چی اسامه بی لادن په ایبت اباد کی ووژل سو او د هغه وخت را پدی خوا چی دوه پاکستانی اتباع د امریکا د سی ای ای د یو غړی لخوا په پاکستان کی ووژل سوه، د پاکستان سیاسی او پوځی حالات د نړیوالی ټولنی او سیمی په وړاندی له یوه طرفه او په داخل کی له بله طرفه د جدی ننګونو سره مخ دی . اما داچی دا بهیر د کومو دلایلو پر بنسټ په عینی توګه باید و ارزول سی  د تامل وړ خبره ده   . عمق د موضوع نه باید د فراطی مخالفت یا د افراطی موافقت د کلکین څخه په پټو سترګو تحلیل او تفسیر کړو .  که داسی وکړو نو محاسبه به د سهوی مل سی او زموږ اینده موضع ګیری به د خطا سره مخ سی اما که ارزونه او سروی حتی الامکان درسته وسی نو یقین دی چی غوره پالیسی او مشخص دریځ طرح کیدای سی .اوسنی د سیمی هیوادونه د درو لسیزو پخوا هیوادونه ندی . که تاسو د ایران ،هند او پاکستان اوسنی موقف ښه وارزوی په یقین به دی نتیجی ته ورسیږی چی منازعات د زور او مخاصمت له ادرس څخه د حل  لاره نسی پیدا کولای   لکه ناټو چی په یوه لسیزه کی و نه کولای سوای په زور په افغانستان کی امنیت تامین کړی  . اما د روانو حالاتو په حکم پاکستان نه یوازی د بهرنی ستونځو سره مخ سو بلکه کورنی سیاسی اړ و دوړ د پاکستانی د واکدارانو مخی ته ډیر خنډونه جوړ کړیدی. بده به نه وی چی ددی اړ ودوړ ریښه هم وسپړل سی

پاکستان د خپل جوړښت را پدی خوا هیڅکله هم د داسی ضعیفه حکومت درلونکی نه ؤ ، د بینظری او زرداری ښکاره درغلۍ او فساد ددوی د تیر حاکمیت په دوران کی د پاکستان خلګ ددوی پر کړنو بی باوره کړی وه اما ځکه یی د هغوی پر کړونو سترګی پټی کړی او بیا یی رایی ورکړی چی له یوه اړخه  د بهټو کورنۍ د ډیرو پاکستانیانو لپاره د یو ښه سیاسی کردار لرونکی وه  او له بله طرفه د پاکستان ولس همیشه د دموکراسی تږی دی او په هیواد کی یی یوازنی حزب چی د دموکراسۍ توقوع ځنی کیدای سی همدا پیپلز پارټۍ وه ، خو د زرداری پخوانۍ لاسوهنی سربیره پردی چی هغه وخت یی حکومتی موقف هم نه درلود د حکومت په اقتصادی امورو کی د ملی او وطن دوسته پاکستانیانو لپاره د زغم وړ نه ؤ. د بینظری په مرګ د پیپلز پارټی پښی پر ریږد سوی خو کله چی زرداری د وارث په توګه د واک پر ګډۍ تکیه وکړه نو حالات نور هم د شک اوبی باورۍ سره مخ سوه. د زرداری او دده د اطرافیانو د سیاسی کمزوری  له کبله نه یوازی پیپلز پارټی د نابودی لور ته روانه کړه بلکه پاکستان یی هم د کړکیچونو سره مخ کړ. که څه هم د پیپلز پارټی زوال خو د ذوالفقار علی بهټو له مړینی را شروع ده له هغه وخته چی دده د ښځی نصرت بهټو او بی نظیری تر منځ شخړی پیدا سوی او له بله اړخه بیا د بینظری عمیق اختلافات د وروڼو سره په تدریجی ډول د پیپلز پارټی د نابودی شرایط برابر کړی وه خو د بینظری په مړینه دا  ګوند چی د کورنۍ پر بنسټ جوړ سوی ؤ خپل د ژوند نهایی مراحل طی کوی . د ظاهر د موضوع ده اما په حقیقت کی په پاکستان کی که ملکی حکومتونه  موجود هم وی. همیشه پوځی جنرالان د ملک پرچارو حاکم دی یعنی دا هیواد د پوځ لخوا اداره کیږی اما کله چی دملکی حکومتو او پوځ تر منځ بی باوری رامنځ ته کیږی نو یا پوځ د حکومت واک هم ځانته اخلی او یا اقلا یو ملکی حکومت ړنګوی بل ملکی حکومت منځ ته راوړی.

د څو میاشتو را په دی خوا د حکومت او پوځ تر منځ یو ځل بیا بی باوری او ترینګلتیا مخ په پراختیا ده  په خاصه توګه دا بی باوری او اختلاف هغه وخت شدت پیدا کړ چی زرداری د امریکا د لوی درستیز څخه د پاکستان د سفیر په وسیله په واشنګټن کی، دده د حکومت حفاظت د پوځی قواو په مقابل کی وغوښت. دا مسله د پاکستان ټول ولس او په خاص ډول پوځ بده ومنله او د زرداری دا غوښتنه یی له امریکا څخه ، د پاکستان حاکمیت ته سپکاوی و ګڼۍ یقینا دا عمل د زرداری د حکومت د ظرفیت نه شتون په ډاګه کړ . نور پوځ د پیپلز پارټی ملکی حاکمیت نسی زغملای ځکه یی اول رضا ګیلانی دلاری ایسته کړ ،زرداری  پس له مشورو څخه  مخدوم شهاب الدین نوماند صدراعظم معرفی کړ خو مخکی له دی چی د رایی اخیستلو په هیله پارلمان ته ولاړ سی د مخدره توکو د محکمی لخوا یی د قاچاق په تور د نیولو حکم صادر سو .زرداری بی له ځنډه بل کاندید راجا پرویز اشرف د صدارت مقام ته ونوماوه تر څو ژر تر ژره قضیه پای ته ورسیږی ځنی کارپوهان دا ډول بی باوری ته د پاکستان د انحلال په سترګه ګوری اودا مسایل په پاکستان کی یو سیاسی اړ و دوړ بولی خو زه هغه داسی لوبه بولم چی د کنتروله بهر نده بلکه ټول حالات داسی تنظیم سوی دی چی د پوځ سراسری واک ته لاره پرانیستل سی . هیره دی نه وی دا بهیر  په حقیقت کی د اشفاق کیانی موقف نور هم د امریکا او نورو بهرنیو ستونځو په وړاندی پیاوړۍ کوی. ځکه داسی بریښی لکه د نظامی حکومت لپاره چی اقدامات تر سره کیږی .نباید خوشباورانه داسی تحلیلونه وسی چی ګواکی پاکستان د تچزیی لوری ته روان دی بلکه دا هغه څه دی چی تنظیم سوی دی . او پوځ ښه ګټه ځنی پورته کوی. کله هم داسی تصور مطرح کیږی چی ګواکی امریکا او غرب به پاکستان انزوا ته کش کړی. اوس غواړم  د امریکا ،انګریز او ټول غرب اړیکی او ضرورتونه د پاکستان په اړوند واضح کړم.

  دا یو حقیقت دی چی امریکا د څه مودی را په دی خوا یو په بل پسی ډول ډول فشارونه پر پاکستان واردوی که په اقتصادی ډګر کی دی او که د بی پیلوټه الوتکو د عملیاتو دوه چنده کیدل وه او که د امریکا او افغان دولت د هند سره د اړیکو پراختیا ده آن تر دی حده چی امریکا د هند څخه تر نظامی مداخلی په افغانستان کی غوښتنه وکړل . خو زما په عقیده دا ټوله فشارونه د بیړنی اهدافو لپاره مقطعی کردار دی نه ستراتیژیک،  که دا فشارونه داسی تعبیر سی چی ګواکی امریکا ، انګلیس او نور غرب د پاکستان څخه د همیش لپاره لاس په سر سوه دا به تیروتنه وی . د پاکستان پسمنظر ته په کتو هغه هیواد د جوړیدو څخه بیا تر اوسه د انګریزانو د مستقیم او غیر مستقیم تسلط لاندی تکامل کړیدی ، د پاکستان اکثریت قوانین د غربی مقرراتو څخه متاثر دی ،حتی د هغوی محاکم شرعی بنیاد نلری ، د پاکستان سیاسی او نظامی رهبری ټوله د لندن څخه راځی او کله چی د منصبونو څخه خلاصیږی بیرته راسا لندن ته ځی هلته د پخواڅخه کورونه لری سرمایی لری ،اولادونه یی هلته تحصیلات کوی او د ژوند ما حول لری.که د ایم کیو ایم مشر الطاف حسین دی، که جنرال مشرف دی، که زرداری او بینظیره او نور نور ټوله د لندن څخه راغلی دی هلته یی تحصیل کړیدی او چی رسمیات ونلری هملته ژوند کوی پر دوی انګریزانو سرمایه ګزاری کړیدی او د هغوی په اقتصاد چلیږی .ځکه داسی نه بریښی  چی لندن دی دا د ډیر وخت سرمایه ګذاری له لاسه ورکړی .بلاول بهټو احتمالا د پاکستان اینده رهبر همدا اوس په لندن کی تر تربیت لاندی دی، مهمه خو داده چی هغه سیمه چی پاکستان موقعیت پکښی لری د پخوا څخه د انګلیس د نفوذ ساحه ده هیڅکله به په اسانی هغه له لاسه ورنکړی که هغو نقطو ته اشاره وکړم چی په تیرو لسو کلونو کی کله کله د انګلستان موضیع د پاکستان په هکله د ا مریکا سره تچ هم کړیدی ،نو یو بل فصل خلاصول دی صرف د انګلستان مخکنی سفیر هغه مطلب ته اشاره کوم چی کله امریکا پر قبایلی سیمو د احتمالی عملیاتو خبره وکړه نو ده د طلوع تلویزیون سره په ځانګړی مرکه کی وویل ( که امریکا پر پاکستان برید وکړی نو انګلستان به د امریکا تر څنګ ونه دریږی )داسی الفاظ هیڅکله هم په نړیوالو منازعاتو کی انګلیس داسی خبره امریکا ته نه ده کړی که تاسو توجه وکړۍ په ټولو نړیوالو کړکیچونو کی امریکا او انګلیس قاطع مشترک دریځ خپل کړیدی اما د پاکستان په هکله ددوی دریځونه سره متفاوت دی . سربیره پرهغه اوس د ځنی امریکایی چارواکو خبرو ته ستاسی پام را اړوم هغه چی د پاکستان په اړه یی کړیدی.

  هغه ویدیوی کنفرانس چی د متحده ایالاتو سفیرانو په کابل او اسلام اباد کی، ترمنځ دایر سو  . هغوی غوښتنه درلوده چی د امریکا دولت باید د پاکستان سره د مناسباتو د عادی کولو هڅی و کړی ځکه  پاکستان یی د امریکا لپاره په سیمه کی مهم وګاڼه. له بله اړخه په تیره اونۍ کی جان میکن  امریکایی سناتور او د جمهوری غوښتونکو مشهور شخصیت وویل نور باید پاکستان تر فشار لاندی را نه وستل سی هغه هیواد په سیمه کی د غرب په ګټه دی . که له دی نظریاتو څخه هم تیر سو ، په خاصه توګه که شپیتمه لسیزی ته وکتل سی پاکستان خپل ځمکنۍ بشپړتیا او ولس په خطر کی واچاوه خو د امریکا او غرب خدمت یی د پخوانی شوروی په وړاندی په پوره توګه وکړ ،امریکا یی د نړۍ یکه تازه پاچاهی ته ورساوه . نو ایا امکان لری چی په یوه کوچنۍ شخړه دا ټوله تاریخی ارتباطات او بافت له منځه ولاړسی . تاسی و ګورۍ پاکستان اټم بم جوړ کړ ولی امریکا او غرب هیڅ ږِغ پورته نکړ اما ایران او کوریا د خبرونو په سرخط کی واقع دی او ډول ډول بندیزونه ګالی.  واضح ده د پاکستان اټوم د غرب دی. له بله اړخه  داسیمه د نړۍ په اټومی مجتمع مبدل سوی ده امریکا هیله لری چی سیمه تر دایمی څارنی لاندی ولری . د ایران سره شخړه او بنیادی تربګنی پالی د چین سره رقابت لری د روسیی سره د ساړه جنګ د دوران څخه ناخوالی لری او هند ته هم د شک په سترګه ګوری دا په داسی حال کی چی پاکستان ددی ټولو هیوادو په زړه کی پروت دی او د منافعو په بدل کی د غرب لپاره هره لوبه مخ ته وړای سی. نو ایا تاسو داسی فکر کولای سی چی امریکا دی دایمی اړیکی د پاکستان سره خرابی کړی او یا دی انګریز تر هغه تیر سی؟  هیڅکله.

همدا ډول پاکستان اوس هغه د دیرشو کالو مخکی پاکستان ندی ، دهغی  محاسبی له مخی چی نړی کړیده د پاکستان فوځ د نړۍ په کچه اووم پوځ دی. تخمین اوه سوه زره نفره یی کمیت دی، تر اف شپاړس پوری ډول ډول هوایی او لوی سمندری ځواک لری د مختلف بُعدونو توغندۍ لری چی د اټومی خولیو د لیږد توان هم لری .بالاخره اټومی هیواد دی . د پاکستان د ای ایس ای اداره چی د شپاړس بیلو بیلو استخباراتی ارګانو څخه جوړه ده په سیمه کی د پام وړ قوت لری . دا ټوله جوړښت په یوه ورځ یوه کال او لسو کالو منځ ته نه دی راغلی . ځکه هم مشکله ده چی په اسانی زیان منونکۍ وګڼل سی. د هندوستان سره سخته دښمنی د پاکستان فوځ مجبور کړیدی چی په لوړ معیار عمل ته اماده ګی ولری. هیره دی نه وی چی پاکستان اضافه تر ۱۷۴ میلیونه نفوس لری. تاسو له رسنیو څخه اورۍ او ګورۍ چی پرکرزی اکثراْ دا نیوکه کیږی چی د پاکستان سره په هرحال کی دوستی غواړی او محتاطانه رول لوبوی اوهم طالبانو ته د ورور خطاب کوی. داهغه کسان دی چی دیر لنډ ګوری، تاسو څه فکر کوۍ ایا کرزی نه پوهیږی ؟ نه هغه ته ښه واضح ده چی د امریکا شتون په سیمه کی موقتی دی اما پاکستان او ایران همیشنی تاثیر ګذاره ګاونډیان دی ، کرزی موازنه پرتله کولای سی او هرڅه په وسیع او پراخه سترګه ګوری. خو داهم باید له پامه ونه غورځوو چی د پاکستان بی ثباته کیدل د هیچا په ګټه ندی او معکوسا د سیمی او تړۍ په تاوان ده. هر نوع جغرافیایی تغیر په سیمه کی بشری ناورین دی . ځکه تکرار وایم دا سیمه په نړۍ کی اټومی مجتمع ده او ټول هغه طاقتونه میشت دی چی د ابر قدرتۍ دعواوی لری ، دهغه تر څنګ د هند او چین اوږده دښمنی چی اوس د زمانی د تکامل سره سم یی د دیپلوماتیکی اختلا فاتو رنګ  خپل کړی دی .

 


بالا
 
بازگشت