غفور بسيم

 

پاکستان ولی په سرحد تیری کوی !؟

پاکستان له کله چی دسړی جګړی په تومنه اود زاړه استعمار انګلیس سره په همبستری او سیاسی دسیاسی ستری لوبی په پایله کی دزاړه استعمار دوارثینو داو ږدمهاله استراتیژیکو ګټو د ساتنی د مخو اواهدافو دلاسته راوړلو او ودی لپاره په سیمه کی زیږیدلی نو تل داافغانستان اوهند سره د دشمنی اوخصومت په پروړه لوی شوی وده اوترقی کړی او په دی توګه ای خپلی سیاسی اواستراتیژیکی ګټی په ډیره ماهرانه

توګه لاسته راوړی نوځکه له همغه تاریخ نه را په دیخوا ای هلی ځلی کړی چی د افغانستان لپاره همیشنی سر خوږی جوړ کړی اوپرینږدی چی په دی هیواد کی یوپیاوړی اوباسباته نظام اودولت جوړشی چی دیوه ښه اومدبرانه مدیریت اورهبری په مرسته اوبرکت ددی هیواد دودی اوپرمختګ پروګرام اوپروسه پر مخ بوزی اوپه دی استراتیژیک سیمه کی دیوه سیال اومخ پرودی هیواد په حیث را څرګند شی پاکستان تل هڅه کړی چی د مختلفو لارو دی افغانستان لپاره سر خوږی جوړکړی له همدی کبله وه چی دوی دیوه مساعد فرصت  لپاره شیبی شمیرلی اودا موقع هغه وخت په لاس ورغله چی د داودخان درژیم دسیاسی مخالفینو اخوانی مشرانو یو کوچنی ډلګی له هیواده وتښتیده اوپاکستان ته ای پناه وروړه پاکستان چی له پخوانه دخپلو استخباراتی کړیو په مرسته دافرطی ډلو په مینځ کی نفوذ در لوده نوپه ډیره سخاوتمندانه او پراتیفی توګه ای د ای اس ای په مرسته اومدیریت وکړای شوای چی د داود خان رژیم ته ستر سر خوږی  پیدا کړی / کله چی دثور داومی پاڅون وشواود داود خان رژیم ړنګ شو نودی پاکستان تبرلاښه لاستی ومونده داځل ای دساړه جنګ د ټولو لوبغاړواو دستر سامراج امریکی تر رهبری لاندی داسی سناریو جوړه کړه چی هان دشوروی  دسره پوځ زغروری شوبلی ای پر افغانستان راوخیږولی اوپه دی توګه ای په دی هیواد دتاریخ ستره خونړی جګړه وروتپله ددی جګړی ټولی مالی اواقتصادی ګټی یوازی پاکستان تر لاسه کړی پاکستان آباد شه څیره ای بدله شوه اود افغنانانو ګټه څه وه ؟ یوازی د دوه ملیونه انسانانو شهادت اودهغوی دککریو خاوری کیدل /یوملیون معیوب / شپږ ملیونه مهاجر دهیواد ورانی ویجاړی او زر ګونه نوری اقتصادی اجتماعی فرهنګی اوسیاسی ناخوالی !

چی لا تر اوسه زموږ خلک او هیواد ځوروی / او اوس چی زموږ خلکو ته دمختلفو دلایلو له مخی ( چی تفصیل ای ددی مقالی په حوصله کی نشته) یوڅه دنفس ایستلو فرصت اوموقع لاس ته ورغلی او افغانانو ته ددی هیله پیداشوی چی دهیواد دبیا رغونی چاری دنړی په مرسته اوهمکاری سرته ورسوی نو دپنجاب تور لینګیان سر بداله لیونی ښکاری نه پوهیږی چی څه وکړی ترڅو ددی دافغانستان د سیاسی سباط اوودی مخه ونیسی اودافغا نانو د مصرفی بازاردوه ملیارده ډالریزه ګته دخپلو بی کیفیته تولیداتو دخرڅلاو لپاره/ تل له ځانه  سره و ساتی/ نو کله دطالبانو ډلی / کله ځانمرګی کله چاودیدونکی مواد رالیږی اوپه دی هم لاقناعت اوبسنه  نه کوی او سرحدی تیریو اویوه( نه اعلان شوی جنګ )اوجګړوته ای ملا تړلی  دا ځکه چی دوی زموږ په ضعفونو اوکمزوریو ښه پوهیږی اوزموږ خوږ کوته ښه ورته معلومه ده دوی پوهیږی چی نه موږ کوم پیاوړی ملی او قوی دولت لرو اونه کومه پیاوړی اومجهزه اردو او نه ځپونکی امنیتی ځواک چی وکړای شی متجاوز پرخپل ځای  کښینوی پاکستان لا ډیر وختی هان په نویمه لسیزه کی د افغانانو.... تری ایستلی اوددوی دونیم سوه کلنه اردو او دهیواد ټول دفاعی سیستم ای پخپله دافغانانو په لاس ړنګ کړی دی په زرکونه عصری ټاګونه توپونه طیاری د سکاد اولونا مدرنی دستګاوی ای انتقال کړی اوکباړکړی اوټول ای بیرت دپاکستان داوسپنی دویلی کولو په کار خانو خرڅ کړی نوولی به په ډاډه زړه په سرحد تیری نه کوی

دپاکستان له لوری سر حدی تیری دافغانستان په خاوره کومه نوی خبره نه ده څوکاله کیږ ی چی دپاکستانی متجاوزو قوتونو له لوری دډیرورند په ټوله شرقی او جنوبی سرحدی کرښه له نورستان نه نیولی هان تر کندهار او هلمند اونیمروزه پوری منظم تیری کیږی / کله له سرحدی خط نه رواوړی اوخپلی  تاڼی او پوستی راوړاندی کړی کله سرحدی نښی ورانی وی /کله په خپل سر اغزی لرونکی سیمان غزوی / او دا له څه کوی چه اوس دکنړ اونورستان کلی اوبانډی په منظمو توپچی قواو بمباردوی کورونه ورانوی اوخلک وژنی مګر بیا هم په ډیره سپین سترګی له هغی انکار کوی اوپه افغانانو تور لګوی چی ګویا دوی پاکستانی طالبان ساتی روزی اوبیا ای پاکستان ته ورلیږی دا نوهغه دری متل رایادوی چی وایی(بیگریش که نگیر یت ) داټول د څه لپاره او ولی ؟ دادی لپاره چی موږ له بدمرغه یو مسول اوملی دولت نلروچی  تیری کونکی پر خپل ځای کښنوی زموږ خواراو کمزوری اومعامله ګردولت چی پاکستان په هغه کی پوره نفوذ اوواک لری صرف په تشو اومفتو بی بنیاده  خامی ډ یپلوماسی متجاوز ته عذرونه اوالتماس کوی

پاکستان هم زموږ په کمزوری ښه خبردی او دضعف نقطه موښه ورته معلومه ده نو ځکه داسی تیره تیره په ستر ګو را ننوزی / که پاکستان دومره نر دی نو دوی خو دی یوتوپ داشغال شوی کشمیر سرحد لور ته فیرکړی چی هند رڼاورځ پردوی  توره شپه کوی اوکه نه  ترڅوچی موږد یوه رښتینی ملی دولت خاوندان نه یو/ ګاونډیان به په موږهمدالوبی کوی

ایران به په تشوبهانو هره ورځ زموږځوانان غرغره کوی / اوپاکستان به زموږ دملک په ملی تمامیت اوسرحد تیری کوی اوزموږ باتور واکداران به رډ رډ ورته ګوری اوموږ خوار ملت به دزړه وینی خورو !

 

 


بالا
 
بازگشت