+

 

مُقبل کاروان

د ولسوالانو آزاده سیالی د فساد په درشل کی  

زه نه غواړم مقاله ولیکم بلکه هدف می یو داسی تریخ حقیقت ښکاره کول دی چی د حکومت نیت او ظرفیت د ښه حکومت کولو په هکله را برسیره کوی ، هیواد والو د دولتی او غیر دولتی ،تصویری او سمعی رسنیو له لاری څه موده وړاندی ولیدل او واوریدل چی د ښه حکومت کولو په هیله د افغانستان د ۵۷  ولسوالیو بستونه  د اداری اصلاحاتو د کمیسون له طریقه ازادی سیالی ته وړاندی سوه . دا بستونه په ټولو ولایتونو مربوط وه یعنی و ښه حکومت کولو ته د رسیدو لپاره د لمړنی اقدام په توګه یو،دوه اودری بستونه د هر ولایت څخه د سیالۍ لپاره اعلان سول .  په دی لاره کی د پارلمان غړی هم د حکومتی کړونو لپاره استعمال سول. ولس هم په خوشباورۍ په دی پروسه کی ګډون وکړ  او اضافه تر یو زر د ښو تحصیلاتو لرونکو په دی هیله چی نور د حاکمیت انحصار پای ته ورسیږی او ټول ولس په حاکمیت کی شریکه ونډه ولری  درخواستونه د اداری اصلاحاتو کمیسون ته وسپارل.

کمیسون پس له مقدماتی څیړنی څخه اضافه تر ۳۰۰کسان شارت لست او د امتحان میز ته وغوښتل. د مرمرین قصر د رسنیو په لوی تالار کی امتحان شروع سو د مشرانو جرګی ،ولسی جرګی او نورو اړوندو ارګانو نماینده ګان د دی بهیر د څارنی او شفافیت لپاره ګډون وکړ  د اداری اصلاحاتو دکمیسون او سیمه ایزو ارګانو مشرانو خپل هوډ د شفافیت په منظور په قوی الفاظو بیان کړ تلویزیونی کمرو او مرکو د امتحان بهیر تر خپل پوښښ لاندی راوست او خپاره یی کړل.په دی ډول حکومت هڅی وکړی خپل حقانیت ،ظرفیت او اراده د ښه حکومتداری په هکله په نمایش کښیږدی او د اداری اصلاحاتو کمیسون یو با اعتباره ،بی پلوه او وړ ارګان و ښیی. دا یقین دی چی جناب فراهی او ډاکتر مشاهد قوی اراده لری چی په تدریج ټوله اداری واحدونه بی پلوه ، باظرفیته او د لیاقت پر بنسټ د ازاد رقابت له لاری سامبال کړی ترڅو د ښه حکومتداری بنیاد کښیښول سی خو که دوی قوی حمایت ولری او یا زورواکان ددوی د کار مانع و نګرځی.

 له نوموړی تعداد څخه ۹۰ کسان کامیابه او دانټریو لپاره وبلل سوه.انتریوهم تر خاص پروسیجر لاندی د سیمه ایزو ارګانونو د جګ پوړو چارواکو په ګډون او پارلمانی غړو تر څارنی لاندی واخیستل سوه ، څو ورځی وروسته د ګټونکو کسانو نومونه د نوموړی اداری پر دیوارونو په داخل او بهر تر اداری ځوړند سول .

اوس شاوخوا یوه نیمه میاشت کیږی چی د نن او سبا په نامه بهیر ځنډول سوی دی کله چی وړونکی کسان اداری اصلاحاتو کمیسون ته مراجعه کوی .داسی ښول کیږی چی ګواکی په دی پروسه کی څه مشکلات رامنځ ته سوی دی په دی ډول داسی ښکاری چی دولت ونتوانید خپل ظرفیت او دعمل صداقت وښیی . او د جناب فراهی صاحب (د سیمه ایزه ارګانو مستقیل ریس ) اولین اقدام د د اداری د سمون او ښه حکومت کولو په هکله د ماتی سره د مخ کیدو په حال کی دی، . زورواکو تل هڅه کړیده هغه جګ پوړی چارواکی چی په فساد کی ښکیل نه وی او ددوی په لاره روان نه وی د ماتی او یا بد نامی سره مخ کړی تر څو ټول دولتی چوکۍ د پخوا په شان پخپل واک او انحصار کی وساتی او د ښه حکومت کولو مخه ډپ کړی تر څو په دی ډول د حکومت حاکمیت او د اداری اصلاحاتو د کمیسون ظرفیت او تعهد تر سوال لاندی راولی په داسی حال کی چی دی کمیسون تر خپله وسه د خپل شتون په دوران کی لوی لاس ته راوړنی لری او په هیواد کی یی واقعا په اداره کی باظرفیته سیستم را منځ ته کړیدی خو کله کله د زورواکانو سره مخ کیږی .هغه وخت چی د سوپر سکیل معاش مسئله مطرح کیږی نو بیا مقرارت نسته قانون تر پښو لاندی کیږی زور په معیار او قانون تبدیل کیږی.

میاشتی او هفتی تیری سوی مستحق او ګټونکی کسان اوس هم د اړوند ارګانو تر منځ منډی وهی خو واضح جواب نسی تر لاسه کولای هدف دادی چی اوس مستحق او تثبیت سوی وړ کسان چی ټول قانونی پړاونه یی د ملکی خدمتونو د قانون په رڼا کی طی کړیدی اما خپل حق نسی ترلاسه کولای کومی مرجع او مقام ته د شکایت غږ پورته کړی؟ ځکه دا بهیر د حکومت او پارلمان یعنی د هیواد عالیترینو مراجعو په شراکت مخ ته وړل سوی دی .  دولت د بهرنیانو د غولولو لپاره د هغه تعهد پر بنسټ چی افغان لوری د ښه حکومت کولو په منظور د دوهم بُن ،شیکاګو او کابل کنفرانسونو په ترڅ کی و نړیوالی ټولنی ته د نقدی مرستو د جلبولو لپاره کړی دی په یوه ښکاره لوبه لاس پوری کړ. اوس یو ځل بیا لویه دولتی غونډه د ښه حکومت کولو په ارمان خپل تعهُد تکراروی.

په تاسف چی رسنۍ په دی هکله چپ پاتی دی هغه مراجع چی ولس یی خپل بولی. دوی صرف په دی اتکا وکړه چی تبلیغاتی خبر خپور کړی ولی د هغه نتایجو ته یی هیڅ توجه ونکړل چی په دی ډول ازادی رسنۍ هم د غلطو تبلیغاتو او دولتی کړونو ښکار سوی. اوس هیله داده چی لطفاْ ټوله رسنۍ دا لیکنه خپره او د سپیناوی لپاره د سیمه ایزه ارګانو او اداری اصلاحاتو کمیسون د مشرتابه هیت سره مرکی وکړی. او له نتایجو څخه خپل ولس خبر کړۍ. دا به د هر ملی رسنۍ ملی وجیبه وی او ولس به یی قدر وکړی.

 

 


بالا
 
بازگشت