رحمت اله روان

 

 په پاکستان پنځه زره مدرسی دافغانستان ضد ترهګر روزی

د افغانستان د ملي امنیت رئیس جنرال رحمت الله نبیل، د مشرانو جرګې غونډي ته ویلی دی چې د ډیورنډ د کرښي په هاغاړه کي۵۰۰۰ مدرسې د افغانستان ضد ترهگر روزي. هغه د افغانستان د استخبارتو په برخه کي د لا ډیري پانگوني غوښتنه وکړه ،ښاغلي نبیل چی د تیری سه شنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د می ۱) د مشرانو جرګې عمومي غونډي ته ور بلل شوی وو چي په هيواد کي د وروستي امنیتي وضعیت او په کابل او یو شمیر نورو ولایتونو کي د وسله والو طالبانو د همهاله بریدونو په اړه سناتورانو ته معلومات ورکړي جنرال نبیل وویل چې اوس مهال په پاکستان کې پنځه زره دیني مدرسې د افغانستان پر ضد د ترهګرو پر روزلو بوختې دي چی د شاوخوا ۳۰۰۰۰ مدرسو په ډله کې ۵۰۰۰ ئې هغه دیني مدرسې دي چې پکښې د دیني زده کړو پر ځای د افغانستان دښمنانو ته د تروریستي اهدافو درسونه ورکول کیږي. که په یوه کال کې دوه کسان د افغانستان پر ضد د تروریستي فعالیتونو له پاره وروزي نو ټول ۱۰۰۰۰ کسان کیږي ، همدا رنګه ښاغلی نبیل ویلی دی چی دا ټولو ته واضیح ده چې په تیرو لسو کلونو کې افغانستان ته له همسایه ملکونو څخه مشکلات راځي. په دې اړوند باید په تیرو لسو کلونو کې زیاته پانګونه د استخباراتو په برخه کې شوې وای

ایران او پاکستان هغه دوه هیوادونه دي چې له افغانستان سره د امریکا د ستراتیژیک تړون په وړاندې یې له پیله حساسیت ښوولی دی. ایران له دې کبله چې ممکن د افغانستان له لوري به تهدید شي خو پاکستان بیا په دې خاطر چې په سیمه کې یې ستراتیژیک اهمیت ختمېږي له دې کبله یوازې ایران او پاکستان د امریکايي پوځیانو له حضور او له افغانستان سره د امریکا د ستراتیژیک تړون مخالف دي. ایران په دې خاطر چې له امریکا سره یې مخالفت ښکاره دی په افغانستان کې د امریکايی پوځیانو له حضور سره خپل مخالفت هم نه پټوي خو پاکستان بیا په دې تمه چې لا هم له امریکا مرستې ترلاسه کړي خپل مخالفت په زغرده نه اعلانوي د ډېرو افغان شناندو او یوشمېر لوېدیځو رسنیو په نظر د افغانستان او امریکا د ستراتیژیکو همکاریو د سند لاسلیک د افغانستان د ناامنۍ دوو تږو هیوادونو یعني پاکستان او ایران ته زغرد پیغام ولېږه چې که هر څومره جګړه اوږده کړي افغانستان دوی ته په میدان نه پرېښوول کېږي، دلته اړینه ګڼم چی د پاکستان د آی،ایس،آی دمخکنی مشر جنرال حمیدګل وهغو څرګندونو ته اشاره وکړم چی دافغانستان او امریکا دستراتیژیک ټړون تر لاسلیک کیدو وروسته دفارس خبری اژانس سره یی په لا هور کی کړی دې

رئیس سابق ای ،ایس،ای پاکستان جنرال "حمید گل" در گفتوگو با خبرنگار فارس در لاهور اظهار داشت: هدف اصلی از امضای پیمان استراتژیک بر هم زدن توازن قدرت در آسیا است زیرا این پیمان ایران، پاکستان و چین را تحت تأثیر قرار خواهد داد ،این جنرال استخبارات پاکستانی تصریح کرد که در نظر نگرفتن کشورهای همسایه افغانستان، حربه آمریکا برای بیاهمیت جلوه دادن این کشورها به ویژه پاکستان و ایران را به وضوح روشن میکند ،حمید گل گفت: پاکستان و ایران باید هر چه زودتر به حربه‌‌های آمریکا پاسخ دهند و نگذارند توازن قدرت در آسیا بهم بخورد زیرا پیمان استراتژیک مقدمه سناریوی آمریکا در منطقه است که نباید به نتیجه برسد وی تأکید کرد که اعتماد پاکستان و ایران به یکدیگر در این مرحله حساس بیش از پیش ضروری به نظر میرسد ،این مقام پاکستانی تصریح کرد: امضای غیر منتظره پیمان استراتژیک بین اوباما رئیس جمهور آمریکا با همتای افغانی خود نشان میدهد که آمریکاییها با گذشت یک سال از کشته شدن اسامه بن لادن هنوز هم از شخصیتهایی چون بن لادن در هراسند ،حمید گل افزود: آمریکا با گرد آوردن ارتشهای سراسر دنیا سازمان ناتو را به وجود آورد اما ناتو نتوانست آمریکا را در افغانستان به پیروزی برساند و آمریکا همچنان در باتلاق افغانستان به دام افتاده است وی تصریح کرد که امضای پیمانهایی مانند پیمان استراتژیک هیچ تأثیری بر اوضاع افغانستان ندارد و این 2 کشور با امضای این پیمان نه قادر به برقراری امنیت خواهند بود و نه میتوانند طالبان را تضعیف کنند رئیس سابق سرویس اطلاعاتی پاکستان تأکید کرد: نیروهای آمریکایی و ناتو روزهای سختی را در افغانستان پیشرو خواهند داشت چون پیمان استراتژیک نمیتواند هیچ گونه تضمینی برای تأمین امنیت نیروهای آمریکایی و ناتو در افغانستان باشد.

د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان د تېری سه شنبه د خپل هیواد مشرانو جرګې ته په یوه رپوټ کې ویلي چې پاکستان په افغانستان کې د سولې او ټیکاو اصلي خنډ دی د دغه رپوټ له مخې، د پاکستان تر واک لاندې سیمو کې د افغان دولت او نړیوالو ځواکونو مخالفو وسلوالو پټنځي، د هغوی پرضد عملیات نه کول او له دغه هیواد څخه افغانستان ته د چاودېدونکو موادو په نه بندولو کې د پاکستان بې غوري هغه څه دي چې په افغانستان کې امنیت خرابوي ،پاکستاني چارواکي تل دا ډول څرګندونې ردوي او وايي چې د ترهګرۍ ضد نړیواله جګړه کې له امریکا سره رښتونې ملګرتیا کوي،د دغه هیواد چارواکي ان اوس  دا هم وايي چې له امریکا سره یې د القاعده د مشر اسامه بن لادن په وژلو کې مرسته کړې او سي ای اې ته د دوی ور کړي معلومات سبب شول چې اسامه بن لادن ووژل شي ،د ای اېس ای دوو چارواکو تېره اوونۍ واشنګټن پوسټ ته له نومښودنې   پرته ویلي و چې امریکا باید دوی ته د اسامه بن لادن د سر انعام هم ور کړي که څه هم امریکايي چارواکو د ای اېس ای دا څرګندونې رد کړې دي، خو د پاکستان د دفاع وزیر چوهدري احمد مختار پرون ویلي چې پر ای اېس ای سربېره د پاکستان پوځ هم له امریکا سره د اسامه په وژلو کې مرسته کړې ده ،نوموړي د اسامه بن لادن د لومړي تلین په مناسبت له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د پاکستان د پوځ او څارګرې ادارې په همکارۍ د امریکا څارګرانو د اسامه بن لادن درک وکړ او ویې واژه

له هغو ظلمونو سره سره چې ګاونډيانو(ایران او پاکستان) په تېرو دېرشو کلونو کې پر افغانانو کړي دي، د هغوى اندېښنې له ناچارۍ له امريکا سره په ستراتيژيک سند کې په پام کې نيول شوي دي د ملي امنيت سلاکار رنګين دادفر سپنتا د دغه مطلب په څرګندولو سره وويل، چې د دولتي بنسټونو ويجاړېدل، د اردو له منځه تلل، د سياسي ګوندونو په خپلو کې ښکېلېدل، د طالبانو رامنځته کېدل، د خلکو عام وژنه او نور ډېر شيان د همدغو ګاونډيو له امله شوي دي؛ خو له دې سره سره له ناچارۍ د هغوى اندېښنې په ستراتيژيک تړون کې په پام کې نيول شوې دي نوموړي، چې  (د غويي ١٤مه) يې د “له ٢٠١٤ کال وروسته د ملي پوليسو لرليد” په نړيوال کنفرانس کې خبرې کولې، د يو شمېر کارپوهانو په څرګندونو د نيوکې په ترڅ کې، چې د رسنيو له لارې خپرې شوې، وويل: “په خواشينۍ سره چې تېره شپه ډېرى سياسي کارپوهانو د خپلې اندېښنې د ګاونډيو په اندېښنو متمرکزې کړې وې او ډېر کم يې د افغانانو د اندېښنو په اړه، چې ولې مو اړتيا لرله، چې داسې ستراتيژيک سند لاسليک کړو، خبرې کولې،سپنتا له امريکا سره د ستراتيژيکو همکاريو د سند لاسليکول د افغانستان لپاره مهم وباله او زياته يې کړه، دا د هېواد په تاريخ کې لومړى ځل دى، چې له يوه ځواکمن هېواد سره داسې مهم سند لاسليک کېږي ،د ملي امنيت سلاکار زياته کړه: “له شک پرته، زموږ اندېښنه داسې ده، چې موږ د يوه ځواکمن متحد له لرلو پرته د نړۍ په دې بحراني سيمه کې په مشکل کولى شو، چې د خپل هېواد له عزت او ابرو، خپلواکۍ او ملي وحدت څخه وکړو او دې ته اړتيا لرو؛ له داسې نړۍ سره چې زموږ ملي حاکميت او خپلواکۍ ته درناوى کوي، متحد شو، څو وکړاى شو له بالقوه ګواښونو څخه دفاع وکړو.”

 که ځه هم په ظاهره طالبانو او حزب اسلامی  دواړو  دافغانستان او امریکا تر مینځ دسترا تیژیک تړون په وړاندی احسا سیت  شودلی دئ  خو د کتونکو په وینا دافغانستان او امریکا تر مینځ ستراتیژیک تړون طالبانو ته هم دا پیغام ولېږه چې دا خوب یې نه شي رښتیا کېدای چې امریکا او نړیواله ټولنه به له افغانستانه وځي او دوی به د ګاونډیو هیوادونو د ملېشو په څټ سپاره کابل نیسي ،ډیلي بیسټ ورځپاڼې په همدې اړه د طالبانو د استخباراتي مقاماتو له قوله ویلي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو تړون د دوی لپاره په جګړه کې بریالیتوب ګرانه کړ ،دې ورځپاڼې په خپل  راپور کې ویلي دی چې د افغانستان او امریکا د ستراتیژیکو همکاریو تړون د کابل چارواکي خوشاله کړي، منځلاري طالبان یې خوابدي کړي خو سخت دریځو ژمنه کړې چې لا به هم جګړې ته دوام ورکود امریکا او افغانستان د ستراتیژیکو همکاریو د تړون پراساس به امریکا له ۲۰۱۴ وروسته د یوې لسیزې لپاره د افغانستان پوځي او مالي ملاتړ کوي. د دې خبرې مانا دا ده چې امریکا او نړیواله ټولنه به د افغانستان اوسنی دولت سقوط ته نه پرېږدي ،د ډیلي بیسټ خبریالان وايي، د امریکا او افغانستان د تړون په اړه منځلارو یا معتدلو طالبانو ورته ویلي چې د کرزي د حکومت د نسکورولو او د هغه پر ځای د ملا عمر د واکمنولو په باب د دوی د هیلو پوره کېدل سخته شوي ،د طالبانو یوه استخباراتي مامور، د نوم د نه ښوولو په شرط ډیلي بیسټ ته وویل:د امریکا او لوېدیځ له خوا دا ډول ژمنې موږ دې نتیجې ته رسوي چې جګړه به ډېره اوږده شي او زموږ جنګ به له ستونزو سره مخامخ کړي. ځکه چې ټول اوس لا له جګړې ستړي دي ،پر دې سربېره طالبان اندېښنه لري چې د دې تړون په پایله کې، چې په ۲۰۱۴ کال کې امریکايی پوځیان ووځي، ممکن د افغانانو په منځ کې د طالبانو ضد روحیه پیاوړې شي.

ډیلي بیسټ ورځپاڼې له امریکا سره ستراتیژیک تړون د افغانستان د ولسمشر لپاره بریالیتوب بللی او لیکلي یې دي، سره له دې چې په تړون کې ډېر موارد مشخص شوي نه دي، عام افغانان او د دولت غړي یې هرکلی کوي.

دوی وايي چې دا د کرزي لپاره بریالتوب و ځکه چې بالاخره یې امریکایان اړ ایستل چې په شپږو میاشتو کې د افغان بندیانو د سپارلو او د شپې په عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو ته د مخکښ رول ورکولو ژمنې وکړي.

د سیاسي او امنیتي چارو کارپوهان وايي، هر څومره چې امریکایي پوځیان له عام محضره لېري کېږي او د هغوی ځای افغان امنیتي ځواکونه نیسي، د طالب جنګیالیو د جتګېدو روحیه کمزورې کېږي. دوی د ډاکتر نجیب الله د رژیم وروستیو کلونو ته اشاره کوي چې د شوروي پوځیانو له وتلو وروسته د افغان امنیتي ځواکونو روحیه پیاوړې شوه او په مقابل کې یې د جګړې دوام ته د مجاهدینو انګېزه کمه شوه دا امکان اوس لا زیات دی ځکه چې پر اوسني حکومت او چارواکو یې د شوروي پلوه رژیم په شان د کفر ټاپه نه شي لګول کېدای.

پای

رحمت اله روان

 

 


بالا
 
بازگشت