رحمت اله روان

 

د ستراتيژيک تړون پر وړاندې لاهم خنډونه پراته دې

 که ځه هم د ستراتيژيک تړون پروړاندې دوه مهم خنډونه پراته وو، چې يو يې افغانستان ته د زندانونو سپارل و او بل يې د شپنيو عملياتو مشري وه. په داوړو برخو کې د توافقاتو په لاسليک کېدو سره دغه خنډونه اوس لرې شوي او ویل کیږی چی ستراتيژيک تړون به د می په مياشت کې د شيکاګو کنفرانس په درشل کې لاسليک شي خو اوس ده یو بل خنډ په باب چی هغه په افغانستان کی دامریکی دنظامی اډو موضوع ده چی دم ګړی په رسنیو کی ډیری ځرګندونی ورباندی کیږي ،چی کیدای دا او ځیني نور خنډونه لاهم په خپل  ځای باقی پاتې وې تیره اوونی د افغانستان د ملي دفاع وزير او په افغانستان کی د ايساف ځواکونو عمومي قوماندان تر منځ یو موافقه ليک لاسليک شو، چې له مخې به يې نور په افغانستان کې د شپې د عملياتو په ګډون ټول ځانګړي عمليات د افغان امنيتي ځواکونو د ځانګړې قطعې له خوا ترسره کېږي.دغه راز تېر کال د کب په شلمه، د افغانستان د ملي دفاع وزير او  په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان ترمنځ موافقه وشوه، چې له مخې به يې د امريکا متحد ايالات د افغانستان په خاوره کې زندان نه لري او  په افغانستان کې د امريکا شته ساتنځايونه به افغانانو ته سپاري.په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له خوا د کورونو خپلسرې پلټنې، د شپې له خوا چاپې او په هېواد کې د بهرنيو زندانونو شتون، د ياد شوي ستراتيژيک تړون پر وړاندې پرتې ستونزې او هغه څه وو، چې د افغانستان حکومت يې په وار، وار د بندېدو غوښتنه کړې وه،ولسمشر حامد کرزي څه موده وړاندې ګواښ کړى و، تر هغه چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې د شپې عمليات او د خلکو د کورونو تلاشي بنده نه کړي

د ولسمشر کرزي ویندوی ایمل فیضي هم په کابل کی  یوې خبرې غونډې ته وویل، د ستراتیژیکو همکاریو په لار کې دوه پاتې لوی خنډونه، لکه د محبسونو سپارنه او د شپې عملیات، له مخې لېري شول او اوس د افغانستان حکومت تمه لري د امریکا له متحدو ایالتونو سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون د مې په میاشت کې د شیکاګو تر سرمشریزې وړاندې لاسلیک کړي، فیضي داهم ویلی دی (( سره له دې چې پر دوو اصلي ستونزو د امریکا او افغانستان ترمنځ جوړجاړی راغلی، درېمه مسله په افغانستان کې د امریکا د اوږدمهالو پوځي اډو لانجمنه موضوع ده خو دواړه هیوادونه به په دې اړه د شیکاګو له سرمشریزې وروسته خبرې وکړي))،فيضي داهم وايلی دی چی ياد شوى سند به له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو لپاره، چې د شيکاګو په غونډه کې ګډون کوي، يو ډول تضمين وي. فيضي د يوې پوښتنې په ځواب کې چې په ياد تړون کې د امريکا پوځي اډې شاملې دي او که نه وويل: (( په اوسني سند کې دغه اډې نه دي شاملې، د اډو څرنګوالى به د شيکاګو تر غونډې وروسته له امريکا سره د يوه ځانګړي دفاعي تړون په چوکاټ کې واضح شی))،واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کی د امریکایي ځواکونو د اړتیا او د افغان چارواکو د غوښتنې او ټینګار په اړه یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یي د افغانستان د دفاع وزیر جنرال رحیم وردګ خبرې راخیستې چی وایي، د ۲۰۱۴ کال په پای کې د امریکا د متحده ایالاتو د اوږدې مودې ستراتیژیکي همکاري او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور، د هېواد د ثبات لپاره اړین دي او دا به افغانانو او دغه راز د افغانستان دښمنانو ته  مناسب او پرځای پیغام ورسوي، د افغانستان دفاع وزیر د تیری سه شنبې په ورځ امریکایي چارواکو سره د کتنې پر مهال وویل چی(( په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر زیات مهم نه دی، بلکه ستراتیژیکي تړاو به یي د فزیکي موجودیت او شمېر په نسبت ډېر مهم وي)).

امریکايي چارواکو په افغانستان کې د فو ځی اډو په اړه راز راز خبرې کړي دی. کله یې په افغانستان کې د دایمي اډو د لرلو غوښتنه په کلکه رد کړې او کله یې بیا ویلي چې له ۲۰۱۴ وروسته د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې د پاتې کېدو اراده لري او ممکن شاوخوا پنځلس زره پوځیان پرېږدي چې پر دې هیواد طالبان او القاعده بیا مسلط نه شي او ضمناً دا ځواکونه افغان پوخیان او پولیس وروزي تر دې دمخه په افغانستان کي د امریکا دايمي پوځي اډې د دواړو هيوادونو تر منځ د ستراتيژيکو همکاریو د سند اساسي موضوع ياده سوې وه. خو په کابل کي د امريکاسفارت ویاند ویلی دی چي د کابل او واشنگټن تر منځ سند تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د امريکا پوځي حضور په بر کي نه نيسي.د امريکا د پوځي حضور د دوام په اړه به د ستراتيژک سند تر لاسليکولو وروسته جلا خبري کيږيد  د کابل او واشنگټن تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو سند څلور برخي لري، لکه ټولنيزه او اقتصادي پراختيا، بنسټيزه بيا رغاونه، سیمه ييزي او امنيتي همکارۍ دامریکا دسفارت دویاند  په خبره، کله چي د ستراتيژيکو همکاریو سند لاسليک سو، څو نوري موضوعگاني به په يوه جلا «هوکړه لیک» کښي مشخصي سي چي يوه به ئې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د امريکايي عسکرو د شتون په اړه وي،په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو د حقونو د خونديتوب مسئله يوه له هغو اصلي مسئلو څخه ده چي له ارمریکايي چارواکو سره ورباندی بحث روان دئ، تيري لويي جرگې دی موضوع ته اشاره کړې ده چي وايي که امریکايي ځواکونه په افغانستان کي کوم جرم وکړي باید دلته محاکمه سي،خوداسي نه ښکاري چي امريکايان دي ددې اجازه چاته ورکړي چي يو عسکر دي ئې په بل هيواد کي محاکمه سي. يو امريکايي کارپوه کلرک په دې اړه ویلی دی چی ، فکر کوم دا خبره له تصوره وتلې ده چي امريکايان دي په دې لاره کي سازش وکړي او اجازه دي ورکړي چي د جرم په صورت کي دې عسکر په افغاني محکومو کښي محاکمه سي،دا ځکه چی د امريکا متحده ايالاتو د عراق تر جگړې وروسته خپل ټول عسکر له هغه هيواد څخه وايستل. واشنگټن له عراق څخه هغه مهال خپل ټول ځواکونه و ايستل چي د هغه هيوا په محکمو کښي ئې د خپلو عسکرو د خونديتوب په اړه څه تر لاسه نه کړل

په عین حال کی د افغانستان دفاع او کورنیو چارو وزیرانو په پینتاګون کې له امریکايی چارواکو سره خبرې پیل کړې دی، له راپور سره سم جنرال وردک په وشانګټن کې ویلی دی چی: موږ له امریکا سره د اوږدمهالو او تلپاتې همکاریو هیله لرو. ویلی شو چې دا (اوږد مهالې همکارۍ) د خطرناکو ګاونډیانو په منځ کې زموږ د پایښت لپاره حیاتي دي،د امریکا دفاع وزیر ښاغلي پنیتا، چې ګڼ نور امریکايي چارواکي هم ورسره په غونډه کې حاضر ول، ویلی دی چې دوی له افغانستان سره د ستراتیژیکو همکاریو په اړه خبرو ته تیار دي او دا تړون به د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د نژدې کېدو لور ته بل ګام وي،پنیتا همداراز ویلی دی چې افغان او امریکايي چارواکي به د افغانستان د امنیتي ځواکونو د راتلونکي او د هغو د شمېر او جوړښت په اړه خبرې وکړي دا هم د امریکا او هم افغانستان ګډ هدف دی چې افغانستان خپلواک او پر خپلو پښو ولاړ وي او خپل امنیت د بهرنیو ځواکونو له مرستې پرته په خپله وساتلی شي،جنرال وردک او بسم الله محمدي له امریکا د خپلو قربانیو په خاطر مننه وکړه او ویې ویل چې افغان امنیتي ځواکونو په تېر یوه کال کې خورا پرمختګ کړی دی.

په کابل کې امریکایي ډپیلوماټان هیله مند دی، چې د بګرام زندان د سپارلو او د شپې عملیاتو افغانې کولو  تفاهم  نه یواځې، د ستراتیژیکو اړیکو د تړون په وړاندې خنډونه له منځه وړي، بلکه د سولی په بهیر به هم مثبت اغیز وکړي،په کابل کې د امریکا د سفیر مرستیال جیمس کننګهم چې د چهارشنبې په ورځ یي په کابل کې خبریالانو ته وینا کوله وویل، چې د دې دوه تفاهم لیکونو په لاس لیک سره د ملي حاکمیت پر وړاندې موجوده اندیښنې پای ته رسیدلي دي،نوموړی ویلی دی چی دغه تفاهم لیکونه به وسله وال مخالفین وهڅوی چی دسولی له بهیر سره یو ځای شې،دا دوه تفاهم لیکونه د افغانستان ملي حاکمیت پیاوړې کوي او زه باور لرم، چې دا تفاهم لیکونه به د دې باعث شي، چې طالبان او نورې ډلې به وهڅوي چې د سولې په اړه فکر وکړي او سوله وکړي. ولی د ذبيح الله مجاهد له لوری و رسنیو ته په رسېدلې پاڼه کی ویل شوی دی چی د افغان حکومت او امريکا ترمنځ د شپې د عملياتو نوى تړون پر طالبانو ځکه تاثير نه کوي چي د دوى جنګيالي د شپې له خوا په بستر کي نه بلکي په سنګر کي وي په خبر پا ڼه کی ویل شوی دی چی ددی تړون هدف یوازی دملکی افغانانو ځورولو ته قانونی رنګ ور کول دې، همدا رنګه طالبانو ويلي دی چی بهرنيان ځکه د شپې عملياتو ته ترجيح ورکوي چي له طالبانو سره يې په سنګر کي د مخامختيا توان له لاسه ورکړى دئ.

امريکايي قوماندانان وايي چي په پام کي لري چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په هوايي، لوجستيکي، معلوماتو او تروريزم سره د مبارزې په خاطر شاوخوا ۱۵ زره سرتيري پريږدي. خو په کابل کي د امريکاسفارت وياند وايي چي نسي کولای دغه راپورونه تائيد کړي،په افغانستان کي د امریکا د دايمي پوځي اډو په اړه گاونډي هیوادونه انديښنه لري، او ايران په ډاگه د امريکا پر متحده ايالاتونو تور لگولی دئ چي په افغانستان کي له موقعيت څخه استفاده کوي او دايمي پوځي اډه جوړوي،خو سوندوال ددې انديښنو په اړه ویلی دی چی ،موږ په افغانستان کي د دايمي پوځي اډو د جوړولو په تلاښ کي نه يو او هغه ځواک چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته ئې کابل غواړي گاونډيانو ته هيڅ گواښ نه دئ. په اصل کي دغه ځواکونه به د کابل د حکومت د ملاتړ له پاره دلته وي. دا به زموږ د اطمينان له پاره دلته وي چي القاعده بيا و نه توانيږي چي په افغانستان کي ځالي جوړي کړي.

پای

رحمت اله روان

 

 

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت