.

 عبدالباری عارض

 

ګیله د بی وسۍ نښه ده

په دی کی هیڅ شک نسته چی افغانستان د دموکراتیک دولت،اسلامی دولت اواسلامی امارت تر پرهارونو وروسته د نقاحت نیم بنده دوره تیروی. داسی یو دوره چی په بدو کی نسبتاْ ښه ده یعنی داچی و اینده ته یی د ولسونو په زړه کی امیدونه وزیږول ، ځکه زیږیدل وایم چی هغه توری وریځی چی په تیرو درو لسیزو کی د هیواد پر اسمان ګرځیدی را ګرځیدی هیلی او یا امیدونه یی د ولس په زړه کی بلکُل وژلی وه ، هغه ویرانۍ ، ظلم، وژنی ، لوږی او تندی چی په لسګونو کلونو لکه د ژرندی پل د افغان ولس پر سر ګرځیدی ،هیڅ کله هیله نه سوای کیدای چی یوار بیا به نسبی ارامی را منځ ته سی او دولت یا رژیم به ظاهراْ یو نسبتا عادی سیر مخ ته کړی او نسبی ازادۍ که څه هم تبلیغاتی بڼه ولری د تهداب په ډول محسوس سی. خو اوس څه ناڅه واینده ته د خلګو هیلی په زړونو کی ځلیږی . شک نسته چی ډیری ناخوالی اوس هم سته ولی د هر انسان په زړه کی د سمون په هکله څه ناڅه طرحی یا انتقادونه زیږیدلی او اکثراْ یی ویلای هم سی ، چی پخوا د ناممکناتو څخه وه . نو ځکه کله کله ګیله هم راته پیداسی ،هیره دی نه وی چی ګیله همیشه بی وسه او ناتوانه څوک کوی هغه چی روان حالات او حاکم وضعیت پر غالب وی نو ګیله کوی. له بده مرغه زموږ هیواد اوس د داسی ننګونو سره مخ دی چی د دوست او دښمن تشخیص ورته ډیر مشکل دی هرڅوک په خپل وار پر ناتوانه او بی وسه مجنون د ډبری وارۍ کوی. هغه ناوړه شرایط راغلی دی چی نه تنها بهرنی دوستان او دښمنان نه تشخیص کیږی بلکه په داخل کی د دولت هم د مختلفو کړیو له خوا داسی د بی باوری فضا رامنځ ته سوی ده چی د دوست او دښمن تشخیص مشکل دی د مثال په توګه،تاسو ته به معلومه وی چی د ازادۍ رادیو وویل د خُمینی د کالیزی په ویاړ د مزدورو حلقو او اشخاصو له خوا  په کابل کی تجلیل او په واټونو کی د خُمینی ډیر لوی عکسونه ځوړند سوه حتی ځینو بی سواده او دهاتی وطنوالو فکر وکړ چی شاید دا به هم زموږ دهیواد یو تیرسوی مشر یا رهبروی . هغه مظاهره چیانو چی دا کړنی یی غندلی ناری وهلی ((ای مزدوران مزدوری بس است این کابل است نه تهران و نه قوم )) هغه کسان چی د خپل بادار یعنی خُمینی عکسونه د کابل په واټونو کی ځوړند کوی هغوی  په دولت کی یا په حاکمیت کی لوړ مقامونه لری ، یوازی طالبان مخالفین ندی بلکه په دولت کی دننه هم نور تنظیم سوی مخالفین شتون لری ځکه وایم د دوست او دښمن تشخیص هم ددولت په چوکاټ کی د بهرنیانو په سطح ډیر مشکل کار دی په دی ډول    دولتی اعتبار ته هم جدی صدمه رسیدلی ده.

اوس اصل مطلب ته راځو ، په دا لنډ وخت کی د دفاع وزیر رحیم وردک او د امریکایی ځواکونو قوماندان جان آلن د یو سند په امضا کولو هوډ وکړ چی پس له دی به امریکایی قواوی د شپی عملیات نه کوی بلکه افغان ځواکونه به دا کار ترسره کوی. همدا ډول دواړو غاړو تعهُد وکړ چی بهرنی ځواکونه به ټول هغه افغانان چی د دوی سره بندیان دی افغان حکومت ته وسپاری تر څو په دی توګه نور په هیواد کی د بهرنیانو د زندانونو د شتون لړۍ پای ته ورسیږی ترڅو حقوقی او قانونی ننګونی په پام کی و نیول سی . سربیره پردی چی ځنی انګیرنی اوس هم شتون لری خو دهغه سره سره د زندانو سپارل او د شپنی عملیاتو بندیدل د بعدی انکشافاتو لپاره یو نسبی پیشرفت  ګڼل کیږی. له همدی کبله افغان حکومت دا تعهُدات د لوی لاسته راوړنی په توګه ډیر تشهیر کړه.لکه څنګه چی ددی تعهد د عملی بڼی په هکله مخکی هم شکونه او تردید موجود ؤ خو اوس عملا  همدا نن په پارلمان کی د خلګو د استازو(د کنړ استازی)  د ستری محکمی د غړو د رایه ورکولو په بهیر کی ږغ پورته سو او ویی ویل چی همدا اوس د کنړ په ولایت کی د امریکا یانو د خود سره بمبارد په نتیجه ښځی او ماشومان وژل سوی دی همدا  رنګه تیره هفته د جنوبی ولایاتو څخه وکیل په شورا کی ږغ پورته کړ او ویل یی چی اوس هم د موافقتنامو د امضاکولو سره سره په ولایتونو کی بهرنی ځواکونه په خپل سر د شپی عملیات کوی .  

همدا ډول په افغانستان کی د بهرنیانو د زندانو د شتون لړی ته خاتمه ورکول او افغان زندانیان و افغان حکومت ته سپارل د امریکا او افغان لوری لخوا یو د مهمو تعهداتو څخه ګڼل سوی ؤ ، خو تاسو شاهد یاست چی په تیره اونۍ کی د انګلستان استیناف محکمی په هر شکل د افغانی بندیانو سپارل و افغان لوری ته مردود وبلل ، او علت یی هم د افغان حاکمیت له لوری د بندیانو سره د نامناسب چلند او د بشری حقونو نه مراعات په ګوته کړ. دا پریکړی څو اهداف په یوه تیر په نښه کړل . اول داچی ګواکی تنها امریکایان د افغانستان د امورو متصدیان ندی بلکه انګلستان هم یو څوک دی چی د بهرنی ایتلاف لویه ونډه پر اوږو لری ، او په ضمنی توګه دا تفهیم کوی چی د تاریخ په اوږدو کی افغانستان د برتانیی د نفوذ ساحه وه نو ځکه تنها امریکایی تعهدات د افغان لوری سره منطقی او عملی نه بلل کیږی . همدا ډول د انګلستان دی پریکړی و ښودل چی د متحدینو تر منځ د همږغی او واحد موقف نه شتون د افغانستان د جګړی د دوام او عامه وژنی مهم عامل ګڼل کیدای سی. ځکه بهتره به دا وای چی اول انګلستان او امریکا د اهدافو یووالۍ او همږغی رامنځ ته کړی  وروسته  د تړونو او تعهداتو امضا کولو ته ملا وتړ ی   نه داچی تاکتیکی او مقطعی کړونو ته د مواففتنامی، تعهد او تړون نومونه ورکړل سی چی په نتیجه کی د لویو قدرتونو ژمنی او کړنی په نړیوالو ملنډو مبدل سی.

همدا رنګه د جناب کرزی او ښاغلی اوباما تر منځ د ستراتیژیکی موافقتنامی تر امضا کولو وروسته بیا هم امریکا یی ځواکونو بی ګناه ملکی اهداف بمبارد کړل . لکه څنګه چی وړاندی هم د امریکا پر تړونو باندی شک څرګند سوی ؤ خو اوس د ولسی کورونو په بمباردولو ثابته سول چی په مشکل به امریکا خپلو دی تړونو او یا تعهُداتو ته ژمن پاته سی ،له همدی کبله ؤ چی افغان حکومت د اعتراض په توګه وویل چی که د بهرنیانو پخپل سر بمبارد دوام پیدا کړی نو بیا ستراتیژیکه موافقتنامه څه مفهوم لری؟. زه فکر کوم دا ډول هرآن ماتیدونکی تعهدات به و امریکا ته او دهغه نړیوال پرستیژ ته  تاوان ورسوی او د هغه جهانی اعتبار به تر سوال لاندی راوړی.

 تیره ورځ د مشرانو جرګی ریس ته په ولسی او دولتی کچه داسی شکایتونه وسول چی د پاکستانی لوری څخه د څو ورځو راپدی خوا پر کنړ ولایت راکټی بریدونه کیږی او یو شمیر ځایی اوسیدنکی د کلیو پریښوولو ته مجبور کړل سوی دی، د کنړ والی هم ورته څرګندونی درلودی ، دا په داسی حال کی چی د امضا کړل سوی مهمی ستراتیژیکی موافقتنامی په (دریم څپرکی نهم بند ) کی راغلی دی (با درک اینکه ثبات افغانستان در ترقی و ثبات آسیاجنوبی و اسیا مرکزی نقش دارد ،ایالات متحده تاکید میکند که هرګونه تجاوزبیرونی علیه افغانستان را موجب نګرانی شدید خود می پندارد. درصورت وقوع چنین رویدادی ،طرفین باید هرچه عاجل در مشورت باهم، پاسخ مناسبی را به شمول اقدامات  دیپلوماتیک ، اقتصادی و نظامی ، به توافق هرد طرف د در مطابقت با احکام قوانین اساسی شان طرح و تطبیق کند).

د پورتنی تعهد سره سره تراوسه د پاکستانی لوری د راکټی بریدونو په هکله د امریکا عکس العمل که نظامی وی او یا دیپلوماتیک نه دی مشاهده سوی ،که چیری نړیوال تعهُدات د دا ډول ماهیت لرونکی وی او تنها د یو موقت او آنی عمل په توګه څرګند سی نو یقینا نړیوال کړکیچونه به مخ پر زیاتیدو سی د هیوادونو ترمنځ به حقوقی او دیپلوماتیک اعتبار له منځه ولاړ سی او په دی ډول به نړیوال تهدید رامنځ ته سی چی د هغه مسولیت به امریکا ته متوجه وی.

 

 


بالا
 
بازگشت