لیکونکي : جیمس میکل (James Meikle).

 سرچینه او دخپریدو  نیټه : Raw story  (25-6-2012) 

 ژباړونکې: پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل) .

  -----------------------------------------------------------------------                                           

 

 

جیمی کارتردمتحده ایالاتو د دولت پر پالیسي باندی کوم چی دبی پیلوټه الوتکې پواسطه سره  نښه شوی وژني  ترسره کوي نیوکې وکړ

 

پوهندوی دوکتور سیدحسام مل

 

جیمی کارتردمتحده ایالاتو  پخواني جمهور ریس  پخپل  یواعلام  کړي  وینا کي  په ډاګه کړ  چی دبی پیلوټه الوتکي  هدفمند ګذارونه  او دهغه په واسطه سره دخلکو وژنه دهیواد څخه لری پرتوسیموکی  دغه هیواد  د بشردحقونود نه رعایت کولو پړبولی «کوم چي زمونږد ښمنانودپا ره پلمه جوړوی اوزمونږ دوستان له مونږ څخه پردی کوي» . 

کارتر دامریکی ددولت  پرباندنی پالیسي باندي دیو چیچیلي اوڅړیکي ګذارسره داسي وویل :«امریکی دبشردحقونو درامینځته کولو اودآزادی د ساتلوپه اړه دیو فهرمان په څیر خپل نقش دهرچا نه مخکی ولوبول » هغه د خپل وینا په ترڅ کي پرواشنګټن باندي غږ وکړ  چي اوس تاسی  دامریکی ددولت مسول غړی ولی ددغه اخلاقی رهبری دسا تنی  څخه تر شا کیږی اودبشرد حقونوټول مندرجات ترخپلو پښولاندی غورځوي.  امریکایی لوړپوړی چارواکي  هغوی چی خلک اوخپل وطنداران په بهرکی ترخپل وژونکی نښي اوهدف لاندی اچوی کوم چی  تیر اخرنی  حیرانونکی پیښی  د  موضوع  یوه روښانه  اوا ثبا تی بیلګه ګڼل کیږی باخبر  اوپه ویره کی دی اووسی  چي دغه سرغړونی او انسان  وژنی به تر څو پوری دوام ولری ، هغه یعنی کارتر دچورج بوش اود اوباما پراداره  او چلند  باندی  اورین  او سخت  نیوکي  اوګذار وکړ او خپل کرکه یی په ډاګه کړ . 

 هغه وخت چي وګړنی  انقلاب نړیوال  بڼه غوره  کړی  متحده  ایالات باید ډیر غښتلی ځواک اووسی نه داچي  کم زوري وي ! «اوهغه داچی  دامریکی دولت باید خپل قوانینو ته درناوی وکړی  حق اوعدالت  پوره په نظر کي وسا تي  اوپرهغه باندی چلن وکړي » کارتر  تیره  دوشنبه دنیویارک ټایز سره په  مرکه  کی د خپل  ډیر شد ید نیوکی  سره داسی څرګند کړ: یواځی یوه میاشتي مخکی  ښاغلی  اوباما   چی د جمهوری  ریاست په انتخاباتو کی کوم چی د نومبر په میا شت کی تر  سره کیږی خپل هیله  څرګند کړ چی هغه  بیا به دجمهور ریس په توګه  ددوم  ځل دپاره سپینی ماڼی ته داخل شی  نو هغه   بیا   په ډیر  بی شرمانه   بڼی سره د خلکو په بند ساتلو او دبی پیلوټه الوتکی  د عملیا تونو څخه خپل ملاتړ ښکاره کړ اود  خپل  ژبني د ټپ  په  ګذارسره  خپل  هویت  له سره تازه کړ .  

               جیمی کارتر دامریکي پخوانی جمهور ریس

د بشر پر حقونوبا ند ي  گذار وروسته د ( 11/9)  له تروریستي یرغل  څخه  ددواړو حزبونو  اجرایوی  چارواکی  بی  د عامه  خلکو د باور داختلاف  په  نظر کی نیولو  سره  «  د تحریم  یا د بند یز د زیا تولو  د پاره »  خپل  اجرایوی  او په اصطلاح سره   قانونی هڅوته  شد ت ورکړی دی  داهغه څرګندونه دي  چي دامریکي پخواني  جمهور ریس  اوهمدارنګه  کوم  چي  د سولی د نوبل دجایزی ګټونکي هم دي  پخيل یو ا نتقا دی وینا کی داسي وویل :« وروسته له دی نه تراوږدي مودي پوری به زمونږ هیواد او دهغه  مسولین  ونشی کړي  چي  په  اخلاقی اقتدارسره د نړی پرمهمو مسا یلو  با ندي خبري وکړي  ».                                                                             کارترد خپل خبرو په جریان کی زیا ته کړ اوویل :  زمونږ  هیواد له هغه وخته چی مینځ ته راغلي دی ممکن چي ځنی خطا او سهوی کړي وی ، لاکن  لکه چي نن د  بشر پرحقونو  باندی  زمونږ د چارواکو  له طرفه  په دی  وروستي  لسیزو کي  تیري  ترسره کیږی  یا  د هغه  له محتویاتوڅخه سرغړونه کیږي ډیر شد ت موند لي کوم چي  په تاریخی لحاظ سره  هیڅ څاری نه لري .

 دبشر د حقونو  عمومی اعلامیه  په کال  (۱۹۴۸) کی  د امریکی دمتحده ایالاتونو تر سرمشری لاندی  په تصویب ورسید ،  اود  همدي اعلاميی  د مند رجا تو داغیزی  له  مخي  وه  چي  د  بشر د  حقونو د پلویانواودملتونو  دفعالیتونو انګیزی راوپارول چي دهغه په نتیجه  کي په بین المللی ټولنو کي ډیر دیکتاتوران یو دبله پسی له ًقدرته رانسکور شو اودهغو پرځای د موکراتیک   قوتونه  ځای  پرځای  شول  په ملی اوبین المللی ډګرونو کی د موکراسی او قانونیت وده او پرمختګ وکړ اود پراخ د موکرا سی د پلی کولو د پاره  زمینه  لا پسی  پراخه شول .   مګر اوس  د تشویش  او د خپګا ن ځای  په دی  کي  دي  چي زمونږ  دولتي کړي  ددی پرځای چی دبشر دحقونو اصول ته پراختیا ورکړی وایی اویا هغه ته غښتليا ور کړای وایی د ضد تروریستی  سیاست تر سیوری لاندي  په ښکاره بڼی سره خشونت اوزورزیاتي ته لمن وهی کوم چي تر اوسه پوری  کم ترکمه  له (۱‍۰) نه تر (۳۰)  اعلام کړل شوی مقالی  په مید یا کی  په نشر رسیدلی چی  په هغو کی د خشونت،  زورزیاتی  په شمول د  بی رحمی ، غیر انسانی برخورد  ، سپکاوی  اود جزا ورکولو له اعمالو څخه یادونه شوی  دي .

 په دی  نژدي  وختونو کي  د امریکي  د  قانون   ګذاري   کمیسیون  جمهورریس ته  قانونی  صلاحیت  ورکړی  دي  کوم  چی  هغه  یعنی جمهور ریس د دغه قانون په  رڼا کی کولی  شی  پرهغه   کس اویا  په کسانو  باندی   کوم  چي  که  چیری  شک  برشی چی ترورست دی یا دتروریستی سازمانونو اود  وژنکي  قوتونوسره ا ړیکی لری  بیله کوم ځنډ څخه  اوبی له دی چی دهغه بی ګناهی ثابت شی په بند کی وسا تي  کارتر وویل : دغه ډول قانون اوصالحیتونه دمطبوعاتو دآزادی دقانون سره پوره توپیر لری  او لاپسي خشونت ته لمن وهی  د بلی خوا څخه په دغه اعلامیه کی دوه نور مندرج  حقونه هم تر سترګو کیږي : 

 داپخپله  دبشر دحقونو څخه  یو بی سا ری سرغړونه دی  کوم چي دولت د اشخاصو په خصوصی مکالماتی حریم کی ورننوزی اویا دهغه خبری  اتری  په  مختلفو  وسا یلو  ضبط  او ثبت  کړی  او  یا  زمونږ الکترونکی اړیکی شنډ اوله مینځه ویسي،  اما  له بلی خوا څخه ایا لتی  قانون داسی پتلی دی  چي که  چیری  یو شخص  پخپله  راڅرګندیږی اودچا سره د خپل اړیکی په مورد کی څه وایی کیدای شی چي هغه په بند کي واچول شی .

 ښاغلی کارتر وویل: سره له  دی پخپل سرو حکومتونو اویا پخپل سرو قانونونو هریوه کس  چي  د بي پیلوټوالوتکو د مرګونی ګذار سره خپل ژوند دلاسه  ورکوی  زمونږ واکداران  هغه دترورست د ښمن  په نوم یادوي ،اوپخپله سره قبلوی چی د بی ګناه ښځو اوکوچینانو د وژنو څخه دعملیات  په  وخت  کی مخنیوی  غیر ممکن بریښی  مګر بیا هم  دغه  ناوړی  او کرغیړن  عملیاتونه  نه  دروی ، حامد  کرزی  د  افغانستان  جمهور ریس   وروسته  د بی پیلوت الوتکی د  دیرشم ځلی  ګذار څخه  چی د افغانستان دخلکو پرکورونو  باند  وخت  ناوخت  ګذارونه   کول  له رسمی  کړیو  څخه وغوښټل چی نور دغه ډول عملیات  بند  کړی ، مګر نوموړی  حلقی  او مقاما ت نه داچی دنوموړی بی پیلوته  الوتکی پروازونه بند  نکړل  بلکه  د هغه پروازونه  لا تر اوسه  په  پاکستان ،  سومالیا  ، یمن  او  افغانستان کی دوام لری  حال داچی  دا ډول  جنګی  عملیاتو نه  په هیڅ یو جنګي منطقه اوسیمو کی نه تر  سترګو  کیږی . مونږ نه پوهیږو چي ددي بی پیلوتو الوتکو  په ګذارونوسره  څو  سوه  بی ګناه  ملکی کسان خپل ژوند دلاسه ورکوي  اودواشنګټن د مقا ما تو ادعا  له هغه  نه چی  دوی د هر وژل شوی  کس  دوژل کیدو  عوامل څیړی  یوغیر عملی او غیرعلمی تفکر او څرګندونی دی  کوم  چی په تیرو زمانو  کی  دا ډول څرګندونی  ناشونی  او  بلکل له تصور څخه  لری وه . 

  کارتروویل اوس راځو د کیوبا په ګوانتاناما بای کی  د بند یا نود په اصطلاح تسهیلاتو باندی یوڅه تم کیږو :  په دی بندیخانه کی د (۱۹۶) بندیانو له جملی څخه نیمای برخه یی وروسته له دی چی سره  بی ګناه ومنل شول با ید چی له بند څخه آزاد شوی وايی لا کن اوس هیڅ  هیله اوشواهد  نه تر سترګو  کیږی  چی  دغه  بندیان  له بند څخه آزاد شي، امریکایی مسولو مقاماتو ( یواځی په نظامی محکمه کی ) دايي په ډاګه کړل  چی  دوی د متهمینو  د اعتراف د ترلاسه کولو د پا ره هغوی ته دتحقیق په دوران کی  هغه هم  ډیر محدود متهمینو ته راز راز شکنجه ( لکه  په اوبوکی تر سل ځلی پوری  منډل  «waterboarding»  یا هغوی مو د ځنو نیمه  اوتوماتیکو  سلاحګانو سره ځورولی  یا  پرهغو موځنی سخت نظامی تمرینات  تر سره  کړی  چی ستړی اونا رام شی  اویا داچی هغوی مو  تهدید کړی چی که چیری اعتراف ونکړی دهغو پر میندو جنسی تیری کوو او داسي نور کم  اوزیات شکنجی ) ورکړی کوم چی متهمین په هیڅ بڼی سره نشی کولای  چی نوموړی   شکنجی کوم چی هغوی ته ورکړ شوی  هغه د خپل ځان  د دفاع دپا ره په کا ر ویسی اوداځکه چی  مونږ اویا زمونږ دولت  دغه راز شکنجی د (ملی امنیت ) دخوندی سا تلو  په وجهه په کار وړلی اویا  یی  په  کار  وړو   حال داچی مونږ دنورو متهمینو سره داراز چلند نه کوو .

     د امریکي  پخوانی  جمهور  ریس وویل  چی دامریکی د مقاما تو سرغړونه د بشر دحقونو د بین المللی اعلامیی څخه  زمونږ د دښمنا نو تبر ته لاس ورکوی او زمونږ  د وستا ن له مونږ څخه پردی اوبیګا نه جوړوي.

   زمونږ د هیوادوالو دناهیلی اود اندیښنی د لری کولو  دپاره لازم بریښی چي دواشنګټن چارواکی دي ته مجبور کړو   چی د خپل روان  پالیسی څخه کوم چی د بشر د حقونو په  اړه لری  تری واوړی  او بیرته  هغه اخلاقی  رهبری ترلاسه کړی  چی یی د لمړی ځل دپاره دبشر دحقونو اعلامیه يي په تصوبیب رسولی وه  او د هغه  له برکته   په  نړی  کی دکلونوکلونودپا ره د خلکو  له طرفه ستایل کیدل.

 ------------------------------------ پای

                                               په درنا وی 

 

 

 


بالا
 
بازگشت