حبيب الله غمخور

 

حبيب الله غمخور

د۲۰۱۲اگست ۱۱

دادولتي فسادنه ملي خيانت دئ

پدې ډاډه اوسۍ چي ددې مقدس ښارپردې مقدسه  جاده به دابېگانه نوم ترډيره پاته نسي .

پرون مې دگران افغانستان په وتلې ويب پاڼه کښي دامطلب ترسترگوشوچي :بالاخره یکی از سرک های شهر مزارشریف رسما به نام دیپلومات های کشته شده ایرانی نامگذاری شد.

پدې خبرکښي لولو: ((به گزارش گران افغانستان،سفارت جمهوری شیطانی ایران در كابل طی انتشار یک اعلامیه گزارش داد كه یكی از سرک های اصلی شهر مزارشریف در مركز ولایت بلخ در شمال افغانستان به نام شهدای!!! ایرانی نامگذاری شد.در اعلامیه آمده است:- شورای ولایت بلخ در سالگرد شهادت 9 دیپلومات ها و خبرنگار شهیدكشور ایران، و ا هدف گرامیداشت یاد و نام شهدای ایران، یكی از سرک های اصلی این شهر كه متصل به روضه سخی(بارگاه منسوب به حضرت علی (ع) )است را به نام شهدای ایرانی نامگذاری كرد.به گزارش گران افغانستان،صالح محمد خلیق،به اصطلاح رئیس اطلاعات و کلتور ولایت بلخ در این زمینه می گوید: در جلسه‌ یي اداری مقام ولایت بلخ با حضور روسای ادارات، عطامحمد نوروالی بلخ به پیشنهاد ریاست دفتروالی بلخ پذیرفته شدکه بایدسرکی که قبلاً به نام ابومسلم خراسانی نام‌گذاری شده بود به نام «شهدای دیپلومات ایران» نام‌گذاری گردد.

سایت ملی گران افغانستان بعد ازافشااين خبر از مقام ریاست جمهوری بطور خاص جناب حامد کرزی رئیس جمهور افغانستان که بر اساس رای مردم افغانستان انتخاب شده صمیمانه تقاضا می کند که این عمل غیر ملی و جاسوسانه جاسوسان سپاه پاسداران ایران را در نطقه خنثی نموده و نگذارد که مزید از این افغانستان در منجلاب جاسوسی ایران و پاکستان سقوط نموده و این غلامان و بردگان سپاه پاسداران را به میز محاکمه بکشاند.

هکذا تیم نشراتی گران افغانستان از تمام نویسندگان وطن دوست صمیمانه تقاضا می کند که با مقالات و نوشته های خوداین پلان شوم دشمنان افغانستان و جاسوسان ایران را در نطقه خنثی نموده و افغانستان را از چنگال جاسوسان ایران و پاکستان نجات دهند.))

ددې خبرپه لوستلوهک پک پاته سوم اوبې واره مې له خولې ووتل ښاغلې کرزيه ددولتي فسادپه له منځه وړلوکښي خودې بريانه وينو،دملي خيانتونو دنوبتی پيل دې مبارک شه ! ددې ايرانی نوکرانوسره چې دهغوي په مټ رالوي سوي اومستۍ سوي اوس علني هغه څه کوي کوم چي ايراني باداران ئي ورته هدايت ورکوي ؟

څه موده وړاندي دمعلوموموخولپاره دنړج والي ټولنې دپوځی مشرانو،ايران سفارت اويودودريوپه افغانستان کي مزهوروخومجهول الهويه کسانوتگ راتگ مزارشريف اوهلته دمعلم عطاسره چي اوس دامريکايانوپه برکت داڅوکاله دمزاروالي دي اوخلک وايي کله کله دکرزی صاحب نه هم باج اخلي ، ليدنې کتنې دډيرولپاره مختلف سوالونه راپيدا کړي وه ،ان تردې چي له امريکااونړيوالي ټولنې گيلې راپيداسوې چي دوي بايد يوحمايه کړي .دمعلم عطانه به دوي څه جوړکړي؟ اومعلم صاحب عطاهم مخکي لدېنه چي دجمعيت دمشری پکول پر سرکړي،چې هغه هم په شک کښي دۍ ځکه نورهم ددې مقام ليوال اودامقام دسياسي سوداگريواوبهرنيانوباندي دنوکری لپاره دخرڅلاويوښه لامل بولي،کله کله په خپلوڅرگندونوکي چې دولايت دمقام پر دربار ناست وي هغه دولتي چارواکوته چي داساسي قانون له مخې دده مقرری اوبرطرفی په واک کښي لري گوت څنډنه کوي اوداسي ښکاره کوي چي دملت يوازنې استازي اومشرهمدا معلم صاحب عطا دی اوبس .نودداسي واک اوځواک خاوندچي څوک ئي ددولتي فساداوملي شتمنيودچوراوچپاول دوسې نسي سپړلاي خودبه دولايت دمقام له نامه داډول دملت دارادې اوخوښی خلاف پرېکړې کوي .

زه پدې ډاډه يم چي ښاغلي کرزی شمالي ټلوالي ته ترپزه پورته نسي کولاي،ځکه غواړي په راتلونکوانتخاباتوکښي ئې دخپل پلوی په گټه ولوبوی اويوځل بياله دوي سره دقدرت ترلاسه کولوپه موخه گډکاروکړي.

که چيري په رښتياسره دداډول مصليحتو نومسله مطرح نه واي فکرنه کوم چي دشمالي ټلوالي کوم چادي داجرأت پيدا کړی واي چي ديوهيواد جمهور رئېس ته دې داډول علنی گوتڅنډنې وکړي اويادې ددې ډول ملي گټواوارادې خلاف پر خپل سرعمل .

شمالي ټلواله لکه ددوي ايراني اوپاکستاني باداران دانوردپردې شاته پرملا ټکوونکی خوئې لاپرېږده،څومخيزسياست اوسياسي لوبي کوي .دوي هم له يوې خواپه دولت کښي په مختلفونومونواوڅهرويعني (په حقيقت کښي ټول سره يودی خوديوې کوټې نه دمختلفودروازونه راوزی )غوښن ځاي لري اوبياهم ځان گيله من بولي چي له دولتي واک نه ليري ساتل سوي.ترټولوخندوره لاداچي دوي هم ځانونه دمجاهدينو،هغه څوک چې اوس نسته مدافعان او استازي بولي .

يوازي دومره پاته دې چي داټول دولتی څوکۍدويته ورپرېښودل سي ترڅو دوي خوشحاله وي .سره لدې چي افغان ولس ته ديوې ډلي خوشحالی اوخوابدی دومره مطرح نده ، لکه ملي گټي اوافغانستان ددې ورپيښ بهران څخه چې دوي ئي هم يوله عاميلونوڅخه دي خلاصون اونجات ورکول.

دغه دگوتوپه شميرکسان چي ځان اپوزيسيون اودملت يوازني استازي بولي ، يوئي کرزی صاحب دسولې دجرگې مشروټاکه ،يوڅونفره ئې ځانونه په اصطلاح دملي جبهې اوپاتې ئي دملي مقاومت مشران اويودوه درې نوروئې ديوشمېر نوروليري اونږدې هيوادونوداستخباراتی کړيوپه هدايت دپردې شاته فعاليت لري .

دغه کسان ددغوهيوادونودگټواودافغانستان سره دهغوي دتاريخي دوستۍ اومرستوډول ږغوي وايي،دادي امريکا اوناټووزي ځاي ئې دويته پاتېږي ،بايد لکه چي دپاکستان سره موخپلې پټې اړېکي علنی کړې له هغوي سره ئې هم علنی کړوترڅودخرڅلاوپه بازارکښي دنړيوالي ټولنې اوافغان بېچاره ولس څانته راواړوو.اوداچي بيابل لورته هره ورځ دفرانسويانو،المانيانواوامريکايانولاسونه اوپښې مچوی داخوپرخپل څاي پرېږده.ددوي هريو دافغا نستان تربل هريوه ښه ژوندلري ،دولتي واک لري ،داروپا،امريکااوډوبی په چکرونوستړي سول .

ددوي له راټوکېدونه چې داسلام آبادیه هدايت دمرحوم داودخان پرخلاف ئې راوزېږول بياتراوسه يوازي خپلو شخصی اودهغودگټولپاره کارکوئ کوم چې دوي ئې ترپټې اويا علنی حمايي لاندي وي .ځکه خودوي دافغانستان په رو‌ ڼ اندي بهير اوعام ولس کښې دڅومخيزوسياسي لوبغاړواوپردوته ترهرچا وفاداروکسانواوډلې په نوم شهرت لري .دوي په خپلو کړنواوبهرنيانوته په فداکاری داثابته کړېده چي دهغوي هرډول هدايت اوامرپلي کولوته تياردی . يولمرغوندي روښانه بېلگه ئې همدا دمزارشريف په تاريخي او وياړلي ښارکښي پرخپل سر يوواټ چې دښاراساسی جاده بلل کيږي دايران دجنايتکاري ځارگرې ادارې دهغوافسرانوددوي په وينادشهدت په يادنومول دی کوم چي په مزارشريف کښې ئې دقنسلگيری دکارمندانودنامه ترپوښښ لاندي دخپلو اخوندي بادارانوورکړه سوی دندي سرته رسولې .

داکسان به دايران دولتی اواخوندی کړيوته گران وي ،زموږ په ولس کي دويته يوازي ديوه استخباراتي ادارې دمړي یه سترگه کتل کيږی .داپوښنه لاتر اوسه بې جوابه پاته چي ايراني چارواکوددوي دمرگ په لمړۍ اوياترهغې ورځې راورو سته دتهران کومه لويه جاده ددوي په نوم ياده کړه،چي دلته زماپه وطن کښي دخپلوهغوپلويانوپوسيله چي دمعينو دلايلوله مخې دولتي واک څښتنان سوی دخپلو استخباراتي کسانوپه نوم يوه جاده نوموی .

زموږ ولس ددې معلوم الحاله ايران پلوونه پوښتنه کوي : تاسوبېلتون غوښتونکي هم لکه نورافغانان له يوې خواواياست افغانستان پنځه زره کلن تاريخ لري يادبلخ باستان ،ميهن فرهنگهاوتمدنهاکيلمې دومره په ((غونه )) يادوی لکه ديوبل هيوادتاريخ اومدنيت نه چې ږغېږ ۍ،ولي ددې ټول اوږد تاريخ اوتمدونونه له وياړنوسره دومره واړه سولو چې په خپل هيوادکښي چي زماله نظره ډيرڅه لري خويوازي پالونکی اوملي مشرتابه نلري دتاريخی څېرو، علمي ادبی،فرهنگی اوملي مذهبی شخصيتونوله درلودولوسره زموږدهيوادديوه په رښتياسره تاريخي او وياړلي ښارپريوه لويه جاده دايران دهغو ځارگروچي افغانستان ته دايرانی چارواکوپه هدايت دقنسلۍ دکارمندانوترپوښښ لاندي دبې اتفاقيواووژنې دلارښودنې لپاره راغلي وه په نوم ياده سي؟

له هغه ورځې چي دايراني ورځواودايران داخوندانودمشر خومانيئي سالگرې تجليل دلته په شانداره مراسميوسرته رسول پيل شوه،خلکوويل چي دا د ايرانی اخوندانولخواداسلام ترنامه لاندي دفرهنگی يرغل اوسياسي اولاسوهنو بربنډې بېلگې دي. له دولتی چارواکوپه ځانگړې توگه کرزی صاحب نه ئې غوښتنه وکړه چې پدې ماهرانه بڼه زموږپه کورنيواومذهبی چاروکې دايرانی اخوندانولاسوهنې مخه ونسي،چي متاسفانه دهغوتوروخلتوپه برکت چي له ايورو ډکې ارگ اونورودولتی چارواکوته دايران داستخباراتی ادارې لخوارالېږل کيږي ددوي نه دايران دلاسو وهنواوافغان دښمنوکړنوپه وړاندي دملي گټوددفاع حق اخيستی دی .

ايرانی چارواکي لکه په نوره عربی نړۍ که اسلامي سوداگری نه په استفاده دښکاره دشعيه مذهبوسره دښو اوددوي په دروغجنه اصطلاح اسلامي ورور گلوی،خوپه عمل کښي خپلوسياسی کرغېړنومخوته درسېدل ولپاره هڅې کوي .

داټوله نړۍ خبره ده چې په ټوله عربی نړۍ کي دوي وشرمېدل ،دټولوعربي هيوادومشرانوپه کراتوله ايراني اخوندانو نه په کلکه غوښتنه کړې چي خپلو کرغېړنوموته درسېدولپاره ددوي دهيوادونوپه کورنيوچاروکي داسلام اومډهب په نامه لاس وهنه ونکړي .هرې خوائې مختورسواوس ئي لکه نور ترهگردافغانستان په لورمخه کړې .

له بدمرغه ايرانی اخوندان پدې پوهيږي چې دلته يوڅونوکران په دولتی واک کښي لري اويايې رانيولاي سي اوهغوي دافغان ولس پرسپېڅلې عقيده باندي ددوي دناولومخولپاره کارکولاي سي .

کنه نودايران په تاريخ کښي دکوم افغان مشرکليزه اويادغونډه په ايران کښي جوړه سوې؟نوپه کوم منطق اودکومو نړيوا لواصولوله مخې ،ترټولووړاندي زموږدولس اوهيوادپه وړاندي ددوي دکومونېکواعمالو اوکړنوداداينې لپاره دلته جوړه سي ؟

ايران هغه هيواد دئ چي زموږولس ته ئي لکه پاکستان يوازي اويوازي بدمرغۍ،خپل مينځی جگړه او وروروژنه ،قومی ،ژبنی اومذهبی بې اتفاقی راوړی،دادوي هم ي چي زموږپه هيوادکښي دخپلوموخولپاره دجگړې اورتازه ساتي ،دادوي دي چي زموږ جمهوررئېس او افغان ولس ته په ډيره بې شرمۍ لارښودنې کوي اودهم دوي دې چي پر افغانستان باندي دفشاردوسيلې په توگه ديوعمل اوکړڼې نه لاس نه اولې ،کله تيل بندوی اوکله ترانسپورټي کاروانونه اوکله بياپه زرهاو کورنۍ دهمدې اسلامي اخوت دروحې پرخلاف چي دوي ورباندي سوداگري کوي له خپلې خاوري په ډيروحشيانه بڼه اوبې عزتۍباسي،داچي پرکورنيو حملي کوي ،جنسي تجاوزونه کوي اوکورکلي اوبازارکښي افغانان زوروی په داستانوئې ټوله نړۍ خبره ده .ايران هره اونۍ بېله کوم دليله همدا شعيه ځوانان چي کله هغوي دخپل هيواد دگټوپرخلاف دسپاهي پاسدارانواونوراستخباراتی کړيو غوښتنې ونه منې پسله هغې په يوه اوبل نامه په دارځړوی،ايران دافغانانوپه وړاندي ۲۸ ښارونه تړلې اوپه لويوښارونوکښي يوشمېرپارکونوته دهغوافغانانوپه گډون چي داوسېدوقانونی اسناد لري دورتگ اجازه نسته يعني ايرانۍ اويادبل هيوادسپې اوخره ورتلاي سی خودافغان پر مخ داځايونه تړلي دي .

دغه ډول سپکاوې په تاريخ کښي دکوم ولس په وړاندي نه دی سوی کوم چي په ايراني چارواکي ئې په خپل هيوادکښي دننه دافغان غيرتی ولي دهمدې بيگانه پرستو،جنگسا لار اواسلامي سوداگرودنوکری په پايله کښي کيږي .

پردې ټولوسپکاويواوتېريوسربېره بياهم دبلخ ولايت چارواکي اومعلم صاحب عطاچي ځان دملت خدمتگار اودملي گټوساتندوي هم بولي داډول ناروا پرېکړه کوي .

ايادايران په تاريخ کښي کومه وړوکې کوڅه دکوم افغان شخصيت په نوم نومول سوېده ؟ نودلته ولې اودکوم ملي واک لرلوله مخې ديوه ولايت مامورين پر خپل سردملي گټواوملي غرورخلاف پرېکړه وکړي ؟

که دافغانستان ملي شوراځان دملت استازی بولي دلته بايد مداخله وکړي اوددې ناروالي اوغير افغاني پرېکړي له امله دمزاروالي اظهاراوله هغه نه ددې ډول جرأت اوپريکړې پوښتنه وکړي .

ددې لپاره چې تکرارنسی اوددې درنې خودملي سپئحلي احساس درباوی سوی وي چپلې خبرې ددې وياړلي خوښايستې سعادت په کره پوښتنوچي تيره ورځ په تاند ويب پاڼه کښي دليکنې په بڼه خپرې سوې رانغاړم .

((ستاسو په نظرد هغو گاونډیو سره چې په تاریخ کې یې د دوستۍ په نوم تل له افغانانو سره دښمني کړې ده، د یوه واټ په قربانۍ د نږدیوالي تمه ساتلای شو؟

زما بله پوښتنه دا ده چې ولې موږ پخپل هیوادکې دخپلو ښارونوواټونه دخپلو اتلانوپه نومولو سینگار نه کړو؟ ولی دا چارواکي د ریښتونی نږدیوالي هڅی نه کوي. پخپله په هیواد کې دننه د افغانانو ترمنځ نږدیوالی! هغه نږدیوالی چې د همدې گاونډیو له لاسه د دړې وړې کیدو په حال کې دی،زمونږ په ټاټوبی افغانستان کی د قومونو،ژبو،مذهبونو،سمتو نواو رنگونو تر منځ نږدیوالی! ولې د ملي یووالي، پر ځای د پردیو سره اتحاد مهم گڼي؟ او دواټ تر نومولو پورې، د پردیوسره نږدیوالي ته ژمن دي؟ که زما په وس واي نوپه گردیز کې به مې د روح الله نیکپا په ویاړ او مزار شريف کې د حمید حسن په ویاړ واټ نومولای واي . دابه نورو ته، پردیو ته اود دوستانو په جامو کی دښمنانو ته څپېړه نه واې؟))

اميدواريم چي افغانان لکه دنړۍ نوروېښ اوبيدارولسونه دخپلو ملي گټواوملي افتخاراتونه په خپله دفع وکړي .دولتي چارواکواودپردوپلاس رازېږېدلو دغوهغوټولنو،سياسي سازمانونواوگوندونوته انتظارونه باسي، له بدمرغه هغوي بل واک دي اودبل وهدايت ته سترگي په لاروي .تاسوديوه ملت په توگه اوخاص ډول ځوان نسل چي خپلواک نړۍ ليدلري او يوازي په ملت پوري تړلياوهمدې افغان ولس تهمسوليت لري بايد دخپلو ملي گټوددښمنانوهرډول ماهرانه کړنواو لاسو هنوته پيردارغوندي پام ولري اودهرتيري کوونکی لاس اوسرورباندي غوڅ کړي .ومن الله التوفيق

 

 


بالا
 
بازگشت