رحمت اله روان

 

امریکا دې د حقاني شبکې پرځای پاکستان په تورلست کې شامل کړي

 د پاکستان استخباراتي شبکه واشنګټن خپل دښمن بولي، دې ورځپاڼې په پاکستان کې د بندي ډاکټر شکیل افریدي د خبروپه اساس، چې ویلی یی دی د پاکستان له خوا د تروریزم پرضد جګړه هسې یوه خبره ده او په دې نوم له امریکا څخه پیسې ترلاسه کوي ،ډاکټر شکیل اپریدي د امریکا فاکس نیوز تلویزیون سره مرکې کې ویلي، د پاکستان د استخباراتې ادارې اي ایس اي مامورینو یا تحقیق کوونکو سخت شکنجه کړی دی نوموړی دا هم ویلی دی چی دا ادره په ښکاره ډول له امریکا سره دښمنې لري او وایي، امریکایان ان له هندیانو نه هم د دوي سخت دښمنان دي ،ډاکټر شکیل اپریدي په خپله مرکې کې ویلي دی، د امریکا متحده ایالات د پاکستان ستر ملاتړی هېواد دی، په پوځي او ټولنیزو برخو کې یي په میلیاردونو ډالر اسلام اباد ته ورکړي، خو پاکستاني چارواکې راته وایي، امریکایان د دوي سخت دښمنان دي او تا زموږ له دښمنانو سره مرسته کړې ده ،ډاکټر اپریدي فاکس نیوز ته په مرکې کې ویلي، په لومړي سر کې یي د تحقیقاتو لپاره د اسلام اباد په اب پاره سېمه کې د اي ایس اي مرکز ته یوړ او د تحقیقاتو په جریان کې یي د سګرټو او برښنا د ټکانونو په واسطه شکنجه کړ ،ډاکټر اپریدی وایي، د اي ایس اي افسرانو به راته ویل، چې تا د اسامه بن لادن د ځای معلومولو په کار کې له امریکایانو سره مرسته کړې او حملې به یي راباندې کولې ،ډاکټر شکیل اپریدی په دې تور چې له امریکایانو سره یي د بن لادن د ځای معلومولو په کار کې مرسته کړې د پیښور په سنټرجیل کې بندې دی ،د امریکا خاصو ځواکونو د ۲۰۱۱ کال د مې په دوهمه نیټه د القاعده شبکې مشر اسلام اباد ته نږدې په ایبټ اباد کې په یوه کور کې وواژه .

دبله لوری د یوې امریکایي څیړونکې ویلی دی چی، امریکا دې د حقاني شبکې پرځای د هغې پاکستاني ملاتړي او د پاکستان دولت په تورلست کې شامل کړي او سخت بندیزونه دې پرې ولګوي کرسچین فېر د حقاني شبکې او له پاکستان سره د دې شبکې د اړیکو په اړه خپلې خبرې د امریکا د لوی درستیز مایک مولن په هغو څرګندونو پیل کړي چې د ۲۰۱۱ کال په سپټمبر کې یې کړې وې او حقاني شبکه یې د پاکستان د استخباراتي موسسې آی ایس آی مټ بللې وه ،دا وايي چې پاکستانیان هماغه وخت د مولن دې خبرې حیران کړل ځکه چې مولن تل د پاکستان او د دغه هیواد د پوځ دفاع کوله. خو د مولن له څرګندونو وروسته د اوباما پر حکومت فشارونه مخ پر ډېرېدو شول، تر دې چې هغه یې اړ ایست چې د دې شبکې پر ضد کلک دریځ غوره کړيلیکواله دې پوښتنې ته په ځواب کې، چې ولي امریکا دومره په ځنډ دا شبکه په تور لیست کې شامله کړه، وايي: د حقاني شبکه تل حساسه ګڼل کېده ځکه چې پاکستان هغې ته په افغانستان کې د یوې باوري ډلې په سترګه ګوري چې د افغانستان حالات په خپله خوښه پرې بدلولی، د هند د نفوذ مخه نیولی او په افغانستان کې فزیکي حضور لرلی شي ،خو کرسچین فېر د کارپوهانو په قول وايي چې د حقاني پر شبکې بندیزونه به سبب شي چې دا شبکه حملو ته لا زیاته ولمسول شي ،لیکواله وړاندیز کوي چې د امریکا متحد ایالتونه دې پر هغو افرادو بندیزونه ولګوي چې د هغوی له لوري د حقاني شبکې د ملاتړ په اړه کره شواهد شته ،لیکواله په افغانستان کې د امریکا او پاکستان د ګټو ټکر ته په اشارې وايي چې په دې هیواد کې د حقاني شبکه او طالبان د پاکستان ايتلافیان دي خو هند، چې له پاکستان سره زړه دښمني لري له امریکا سره ځان متحد ګڼي د فارن پالیسي خپرونې لیکواله د امریکا له لوري په تور لیست کې د حقاني شبکې شاملېدا پر دې شبکې د فشار لپاره په تېره بیا په دې برخه کې چې د نړۍ هیوادونه به په ځانګړي ډول د عربي هیوادونو حکومتونه د دې شبکې د مالي سرچینو په وچولو کې اقدام وکړي او افغانانو ته به هیله ورکړای شي، ګټور بولي خو وايي چې ولي د دې شبکې ملاتړ کوونکی هیواد پاکستان او د هغه استخبارات جزا نه ویني ،لیکواله وړاندیز کوي چې د امریکا متحد ایالتونه دې پر هغو افرادو بندیزونه ولګوي چې د هغوی له لوري د حقاني شبکې د ملاتړ په اړه کره شواهد شته. دا وايي د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت کولی شي چې د دغو کسانو د مالي سرچینو پرضد اقدام وکړي، امریکا او اروپايي هیوادونو ته د سفر لپاره وېزه منع کړي او له انټرپوبل سره په ګډه د دغو کسانو د نیولو او تعقیبولو هڅه وکړي،سي کرسچین فېر د امریکا د متحدو ایالتونو د جورج ټاون پوهنتون د سولې او امنیتي  مطالعاتو په پروګرام کې اسیستانت پروفیسره ده.

د حقاني شبکه چې د پاکستان د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمو کې میشته ده، ویل کېږي چې د پاکستان د استخباراتو سره اړیکې لري. خو پاکستاني چارواکي بیا دغه ادعاکانې ردوي او  بې اساسه یې  ګڼي ،ځیني امریکايي چارواکو اندېښنه څرګنده کړې چې د حقاني د شبکې په تور  لست کې اچول به د امریکا او  پاکستان ترمنځ دمخه لا خرابې اړیکې اغیزمنې کړي او هغه  هلې ځلې به سوکه کړي چې موخه یی  د افغانستان جګړې ته د یوه سیاسي  حل موندل  دي د امریکا  متحده ایالات پر پاکستان باندي فشار  راولي چې په شمالي وزیرستان کې د دغې ډلې پرضد  عملیات وکړي، خو د پاکستان  پوځ وايي چې  قواووې یې اوس هم په قبایلي سیمو کې تیتې دي  او نسي کولای چې بله جبهه پرانیزي.تیره اونۍ امریکايي او پاکستاني چارواکو دا تایید کړه چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د حقاني شبکې د ورځنیزو عملیاتو آمر بدرالدین حقاني وژل شوی دی 

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي د امریکا دې پریکړه ته چې حقاني شبکه د ترهګرو په لست کې شامله کړي هرکلی ویلی دی.  خود پاکستان یو جګپوړي امنیتي مامور نن د جمعې په ورځ وویل چې د امریکا د متحده ایالاتو له خوا هرډول اقدام به چې په لړ کې یې د حقاني شبکه  په تور لست کې شامله شي، د پاکستان او امریکا اړیکې لاپسي اغیزمنې کړي..

 

پای

رحمت اله روان

 

 


بالا
 
بازگشت