ابو دانیال

افغانستان د یوویشتمې پيړۍ د فرعونانو په منګولو کې

 

د شلمې پيړۍ له وروستیوڅولسیزو، او د یوویشتمې پيړۍ له لومړۍ لسیزې را وروسته  (۳۴ ) کاله کيږي چې افغانستان د ځنا ورخصلته  سرو او تورو تمد ن ډ وله یرغلګرو، ښکيلاک ګرو او ځبېښاک ګرو تراستکباري وحشت لاندې دﺉ . د افغانانو نظام ، جغرافیه ، تاریخ ، کلتور ، اقتصاد ، دیني ارځښتونه ، ملي روایات ، علمي کدرونه ، ګران وطنوال ، علمي او تاریخي آثار، ملي شتمنۍ ، ځمکنۍ زېرمې ، بنسټیز تأسیسات ، کلي ، کورونه ، ښارونه او سرحدونه  په پردیو وارداتي تپل شویو جګړو کې په خورا دردوونکي او وحشیانه ډول له منځه ولاړل .

سره ابرهه (پخواني شوروي اتحاد ) خو لس کاله پر بې دفاع مسلمانوافغانانو باندې خپله خاوره  او خپله مېنه د خپلو فیلانو په باروتي لتو ، ګردونو ، دودونو او لمبو کې پټه کړې او سره بټۍ اړولې وه . هغوی خوګرمو اوبوته د رسېدو په موخه د افغانستان سویْلي ، سویْل ختیځې ، سویْل لوېدیځې اود کابل جنوبي ، جنوب ختیځې او جنوب لوېدیځې  برخې وځپلې . مالي او ځاني تلفات یې ور واړول . د خپلې کرغېړنې جنګي ستراتیژۍ د پټولو له پاره یې د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم داسې عملیات پیل کړل چې له ځینو واک غوښتونکو او بېلتون غوښتونکو سره به یې د پروتو کولونو له مخې مرستې کولې ، او مالي او پوځي امکانات به یې ور ته برابرول او د عملیاتو په پلمه به یې اکمالات ور وړل .

د بېلګې په توګه چې په پنجشېرکې دستګیر پنجشېري ، هزاره جات کې سلطان علي کشتمند ، اوشمال کې  ازبک ملېشه دوستم تمویل کړل . ولې پر ضد یې له بدخشانه تر هراته پورې چېرته چې پښتانه پراته دي وځپل . خو کله چې روسان ووتل د افغانستان اردو سره له پوځي امکاناتو د مخکې جوړ شوي تقسیم اوقات په اساس  د شمال پر(۱۲) ملېشو لږه کیو ته د نظامي امکاناتو ورسپارلو په هدف ووېشل شول. په پښتون مېشتو سیمو کې پاتې وسلې د خپلمنځي پلان شوو جګړوخوراک شوې . د پښتون د مشر تابه ونې ښاخونه او رېښې یې ورپرې کړې ، خو په بدل کې  یې د لږه کیو نامالوم ناروغ  نیالګي ته د پښتون پرضد د ودې او حیات د نفاق هغه اوبه ور پېچکاري کړې ، چې له امله یې پرې بهرنيو زبرځواکونو او د افغانستان ګاونډيو هېوادونو په اصل کې د دې هېواد هویت ، مشرتابه ، خپلواکي او د خاورې تمامیت له منځه وړل غوښتل . ځکه خو د وخت شوروي اتحاد پر افغانستان باندې د ځمکې او هوا له لارې پوځي یرغل را وړ ، افغانستان یې د خپل پنځلسم ایالت په هیله اشغال ، او پوره لس کاله یې یواځې د افغانانو پر وژلو اود ټول افغانستان په نړولو کې خپله سرې لښکرې ښکېل وې ، چې په مېلیونونو بې دفاع افغانان یې په دغه ناانډوله تپل شوې جګړه کې شهیدان ، ژوبل ، مهاجر او بندیان کړل . او بیا یې په ډله ییزوه توګه د خپلو کمونېست پلوه  افغان ملګرو په لاس په شهادت ورسول . چې موږ یې ښکاره بېلګې د کا بل د څرخي پله زندان د پولیګون او په دې ښار کې د حوت د درېیمې د پاڅون ، خیر خانې کوتل د بابه جان قرار ګاه ، د کاپیسا ولایت د اله سای ،  سیا د و ؤلسوالیو او ګلدان ، دشت لیلی ، شولګرې دشتې ، سرپل ، د هرات د پاڅون ، کندهار ، او د افغانستان د نورو ولایتونو ډله ییز شهیدان یادولی شو ، چې روسانو او روسي پلوه بړېڅو په افغانستان کې قصداً په شهادت ورسول . خو اېرانیانو او پاکستانیانو هم د افغانانو په وژلو ، د افغانستان په لوټلو او بې وسلې کولو کې هېڅ کمی ونه کړ . پاکستان افغانان په اتو غټو ډلو سره ووېشل . ایران یواځې شیعه مدهبه مشران سره تنظیم کړل . او د تاجیکو یواځې ( برهان الدین رباني ) یو مشرؤ . ځکه همغه مهال پاکستان ته د امریکې له خوا ویل شوي وو چې پښتانه  دې د زعامت له مخې په خپلو کې سره ووېشي ، هغوی همداسې وکړل . د افغان مجاهدینو تر منځ یې د نفاق تخمونه وکرل ، یو پر بل یې سره وټکول .او وروسته یې ساده او له سیاسته بې خبره طالبان واک ته ورسول . خو کله چې د امریکې د راتلو وخت را ورسېد . د همدغه ننني پاکستان له خوا د ناټو ځواکونو ملاتړ وشو . لاره یې ورکړه .لومړی یې خپل پوځیان له شمالي ولایاتو په تېره له کندزڅخه په الوتکو کې ترې و تښتول ، او بیا یې طالب رژیم په دې پلمه پرې ړنګ کړ چې ګواکي طالبانو اسامه بن لادن ته ځای ور کړی ، خو دا یې نه ویل چې اسامه بن لادن خو لومړی پاکستان ته راوړل شوی ؤ ، پاکستان ځای ور کړی ؤ ، او له پاکستانه افغانستان ته د استاد برهان الدین رباني د واک پر مهال را وړل شو . نوموړي د اسامه بن لادن په شمول (۱۲) تنوعرب مشرانو ته د افغاني تابعیت تذ کرې ورکړې .   پاکستان خپله له اسامه نه باج اخیست . خو پرسر یې د سیاسي تجارت ټېکه د افغانستان له خاورې له امریکې سره ووهله . ولې له سیاست نه ناخبره افغان طالبانو ته یې د قاضی حسین احمد ، مولانا فضل الرحمن ، مولانا سمیع الحق او مولانا شېراڼي په خوله وویل چې اسامه ستاسې مېلمه دﺉ ، افغانان ځان وژني ، خو مېلمه چاته په لاس نه ور کوي . طالبانو د پاکستاني جاسوسي شیطانانو په خوله وکړل . خپل ځان ، خپله خاوره او خپل نظام یې د پاکستاني اهدافو قرباني کړ. او پاکستان له امریکې او ایرانیانو ، او امریکا له روسانو سره د طالب سُّني رژیم په له منځه وړو کې یوه خوله وه . خو روسانو بیا د تا جیکو ، ازبېکواوهزاره ګانو ترمنځ د ایران په ملاتړ یو نسبي اتحاد د پښتنو په وړاندې جوړکړ . له شورای نظار سره یې پوځي پروتوکولونه لاسلیک کړل . او ایران هزاره ګان او تورن اسماعیل خان د افغانانو او افغان حکومت مخې ته ور واچول چې په افغانستان کې هزاره مېشتې سیمې پرې د ځان کړي . ځکه چې د دوغارون ، کجکي ، او سلما بندونه ، او د هېلمند پروژې یې نه خوښېږي ، او د افغانانو اوبه  د ځان بولي . تورن اسماعیل خان ځکه هغه مهال خپل ځانته امیر لقب ور کړی ؤ .

خو دوه مخي پاکستان له یوې خوا طالبان  وار له مخه د دوی د قدرت پرمهال بې وسلې کړل ، درنې مؤثرې وسلې یې خپلو اردو ګاه وو ته ترې یووړې ، او پر امریکایانو یې بې واکه کړل .او له بل پلوه یې  په افغانستان کې د جګړې اوږدولو له پاره یو ځل بیا د امریکې او انګلیس په سلا مشوروهمغه بې وسلې او بې واکه طالبان د پاکستاني طالبانو په ملاتړ په قبایْلي سیمو کې د یادو سیمو د ځپلو، اېل کولو او کاواکه کولو له پاره سره را ټول ، ټرېنېنګ ، تمویل اود وسلې پرځای یې ځانمرګي واسکټ ور واغوستل . لس کاله یې نور دوی د خپلو خلکو او خپلې خاورې پر ضد ولوبول ، او ځان یې له مالي او نظامي پلوه پرې تمویل او تجهیز کړ . لنډه داچې پاکستان هر وخت پر افغان خاوره ، افغان رژیمونو او افغان مشر تابه باندې ملنډې وهلې دي . ځکه یې افغان مشران ټول څوک له صحنې و ایستل  او د مغارو ژوند یې ور په برخه کړ، څوک یې په خپله او یا د بل په لاس ترور کړل ، څوک یې یو له بل سره دښمن او د ترورېزم ټاپه یې پرې ووهله  ، د ترورېزم په نامه جنګ  له افغانانوسره روان دﺉ ، څوک یې په خپلو ځېلخانو کې مړه او وساتل ، څوک یې پرامریکې باندې وپلورل ، او په ګوانتانامو زندان کې واچول شول ، اوڅوک یې قًطرته له کورنیو سره په ناخبرۍ اوغوړو وعدو کې تبعید کړل . پاکستان او امریکې په ګډه د افغان طالبانو مشرتابه په درېیو برخو سره ووېشله ، د ملابرادر ډله یې خپله بندي کړه ، ملا دادالله او ملاعبیدالله یې مړه کړل ، ملا عمر آخوند نامالوم دﺉ . د ملا شهاب الدین دلاور ډله یې د امریکې په خوښه قطر ته وېوړه ، ملا خاکسار او ملا فاضل او نوره ډله یې په ګوانتانامو کې بندیان دي . پرپاتې طالبانو جنګ روان دﺉ .

افغان مشران هم داسې څوک نه دي چې په خپل زوراو یا د ؤلسي قاعدې په ملاتړ د واک پرګدۍ ور ناست وي ، بلکي دوی هم (بي ـ ۵۲) د ؤلس له خوښې پرته راوستي چې هېڅکله به هم خپله څوکۍ ، خپل رشوت اواختلاس پرټول افغانستان ، ټولو وطنپالو افغانانو او ټولو ملي ګټو ورنه کړي . ځکه دا مهال په خپله د بانک د نوي ریْس له خولې وویل شول چې په میلیاردونو ډالرد اداري فساد له امله د افغانستان له بانکونو دهوا او ځمکې له لارې بهرته ایستل شوې او وړل شوې دي . لس کاله تېر شول چې د افغانستان په اجرأیي ، قضأ یي اوتقنیني سیستمونو کې کورنۍ او بهرنۍ مافیا د مشارکتونواو معاملو له لارې  ورننوتې . د افغانستان ملي او بین المللي ټولې شتمنۍ یې د خپل ناوړه واک کارولو پرمهال وڅټلې ، پیسې خلاصې ، مالي پشتوانه هم درک نه لري ، کېدی شي چې څه موده وروسته د یوه  ډالربیه ترسلوافغانیوهم ورواوړي . بانوکونه تش اوافغانستان همداسې وران ویجاړ پاتې شو . دغه مافیایي کړۍ څوک په تجارت ورناستې دي چې دغریبو وطنوالو ژوند یې د خپل زړه احتقاري نرخونو ټاکلواو بې کیفیته وارداتي موادو په  تدریجي سکنجوکې له خطر سره مخ کړی . او چا بیا د ځمکنیو مافیایي کړیو له لارې د جګپوړو ودانیو او شهرکونو جوړولو سیستمونه فعال کړي . چې جمهور ریْس هم ور سره مخالفت نه لري ، ځکه نوموړي په خپله یوه وینا کې دغه ډول خلکو ته په اشارې سره وویل چې ( بهر ته دې پیسې نه وړي ، که په هېواد کې د ننه هرڅه ور باندې جوړوي ، جوړ یې دې کړي .) چې د ریْس جمهوردغه  وینا خپله اداري فساد او اختلاس خوړلو ته نوره هم لاره هواره کړه . خو ځینو نورو یې بیا په تعلیمي ، مالي ، کلتوري ، رسنیزو ارګانونو ،  زراعتي ، روغتیایي ، قضأ یي او امنیتي سیستمونو ، خپلواکو کمېسیونونو ، اداري واحدونو او نورو اړوندو ادارو کې ځانونه ځای پرځای کړي ، چې ؤلسمشر کرزي  په لوی لاس د ملي ګټو ضد مصلحتونو او مشارکتونو له امله د خپل حکومت او حکومتدارۍ ټول نظام پرې تباه او برباد او ملت ، حکومت او نړیواله ټولنه یې ورباندې بې باوره کړه . له بل پاوه روسان لګیا دي په ظاهره له تاجیکستان سره تر (۲۰۱۴) میلادي کال وروسته بل سترا تیژیک تړون لاسلیک کوي ، او دلته یې په افغانستان کې د چپي ګوندونو او اپوزیسیون تر منځ وحدت ته زور ور کړی .

ولې سره له دې ټولو بدمرغیو بیا هم ؤلسمشرهغه پاکستان ته مخ اړوي چې همدا اوس امریکې ورسره  یومیلیارد ډالره مرسته ورته د خپل کانګرس له تصویبه وروسته اعلان کړه ،او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې باید د امریکې او پاکستان ګټې په پام کې و نیول شي . ځکه چې له یوې خوا پاکستان د ترورېزم سره په جګړه کې د امریکې خاص سیمه ییز ملګری دﺉ ، او له بل پلوه امریکا د پاکستان له خاورې په استفادې سره په افغانستان کې خپل پوځونه اکمالوي . نو ددوی په آند افغانستان باید د امریکې او پاکستان ترمنځ پټه معامله کې د دوی د خپلو ګټو قرباني وي . ځکه دا په تاریخ کې ثابته شوې چې هر څوک له بهره پر افغانستان ور تپل شوی ، له هغه نه تعهد اخیستل شوی چې د خپل زعامت تر پایه به د یرغلګرو او نیواک ګرو ټول پټ رازونه خوندي ساتي ، که نه نوهم به له دوی نه واک اخیستل کېږي ، او هم به وژل کېږي . ځکه په افغانستان کې زعامت یواځې سمبولیکه بڼه لري . خو په واقعیت کې له بده مرغه تراوسه پورې کوم داسې خپلواک زعامت  نه لري چې هغه د خپل ؤلس له متن او بطن څخه د خپلې ؤلسي قاعدې په ملاتړ سر را اوچت کړی وي . ځکه د افغان زعامت عزل او نصب هر وخت ټول له بهره پرافغانانو باندې ددې له پاره ور تپل کېږی چې بهرنیان یواځې خپلې ګټې پرې خوندي کړي ، نه د افغانانو ملي ګټې . ځکه خو افغان زعامت تل له خپل ملت ، خپلو ملي ګټو ، ملي یو والي او ملي نوامیسو سره په ټکر کې وي .

 چې په افغانستان کې پخوانیود شلمې پېړۍ د وروستیودوو لسیزو ، اود یوویشتمې پېړۍ د لومړۍ لسیزې نیواکګرو زبرځواکونوهمداسې تش په نامه د امیر دوست محمد خان حکومت ته ورته نیم ژواندي ، مجبوراو کمزوري حکومتونه پر افغانانو ور تپلي چې مصرف یې کم او ارزانه وي ، ترڅو بله ورځ په خپله دوی ته سرخوږی جوړ نه کړي ، او تل د دوی فرمایشونه او شرطونه ومني . که یې ور سره ونه مني ، نو امریکا یې پر ضد نور سیالان را پورته کوي او واک ته یې د سر دارمحمد داؤد خان ، نور محمد تره کي ، حفیظ الله امین ، ببرک کارمل ، ډاکتر نجیب الله ، حضرت صبغت الله مجد دي ، برهان الدین رباني او ملا محمد عمر په څېر د پای تکی ږدي . تېره اوونۍ انګلیسانو ددغه کم مصرف په اړه وویل: که له افغانستانه خپل عسکر راوباسو ، خپل هېواد ته به موږ ( ۸،۲) میلیارده پونډه  ګټه کړې وي . خوانګلیسان چې اوس دا خبره کوي دوی د مخه یواځې په دوو میاشتو کې له هلمند  ولایت څخه  د (۲۵) میلیارده ډالرو په ارځښت یورانیم وړي دي . دا خبره هغه مهال یوې باوري امریکایي سر چینې لوڅه کړه ، کله چې د هلمند د هغو تریاکو او یورانیمو پر سر د امریګې او انګلیس تر منځ اختلاف را پیدا شو چې انګرېزي عسکرو په شنې ښېښې لرونکې الوتکې کې د دوبۍ له لارې انتقالول . دا چې انګلیسانو په هلمند کې لس کاله تېر کړي ، او په تېرو لسو کالو کې به یې څومره یورانیم وړي دي دا به خپله دوی او خدای ته مالومه وي . اوس چې د وتو خبره کوي ، نور څه به نه شي په کې موندلی ، اوخپل پوځونه به د امریکې او انګلیس د ګډ ستراتیژيک سیمه ییز پلان په احاطه کې کوم بل څړځای ته بیایي . ځکه یې د خپل هېواد د ګټې دغه ارقام یاد کړي دي .

که د ایتلافي ځواکونو د سرکلونو ته بېرته خپل پام ور واړوو نو انګلیسیي ځواکونو هغه مهال په خپله خوښه  د هلمند تر ټولو آرامه او با امنه سیمه ځانته خوښه کړه . خو وروسته همدغو ځواکونو د هلمند پر شریفو خلکو د شپې له خوا داسې چاپې او داړې واچولې چې ددوی د اسلامي او افغاني دود دستور پر خلاف وې ، او هغوی ترداسې بې ننګه ژوند په مرګ ډېر خوښ وو . همداسې کونړونه ، نورستان ، پکتیا ، زابل ، ورد ک ، لوګر ، کندهار ، خوست ، کندز ، بغلان او ارزګان ولایتونه ، د ننګرهار، لغمان ، پکتیکا ، غزني ، فراه ، د هرات د شینډنډ ؤلسوالۍ ، بادغیس ، کاپیسا ، مزار شریف او د کابل پښتون مېشتې سیمې ایتلافي ځواکونو په خپلو ړندو عملیاتو کې په قصدي توګه  په نښه او وځپلې . بې ګناه خلک یې وځورول ، کونډې ، یتیمان ، ښځې ، سړي او ټول مظلوم افغانان یې په خپلو کورونو کې شهیدان ، ژوبل ، بندیان او هجرت کولو ته اړکړل .

خو په دري ژبو او هزاره مېشتو سیمو کې بیا پرآرامۍ او بیا رغونه  سربېره اخلاقي فساد او عیسویت ته پټ دعوت تر ننه پورې داسې اوج ته رسېد لی چې همدا اوس د مزار په څلوېښت ورځنیو مېلو کې د سیمه ییزو چارواکو خپله زړونه ورختلي . ځکه هلته همدا اوس د هند ، ایران او تاجیکستان څخه په زرګونو نندارچیان او په سلګونوکرأیي ډمان او په لسګونو نفس فروشه کورنۍ او بهرنۍ رقاصې د جمشیدي لرغونو مردودو مېلو تودولو په موخه د ناروا خوند اخیستو ، خوند ورکولو او خوا سړولو له پاره ورغلې دي . چې ټکس ، مالیه او د بازار جوړونې اقتصادي او سیاسي ګټه یې هم د سیمه ییزو چارواکو جیبونو ته لوېږي . د غرب بېځایه مرستې هم  پرهمدغه ډول خرافاتو را ژوندي کولو باندې لګېږي ، خو موږ ته کوم داسې اساسي کار نه پرې کوي چې زموږ د اړو خلکو او حکومت  ملي تنده پرې ملاته او د سبا ورځې د تولید یوه سرچینه جوړه شي . ځکه د غرب او ګاونډیانو هدف په افغانستان کې همدغه دﺉ چې ددوی په شتون کې باید افغانان په هر څه کې دوی ته احتیاج وي ، تر څو د دوی شرطونه په آسانۍ سره ومني . حکومت ، امنیت ، اقتصاد ، بیا رغونه ، ملي وحدت ، خود کفایي او هغه معروف دودونه  رواجوونه یې ور کمزوري کړي چې له  اسلامي فقهي اصولو سره برابر دي .

همدلته موږ ویلی شو چې پر افغانانو باندې د (یوویشتمې ) پېړۍ هغه فرعوني وحشت حاکم دﺉ کوم چې له نن نه (۳۵۰۰) کاله  وړاندې پر بني اسرایْیلو باندې حاکم ؤ . هلته به هم چې کله کوم بني اسرایْیل کوم قبطي ته چپ وکتل ، هغه به په عامه محضر کې په اشد مجازات باندې محکومېده ، او چې کوم قبطي به څو تنه بني اسرایْیل هم په ناحقه ووژل ، نو د قبطي واکمنو (فرعونانو ) له خوا به  مجرم قبطي ته  ویل کېدل چې ؛ که بل ځل دې دا کار وکړ، نو په عامه محضر کې به یواځې یوه څپېړه وهل کېږې .

اوس په افغانستان کې امریکا یانو، انګرېزانو، فرانسویانو او نورو ایتلافي ځواکونو د کمک او همکارۍ تر نامه لاندې له افغانانو سره هماغه د قبطیانو او بني اسرایْیلو لوبه پیل کړې ده . چې موږ یې ښکاره بېلګې د کندهار د پنجوایي ، د کاپیسا د تګاب ، په کندزکې د جرمنیانو ، په خوست او کونړکې د امریکایانو، د شینډنډ ، او نورې پېښې په ګوته کولی شو . چې په پنجشېر، بامیانو او دایکنډیو کې هېڅکله هم داسې پېښې نه دي تر سره شوې . دا ځکه چې له (۳۴) کالو را هیسې (۲+۶) ټول هېوادونه افغانستان ، او د د ې هېواد د نظام او خلکو ځاني او مالي مرګ ژوبلو او لوټلو ته سره یوه خوله او یو لاس شوي . په نوبت سره یې خپل ناروا دوامداره یرغلونه پرې جاري سا تلي . او نه پرېږدي چې افغانان دې په خپل هېواد کې په خپلواکه توګه د خپل ؤلس په ملاتړ د خپل هېواد د سمسورتیا او ښېرازه کېدو او بسیا کېدو له پاره په سیمه او نړۍ کې سررا اوچت کړي .

ګاونډیان ، روسان او انګرېزان له افغانانو څخه د سلطان محمود غزنوي ، میرویس نیکه ، لوی احمد شاه بابا ، وزیر محمد اکبرخان ، غازي امان الله خان او مجاهدینوغچ اخلي . ځکه یې یواځې پښتون ټبراو د هغوی یووالی او ټولې ځاني او مالي شتمنۍ په نښه کړې دي . د لږه کیوملاتړاود پښتنو توکړې کېدو او تیتېدو ته یې ملا تړلې ده . خو د کینه کښوګاونډیانو، او زبرځواکونو دغه شوم آرمان به په افغان جغرافیه کې پوره نه شي . انشاء اللهُ العزیز .

   

 


بالا
 
بازگشت