حبيب الله غمخور

 

دابې ځايه اونمايشی استیضاح به ملت  ته څه گټه ولري

دادوې درې ورځې په ډله ايزرسنيوکښي اورم اولولم چي د افغانستان ولسي جرگه د کورنيو چارو اودفاع وزيران پرکونړ د پاکستان دبريدونو او يو شمېر نورو امنيتي پېښو په تړاو استيضاح کړي.

د یادې شوې جرگې اداري پلاوى وايي که وزيران د ولسي جرگې د استازو پوښتنو ته قناعت بخښونکي ځوابونه ور نه کړي نو بيا به دغو وزيرانو ته د باور او نه باور رايې اچول کيږي .

د افغانستان ولسي جرګې داگست په لمړئ نېټه په هغه غونډه کښي چي چ د دفاع، کورنیو چارو، بهرنیور چارو وزیران او د ملي امنیت عمومي مشر داستجواب لپاره راغوښتي وخو تالار ته د یادو چارواکو له راتللو وړاندې یې پریکړه وکړه چې د دفاع او کورنیو چارو وزیران به د راتلونکې شنبې په ورځ  داگست پر څلرمه پر کونړ راکټي بریدونو او وروستیو امنیتي پیښو له امله استیضاح کړي .bbc

ولسی جرگه ددوي دکاري کړنودلايحې ياقانون  له مخې دمعين پروسيجرپه ترسرکولوحق لري يويا څو وزيران استجواب اواستیضاح لپاره رابولي .

دافغانستان داساسی قانون د ۹۱ مادې په لمړۍ بنداو۹۲ مادې دولســي جـرګـې د ځانګړو واكــونوپه برخه کښي راغلي :

يو نوي يمه ماده :

۱. له هر يوه وزير څخه د استيضاح په برخه كې ددې اساسي قانون د دوه نوي يمې مادې د حكم سره سم تصميم نيول

دوه نوي يمه ماده

ولسى جرګه د خپلو غړود لسمې برخې په وړانديز كولاى شي، له هر يوه وزير څخه استيضاح وكړي. كه وړاندې شوې توضيح دقناعت وړ نه وي، ولسي جرګه دعدم اعتماد د راى موضوع څېړي. له وزيرڅخه د عدم اعتماد رايه بايد صريحه، مستقيمه او پر پخو دلايلو ولاړه وي، دغه رايه د ولسى جرګې د ټولو غړو د رايو په اكثريت صادرېږي.

داپه قانون کښي ديوه دموکراتيک اصل په توگه پېژندل سوی حق دی چي زموږ پارلمان ته ورکړه سوی ،خومتاسفانه دملي مسوليتونودنه ترسره کولوپه برخه کښي دپارلمان اودولتي چارواکوترمنځ  کوم زيات توپيرنسته .

لکه چي يوڅوک ددولت ټول عالي رتبه مامورين نسي ملامتولاي همدا ډول دپارلماټول استازي هم نسي ملامتېدلاي . هلته اودلته ډير لږکسان ليدل کيږي چي ملت سره خواخوږي لري ولي ددوي لږتوب دافغان ولس په وړاندي روانو ناخوالو له مځه وړلواوياددې بهيردکمېدولپاره موثرنسې تمامېداي .داسي ليدل کيږي چي هغوي هم دخپل ځان اومقام ساتلولپاره چوپتيااوبهتره بللې ده ،ځکه نودټول دولتي ادارونه ملت بېگانه اوددوي ترمنځ راپيداسوی واټن دهرې ورځې په تېرېدوسره زياتېږي .که گرېوانه ته سرټيټ کړواودايولسکلنې پروسې ته جدي اودملي گټواوافغان ولس ته دمسؤليت لروترکړکۍ سرورښکاره شي دابه له ورايه څرگنده چي دادرې واړه ارگانونه چي دولت ترېنه جوړېږي دملت په وړاندي مسول اوله کاملي بېغوری اودښمنۍ نه ئي کاراخيستی .داچي اوس يوځل بياموډسوې اوهغه هم دتوکيودکنفرانس په برکت چي گوياددولتي فسادپر خلاف مباره زه کوی  او ۱۶۴ ماديزفرمان چي ددولتداری په ټول تايريخ ککې ساری نلری صادرېږي ،موږنه پوهيږوچي دچالخوا،دچاپرخلاف اودچالاوسونه ددولتي فسادنه لنډه وي ؟ ځکه ديولس کاله همدا ښاغلي پردولتی واک پاته سوی اودهمدې ښاغلوپه حاکميت کښي دولتي فساد رازېږدلئ ،لوي سوی اولاسونه ئي دترټولي نړۍ لکه انگازې رسيدلي .په کوم منطق داپه خلکومنل کيږي چي په فساد ککړاوپه فسادکي ماهرباندي فساد ورکېږي .خودابله خبره اوموضوع ده پر وخت به يوه وړه ليکنه پرې ولرم .

اوس راځم دې خبرې ته چي زموږ ولسي جرگه ولې بېوخته دددفاع اوکورنيوچارودوزيرانود استيضاح خبره مطرح کوی اوبله داچي دااستيضاح قانوني ده اوکه دکوموامتيازاتوترلاسه کولولپاره دقانوني صلاحيتونه دځانوپه گټه استفاده کيږي ؟

دولسی جرگې پرېکړه چي سړۍ گوری نوددې لپاره چي دقانونی مسوليت اوگوت نيونې نه ځان خلاص کړي پر کنړ باندي دپاکستان يوکلن بريد له مسلې سره ئي نورامنيتی ستونزي هم شريکې کړي اوددوي په اداروکښي دفساد خبره هم هرومرومطرح ده .

اول به ئي دفسادنه پيل کړو :

بلې پدې وزارتونوکښي هم دولتي فسادله که ددولت په نورواداروکښي دمتاسفانه دپارلمان په گډون خپل ورستنيوپړاونوته رسېدلی .

يوتريخ واقعيت اوحقيقت لکه چي افغان ولس ورته گوته نسي  بايد ومنل سي چي ددولتی فسادپر ظدمبارزه په دولتی ارگانوکښي ديوه شخص پرخلاف نده مطرح متاسفانه ددې ارگانوغوڅ اکثريت پدې ناروغئ اخته دی چي علاج ئې ددولتی بدنې نه ددوي ليری کول دي بله کومه لارنلري ،ځکه دوي زېږولی ددوي په ايسته کېدوسره ورکېږي اولږترکلږه ترډيره بريده کمېږي . پدې خاطرسوال پيدا کيږي چي نه بايد يو وزير بلکه ټول ،نه يوقاضي ياڅارنوال اونه يوبلکی ټول دملي شوراغړی يوه بل ارگان لخواچي دهغه  نه تراوسه پدې تصويب سوی قانون کښي يادونه نده سوې استجواب او استيضاح ته  راغوښتل شي .ترکومه ځايه چي دومره عالي صلاحيت لرونکي قانونی  ارگان نسته ،نولمړی  بايد ښاغلی کرزی صاحب له خپلې کابينې ،عدلي ارگانولوړپوړوچارواکواودملي شوراله هغوغړوسره خداي په اماني وکړي کوم چي دده په شمول يوعادی افغان ئي په فساد اوملي شتمنيوپه چوراوچپاول خبردی .اوبيادې نوخپله ددې لپاره چي ملت ئې وبخښئ شرافتمندانه ملت ته استعفاوړاندي کړي .اوله ملگروملتودسازمان څخه دي وغواړي چي هغوي دموقت وخت لپاره دافغانستان دملي خپلواکي ته ددرناوی په موخه دسالموکسانوپه وجودکښي موقته اداره جوړه اودهغوي په مرسته دراتلونکي سالم دولتی جوړښت لپاره لاره هواره اوامکانات برابرکړي .

دوهمه خبره داچي ولسی جرګې پریکړه کړی چی د شنبی په ورځ به د افغانستان دفاع وزیر رحیم وردک او د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدی ولسی جرګې ته پر کنړ ولایت د پاکستان د پرلاپسی توغندیز بریدونو په اړه راوغواړی .

لمړی خوپدې ورستيوکلونوکښي نه يوازي دکنړولايت پر مربوطاتوتوغندی اورېدلي بلکه دافغانستان پر يوشميرنوروسيموهم پاکستان خپله سپين سترگی اودافغان چارواکوچوپتيا آزمويلې ،خودارښتياده چي ديوکال په اوږدوکښي په ځانگړې توگه پسله هغه چي دکابل او واشنگتن ترمنځ دستراتېرېکو همکاریو دقراردادمسله مطرح اوبيالاسليک سوپه مسله سله توگه دکنړولايت پر مختليفو ولسواليودافغانستان دملي امنيت درئېس په ويناچي داگست په لمړۍ نېټه ئي په پارلمان کښي وکړه وويل چي یوازې د روان کال له پیل رهیسې د افغانستان پر خاوره ۲۱۰۰ توغندي لګېدلي دي . اوپاکستان د افغانستان په سرحدي سیمو راکټی بریدوه کوي دویم د پاکستان د پوځ سرحدي پوستې د نیم او پنځه کیلومترو ترمنځ له خپلو پخوانیو ځایونو نه مخکي راغلی، دریم د سرحدي سیمو په اوسېدونکو فشار دی چې باید یا سیمې پرېږدي او یا هم پاکستاني شناختي کارټونه واخلي او څلورم دا چې د ځینو سرحدي سیمو کې ترهګرو ته اجازه ورکوي چې افغانستان ته راشي .تاند

که زماسسرپرې خلاصېږي نودافغانستان پرخاوره دپاکستانی پوځيانولخوادتوغنديواورول ديوه بېگانه هيوادلخوازموږپر هيواد اوځمکنی بشپړتيابرنبډتيری دی .چي پدې هکله دافغانستان په اساسی قانون کښي مسوليت ددفاع اوکورنيو چارووزيرته نه بلکي جمهوررئيس ښاغلي کرزی ته سپارل سوی .

داساسی قانون په  څلور شپېتمی مادې په دريمه ،اوپنځمه فقره يابندکښي چي دجمهور رئيس واكونوته ځانگړې سوي لولو:

۳.د افغانستان د وسله والو ځواكونو سترمشرتوب.

۵.د ځمكني بشپړتيا او د خپلواكي دساتنې د دفاع په حالت كي د وړ تصميم نيول.

له همدې امله ددفاع اوکورنيوچاروزيربېله دېنه چي دهيواددجموررئس لخواورته امرنه وی سوی حق نلري دپاکستان اويابل هيواددډاول تيريوته پر خپل سرحواب ووايي .

پدې ورستيوکښي څوځله دکرزی صاحب وياند اومرستيالانوئي فرمايل چي دالانجه دپاکستاني چارواکو سره دخبروله لاري حليږي .پدې دريومياشتوکښي ټول افغانستان دايوه خبره کوی چي دامسله بايد ژرترژره دملگرو ملتوسامان اوددې سازمان امنيت شوراته وړاندي سي اودپاکستان پر خلاف دي دنړيوالی ټولنې غبرگون راوپارېږي ،مگردکاری اوکارنده عملي کړنې پرځاي يوازي پدې هکله دافغانستان دجمهوري رياست امنيتي شورا څوځله غونډي کړي اوددوي په ويناڅوځله ئې  دا مسله دامريکا ،پاکستان  او افغانستان دسرحدي کمېټې داستازترمنځ مطرح کړې ده .متاسفانه زموږ امنيتي شوراحتاداپرېکړه هم ونکړه چې دامسله دې دبهرنيو چارووزارت له لاري دملگرو ملتوسازمان اودامنيت شورا،داسلامي هيوادو کنفراس اونړيوالو سازمانوته وړاندي سي ترڅوهغوي دخپلو امکاناتونه په استفادې سره پر پاکستان فشارا راوړې چې ددې لجاجت نه لاس واخلي .

خودخلکودغوښتنې خلاف کرزی صاحب داجرأت نسي کولاي چي پاکستاني چارواکوته افغان ولس په وړاندي دنورو دښمنيوترڅنگ دې بربنډ تيری ته جواب ووايي .

عادلانه به داوی چي داپوښتنه ملت په کلکه دښاغلي کرزی نه وکړي ، دنه دوزيرانوڅخه ددې مسلي دحل کيلي دکرزی صاحب په دفترکښي پرته  ده وزېران دعکس العمل صلاحيت نلري .

که دبې امنيتی په هکله ددي وزيانونه پوښتنه کيږي اوياداعتمادرايه ترېنه اخيستل کيږي نوداهم رورايه معلومه ده چي دڅوکاله چي ډيري زړه بوږنوونکي پيښې وسوې اوان څومياشته وړاندي چي کله دکابل پښارکي په يوه وخت پردريومهمو ځايونوددولت دمخالفينولخوابريدو وشواوکرزی صاحب دخپاره سوي خبرله مخې ددوي په ويناامن ځايته  انتقال سوي ،چي داامن ځاي دبگرام هوايي ډگروو.پدغه وخت کښي  ديوشمير وزارتونواوسفارتونو اوپارلمان خپلې دروازې وتړلې ،وکيل صاحبان په يوه اوبله بهانه له پارلمان څخه ووتل.که رښتيادوسله وال پوځ دمشرتابه دغفلت مسله مطرح وي نوهغه وخت بايد سمدلاسه دوي  پارلمان ته راغوښتل سوی اوله واک نه گوښه سوی واي،خوداکارونسو.داسي پېښې ډيري سوې چي پارلمان بايدله دوي نه جدي پوښتنه کړې واي ،خومتاسفانه چاترې پوښتنه ونکړه اونه هم دوي خپله شرافتمندانه استفاوړاندي کړه  .موږ نه پوهيږ وچي داځل څه پېښه سول چي يودم پارلمان دملت وارث شو؟ اودوه وزيران استيضاح ته راغوښتل کيږي؟ سره لدې چي دابه هم دتيرپشان دعام ولس دغولونې يوه ننداره وياوټوله خبره پر استيضاح پايته ورسېږي .

ددې ترڅنگ مي داگست په لمړی نېټه په روحي ويب پاڼه کې يوبل شرموونکی خبري دهمدې استيضاح په اړوندولوست چي هک پک پاته سوم،په خبرکښي راغلي : کرزي د وزيرانو او ولسي جرګې د معاملې د څارنې لپاره پټ امر ورکړى .

له هغه وروسته چې ولسي جرګې د کورنيو چارو او دفاع د وزيرانو د استيضاح پرېکړه وکړه، ولسمشر کرزي ددې وزيرانو او ولسي جرګې د غړو ترمنځ د معاملې د څارنې لپاره د ګڼو کسانود ګمارنې پټ امر ورکړى دى.

 باخبره سرچينو له ارګ څخه رسنيو ته ويلي چې ولسمشر کرزى او عام خلک فکر کوي چې د تېر په څېر به د ولسي جرګې دغړواووزيرانوترمنځ معامله وشي اووکيلانو ته دپيسودورکړې په بدل کې به له وزيرانو څخه د باور رايه وانه خيستل شي.

 سرچينه وايي چې له همدې امله ولسمشر پټ امرکړى چې دا ممکنه معامله دې وڅارل شي. ويل کيږي چې د ملي امنيت ځينو غړو ته هم دنده ورکړل شوې چې د وکيلانو او وزيرانو ترمنځ تر استيضاح پورې پټې اړيکې وڅاري. داسې هم ويل کيږي چې ځينو وکيلانو ته پټې کامرې او د ثبت وسايل ورکړل شوي چې د وزيرانو له خوادپيسو وړانديزونه ثبت کړي او په دې ډول د وزيرانو فساد مستندکړي.

نوچي کرزی پدې پوهيږي چي ولسی جرگې وکيلان دوزيرانوڅخه درشوت اخيستلولپاره داډرامه پيل کړې ولې دقانوني صلاحيتونوڅخه استفاده نه کوی دې ددماشومانوکورکياڼې ته بياڅه اړتياسته ؟

ليکنه پدې ټکورانغاړم چي دپارلمان داغونډه به هم لکه نوري بې نتېجې پايته ورسېږي،وزيران به وکيلانوته ددوي خوښی امتيازات ورکړي حتمي پيسې نه دي په بله بڼه هم وکيلانوته پيسې رسېداي سې ،ځکه زموږ زيات شمير وکيلان ددې پر ځاي چي دپارلمان په هغونډوکي گډون ولري اوخپله ورسپارل سوې دنده سرته ورسوی پدې بهانه چي دملت استازی دی دوزيرانو،سفارتخانواوانجوگانودرېسانوپه سکرتريت کښي ددې اوياهغه چارواکي دليدولپاره ناست وی .

په استيضاح اوس ددې ملت دردونه نسې دواکېداي يوازنۍ لاراودرملنه ئې ددولتی ارگانودټولولو پوړوچار وا کونه دملت خلاصون دي .وسلام

 

 


بالا
 
بازگشت