عبدالرووف  ليوال

 

دلیون پانیتانیشخندپرپاکستان

دامریکې ددفاع وزیرلیون پانیتادروانۍ اونۍ په سرکې هندهیواد ته رسمي سفردرلود هغه دیوه مطبوعاتی کنفرانس په ترڅ کې وویل((موږقصداًپه پاکستان کې داسامه دوژلوپلان دهغه هیوادله چارواکوپټ ساتلی و،اوپه خپله خوښه موهلته عملیات ترسره کړل))د پانیتا دې خبرې سره ټول حاضرین په خنداشول.

اوس به راشودې ته چې امریکې څرنګه داسامه څرک ولګولواو هغه یې ووژلو: ۴۰ کلن شکیل احمد افریدی چې په ټبر افریدی په خیبردره کې زیږدلی اوپه۱۹۹۰زیږدیز کال کې دخیبرمدیکل پوهنتون څخه فارغ شووروسته دخیبراجنسی دجمرود په روغتون کې دډاکترۍ په دنده بوخت شو.

شکیل د سی،آی،اې سره په همغږی اودروغتیا دنړیوال پروګرام دکولری بکسونوچې واکسین پکې ساتل کیږی اود پنځلسوزنانه واکسیناتورانوپه مرسته چې په غیرې قانونی ډول استخدام شوې وې د  ۲۰۱۰زیږدیزکال په ورستیواو۲۰۱۱کال په لومړیوکې  جعلی واکسینیشن دابټ آباد په ښارکې په لارواچولوترڅوداسامه  دی ان آ تشخیص کړی،هماغه وچې دی په دې کاربریالی اوداسامه ځای په ابټ آبادکې سی،آی،اې ته په ګوته شو.

هماغه وچې د۲۰۱۱ زیږدیزکال دمې دمیاشتې په لومړۍ نیټه داسامه دنیولواوله منځه وړلوعملیات شخصاً داوباما ترقوماندې لاندې پیل اودامریکادځانګړی کوماندویی پوځ په مټ اسامه وروسته له مقاومت ووژل شواومړی یې په سمندر کې لاهو شو.

رابه شو دشکیل افریدی پاتې برخلیک ته:

دشکیل کورنۍ مخکې ترعملیاتو لادرکه شوې وه،خوخپله شکیل کله چې وروسته تر عملیاتو غوښتل افغانستان ته واوړی دآی،اس آی له خوا دتورخم په پوله ونیول شو.

دامریکې ددفاع وزیرلیون پنیتاپه ابټ آباد کې دشکیل احمد فعالیت تائید اوداسامه دهویت دتثبیت په خاطر شکیل ته دامریکادکانګرس له خوادطلایی مډال اوپه امریکې کې دسیتیزن کیدو جایزه منظورشوه. د۲۰۱۱کال داکتوبرپه شپږمه نیټه په پاکستان کې داسامه دوژنې دپیښې څیړندویې کمیټې دشکیل احمد په هکله ددعواداقامې دپیل وړاندیزوکړ،دې سره سم دبشرحقوقوکمیسیون په ڼړیوالوروغتیایی بنسټونو کې جاسوسی فعالیتونه په کلکه وغندل  .

د۲۰۱۲ کال د مې میاشتې په ورستیوکې دخیبراجنسی سیمیزې محکمې شکیل احمد   سی،آی،اې  ته دجاسوسی په تورپه۳۳کاله

بند اود۲۳۰۰۰۰کلداروپه ورکړې محکوم کړ.

په دې ډول دپاکستان اړیکې دالقاعدې سره ټینګې وبلل شوې اودمحکمې دې حکم دامریکاکانګرس په غصه کړاوپه پاکستان یې ۳۳ میلیونه ډالره مرسته بنده کړه اوداځکه چې دامریکا پخوانی ولسمشر دترهګرۍ دجګړۍ په پیل کې ویلی وچې که څوک دې ترهګروترڅنګ ودریږی هغه به دامریکایانوغلیم وی.

په پای کې شکیل احمد دپییښورمرکزی جیل ته واستول شو چې اوس هلته دبند شپې اوورځې تیروي.

 

ماخذونه:  ویکیپیدیا اولویدیځې رسنۍ .

 

 

 


بالا
 
بازگشت