امریکا د خپلو ناروا ګټو په خاطر نړۍ په دوزخ بدلوي

 ابودانیال

له نن نه (۲۰) کاله وړاندې په سیمه ییزو او نړیوالو خبري رسنیو کې د نړیوالو استخباراتي چینلونو له لارې په مرموزانه ډول د القاعده نوم را څرګند شو . خو زمزمه یې د داسې هېواد په کلتوري او رسمي ژبه کېد له چې د افغان جهاد د کچکول له برکته یې ترډېره بریده نیم په نیمه مالي اکمالات هم له شېخ مېشتو خلیجي هېوادونو چېرته چې القاعده مشرانو په کې خاړپوڅي کړي ، ترلاسه کول . د ا هېواد پاکستا ن نومېږي . خو دا چې د القاعدې دغه مشران د بېروت د خواوشا سیمو ، امریکایي الازهر ، نورې اسلامي نړۍ او امریکې څخه څه ډول پاکستان ته راغلل ، او ولې یې پاکستان خوښ کړ، دا باید د سیمې له هغو استخباراتي سرچینو څخه وپوښتل شي کومې چې له نړیوالو استخباراتي کړیو سره  تړاو لري . ترڅو جوته شي چې آیا د القاعده مشران د خپلو اړوندو حکومتونو له خوا پر هغوی باندې د فشار تولید دﺉ ، او که د بېروت د امریکایی پوهنتون ، امریکایي الازهر ، اوخپله د امریکایي استخباراتي کړیو او یا دواړو ؟ . که چېرې القاعده د سیمې د هېوادونو د فشار تولید وي ، نو بیا خو دا د هغوی خپل حق دﺉ چې په سیمه کې د خپل ځان د ثبوت او خپلو ملي ګټو خوندي کېدوله پاره مبارزه وکړي ، ولې دغه مبارزه باید دوی په خپلو هېوادونو کې وکړي . او که هلته یې زور نه رسېږي نو د ځمکې مخ په اسلامي شریعت کې ددوی په خدمت کې دﺉ . ځکه ځمکه د الله (ج)  ده ،  په دې شرط چې د وراني او فساد پرځای یواځې د خپل خدای عبادت او د اعلای کلمه الله له پاره مبارزه په کې وکړي او خپل حقوق وغواړي . خو که د ځمکې مخ ټول استعماري او استکباري ورانیو او فساد پوښلی وي ، نو بیا ورته د سید جمال الدین افغان غوندې د ځمکې پر سرهم ځای نه شته . بیا به یا په پردۍ خاوره کې مري ، او وروسته له څو نسلونو به یې د هډ وکو پر تابوت سیاسي تجارت او ملنډې وهل کېږي . او یا به یې د تمیم انصار او نورو په څېر پر زیارتونو شوګېرې روانې وي . ولې د القاعدې دغه مشران چې د بېروت ، امریکایي الازهر ، نورو سیمو او امریکې څخه پاکستان ته راغلي وو ، تر اوسه پورې د هغوی د سرمشریزې قوماندې ځای ، په ټوله اسلامي نړۍ کې د هغوی مرستې او د جنګي ماشین کرېکټرونه ، تر پروژو خلاصېد و وروسته د هغوی د مشرانو پرله پسې وژنې ، (ډی ان اې ) ، په سیمه کې د جګړې اصلي موخه ، او په افغانستان او سیمه کې د نړیوالو پوځي حضوراو بیا رغونه  تعریف نه شول .   

هو! دا پاکستان ؤ چې د عربي او نورې اسلامي نړۍ د مرستو ترلاسه کولو پرسر یې په درواغو د اسلام او د اسلام د مدافعینو او انصارو په نوم د کمونېزم د مخنیوي او ماتولو په موخه نارې سورې وهلې . استخباراتي جنرالانو ته به یې په ښکاره د (خاموش مجاهد) لقبونه ورکول ، خو په پټه  به د صلیبي ترورېزم قوماندې ته لاس په نامه ولاړ وو . ځکه موږ یې ښکاره بېلګې په افغان سپېڅلي جهاد کې ولیدلې چې پاکستاني جنرالانو له افغان جهاد او مجاهد ینو سره څومره خیانت وکړ ؟ څه ډول یې د پاټکي او ټوپکي په نومونو د افغان خادستانو پرمټ بد نام کړل ؟ جهاد ، سپېڅلي مجاهدین او ټول جهادي ارځښتونه یې څه ډ ول له خاورو سره خاورې کړل ؟ د افغانستا ن د خاورې تمامیت ، هویت ، خپلواکي او راتلونکې یې له څه ډ ول نامعلوم برخلیک سره مخ کړه ؟  افغان جهاد د کوم هدف له پاره پیل شو، او پاکستاني جنرالانو او سیاستوالواواېراني آخوندانوهمغه افغان جهاد چې له کلونو را هیسې د نړیوال استکبار او استعمار د سترګواغزی ؤ پرکومه خوا سیخ او څه ډول یې مسخ کړ؟ همدغه پاکستان او ایران وو چې افغانستان او افغان مجاهدین یې د خپلو بادارانو په دستور د ټولې نړۍ په وړاندې بې باوره ، سپک او په سیمه کې یې د استعمار او خپلې ښکاره مد اخلې له پاره یو ځل بیا د پخوا په څېر زمینه پرې برابره کړه . سره او تور استعمار خو د افغانستان د لوټلو له پاره زموږ د هېوادوالو وینې په ناحقه تویې کړې ، زموږ پر ځمکني حریم یې تېرۍ وکړ، د خپلې خوښې او خپلو ګټو نظامونه یې په افغانستان کې پر پښو ودرول ، خو کله چې له افغاني ملي مقاومت سره مخ شول ، ببا یې پرخپلوځاني او مالي تلفاتو سر بېره دا خاوره له افغان ګاونډیانو سره په جعلي اسنادوهمداسې لانجمنه او ککړه ترشا پرې اېښې . دا ځکه استعماري قووتونه تل د داسې وږي څاروٍي خصلت لري چې د واښه لرونکې ویالې دواړه غاړې خوري ، د ویالې اصلي وارثان پرته له قراردادي مزد ورانو څخه  نږدې هم نه ور پرېږدي ، کله چې په سپېره ډاګ یې واړوي ، نو بیا په خپله ترې ځي .

لس کاله وړاندې د امریکې تر مشرۍ لاندې افغانستان او سیمې ته د ناټو (۲۸غړي + ۲۱) نورهېوادونه سره له لوړې ځبېښاک لرونکې اوپوځي تېکنالوجۍ په حشرد هوایي اوځمکني حریم د بین المللي مقرراتو ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت  پرخلاف د القاعده اوترورېزم سره د جګړې په پلمه راغلل . هېواد یې اشغال او ؤلسي دوامداره عامه وژنې د افغانستان په پښتون مېشتو سیمو کې پیل شوې . دامریکې ، انګلیس او نورو انډ یوالانو په شمول عام پښتون ، د پښتانه ناموس او ماشومان یې د مرګ ژوبلو په تور لېست کې شامل وو . چې تر اوسه پر پښتنو باندې  امریکې او ملګرویې ډېرې اتومي ، کېمیاوي ، بیولو ژیکي ، ذروي  زهرجنې وسلې او مواد استعمال کړل . د خپلو وسلو او مهماتو د کیفیت لوړولو تر ټولو غوره آزمون ځای یې بې څښتنه پښتون مېشتې سیمې وې . دا کار روسانو هم کړی ؤ ، خو پاکستان هم خپلې اتومي تو پالې ( شل یورانیوم ) د هلمند په دیشو ؤلسوالۍ کې واچول . او امریکایانو او انګلیسانو هم د افغانستان کله چې د هلمند او کندهار له هوایي ډ ګر څخه خام یورانیوم وړل ، او بیا یې په افغانستان کې په نیمه پخو مواد و بد لول ، تو پالې یې په افغانستان کې تشې کړې دي ، چې موږ یې ښکاره بېلګې په افغان سؤ شکل نطفو ، اطفالو ، ډ ول ډ ول سرطاني او نورو لاعلاجه ناروغیو ، زراعتي آفتونو اقلیمي بد لونونو ، له حده زیاتو سېلابونو ، او مصنوعي زلزلو کې وینو .

کله چې د وېتنام جګړه امریکایانو وبایلله ، امریکایانو د وخت د جمهور ریْس (جي میکارتر) پرضد را پورته شول ، لاریونونه یې وکړل چې کارتره ! ته د امریکایانو د پاره په دې جګړه کې څه لاسته راوړنې لرې ؟  خو نوموړي امریکایانو ته د وه کیلو ګرامه پاخه یو رانیم وړاندې کړل چې ګواکي ما په دغه څو لسیزو جګړه کې له وېتنام څخه دوه کیلو ګرامه پاخه یورانیوم تاسو ته راوړي . همغه وو چې امریکایانوخوښي وکړه ، او نوموړی د درېیم ځل له پاره بیا د امریکې د قانون خلاف د امریکې د جمهور ریْس په توګه غوره کړ. ولې اوس چې انګرېزانو یواځې په دوومیاشتو کې د (۲۵ ) میلیاردو ډالرو په ارځښت یو رانیوم په غلا وړي ، او دا خبره امریکایي استخباراتو د مېډیا له لارې افشا کړې هم ده ، نو دوی دواړو ( امریکې او انګلیس ) به په دغه تېرو یوولسو کالوکې څو ټنه یو رانیوم په غلا وړي وي ؟ ځکه د افغان یورانیومو زېرمې تر اوسه پورې د دوی په ؤلکه  کې دي .  

د امریکایانو او انګرېزانو دې پروژې په افغانستان کې لس کاله داسې دوام وکړ چې له یوې خوا یې ددې سیمو لرغوني توکي او زېرمې غلا کړې ، او له بله اړخه یې د بیا رغونې پرځای داسیمې د روانې جګړې په پلمه په هراړخیزه توګه ټولې ورانې کړې . او ویل به یې چې د جګړې له امله بیا رغونه په کې ونه شوه . خو دا نه وایي چې د طبیعي زېرمو د غلاکولو له پاره  ترهغو چې د افغانستان د شمال وار رارسېږي دا جګړه د دوی له خوا ورباندې تپل شوې ، اوځینې امریکایي سناتوران د امریکایي استخباراتواو حکومت  په اشاره د همدې ټکي له پاره د شمال ژبني او سیمه ییز وچ تعصب ، فدرالي کېدو او تجزیې ته لمن وهي . ځکه د وی پوهېږي چې په افغان یو والي کې دوی د افغانستان بشپړې زېرمې نه شي غلا کولی . همدا لامل دﺉ چې د تعصب پر وایرس اخته ځینې خود فروخته  هغه کسان د امریکې او انګلیس له خوا په مالي لحاظ ځانګړي تمویلېږي چې تر ټول افغانستان او ټولو زېرمو ورته خپل د امریکې او انګلیس ترموټي لاندې په خوب لیدلی مزدورانه واک ارځښتناک ښکاري .

بل لور ته یې د تېمورشا ه او وزیر فتح خان له اولادې څخه په الهام اخیستو اوپخوانۍ انګرېزي تجربې سره افغان تش په نامه بې واکه مشري داسې چا ته سپارلې چې همدا اوس په لوی لاس او قصدي توګه وطن پًال پښتون په دوامداره توګه په کې ځپل کېږي ، او بېلتون پالي د ملي یو والي ضد ډلې په کې چاغېږي اوغښتلي کېږي . هرې خواته یې په ملت او دولت دواړو کې د دیموکراسۍ او د بیان د آزادۍ په پلمه د خود فروخته رسنیو له لارې د ملي وحد ت ، ډ یني روایاتو او افغاني اصیل فرهنګ ضد انحرافات او ګمراه کول پیل کړي . څوک یې چې پر ضد څه ووایی ، هغوی له القا عده او طالب سره د تړاو په تورنیسي . له د ند و یې لرې کوي ، او یایې دېته مجبوروي چې د ند ې پرېږدي . په دې اړه د شمالي ټلوالې او بهرنیو ځواکونو شعارځکه یو دﺉ چې ګټې یې سره شریکې دي . شمالي ټلواله د اصیلو افغانانو تورنول ، نیول ، له حکومتي  واک څخه ایستل ، شړل ، وژل ، د جګړې دوام  او له منځه وړل ځکه هدف دﺉ چې راتلونکی واک دوی ته په کې ورسېږي . خو امریکایان او انګرېزان یې ددې له پاره ټکوي اوسره  تیتوي چې ددوی اوږدمهاله ګټو ته د افغانانو په یو والي کې څه زیان ونه رسېږي . ځکه د کم وزنه  بې تعلیمه او مصوعي دوهم نمبر خلکو ملاتړ ، او د باوزنه پوهو خلکو سپکاوی کېږي . تر څو ددې خاورې اصیل بچیان خپل ټاتوبی ارمني الاصله  مجهولو څېرو او خرابات زاده ګانو ته پرې .

له دې ټولو سره سره موږ ویلی شو چې په افغانستان ، سیمه او نړۍ کې د ترورېزم په نامه جګړه  یوه درواغجنه ناروا جګړه ده  چې د افغانستان ، سیمې او نړۍ له خرابېد و پرته یې تر شا بل څه نه ښکاري . ځکه چې امریکا او ور سره ناټو ټلوالې د عراق زېرمې ټولې غلا کړې ، د افغانستان او ترکمنستان پر زېرمو یې د چین د مخ پر ودې غښتلې اقتصادي پراختیا او د روس د بیا جوړېد و د مخنیوي له پاره د خپلو غټو کمپنیو په زورخپلې اقتصادي بمبې ښخې کړې ، اوغواړي دې هدف ته د رسېدو له پاره دا هېوادونه په خپلو کې سره توکړې توکړې کړي . خو چین ، روس او د سیمې نورهېوادونه د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو زېرمې را ایستل خپل حق ګڼي . امریکا په لوی لاس د خپلو ناروا ګټو په خاطر نړۍ په  د وزخ بد لوي . چې کېدی شي د ترورېزم په نامه دغه د پراختیا غوښتنې اقتصادي جګړه په سیمه کې په درېیمه اتومي جګړه بد له شي ، چې پیل به یې له افغانستانه وي . ښکاره خبره ده چې د اتومي جګړې په دغه دوزخ کې به بې دفاع ، بې واکه او بې وسلې افغانان تر نورو ټولو ړومبی سوځي ، خو پاکستان ، ایران او د منځنۍ آسیا هېوادونه به د خپلو معامله ګرو چارواکو او شاوخوا نورو اتومي بټیو له لاسه په کې په اسفل من النار بدل شي .

باخبر اې آسیا والو ! چې بیا به څوک په دې سیمو د خپل اصل او نسل او نبات ژوند په سترګو هم ونه ګوري . امریکایانو همدا اوس د غټو زلزلو له پاره په افغانستان او سیمه کې پر وړو مصنوعي زلزلو پیل کړی دﺉ . ځکه په افغانستان کې د ترورېزم پروژه پرنړۍ د قیا مت جوړېد له پاره ده .  

 

 

 


بالا
 
بازگشت