رحمت اله روان

 

د سی پلان دافغانستان لپاره دویشلو پلان ګڼل کیږې

لوېديځې رسنۍ وايي په لندن او واشنګټن کې د افغانستان پر وېش خبرې روانې دي.له هغوجملی ځخه انډېپېنډت خپرونه وايي د برېتانيا د پارلمان د يوه غړي له لوري پر اتو برخو د افغانستان د وېش په اړه جوړ شوى پلان په سپينه ماڼۍ او لندن کې تر کار لاندې دى. د دغه پلان له مخې افغانستان له ٢٠١٤ کال وروسته چې بهرني ځواکونه له دغه هېواده وځي په اتو برخو وېشل کېږي، چې مرکزونه به يې کندهار، کابل ، هرات ، مزارشريف، کندوز، جلال اباد، خوست او باميان وي. د پلان له مخې به د اتو برخو له ډلې به يو شمېر د طالبانو تر کنټرول لاندې وي. د برېتانيا حکومتي چارواکو منلې چې د توبياز اېل ووډ جوړ کړى پلان چې انډېپېنډېنټ  خپرونې د سي پلان په نوم ياد کړى د برېتانيا د بهرنيو چارو وزيز ويليم هېګ ته هم سپارل شوى او هغه د سپينې ماڼۍ له چارواکو سره په دې اړه بحث کړى دى. سرچينې دغه راز ويلي چې د برېتانيا د بهرنيو چارو وزارت يوه چارواکي د افغانستان د وېش په اړه پر دغه پلان د پاکستان له حکومت سره هم خبرې کړي دي.

 سيمې د تجزيې وړاندوينې پلان لومړی ځل په  ۱۹۹۲ مېلادي كال كې د پاكستان په تكبير مجله كې د پڼټاګون په حواله يوه نقشه خپره شوه چې تر ۲۰۲۰ كال پورې يې له هند څخه تر عراقه د جغرافيايي بدلونونو د پېښېدو كرښې په كې ښودلې وې، په دې وړاندوينه كې ويل شوي وو چې افغانستان پاكستان، ايران، عراق هند او نور شاوخوا هېوادونه به پر قومي بنسټونو ووېشل شي په ۲۰۰۶ مېلادي كال كې د امريكا د دفاع وزارت په خپرونه(( پنټاګون)) كې د رالف پېټرز په نامه د يوه امريكايي متقاعد ډګروال لخوا يو ځل بيا يوه مقاله خپره شوه چې په دې سيمه كې د شپږو نويو هېوادونو د جوړېدو طرحه وړاندې كوي په دې نقشو كې افغانستان هم شامل دى، د بلوچستان او سرحد ايالت پښتانه په دې نقشه كې له افغانستان سره يو ځاى شوي دي ،تر هغه وروسته په هند كې امريكايي ډيپلومات رابرټ بلك وېل په مستقيم ډول په شمال او جنوب باندې د افغانستان د تجزيې خبره مطرح كړه ، اوس اوس د برېتانوي سناتور وروستۍ وړاندوينه انډېپنډنټ ورځپاڼې د د روانې ميلادي مياشتې په ۹ مه خپره كړه ،انډيپندنټ ليکي، دا پلان چې د پارلمان محافظه کار غړي او د بهرنيو چارو وزارت سلاکار توبياس ايلووډ ترتيب کړى، خبردارى ورکوي چې که افغانستان خپلې دفاع ته پرېښوول شي ،نو راتلونکې به يې تياره وي ،ايلووډ ادعا کوي چې د نوي غښتلي صدراعظم په مشرۍ سيمه ييز ايالتونه به د حکومت د کمزورتيا، قومي شخړو او فساد مخه ونيسي چې اکثره وېره لري د دغو ستونزو له کبله به د ۲۰۱۴ کال په پاى کې د نړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان په ګډوډۍ کې ښکېل شي ،ورځپاڼه زياتوي، د برېتانيا د حکومت جګپوړو چارواکو هم سي پلان تاييد کړى او ويلي يې دي چې د افغانستان د مسئلې د سياسي حل دا طرحه د بهرنيو چارو وزير ويليم هېګ ته وړاندې شوې او په سپينه ماڼۍ کې هم له امريکايي چارواکو سره پرې خبرې شوي دي

ايلووډ، چې پخوا د بريتانيا په سلطنتي پوځ کې تورن و، پر سي پلان د پاکستان د حکومت له چارواکو سره په لندن کې خبرې کړي دي

په دې اړه د افغانستان د شناندو (تحليلګرانو) د شبکې شريک رئيس توماس رټيګ انډپنډنټ ورځپاڼې ته ويلي چې پاکستان او د افغانستان نور ګاونډي هېوادونه هم ښايي، د دې پلان ملاتړ وکړي ځکه چې په دې ډول په افغانستان کې د قوي مرکزي حکومت د رامنځته کېدو مخه نيول کېږي ،نوموړى زياتوي، په دا ډول سيمو د افغانستان وېشل به سبب شي چې بيا غښتلي سيمه ييز قومندانان، چې په جنګ سالارانو مشهور دي، واکمن شي درټیک په نظر د۱۹۹۲ او۱۹۹۶ کلونو تر منځ ددغو جګړه مارو دزور زیاتیو له کبله طالبان پیدا شول ،افغانستان دنولسمی پیړی په ورستیو کی هم دبریتانیا له لوری دډیورند دکرشې په وسیله تجزیه شوی و ،رټيك زياتوي، د نوموړي په خبره، له بلې خوا هر ګاونډى په افغانستان کې له هغه دولت يا ايالت سره مستقيمې اړيکې ټينګولى شي چې قومي او ژبني نژدېوالى ورسره لري ،د يادولو ده چې د افغانستان د ملي جبهې مشرانو د رورابکر په مشرۍ د امريکا د کانګريس له يو شمېر غړو سره څو ځلي کتلي او په افغانستان کې يې د فدرالي نظام پر احتمالي طرحو خبرې کړې دي يو ځل افغان حكومت د دغو غونډو د سبوتاژ په هدف امريكايي سناتور رورابكر د افغانستان له وېزې هم محروم كړى و او افغانستان ته د نوموړي د راتګ مخه نيولې ده ډېرى افغان شونكي په دې نظر دي چې په افغانستان كې د فډرالېزم د موضوع راپورته كول د افغانستان د تجزيې معنی لري ،دافغانستان لپاره دسی په نامه غوره شوی پلان کی ايلووډ ادعا کوي چې د ده په وړانديز شوې حل لاره کې حتى طالبان هم شامل دي او دا د افغانستان  اوږدمهال ثبات تضمينوي د ده په پلان کې افغانستان په اتو برخو ويشل کېږي چې هره يوه د افغانستان يو اقتصادي قطب بلل کېږي، لکه کابل، کندهار، جلال اباد، هرات، خوست ، مزار شريف باميان او کندوز دا سیمی به ځان ځان ته شوراګانی لری او مختلف قومونه به په کی استازیتوب لری له هری برخی سره مرستی به دیوه بهرنی هیواد له لوری څارل کیږې ،د ايل ووډ په طرحه کې د افغانستان لپاره صدراعظم په پام کې نيول شوى دى او د جمهور رئيس واک به محدودېږي

د اېل ووډ دغه پلان د لومړي ځل لپاره له کابله خپرېدونکې ورځپاڼې سرنوشت افشا کړ. سرنوشت تېره اونۍ په جرمني کې د مېشت افغان ليکوال احمدالله رحماني په قلم يوه ليکنه خپره کړه، چې په هغه کې دغه پلان تر يوه بريد تشريح شوى. د برېتانيا د پارلمان د دغه غړي پلان دافغانستان د مشرانو جرګې له سخت غبرګون سره مخ شو. مشرانو  جرګې په دې اړه په يوه اعلاميه کې ويلي وو چې افغانستان په دغه هېواد کې د ټولو اوسېدونکو قومونو کور دى او هېڅوک نه شي کولاى دغه کور سره و ويسي د افغانستان په اړه د دغه برېتانوي سناتور خبرو يو ځل بيا په هېواد كې دننه غبرګونونه راپارولي دي، د انګلستان د مشرانو جرګې د غړي د دې طرحې پر وړاندې د نوموړي افغان  سارو تر ټولو توند غبرګون درلود مشرانو جرګی له بهرنیو چارو وزارت څخه وغوښتل چی دانګلستان سفیر دی احضار کړی د يادې جرګې غړو د بريتانيا د پارلمان د غړي دا خبري طرحه په كلكه وغندله او ويې ويل چې لوى قدرتونه هيڅكله نه غواړي چې په افغانستان كې سوله او ثبات راشي دې ته ورته خبرې له دې وړاندې د يو شمېر امريكايي سناتورانو له خوا هم شوې وې، دغسې  ناوړه څرګندونې به افغانستان او يادو هېوادونو پر اړيكو ناوړه اغېزه وكړي دا ډول بیځایه خبری او طرحی باید افغان حکومت جدی ونیسی دسیاسی چارو دکارپوهانو د ویناو په اساس انګلستان د تاريخ په اوږدو كې په خپلو شومو پلانونو سره يو شمېر داسې هېوادونه او قومونه سره وېشلي دي چې وړاندې يې د ټوټه كېدو فكر هم نه كېده ،دغه برخه سیاسی کار پوهان څه باندې ۶۰ كاله وړاندې د هند او پاكستان تجزيه او دغه راز د پښتون قام پر سينه د ډيورنډ كرښې تېرول د دغه ادعا څرګند دليلونه ګڼي ،له بل لوري د مشرانو جرګې غړى زلمى زابلى هم په دې باور دى چې افغانستان بايد دغه موضوع له دېپلوماتيكو لارو په جدي ډول تعقيب كړي:  راشئ چې د بهرنيو چارو وزير او نور مسوولين راوغواړو، كه نور نشي كولاى، د انګلستان سفير دې احضار كړي او د مشرانو جرګې احتجاج ليك دې ورته وسپاري ،زابلى زياتوي چې كه دا د انګلستان د حكومت رسمي دريځ وي نو بايد په رسمي توګه وغندل شي او كه د هغه هېواد د كوم لوچك او نشه يي خبره وي، نو دا بيا په دومره لوى تصميم نه ارزي ،بل لور ته د افغان حكومت د بهرنيو چارو وزارت هم په خپل غبرګون كې د بریتانوي سناتور وړانديز د پام وړ څه و نه باله د دغه وزارت وياند جانان موسى زي دغه څرګندونې د بې مسووليته او كم عقله كسانو خبرې يادې كړې اوویلی یی دی چی په تاسف سره په نړۍ كې احمقان لږ نه دي، هغه كسانو چې دا خبره يې مطرح كړه، د سالم فكر او عقل خاوندان نه دي ،د بهرنيو چارو وزارت وياند زياتوي، د افغانستان ملت د پېړيو په اوږدو كې د خپل سر او مال په بيه له خپل ملي حاكميت او استقلال څخه دفاع كړې ده .

 لوى قدرتونه د خپلو اهدافو د ترلاسه كولو په هدف غواړي يو شمېر سيمې تجزيه كړي او د بېلتون كرښې په كې وباسي كه څه هم يوه ډله باور لري چې د افغانستان تجزيې شونې نه ده، خو يو شمېر نور بيا په تاريخ كې د برېتانيا د شومو كړنو شاليد ته په اشارې وايي چې افغانستان بايد هوښيار واوسي دا ځکه چی دجهان لوی قدرتونه غواړي د زونونو او يا فدرالي نظام له لارې واړه واړه هېوادونه رامنځته كړي چې له دوى سره د مقابلې توان ونه لري ،چې افغانستان هم د همدې پلان د عمل ساحه ده چې لومړى يې په دې هېواد كې كړكيچ رامنځته كړ او اوس غواړي چې تجزيه يې كړي، زبرځواكونه پر سيمو او خلكو ته د خپل واك اوږدولو او كنټرول په هدف غواړي هېوادونه ټوټه ټوټه كړي، څو د دوى پر وړاندې د مقاومت  ځواك ونه لري ، زبرځواكونه غواړي د خپلو استعماري اهدافو لپاره داسې جفرافيايي جوړښتونه رامنځ ته كړي چې دوى په اسانه خپلو شومو اهدافو ته ورسېږي او پر وړاندې يې خنډ راپورته شي  تر دې وړاندې هم د افغانستان يو شمېر ډلې د دغو كسانو له لوري هڅول شوې چې بېلتون پالنې ته لمن ووهي، رورابكر هغه امريكايي سناتور و چې تل يې په افغانستان كې د فډرالېزم د واكمنولو هڅه كړې ده ، اوس بیا  د برېتانيا د پارلمان دا غړى څوک دى چې په لندن کې ناست دى او د افغانستان لپاره فيصلې کوي دا بايد موږ د افغانستان خلک پرېکړه وکړو چې  خپل هېواد په ايالتونو ويشی او که يې له بلی کومی لاری جوړه وی.

پای

رحمت اله روان

 

 


بالا
 
بازگشت