حامد عبیدی

 

ایران  باید د افغانستان پر وړاندې خپل سیاست بدل کړي

 

د افغانستان او امریکا تر منځ د استراتیژیک سند د لاسلیکولو وروسته په کابل کې د ایران سفیر ددغه سند د لاسلیکولو پر وړاندې غبرګون وښود او د مشرانو جرګې د مشر فضل هادي مسلمیار سره د کتنې وروسته له هغه څخه وغوښتل تر څو ملي شورا دغه سند لاسلیک نکړي.

دغه  سفیر ویلي ،چې که چیرې  له امريکا سره تړون لاسليک شي ايران به غبرگون وښي.

ښايي چې د افغانستان نور گاونډيان هم په دې اړه اندېښمن وي، خو ايران لومړى هېواد دى چې په دې اړه يې دغه ډول غبرگون ښوولى دى.

بې له شکه ،چې د ایران د سفیر دغه څرګندونې د  افغانستان په چارو کې روښانه لاسوهنه ده .

که څه هم افغان ولسمشر حامد کرزي په زغرده دا خبره ياده کړه چې د دغه تړون مواد به د افغانستان د هېڅ يو ګاونډي د گټو پر ضد نه وي، خو په ظاهره داسې برېښي چې دغو ډاډگيرنو د ايراني لورې اندېښنې نه دي لرې کړې.

افغان چارواکو په کراتو ویلي دي ،چې  په تړون کې په څرگندو ټکو کې راغلي دي چې هېڅوک نه شي کولى چې د افغانستان له خاورې د کوم گاونډې په وړاندې د پوځي بريد د پيل په موخه کار واخلي.

د ولسي  جرگې  استازو هم  د ايران د سفير دغه وړ څرگندونې د  افغانستان  په چارو کې لاسوهنه بولي.

 دغو استازو د  بهرنيو چارو له وزارته هم غوښتي دي چې د ديپلوماتيکو هلو ځلو پر مټ دې افغانستان ته د دغه شان بهرنيو سياسي استازو د راتګ مخه ونيسي.

ایراني چارواکي باید په دې پوه شي،چې افغانستان یو خپلواک هیواد دی او د خپلو منافعو لپاره کولای شي له هر هیواد سره تړونونه تر لاسه کړي او د هغوی سره ښې اړیکې ولري.

په افغانستان کې د ایران سفیر هم باید پوه شي د دیپلوماتیکو معیارونو پر بڼست دی حق نلري ،چې د یو هیواد په چارو کې مداخله وکړي .

که چیرې   دغه کار په ایران کې د افغانستان سفیر کړی وای او د ایران د مشرانو جرګې مشر سره یې د کتنې پر مهال د هغوی په چارو کې مداخله کړی وای ،اوس به د افغانستان سفیر په کابل کې ناست وای .

ډیر د تاسف ځای دی،چې افغان حکومت د ایران د سفیر  د دغو څرګندونو پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی.

که څه هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د ایران سفیر د غه وزارت ته ورغوښتی وه تر څو د خپلو څرګندونو په هکله معلومات ورکړي ،خو نوموړی سفیر بهرنیو چارو وزارت ته د تګ څخه ډډه کړې ده .

 افغان حکومت باید  نور په دغه شان مسایلو کې چوپ خوله  پاتې نشي او د د دغه شان سياسي استازو د برخليک په اړه دې پرېکړه وکړي.

په کابل کې د ایران د سفیر دغه څرګندونې د افغان ولس سخت غبرګونونه راوپارول.

ایران تل د افغانستان پر وړاندې داسې سیاست غوره کړی ،چې د افغان حکومت ، ملي شورا او د عامو خلکو اندیښنې راپارولي دي.

هر کله ،چې د ایران باندې لږ فشار راشي او یا هم د افغانستان د دولت لخوا غوښتنې یې ونه منل شي د افغان کډوالو په ایستلو لاس پورې کوي تر څو ددې لارې خپلې موخې پر افغان دولت تحمیل کړي.

ایران حکومت ته په کار ده ترڅو د یو ګاوندي او دوست هیواد په توګه د افغانستان پر وړاندې خپله پالیسي بدله کړي. ددغه کار سره به له یوې خوا د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې لا پیاوړې شي او له بلې خوا د ایران حکومت پر وړاندې به د افغان ولس باور او اعتماد زیات شي.

  

    


بالا
 
بازگشت