.

 عبدالباری عارض

 

توافقات که د فساد  تضمین ؟

د افغانستان حالات و نوی پړاو ته د داخلیدو په حال کی دی خو دا هغه تر ټولو ستونځمنه او د خطرنو ډکه مرحله ده چی هرآن د کوچنۍ تخطۍ او غلطی په اثر کیدای سی د هیواد استقلال  او ځمکنۍ بشپړتیا د گواښ سره مخ سی. متحده ایالات او متحدین یی ډیر ناوخته متوجه سول چی په افغانستان کی ستونځه یوازی د بهرنی قواو شتون ندی چی عمومی مقاومت یی هڅولی دی، بلکه د پیژندل سوی غاصبانو،جنګ سالارانو او مفسدینو تحمیلول پر ولس، د نا امنۍ عمده سبب ګڼل کیدای سی .د مختلفو کړیو ،افرادو ، عقایدو او متخاصمو ګروپونو را کوټل په یوه دولت او کابینه کی هغه چی هدف یی تنها غصب ،چور او چپاول دۍ، هیواد د نیستۍ کندی ته رسولی دی . خو کله چی د اوبو او بریښنا وزیر تورن اسماعیل د ځمکو په غصب تورن سو داسی انګیرنه رامنځ ته سوه چی شاید اوس د کابل د جمتلی د دښت ،د کندهار د عینومینی ، کابل بانک ، او د شیرپور  غاصبان عدالت ته را کش کړل سی یا شاید امریکا  نور د فساد د کمبلی د ټولولو په هیله غاصبین او جنایتکاران د عدالت منګولو ته وسپاری ،ځکه همدا اوس امریکا ددوی د ناوړو کړونو له امله د ملی مقاومت سره مخ سوی او د ناکامی پر پوله قدم وهی . ولس هیله مند سوی ؤ چی شاید ټول مفسیدین ،جنایتکاران او غاصبین د انتقالی عدالت د پروسی د عملی کیدو په ترڅ کی د عدالت د تامین په منظور د محکمی میز ته راکش کړل سی.ځکه د عدالت نه تامینیدل هغه ستونځه ده چی د ولس او دولت ترمنځ یی واټن را منځ ته کړیدی.تر هغه چی عدالت نه وی تامین سوی هیڅکله به ولس پر دولت اعتماد ونکړی او هیڅکله به امنیت تامین نسی.خو هغه وخت ولس نا امیده سو چی د لوی څارنوال معاون د تورن اسماعیل خان د دوسیی په هکله وږغیدی ، دده څرګندونی داسی بریښیدی لکه څارنوالی چی د اسماعیل خان څخه د دفاع په سنګر کی ولاړ وی.

امریکایان په قاطعیت پوهیږی چی هغه پُرزی چی د افغانستان په انجن کی  نصب کړل سوی دی زړی او ناکاره دی  امریکا ښه پوهیږی چی هیڅکله به دا ورستی پُرزی انجن فعال ونه.ساتلای سی.  تر ټولو ښکاره دفساد نښه هغه وه چی ملی شورا دوه ځله د روان کال دولتی کلنۍ بودیجه رد کړل خو کله چی د مالیی وزارت ددوی غوښتنه ومنله او په میاشت کی یی پنځوس زره افغانی د وکیلانو دمعاش  لوړولوپه منظور، په بودیجه کی زیاد والی راوست نو بودیجه یی تصویب کړل.  ولی بیا هم امریکا د هغوی ملاتړ کوی او دملی پانګی د لوټولو لپاره یی پر حاکمیت ساتلی دی؟ همدا خبره ده چی افغان ولس د امریکا ټولو کړونو ته دشک په سترګه ګوری . او په دی آند دی چی د سولی خبری که امریکا کوی او که د هغوی داخلی انډیوالان د هغه ارزو ښکاره کوی کاملا د ‌ذهنیتونو د انحراف په منظور دی . حقیقت خو دادی چی اصلا په فعلی شرایطو کی  د امریکا اهداف په سیمه کی نیمګړی دی ځکه د سولی اراده وجود نلری.

که هغه ستراتیژیکی موافقتنامی ته چی د اوباما او کرزی له خوا لاسلیک سول نظر ولویږی ، د دریمی برخی په څلورم بند کی لیکل سوی دی چی( طرفین په قوت د سولی په هکله د ا فغانستان د هڅو ملاتړ کوی). که دی جملی ته په دقت وکتل سی په یو ډول سوله ردّ کوی، ځکه افغان حاکمیت د دو یا درو کالو را پدی خوا د سولی د جرګی او شورا په جوړیدو سره د سولی لوبه شروع کړیده او د ملیونو ډالرو په مصرفولو تر اوسه یو ګام هم مخ ته ندی تللی او وروسته تر دی هم طمع نسی کیدای چی د جنګ سالارانو پر لاس   دی سوله راوستل سی اما امریکا وای زه یی حمایت کوم ، همدا ډول  دهمدی مادی په الف ګراپ کی بیا وای ( د هغه چا سره سوله کیدای سی چی د القاعده څخه پری سی ، د زور زیاتۍ څخه لاس په سرسی ، قانون اساسی ومنی ، د ښځو او نارینه حقونو ته احترام وکړی ). دا هغه مخکنی شرطونه دی چی د سولی نه کولو مفهوم ارایه کوی! اوس ولس باید قضاوت وکړی که شرطونه د اُلتیماتوم په ډول د مخه  کښیښول سی نو بیا خبری اتری څه معنی لری ،دا ډول څرګندونی په صراحت د مخالفینو څخه د بی قیده او شرطه تسلیمی غوښتل دی .  که تسلیمیدل ممکن وای نو بیا دالس کلنه جګړه د څه لپاره ،د کلیو ورانیدل، د زړو ، وړو او ښځو وژنی د څه لپاره ؟

داسی نتیجه ګیری کیدای سی چی اوس هم د امریکا اهداف په سیمه کی نیمګړی پاتی دی هر نوع سوله شاید ددوی اهداف زیانمن کړی. ځکه ویلای سو چی د سولی د شورا جوړیدل صرف و اداری فساد ته یوه بله لاره پرانیستل دی، (دویچه ولی ) د المان ویب پاڼی لیکلی وه چی د سولی د شورا ریاست ته ځکه د لویانو لخوا سیالی روانه وه چی د هغه معاش د میاشتی پنځوس زره دالره دی پداسی حال کی چی په نړۍ کی جمهور ریسان دومره معاش نلری.

ستراتیژیکه موافقتنامه وړاندی له دی چی پایلی یی څرګندی سی په یاس او ناامیدی بدرګه کیږی او ددی کار لپاره دلایل هم شتون لری . هره موافقتنامه و متقاعدینو ته یو سلسله مکلفیتونه متوجه کوی ، او که یو د طرفینو څخه و نکړای سی چی خپل مکلفیتونه تر سره کړی نو موافقتنامه د ستونځو یا نقض سره مخ کیږی. تر هغه ځایه چی په امریکایانو تعلق لری هغوی په هامند کی د بیګناه انسانانو په بمبارد کولو اولین قدم د موافقتنامی د نقض لپاره واخیست   افغان اداری ته هم دوه مکلفیته ور په غاړه سوی دی،دا مکلفیتونه یو د اداری فساد ورک کول او بل ښه حکومت کول دی هغه څه چی په هیڅ ډول افغان حاکمیت د هغه د عملی کیدو جوګه کیدای نسی . ښه حکومتداری هغه ده چه ښه خدمتونه و ولس ته عرضه سی او ښه عدالت را منځ ته سی او قانون حاکم سی. له بده مرغه د خدماتو د عرضه کولو پرځای  حاکمه کړۍ په خپل منځی اختلافاتو او سیالیو لګیا دی او که بهرنیان شتون ونلری ضرورت و طالب ته نسته، حاکم قوماندان سالاران او جنګ سالاران به یو ځل بیا د ۱۹ پیړۍ اوومه او اتمه لسیزه را ژوندی او په یوه هیواد کی به څو پاچاهی رامنځ ته کړی ، همدا اوس تاسو وینی چی شمالی ټلوالی پر متخاصمو ډلو ټپلو ویشل سوی ده څه یی د دوستم ،محقق او مسعود په وجود کی د ملی جبهی په نوم ،نوریی د عبدالله ، یونس قانونی او نورو لخوا د ملی ایتلاف تر نامه لاندی او څه نور هغه کسان چی د جناب کرزی تر څنګ په رسمی تجارت بخت دی ،په صف ارایی مصروف دی تر څو د بهرنیانو د وتلو سره سم د خپل پخوانی عادت پربیسټ یو ځل بیا وژنی او ورانی او پاټک سالاری ته مخه کړی. هره ډله  هڅه کوی د څه زورور بهرنی په ملاتړ  مطلق العنان حاکم سی. نو څنګه به دوی وکولای سی د امریکا په وړاندی تعهدات او مکلفیتونه تر سره کړی. څه ډول به فساد او جګړه له منځه وړی ،پداسی حال کی چی ددی کړیو هدف او ټارګیټ وژنه او ناجایزه ثروت دی.

ولس شاهد دی چی 42 ملیون دالر ه د دفاع په وزارت کی ورکی سوی چی په هغه ارتباط د څلورسوه بستریزه روغتون قوماندان او د فوځ صحیی ریس او نور د دندو ګوښه سول اما تر اوسه هم معلوم نه سول چی دا پیسی څه سول څه موده مخکی په فیس بوک کی راغلی وه چی د هغه پیسو څخه جناب لوی درستیز ۲۸ ملیونه ډالره خپل سهم ترلا سه کړ ، په همدی وجهه د مکافاتو په شکل د کورنیو چارو وزیر وټاکل سو که څه هم په اول کی جمهور ریس حیران ؤ چی هغه جناب تحصیلات نلری او یا ډیر کم تعلیم یی کړیدی په داسی حال کی چی وزیران باید لیسانس وی خو هغه جناب اطمینان ورکړ چی په وکیلانو یی زه تایدوم .ځکه لکه ضرار احمد و نشه ای توکو سره د مبارزی وزیر بیله دی چی عالی تحصیلات ولری د وزیر په توګه پارلمان ته معرفی سو . پارلمان هم تر هغه وخته دقانونیت ناری سوری وهی چی بډی ترلاسه کړی کله چی وزیران د پیسو پاکټونه ور وویشی نو بیا تر وزیر دوی عجله کوی چی زرغونه کارتونه پورته کړی. خو بیا د مرکو په جریان کی دا وکیلان وای موږ د ولس استازی او ملی ګټو ته ژمن انسانان یو .

بله لویه ستونځه داده چی د مقرریو په وخت کی د ولس حقونه نقض کیږی او تنها هغه کسان پر دولتی مقاماتو مقرر کیږی چی د تنظیمی کړیو له خوا د کرزی اداری ته ور وپیژندل سی.کم سوادی او بی سوادی د تقرر په وخت کی ارجحیت لری. تنظیمی کړۍ سواد او علم خپل لوی دښمن او رقیب بولی ، داسی فکر کوی چی همدا تحصیل کننده ګان دی چی ددوی ناروا ګټی د خطر سره مخ کوی.د مثال په توګه کومی مقررۍ چه په اخره کی د کورنیو چارو په وزارت کی وسول او د شلو کسانو په حدودو کی پرلوړو پستونو مقرر سول د غنیمت په ډول په مساوی توګه چوکۍ د تنظیمونو تر منځ وویشل سوی . او حتی د رسنیو له لاری وویل سول چی د خیرخانی د کوتل څخه بیا تر پنجشیره پوری ۱۸۰ جنرالان شتون لری په داسی حال کی چی د لوی کندهار څخه ۸ جنرالان وجود لری. دا ډول مثالونه ډیر دی د انتخاباتو کمیسیون او د بشری حقونو؟کمیسون د ناز او نعمت په مرجعو تبدیل سوی او تنظیمی نازدانه ګان پکښی ګټی تر لاسه کوی.زندانونه د سیاسی بندیانو په نامه د پښتنو څخه ډک سوی دی . دا پښتانه بندیان یوه بله عایداتی منبع ده چی د مفسدو چارواکو لپاره پیدا کړل سوی ده هر بندی مکلف دی د محابسو چارواکو ته د ژوندی پاته کیدو په بدل کی پیسی ورکړی. د تاسف خبره خو داده چی امریکایان د ټولو بشری حقونو سره سره د علم او تکنولوژی په عصرکی د رسنیو او موافقتنامو له لاری د دغو مفسدینو په زغرده ملاتړ اعلانوی .نو څنګه به افغان ولس او نړیوال پر دی ناخوالو سترګی پټوی څنګه به دا توقوع   ولری چی د کاغذ پرمخ څو تشریفاتی جملو پییلتوب به  د موافقتنامو په نامه  د ولس په ژوندون کی به بدلون راولی ؟.

د حاکمانو کم استعداد،د فساد اوج او استقلال ته په سپکه کتل ،هغه ناوړه پدیدی دی چی د حاکمیت تر هډونو یی نفوذ کړی دی او زموږ هیواد یی په تدریجی توګه او نامحسوس ډول و سیمه ایزو کړکیجونو ته راکش کړی دی د حاکمو کړیو په وجود کی هڅی کیږی افغانستان د هند او پاکستان همدا ډول د ایران او امریکا په منازعاتو کی ښکیل کړل سی.دا په داسی حال کی ده چی افغانان تر اوسه په نس وږی دی ،په تن پټ ندی ،جونګړی یی ورانه ده ،تربګنی یی هران ځوروی . منازعه فیه هیوادونه د خپل منځی شخړو د ترسره کولو لپاره د جګړی ډګر ته ضرورت لری دا ډګر به داسی هیواد انتخابیږی چی هم په سیمه کی وی هم تر ټولو ضعییفه اداره ولری ترڅو هر بهرنی په اسانی نفوذ پکښی و کولای سی  .ولسی تقاضا لری چی امریکا نباید فساد په موافقتنامو غښتلی کړی که نه خدای مکړه سیمه به د اور په لمبو کی و سوځی.

 

 

 


بالا
 
بازگشت