رحمت اله روان

 

دایران سفیرپه افغانستان کې نفاق ته لمن وهي

په رسنیو کی دټولو معلوماتو پر بنیادعام افغانان او کتونکي په دې نظر دي چې د افغانستان لپاره دې د ایران نوی سفیر ابوالفضل زهره وند  له افغانستان ځخه وایستل شي ځکه نوموړی هغه چهره ده چی له ډیر پخوا رهیسی یی په افغانستان کی نفاق او لمسون ته لمن وهلی ده د مشرانو جرګې یو شمیر غړو د تیری سې شنبې په ورځ وویل،د ایران نوی سفیر د دیپلوماتیکو اصولو څخه سرغړونه کوي او پکار ده چې په هیواداد کې د ده د ماموریت له دوام سره موافقه ونشي، دسنا  تورانو د جملی ځخه د مشرانو جرګې غړی ښاغلی خالقداد بلاغي دیوه عینی شاهید په ځیر ویلی دی چی :«زهره وند د افغانستان د جهاد په دوران کې هم ښه بګراوند نه درلود، خلک یي جنګ او نفاق ته لمسول، دی د ایران استازیتوب ته مناسب شخص نه دی او د دې صلاحیت نه لري چې په افغانستان کې د سفیر په توګه دنده ترسره کړي.» د ښاغلی بلاغی  په ځیرځینونورو ډیرو رسینو هم دایران دنوی سفیر د زهره وند په هکله لیکلي، چې دی له ۱۳۷۱ لمریز کال څخه تر  ۱۳۷۹ کال پورې په مزار شریف کې د ایران سرکنسل و او د خپل ماموریت په دوران کې یي، ځیني ډلې جنګ ته لمسولې او د وسلو او پیسو مرستې یي ورسره کولې.رسنیو لیکلي چې زهره وند ډیر ځلي د افغانستان، پاکستان او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو په مخنیوي کې برخه اخیستې ده. داوخت ابوالفضل زهره وند، په داسې وخت کې په افغانستان کې د ایران د سفیر په توګه په دنده ګمارل شوې، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو سند هم لاسلیک شوې.نوموړی دغه سند دایران او دسیمی دهیوادونو په ګټه نه ګڼی او ځو ځلی یی ور سره مخالفت ښودلی دې.دایران سفیر زهره وند دافغانستان د مشرانو جرګې له مشر سره د پیژندګلوۍ په غونډه کې له نوموړي په تونده لهجه غوښتي، چې د افغانستان او امريکا تر منځ لاسليک شوى سترا تیژیک سند رد کړي، ځکه دا تړون د ايران د ملي ګټو پر زيان دى او که چیرته د افغانستان پارلمان دا رد نه کړي؛ نو ايران به په دې اړه جدي غبرګون وښيي. ايران له تیرو څو کلونو په ډېره سپين سترګۍ سره د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي، خو افغان دولت تل ايران ته دوست او ملګرى هیواد ويلى دى. څو ورځې وړاندې په حکومت کې د ننه دغه هیواد ته د جاسوسۍ په تور ځينې کسان ونيول شول، د ملي امنيت وياند وويل، چې ايران په افغانستان کې د ځنيو رسنيو مالي ملاتړ کوي، ترڅو په افغانستان کې د ايران په ګټه خپرونې وکړي او د ايران کلتور د خپرولو لپاره کار وکړي او په دې وروستيو کې دغه هیواد د خبريالانو په جامه کې هم خپل جاسوسان افغانستان ته رایږلی دي، چې يو يې هم په دې وروستيو کې د ملي امنيت له لورري نيلوشوى دى.د تعجب وړ خبره خولا دا ده، چې د ايران سفير ويلي، دا سند د ايران د ملي ګټو پر ضد دى؛ نو د افغانستان پارلمان يې بايد رد کړي او د تاييد رايه ور نه کړي. په داسې حال کې، چې د سياسي چارو ډيرى کارپوهان دا تړون د افغانستان په ګټه بولي او حکومت ګاونډيو هېوادونو ته هم ډاډ ور کړى دى، چې دا تړون د هېڅ هېواد پر ضد نه دى او د تړون يوه ماده هم داسې ده، چې د افغانستان خاوره د هېڅ بهرني هېواد پر وړاندې نه کارول کېږي. اوس پوښتنه داده، چې ايران څومره د افغانستان ملي ګټو ته پام کړى دى، چې اوس افغان دولت د دوى ملي ګټې له ګواښ سره مخ نه کړي؟د افغانستان په تیر څو کلن ناورين کې ايران هم تر نوورو هیوادونو وروسته نه دى پاتې شوى؛ بلکې په افغانستان کې يې تل لاسوهنه کړې ده او د جګړې اور ته يې لمن وهلې ده او اوس له افغانستان څخه غواړي، چې له امريکا سره لاسليک شوى سند د ايران له ګټو سره د مخالفت له امله رد کړي. وروسته له هغه چی تیره اوونۍ په کابل کې د ایران سفیر د افغانستان د مشرانو جرګې له ريیس سره په کتنه کې په تنده ژبه ویلی وه چې که د افغانستان ملي شورا د امریکا او افغانستان ستراتیژیک تړون رد نه کړ، ایران به ټول افغان کډوال له خپلې خاورې وباسي. په دې پسې د رسنیو او کارپوهانو په شمول د ډېرو افغانانو له انتقادونو وروسته د افغانستان د باندنیو چارو وزارت د ایران سفیر احضار کړ خو سفیر بهرنیو چارو وزارت ته له تلو انکار وکړاو په عوض دایران دسفارت بل کوم کارکوونکی دبهرنیو چارو وزارت ته دخبرو دوضاحت لپاره وغو ښتل شو ،.تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی رامین مهمانپرست په یوه خبري غونډه کې د افغانستان او امریکا د ستراتیژیک تړون پر لاسلیک کېدا د خپل هیواد رسمي دریځ اعلان کړ، ویې ویل چې د دې سند لاسلیک  د سیمې د هیوادونو لپاره د اندېښنې وړ دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اسیا او پسفیک د چارو مرستیال سید عباس عراقچي هم ایرنا خبري اژانس ته وویل:«ایران بیا بیا کابل ته د امریکا او افغانستان د ستراتیژیک تړون په باب خپلې اندېښنې ښکاره کړي او ورته ویلي یې دي چې دا تړون د افغانستان له امنیت سره مرسته نه کوی ده وویل چې ایران په ځلونو له افغان چارواکو سره په دې اړه ږغیدلی دی او بیا به هم خبرې وکړي چې یوې سمې نتیجې ته ورسیږی ،یو شمیر عام افغانان او کتونکي د ایران د لاس وهنو پر وړاندې د افغان حکومت په خاموشۍ انتقاد کوي او خبرداری ورکوي، که د دغو لاس وهنو پر وړاندې اقدام ونشي، نو هیواد به له جدي ستونزو سره مخامخ شي.د افغان حکومت په خاموشۍ دا انتقاد په داسې حال کې کیږي، چې د هیواد ځینو امنیتي ادارو د هغو دوو کسانو ویډیو رسنیو ته سپارلي، چې په کې دوی د ایران د لاس وهنې د څرنګوالي په اړه معلومات ورکوي په را پورونو کی ویل شوی دې چی سید کمال یو له دغو دوو نیول شویو جاسوسانو څخه په دې ویډیو کې وایي، چې ایران د مشهد، زاهدان او تهران په شاخوا سیمو کې د افغان دولت د وسله والو مخالفینو د روزلو لپاره ځانګړي مرکزونه جوړ کړي دي ده همداراز  ده ویلی دی، چې ایران اوس اوس داسې هڅې هم پیل کړي، چې د حزب اسلامي ډله د افغان حکومت پر ضد پیاوړې کړي دوی خلک هڅوي او په ټولو سیمو کې یی جلب او جذب دوام لري، دوی له بیلابیلو ډلو سره په شدت سره کار کوي، دوی غواړي د حزب اسلامي ډله بیا ورغوي او هغې ته د ځواک د راټولو په هڅه کې دي هغه ویلی دی چی د دې ترڅنګ د طالبانو لپاره هم کار روان دی او د مشهد شاوخوا سیمو کې، چې مخکې یې نومونه اخستل شوي روزنه ورکول کیږي .خو په عین حال کی داسی راپورون هم خپاره شوی دی چی دحزب اسلامی یو پنځه کسیره هیئت یو ځل بیا دخبرو لپاره په دی نژدی ور ځوکی کابل را رسیدونکی دې چی مشری به یی دغیرت بهیر په غاړه وې..″د سیاسي چارود ځیني افغان پوهانو له نظره چی وایي، د ایران د سفیر څرګندونې د نړېوالو دپیلوماتیکو نورمونو خلاف دي او افغان حکومت یي باید پر وړاندې دومره سینه ونه کړي چې د هیواد حاکمیت ته پوښتنې راجع شي افغانستان د ایران پر وړاندې له حده زیاته حوصله کوي او دا د هیواداد حاکمیت ته زیان رسوي، زهره وند پخوا هم د افغانستان له ثبات سره مخالف و او اوس بیا د دې لپاره رالیږل شوی چې په دې هیوااد کې بې ثباتي را وپاروي. ایران له امریکا سره پخوانی دښمني لري او د یو ګاونډي او مسلمان هیواداد په توګه ورته نه ښایي چې د خپلې دښمنی په خاطر پر افغانستان زور واچوي.د ایراني جاسوسانو دې اعترافونو ته په پام سره یو شمیر عام افغانان له حکومته غواړي، چې په دې اړه جدي اقدام وکړي د دوی په وینا که د بهرنیو لاس وهنو او په تیره بیا د ایران د لاس وهنو په وړاندې جدي اقدام ونه شي، نو ممکن افغانستان له زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان شي ،ځکه دا لومړی ځل نه دی، چې په افغانستان کې د ایران د لاس وهنو او تخریبي فعالیتونو په اړه دا ډول شواهد وړاندې کیږي، بلکې په تیرو لسو کلونو کې څو څو وارې دغه هیواد د افغان دولت د وسله والو مخالفینو په ملاتړ تورن شوی دی په هیواد کې امنیتی ارګانونو ،ملکی ادارو او میشتو بهرنیو ځواکونو په دې اړه کره شواهد هم وړاندې کړي، خو افغان حکومت بیا خاموشي غوره بللې دا ځل بیا له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو له لاسلیک وروسته ایران یو ځلې بیا خپلې هڅې ګړندۍ کړي او غواړي د بیلابیلو لارو فشارونه وارد او ددغه سند د تصویب مخه ونیسي. که ايران او د افغانستان نورو ګاونډيو هېوادونو د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسونه نه واى کړې او د افغانانو تر منځ يې د خپل منځي جګړو اور بل نه واى ساتلى؛ نو اوس به افغانستان دې ته نه مجبورېدۀ، چې له امريکا سره د ستراتيژيکو همکاريو سند لاسليک کړي او غربي نړۍ ته د مرستو لاس اوږ د کړي. په داسې حال کې، چې همدا دافغانستان ګاونډيان وو، چې افغانستان يې له غربي نړۍ سره ستراتيژيک سند لاسليکولو ته اړ کړ، خو اوس دوى هم ګواښونه کوي، چې په دې اړه به سخت غبرګون وښيي. ايران تر دې وړاندې هم له افغان دولت سره مرسته نه ده کړې او که کومه مرسته کوي، په هغه کې هم افغانانو ته زهر ور کوي، همدا ايران دى، چې په افغانستان کې قومي، مذهبي او ژبنيو تعصبونو ته لمن وهي او غواړي افغانستان يو ځل بيا د تباهۍ په لور بوځي.د ايران سپين سترګيو ته په پام سره افغان دولت ته په کار ده، چې دغه هیواد ته ورورو او دوست و نه وايي او ددوى د هرې لاسوهنې ځواب ورکړي او که داسې ونه کړي؛ نو ايران به په افغانستان کې نور داسې کارونه وکړي، چې بيا به يې دولت په هغه وخت کې د مخنيوي توان نه لري

 

پای

رحمت اله روان

 

 


بالا
 
بازگشت