عبدالرووف ليوال

 

                                            په افغانستان کې درسنیوعروج او افول

داخوجوته خبر اوټولوته څرګنده ده چې  دطالبانورژیم یوزورواکی اوپه خپل سره واکمني وه خوکله چې دملګروملتونودامنیت دشوراپه تکل او دبن دکنفرانس دپریکړوپه اساس دناټو سازمان په همغږی په۱۳۸۰لمریز کال کې لنډمهالی حکومت منځ ته راغی،نوناببره ورسره درسنیوپراختیادنړیوالو رسنیزو بنسټونو لکه انترنیوز،دسولې اوجګړې په هکله دراپور ورکونې انستیتوت،نی،دنړیوال ژورنالیزم مرکزاوسیارې په مرسته پیل شوه ، ورو،وروداپرا ختیادې بریدراورسیده چې  اوس سلګونه چاپي رسنئ ، لسګونه تلویزونونه اوسلګونه راډیوګانې فعالیت لري،چې دالاس ته راوړنې په افغانستان کې درسنیوعروج(آسمانڅکي) ښئی ،خو وروسته له دې به دا بهیر دافول یازوړپه لوری روان شی.

مخکې له دې چې  دافول لا ملونه وڅیړورابه شوپه افغانستان کې ددې رسنیوویش اوډلبندی ته :

۱- آزادې اوملی رسنۍ،چې  لا تراوسه یی دخلکو اوهیوادپه ګټه ګام پورته کړی اودرسنیو په کتارکې یې ځای تثبیت شوی دی.

۲-تنظیمی رسنۍ ، چې دخپل اړونده تنظیم یاګوندپه ګټه یې کاراوهڅې کړی دی او آن تر دې چې پرځینویې دملی امنیت له خواګاونډیوهیوادوته دجاسوسی تورهم لګیدلی ده.

۳- دولتی رسنۍ ،چې ددولت په چوپړ کې وې.

اوس به راشو درسنیو دافول لاملونو ته، چې په لاندې ډول په ګوته کیږي.

الف- دنړیوالې  ټولنې دملا تړاوپاملرنې ورځ ترورځې کمښت.

ب- داچې لا  ترا وسه دولت نه دی بریالی شوی چې دځینورسنیومالی سرچینه معلومه کړی اوخلک هم پرې باور نه لری.

ج- داچې ځینې ژورنالستان دخپل کاذب شهرت په خاطر رپوټونو ته پالش ورکوی او یادسیاسی موخې لپاره خپل احساساتو لاندې ګذارشونه جوړوی.

د- درسنیو اشباع له خلکو نه لوری ورک کړی چې کومه رسنۍ ژرترژر وګوری.

ه دتړاولرونکو رسنیو متضادو اومتناقضو رپوټونودخلکوذهنیت ګډوډ کړی د بیلګې په ډول دتمدن تلویزیون دامروزله تلویزیون سره پرتله کولای شی

 و- درسنیو ځینې بې کیفیته خپرونې .

ږ- په افغانستان کې درسنیودیوه کوټلي اوجامع قانون نه شتون.

 

      

 


بالا
 
بازگشت