حبيب الله غمخور

حبيب الله غمخور

دسپتمبر ۲۸

په  آستانه کښي داحدی صاحب وړانديزته ځغلنده کتنه     

 

دسپتمبر پر ۲۷مې دگران افغانستان په ويب پاڼه کي ولوستل چي افغانستان  دسوداگری وزير ښاغلي احدی دقزاقستان سره دوېزې دلغوه کېدوغوښتنه کړېده .

په خپاره سوی خبرکي لولو: انورالحق احدی” وزیر  تجارت افغانستان ضمن سخنرانی در پنجمین جلسه کمیسیون همکاری‌های اقتصادی و تجارتی افغانستان و قزاقستان در آستانه، از بین بردن مشکلات ویزه را عاملی برای توسعه روابط اقتصادی و افزایش میزان مبادلات کالا بین این کشورها دانست .بنا به گفته موصوف، مبادلات مالی با قزاقستان اکنون حدود 250 میلیون دالر بوده و در صورت برقراری قانون لغو  ویزه این میزان افزایش بسیاری خواهد یافت.

در همین حال، “گیرت سری‌بای” معاون وزیر امور خارجه قزاقستان با استقبال از این پیشنهاد، از تصمیم دولت برای بررسی امکان قانون لغو  ویزه با افغانستان خبر داد.وی افزود: نهادهای دولت قزاقستان به جدیت روی این پیشنهاد کار می‌کنند اما این مسئله‌ای است که نیاز به هماهنگی سازمان‌های مختلف داشته و بررسی آن زمان خواهد برد.

لنډيز ئې داسي کولاي سوچي که دافغانستان اوقزاقستان ترمنځ دويزې اخيستلواړتيا ورکه شي نوددواړو هيوادوترمنځ به دسوداگری حجم يا اندازه ډيره زياته سي .اوس دمگړی دافغانستان اوقزاقستان ترمنځ د((۲۵۰ ))ميليونوډالروپه  ارزښت راکړه وړکړه سوېده  .

دقزاقستان دبهرنيو چارو وزير مرستيال ديوه ديپلومات په توگه زموږدسوداگری وزير صاحب نه دی خوابدی کړی،چې ورته ووايي  تاسو کوم خوبونه وينۍ؟اياداراته ويلاي سې چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به لکه چي بهرنيان وايي خپل پوځ له افغابستان څخه وباسي هلته به څه تېرېږي اوکوم ډول حکومت به وي؟ داخوپريږده چي پوښتنه وکړي د۱۹۹۲ په څير څو حکومتونه به وي اويابه دکوم هيوادتر تاثيراتولاندي دولتي اړېکې ټاکل کيږي؟ بيابه دکوم هيوادقنسلۍ په شمال اودکوم په جنوب کي فعاليت کوي ؟ځکه یې په جواب کي دديپلوماسۍ په ژبه ورته ويلي ډير ښه وړانديزدی موږ به پردې مسله غور وکړو.مگر پدې هکله اړتياسته چي له نوروسازمانونو سره په مشوره داکار وکړو،ځکه نوددې مسلې څېړل ډير وخت غواړي .ياپه بله اصطلاح د وه کاله وروسته به دې وړانديز ته سره راوگرځو .

پدې ډاډه يم چي وزير صاحب پدې ترموږ ښه پوهېږي ،پدې شرط چې يوڅوک پيسې ولري  په افغانستان کي دسوداگری جوازاوپاسپورټ ترلاسه کول داوبوڅښلو غوندي اسانه کاردي .بهرني هيوادونه په ځانگړي توگه هغه چي داسلام په نوم له سياسي سوداگرواوبنسټپالونه ډارېږي په هيڅ صورت دومره نه ساده کيږي چي له افغانستان سره دې دترگ راتگ لپاره وېزي له منځه وړلوسره موافق شي .زه نه پوهيږم چي احدی صاحب دکوموزياتوسوداگريزو،سياسي اوفرهنگی غښتلواودوامداره اړېکوپر بنياد داسي وړانديز کړی چي عملي بڼه نلري .داله ډير پخواثابته سوېده چي په اسيايي هيوادونو کښي دسوداگری له لاري په يوه هيوادکښي نفوذ پيداکول  ساده دی . برتانويانوپه خپل وخت کي دسوداگری په پلمه لوي هندوستان لاندي کړ اوترډيره دانگلستان مستعميره وو .

فکرم کوم يوځوک به ووايي داخبره له هغې سره څه تړالري ؟هوپه ساده فکرئې نلري خوکه ژورفکروشي اوديوې سياسي پدېدې ټول اړخونه مطالعه او وڅېړل سي بياپوهيږي که قزاقستان اويابل هر نږدڅ گاانډی هيواددافغانستان سره دبې وېزې تگ اوراتگ مناسبات ولری ډير ژربه په هغوستونزواخته وي لکه چي افغانستان ورسره لاس په گرېوان دی .

زه دافغانستان دنړيوالو اړېکودپراخېدونه يوازي داچي  سرسخت پلوی يم بلکي هغه دخپل هيوادپه گټه بولم اوپه دې پوهېږم په هره اندازه چي زموږ سياسي ،اقتصادي اوفرهنگی مناسبات او اړېکې دنړۍ له پرمختلولوهيوادونوسره زياتېږي په هغومره اندازه زموږپه هيوادکښي دپرمخک دپروسې له چټکولوسره مرسته کوي اوموږ له رنگا رنگ ټولنيزوناخوالونه نجات مومو .

دښاغلي احدی صاحب وړانديزته مې دملي غرور له مخې داځگلنده کتنه  کړې،چي هغوي به وايي تاسوئي وگورئ دایې ديوه سياسي گوندرهبراوديوهيواددسوداگری وزيردی چي دومره له وخته وړاندي وړاندېزونه په نړيوالو کمېسيونواو کنفرانسونوکښي کوي، نودعادي خلکونه ېې څه گيله کيداي سي ،داسي نوري تبصرې اوتعبيرونه، ځکه احدی صاحب يوبل وخت هم ديوه هيوادله اړونده چارواکوسره همدادبې وېزې تگ راتگ مسله ددوستۍ اوسوداگری دپراختيا اساسی رکن  وباله .

دبلي خوازه پدې باوريم چي دقزاقستان دولتي مشرتابه دي دومره ساده وي ؟ دهغه هيوادسره چي ددولتي ادارودمشرانو اوخلکوترمنځ ئې دمناسباتو واټن دومره اوږدوي چي تصورئې نشي کېداي اوله بلې خوادي ټوله نړۍدهمدې قزاقستان په گډون په دې خبره وي چي دولتي چارواکي اوملت يودبله نه يوازي بېگانه بلکي ملت له دولتی چارژواکونه ناراض او که څوک خفه نسي کرکه ترې لري . نوپردې ټولوکورنيواونړيوالوستونزاوورځنيودايران اوپاکستان لورېينوسربېره دي له افغانستان سره دوېزې لغوه کېدوته زړه ښه کړي؟ځکه خوداله وخت دمخه وړانديزونه  دپردوپه وړاندي يوه اندازه زموږ ملي غرور وټکاوه او. . . . . . !

زماله نظره داحدی صاحب وړانديزبې اندازې له وخت نه وړاندي اوديوې ساده ديپلوماسۍ نندارې ته وړاندي کول وه.

کله چي ديوه وړانديزدعملي پلي کېدو امکانات نه وي ،نوښه داده چي  مطرح نسي .دافغان چارواکي دسياسي سوداگری پر ځاي په رښتياسره عملأ ددې زمينه له امنيتی،اداري اوترانسپورتی بابته برابره کړي چي افغانستان له گاونډيوسره دپياوړی سوداگری ترڅنگ دومره پياوړي اوډاډمن دوستانه اقتصادي ،سياسي،کلتوراوټولنزومناسبات ولري چي دهدغوډاډمنو اړيکوپر بنياد ددواړوهيوادونواړونده اداروچارواکي داومنی چي ددواړوهيوادوترمنځ دويزې ترلاسه کولو مسله اوس اساسي خبره نه ده.معمولأ په لمړی سرکښي ،دولتي چارواکي،سوداگر،علمي، فرهنگی شخصيتونه اوپدې برخوکښي هيئتونه بېله ويزې يودبل هيواد ته تگ راتگ پيلوي اوبيا کرارکرار نورته دتگ راتگ امکانات برابرېږي،چې زماله نظره دافغانستان لپاره دڅلورولسزيوجگړو ددوام په درشل کي چې تراوسه لادقدرت پر سردجگړې پاي نه ليدل کيږي بل عکس نوي جټولنيزجوړښتونه اوشعارونه اورېدل کيږي له بل هيوادسره په سياسي مناسباتوکي  داسي حالت  ته رسېدل يوازي خوب اوخيال برېښي  .

يو څوک به وايي اروپايي هيوادونه ترډيره بريده سره يوځاي سول اونړۍ دگلوبالزېشن لورته درومي اوته داډول له ناهيليونه ډکې خبري کوې؟

 بلې!زه به يوه خبره وکړم،هغه داچي  په ۲۰۰۰زکال کښي دغربي اروپاهيوادونوسرمايدارانوارزانه کارگرا نوته دلاس رسی لپاره داروپا اتحاديه د شرقی اروپاترزيات شمير هيوادونوپوري وغځول،يعنې دغه هيوادونه داروپاپه اتحاديه کي شامل اووگړوئي يودبل هيواونوته بېله وېزي تگ راتک پيل کړ .سرمايدارخوشحاله وه اوعام وگړي خوابدي، ځکه دوي په هغه راپېښېدونکوټولنيزوناخوالواواوس ورسره لاس په گرېوان ستونزوله پخواپوهېدل کوم چي اوس دغربي اروپا دارامي اودموکراسی په خوب ويده ولسونه ورسره لاس په گرېوان دي .

زه په ځنيو غونډوکي دگډون لپاره داروپازاتو هيوادونوته تللی يم هلته گورم چي په غربي اروپاکښي دکارموندلولپاره يوعالم نارينه اوښځې گرځي،خو په شرقی اروپا کښي بيا يوازي دغربي اروپاسيلانيان دسيلا عياشيولپاره گرځي .په غربی اروپاکښي بې شمېره نوی رازېږېدلي ټولنيزي ناخوالي اوبې امنيتی يوازي اويوازي دشرقی اروپاله هيوادوسره چي په اقتصادي لحاظ شاته پاته دي دويزي ليري کولوبرکت دی .دبېلگې په توگه زه دلته په سويډن کښي دکاري امکانا توله مخې ددې هيوادزياتو ښارونواوکليوته سفرونه کوم له دولتي اوعامو خلکوسره وينم ،کله چي پر چايواويا دډوډۍ خوړلو پر وخت دټولنزو ناخوالودډېرېدوپه هکله خبري سره کووهمدا دشرقی اروپاله هيوادونوسره دوېزې له منځه تلو مسله ددې ناخوالويوداساسي لامل په توگه مطرح کيږي . دوي وايي ۱۵ کاله پخواچادکور دروازه نه تړل،له يوه ښارنه بل ښارته په سفرتلل،سره له دې چې ددوي په دوبنی استراحت ځايونوکښي به  دژوندکولوټول قيمتی توکي پراته وه دروازې به ئې خلاصي پاته وې،بل اوړی به ورته راتلل هرڅه به پر ځاي وه ،مگر اوس دکورمخ ته بايسکل درولوباندي ډارېږي دانورشيان خوپرېږده .

دبلې خواداډيره مهمه اوپه دیپلوماسی کښي اړينه مسله ده چې داسي مسايل ددولتي اړونده اداروله لاري ديوې دولتي پرېکړې پر بنيادمطرح سي اودمطرح کولومرجع ئې لکه په نوروهيوادونوکښي دبهرنيو چارووزارت دي .دويزواوتگ راتگ مسله په بهرنيو چارووزارت پوري اړه لري.که احدی صاحب غښتلي وي زموږ سوداگريزي چاردی له فسادنه خلاصي اوراسمبال کړي چي متاسفانه تربلي هري برخي په فساد ککړي دي .

دبېلگې په توگه زه په بهرکي داسي کسان پېژنم اودوي ماته خپل دسترگوليدلی حال اوهغه څه چې پردوي تيرسوی قيصه کړې وايي چي افغانستان ته تللي وم  ترڅوله هغه ځاي نه دافغانستان څخه  تازه او وچه ميوه اروپاته راوړم کله چي  مي دسوداگری وزارت اړونده چارواکوته مراجعه وکړه  نوددوي په خبر کي راته وويل ،ما شا الله داخوډيره ښه خبره ده چې زموږ هيوادوال شتمن سوی اوله افغانستان څخه مواد بهرته وړي،خوراسه اول پردې خبري وکړوچې پدې تجارت کي  زما ونډه څومره ده ؟ دغه افغان چي دلته په اروپاکښي ئي دسرپه سترگو گوری چي دافغانستان محصولات دايراني اوپاکستاني محصولاتوپه نامه رانسي  اوبيا ئې پلوري،ملي غرورئي دې ته هڅوی چي دا محصولات که ډير نه وي نولږدخپل اقتصادي توان له مخي اروپاته راصادرکړي . ولي متاسفانه زموږ دولتي چارواکي ددوي په وينا داخداي ناترسه او له ملت نه بې خبره يوازي دځان په هکله فکرکوي،ځکه خوزموږ واړه سوداگراروپاته چې ډيري وچي لاري سته دافغانستان دزراعتي اوصنعتي محصولاتوله راوړلونه عاجز پاته دي .اوپه مقابل کښي يادغه محصولات دمختليفو لارونه دمعين سوداگريزمافياپه امکاناتويوه اندازه پاکستان اوايران ته قاچاق کيږي اوله هغه ځاي نه بيادهغو هيوادونو دمحصولاتوپه نامه اروپاته راځي اوياهلته په افغانستان کي په باغونواومځکوباندي وراسته سي .د بېلگې په توگه همدا سږ کال دوردگومڼې ،دکندهار ،هرات ، فراه ،روزگان ،هلمند،زابل،پروان ،بغلان سمنگان بلخ، کندوز اونورو ولايتونو انگور اونوري مېوې  يوازي دکابل تربازاروورسېدلې اوهغه هم دپاکستان څخه دراغلو ميودارزانه نرخ چي ديوه پلان له مخې پاکستان اوايران داکارکوي زموږمېوې په هټيو اوباغونوکښي  ورستې سولې.

داچي دافغانستان دمختلفوولايتونولاسي صنايع دکورنی اوبهرنی بازاردنشتوالي له امله دنابودي په رنځ اخته دي او ورته محصولات دهمدې بېچاره افغانانوپه زيار اوزحمت په پاکستان او ايران کي توليدوی دخپل هيوادپه نوم یې نړيوالوبازارونو اوحتا نړيوالو نندارتونوکي نندارې ته وړاندي کوي .ددې ملي ناخوالواوبېغوری په هکله ئې دخاوندا نوچيغې دازادی راډيواونوروډله ايزورسنيوله لاري هغه دچاخبره ان ترآسمانوورسېدې،خوزموږ اړونده چارواکي لکه چي کاڼه دي همداسي په  کوڼ توب وياړي .

دشرم ،عاراوله دولتي چارواکونه دجدې پوښتنې خبره داده ،نه دقزاقستان سره دوېزې مسله .په حقيقت کي که ئې سره وڅېړو نوپدومره ليري واټن دوېزې مسله دسوداگری دپياوړتيالپاره چندان مهمه خبره نده ،لکه احدی صاحب چي گوته ورته نيولې ده.

زه پدې باوريم چي دهمدې کورنۍ جگړې دناخوالوپه شرايطوکښي چي په يوه اوبل نوم پر موږ دڅلورولسيزوراپدې خوا تپل سوې،زموږ عادي وگړي دهيوادله ابادی سره زياته مينه لري که چيري زموږ دولتي چارواکي په رښتياسره خپل ولس ته وفادارواي اودائې غوښتلاي چي داهيوادددې ناخوالوترڅنگ له اقتصادي شاته پاتې والي نه دپرمخ تگ پلورگامونه پورته کړي اوس به موږله دغوعادي اوساده اوحل کېدونکو ناخوالو اودخپلو محصولاتودپلورلواوبازارپيداکولوله ستونزي سره نه واي مخامخ ،لکه چي اوس ورسره لاس په گرېوان يو .

زماددې خبري دثبوت لپاره چي افغانان يوازي هڅونې اومرستي ته اړتيا لري نورهرڅه په خپله کوي ويلاي سم چي ولي داروپاپه بازاروکښي افغاني کرهڼېزاوصنعتي محصولات دنورو هيوادو دمحصولاتو په نوم پلورل کيږي؟ داپدې معنا چي زموږدهقانان اوباغوانان کارکوي محصولات لري خودسالمی اوگټوری سوداگری اوپلورلولپاره دولتي ادارې هيڅ ډول مرسته له دوي سره نه کوي،همدا دليل چي زموږ بزگر دنوروتوکوپر ځاي کوکنارلري ځکه دهغورانيونکی دپټی سرته ورځی  .اوبله روښانه بېلگه ئې چي زه دلته په اروپاکښي دافغانانودزيارکښۍ دبېلگې په توگه يادوم هغه داچي دلته دمالموپښارکښي چي دسوېډن څلرم ښار دی  ۲۴ ساعته برېښنا لري دانترنت کافی په ۲۰۰۳ کال په منې کي جوړه سول .

مگر زموږدهيوادپه ډير شاته پاته ولايت باميانوکښي  دجنريټوربرېښناپه مټ  د۲۰۰۲ کال په پسرلی کښي په فعاليت پيل وکړ .دازادی راډيو

په تاريخ کښي ډير داسي مثالونه اوبېلگې شته چي دنړۍ ډير شاته پاته هيواد دخواخوږ ي مشرتابه پوسيله دخپل ولس دهڅونې اوله هغوي سره دهراړخيزومرستوپه برکت ډير ژر پر مخ تللي،دشرقی اروپااوحتادغربي اروپايوشمېرهيوادونه ئې روښانه بېلگه ده .

که چيري زموږ دولتي مشرتابه او اړونده چارواکوزموږ دهيواديوازي دکرهڼې اومالداری پرمختگ ته چي له اوسنۍ  جگړې له ستونزوسره هيڅ تړاونلري اونه ئې مخه نولاي سي  د خواخوږۍ اوملي مسوليت په روحې سره جدي پاملرنه کړې واي اوله دغوسرشاره مالي اومادي امکاناتونه چي پدې ۱۱ کاله دافغان دولت په واک کښي نړيوالي ټولنې ورکړه دملي گټودساتلواوهيواد دپرمختگ لپاره معقوله استفاده سوې واي اوس به افغانستان نه يوازي داچي ځانته غله دانه برابرولاي سواي بلکې کرهڼيزمحصولات به ئې لکه چي وړاندي  ورته اشاره وسول دنړۍ په بازارونوکې پلورل کېداي . له بده مرغه همداسي زموږ دهيواد لاسي صنايع ددولتي چارواکوله جفاسره مخامخ سول،ددې پرځاي چي په نړيوال بازارکي دپخواپشان خپل ځاي وساتی دنابودۍ په لوردرومي . راسی گريوانه ته سرټيټ کړواودخپلي کمبلي سره پښې سمې وغځو.

داليکنه پدې متل رانغاړم وايي : چاپه کلي کښي نه پرېښود،ده ويل زما آس دملک کره وتړئ .ومن الله التوفيق

 

 


بالا
 
بازگشت