.

 عبدالباری عارض

 

ستراتیژیکی ناندرۍ  

 هغه لوبه،چی د څو کالو را پدی خوا د ستراتیژیک تړون تر نامه لاندی ، د متحده ایالاتو او د هغوی د افغانی متحدینو تر منځ روانه ده ، پای ته د رسیدو په درشل کی معلومیږی.داسی بریښی لکه ددی لوبی ګټونکی چی امریکا او بایلونکۍ افغان ولس وی.  ځکه می افغان ولس بایلونکی وبللی چی هیواد د ولس دی مګر سرنوشت یی امریکا او تپل سوی محدودی کړۍ  په غیاب کی ټاکی ، په دی معنی چی د کلونو را په دیخوا کورنی او بهرنی مطبوعات د ستراتیژیک تړون تر نامه لاندی خپرونی کوی تر څو د منجمنټ د اصولو پر مبنا ‌ذهنی شرایط  په جامعه کی را منځ ته او مشخصو اهدافو ته لاره همواره سی خو تر اوسه هم د امریکایانو مشخصی غوښتنی ددی تړون په رابطه  ولس ته څرګندی ندی.  بل اړخ د قضیی داسی دۍ چی هر نوع مهم تړون چی ولسی ملاتړ ونلری حقوقی اعتبار یی تر پوښتنی لاندی راځی. او د ستونځو سره به مخ کیږی.

 امریکا په لویه سرمایه ګذاری سره هڅه وکړل و افغان تپل سوی حکومت او پارلمان ته د انتخاباتو په نوم مشروعیت ورکړی ترڅو وکولاسی هغه څه چی امریکا یی طمع لری د تړونونو په نامه د هغوی سره عقد کړی او په دی ډول  قانونی رنګ ورکړی  . خو حقیقت نه بدلیږی څرګند حقیقت دادی چی د بهرنی عسکرو په نه شتون کی به اوسنی واکمنان  ډیر ژر د ولس په وړاندی په ګونډو سی. هغه انتخابات چی تنها د څو معلومو کړیو په ګډون تمثیل سول هیڅ کله حقوقی بنیاد نسی ترلاسه کولای.  په  دیرش میلیونی هیواد کی نسی کیدای په درو ملیونو رایو د ناټو ترچتر لاندی چی بنسټ یی ټګی برګی وی دولت ته مشروعیت ورکړی. هغه وخت دولت په ډیر ویاړ وویل چی د جمهوری ریاست په انتخاباتو څلورو ملیونه رایی وکارول سوی  چی یو نیم ملیون د هغو  غلطی او باطل سوی.کله چی د دولت مشروعیت تر سوال لاندی وی او یا نماینده دولت و نه بلل سی نو څنګه به د داسی تړونونو د امضا کولو او تصویبولو  صلاحیت ولری چی هغه د ملی ګټو او ملی حاکمیت سره تړاو ولری؟

بحث د ستراتیژیک تړون د ګټی او تاوان په هکله ندی بلکه هغه ناندرۍ چی په دی لاره کی شتون لری د بحث موضوع ده هغه چی شکونه یی رامنځ ته کړی دی.  کله چی دولس په وړاندی د چل او فریب څخه کار واخیستل سی  نو ترتیب سوی سناریو هم د رسوایی سره مخ کیږی. په اصطلاح مشورتی لوی جرګی او افغان دولت ډیری ناری سوری ووهلی چی د بندیخانو تسلیمیدل و افغان حکومت ته ،او د شپنی عملیاتو ختمیدل باید د ستراتیژیک تړون یوه برخه  وی. خو کله چی جان میکن   امریکایی سناتور د دو نورو امریکایی سناتورانو په بدرګه کابل ته راغی دواړه شرایط یی رد کړل، ځکه د تړون په وړندای ظاهرا خنډ رامنځته سو. امریکایان پوه سول چی د کابل واکمنی اداری ، د خپلو هغه نارو سرو له وجهی چی د شپنی عملیاتو د ختمیدو او زندانو د انتقال لپاره یی د ولس په وړاندی وهلی وی ،په دوه لاری کی واقع سوی دی . نو ځکه د داسی لاری په لټه کی سول چی هم امریکایی اهداف پکښی نغښتی وی او هم و افغان حکومت ته د اوړو پزه جوړه سی.

  هغوی په بی ساری مهارت ستراتیژک تړون پر درو برخو وویشی .ترڅو د غوښتنو او کړونو ترمنځ مختلف سټیپونه د  اجرایی ضمانتونو او اعتبار پرمعیار  په دا ډول رامنځ ته کړی چی یو اړخیزه موخی پګښی خوندی وساتل سی. هغه  تړون چی یو کال وځنډول سو او محتوا یی نظامی هډی دی ،په نظر کی ده د جانبینو د رهبرانو په سطح امضا او د دواړو هیوادونو د پارلمانونو لخوا تصویب سی ترڅو اجرایی ضمانت یی نهایت قوی اوسی او د امریکا منافع په سیمه کی په قوت تمثیل کړای سی، دوهمه برخه د تړون به په جلا توګه د مخه د شیکاګو ترکنفرانس په لوړه سطح امضا او په شیکاګو غونډه کی به پر اروپا هم تحمیل سی ، ترڅو حقوقی او الزامی اړخ یی هم دروند کړی . په دی برخه کی به د امنیت دلیږد بهیر، افغان امنیتی قواؤ د شمیر تثبیتول ،د اروپایانو لخوا د لسو کالو لپاره د افغانستان د پوځ تمویلول ، د سلا او تجهیزاتو برابرول او نور وی. دریمه هغه برخه ده چی هیڅ نوع اجرایی ضمانت نلری صرف د سند په ډول امریکایی قوماندان او وزارت دفاع تر منځ امضاسو او په تبلغاتو یی دا عمل د افغان ولس بریا وګڼل.دا برخه هغه دوه مهم شرطونه احتوا کوی چی افغان حکومت او مشورتی لوی جرګی یی غوښتنه کوله ، لکه د شپنی عملیاتو بندیدل او د زندانونو سپارل و افغان لوری ته. د دا ټولو وضاحتو او تقسیماتو سره سره تر اوسه هم د امریکا غوښتنی د ستراتیژیک تړون په محتوا کی څه دی.

خو حکومت دی ته خوشحالی کوی چی هغه د بشر دحقونو خلاف کړنی (شپنی چاپی) چی مخکی امریکایانو ترسره کول اوس یی موږ واک ترلاسه کړ. شک نسته چی و کورونو ته داخلیدل نسبت امریکایانو ته افغانان ارجحیت لری خو ددی نامناسب عمل له منځه وړل لویه لاسته راوړنه تلقی کیدای سی. داچی افغان امنیتی قواوی د دا ډول عملیاتو وړتیا لری ، او   که د پردی شاته نورڅه سته هغه خبری دی چی جلا لوی مبحث ته اړتیا لری ، خوصرف دومره یادونه لازم ده چی افغان امنیتی قواوی متاسفانه په پایتخت کی وزارت داخله ،وزارت دفاع ، وزارت عدلیه ، د امریکا سفارت، فینیس مغازه  وزیر اکبرخان مینه ، کابل سرینا او کانتیننتال هوټل نسی ساتلای نو ایا ممکنه به وی چی پرته له امریکایانو د یوه ګروپ په ډول د هیواد په لیری پرتو سیمو کی د مخالفینو په مابین کی شپنی عملیات ترسره کړی ؟ همدا رنګه شپنی عملیات د استخباراتی کره معلوماتو پر بنسټ ترسره کیږی پداسی حال کی چی افغان استخباراتی کړۍ دومره وړتیا نلری چی د خپل لوی کدر یعنی د ریاست معاون ډاکتر عبدالله چی په لغمان کی ووژل سو ساتنه وکولای سی نو څرنګه به وکولای سی چی د لیری پرتو سیمو اطلاعات  لاس ته راوړی؟ مهمه خو داده چی څه ډول اعتماد یا باور سبب سو چی امریکایانو شپنی عملیات افغان ځواکونو ته وسپارل؟ که استخاراتی معلومات او لوژستیکی اړتیاوی امریکایان برابر هم کړی،  کوم اعتماد به اسرار ساتی ، په داسی حال کی چی د مخالفینو نفوذ په مسلحو قواؤ کی په کراتو لیدل سوی دی؟ دا ټول هغه سوالونه دی چی د معما په څیر ښکاری. یقین دی چی وخت به دی سوالو ته ځواب ورکړی.

زموږ په یاد دی چی جناب ریس جمهور په کراتو ویل چی شپنی عملیات باید بند سی داځکه چی  القاعده او تروریزم د افغانستان په کلو او بانډو کی شتون نلری ، خو نن افغان حکومت و دی ته خوشحاله دی چی دا صلاحیت موږ ته وسپارل سو، یقین دی چی القاعده او تروریستان د افغانستان په کلو او بانډو کی شتون نلری نو بیا افغان قواوی به د کوم هدف لپاره شپنی عملیات ترسره کوی. دا ضد او نقیض څرګندونی او کړنی د افغان حاکمو کړیو نهایت ضعف په کورنی او بهرنی ماحول کی په ډاګه کوی. که څه هم ضد او نقیض څرګندونی او کړنی اوس د امریکا په ورځنی تاکتیکی سیاست مبدل سوی دی .

له بله طرفه یو بل تبلیغاتی کمپاین د ستراتیژیکه سندونو، له ایټالیا ، انګلستان،فرانسی اوهند   سره (د جرمنی سره هم په نظرکی سته )په لاره واچول سو که دزراعت په برخه کی، که د معارف په برخه کی ،که د روغتیا په برخه کی او یا نورو برخو کی د مرستو تړونونه وه   ټولو ته د سترایژیک تړون نوم ورکړل سو . ترڅو هغه پټی غوښتنی چی د امریکا سره په تړون کی شتون لری ، د ستراتیژیکو تړونو په لړۍ کی د نورو هیوادو په شان و ښودل سی او یا د هغه نورو تړونو سره پرتله سی. که تړون پاک ، صادقانه او پردوه اړخیزو ګټو ولاړ وی نو بیا  ضرورت څه دی چی د اغوا یا اغفال په هیله دومره پیچلۍ بهیر رامنځ ته کیږی ؟ همدای ځای دی چی ولس هک حیران کیږی او د شک او تردید په څلور لاری کی واقع کیږی. تر ټولو ستراتیژیکه اشتباه به دا وی چی متحده ایالات د څو کوچنیو ډلو سره د افغان ولس په نماینده ګی یو اړخیزه تړونونه عقد کړی.

 

 

 


بالا
 
بازگشت