نړیواله پيچلې لوبه  او زموږ د مشرانو بدرنګه کردار

  درد من افغان

 

پخوا خو به د افغان شاهانو، استعمارګرو ځواکونو او سیمه ییزو هېوادونو ترمنځ  پټې ناروا ملي ضد معاملې کېدلې ، په ملت کې به چې څوک د ملي خایْنانو پر پټو توطیؤ او معاملو خبر شول ، پر ضد به یې ملي پاڅونونه وکړل ، اواستعمار ګر به  یې له دې خاورې ارماني وایستل . خو استعمار پلوه مزدورانو هم په کې خپلې ککرۍ او کورنۍ داسې وخوړلې چې هډوکي یې تراوسه  د نابودۍ په تاریخي کند و کې پراته دي ، او نیواکګرو هم د خپلو پټو یارانو له اصلي څېرو پرده  پورته کړې او څو کاله وروسته یې د افغانستان د خاورې او ملت د ملي خایْنانو پټ لیکل شوي اسناد له خپلو آرشیفونو را ایستلي  او را تلونکو نسلونو ته یې داسې افشأ کړي چې په ژوند یې پرخپل ملت باندې تجرید ، او په مرګ پرې پېړۍ  وروسته هم له تش نوم اورېدو سره نفرین ور باندې ویل کېږي . دا ځکه چې د پردو مزدوران تل د خپل ملت او خاورې په وړاندې اصلي منافق د ښمنان وو او دي . او منافق د خپل خصلت له مخې د دوست او د ښمن دواړو په وړاندې خپل باور له لاسه ورکړی وي ، ځکه خو د دواړو خواوو ترڅنګ پر تعذ یب  سر بېره ځای هم نه لري .

له دری نیمو لسیزو را په ایسته زموږ پر فضأ یی او ځمکني حریم باندې د شمال ، جنوب ، اولوېدیځو خوا وو په پرله پسې توګه د نړیوالو قوانینو خلاف  خپلسري بریدونه اوناروا یرغلونه روان دي . ټول هېواد د نړیوالو او ګاونډ یو د ناروا معاملو له لاسه په کنډ واله او هد یره بد ل شو . نوره نړۍ خپلو فضأ یي سټېشنونو ته په خپلو پرمختللو ستوریزو سپوږمکیو کې سفرونه کوي . خو پر افغانانو باندې د موریانوپه څېر دابة الارض حکومتونه حاکم دي ، چې تل یې بې د فاع شریف هېواد وال  له پرد و سره په خپلو ناروا شرمېد لو معاملو کې د فضأ پرځای د ځمکې خېټې ته ور کوز کړي . د افغانستان په ټولو بښتون مېشتو ولایتونو او سیمو کې هره ورځ کربلا جوړه ده . یواځې په کندهار کې تر (۹۰۰) زیات قومي مشران او روڼ آندي وژل شوي دي .  د ښېرازه ژوند پرځای یې مظلوم پښتون ؤلس ته یواځې  بېسوادي ، مرګ او د پرد یو مزد وري خوښه کړې . افغانستان یې په پردیو اشغال کړی او لوټ کړی دﺉ . او په پلرنیو ځمکو ، جا ید ا د ونو ، ملکیتونو او حکومتي لوړو پستونو باندې د پرد و ځواکونو په ملاتړد سرچارواکو خپلو کورنيو مافیایي سیستمونو یو ځای خېته اچولې . د حکومت مأ مورین یواځې خپل ریْسان بولي او نورو مأمورینو ته د حشراتو په سترګه ګوري . کوم پټ کار یا کومه پټه خپلمنځي معامله چې کوي ، بیا په خپل منځ کې سره وایي : ګورۍ چې دا نور حشران در څخه خبر نه شي . همدا اوس د سیمه ییزو ارګانونو ادارې چې سر چارواکی یې ښاغلی فراهي دﺉ د ګړندیو اصلاحاتو په نوم یې  په پنځو ولایتونو کې ستر ګامونه پورته کړي ، د فراه والي یې د ( ۵) لکه ډالر و ، د لوګر والي یې د ( ۳) لکه ډالرو ، د سر پل والي یې د (۴) لکه ډالرو ، د ارزګان والي یې د (۱۵۰) زره ډالرو په بدل کې پرد ند و ګومارلي دي . روڼ آندي وایي چې په دې کې هم بې عدالتي شوېده . خو کېدی شي ښاغلي فراهي دا کار د اداري فساد د پیداوارو له مخې کړی وي . همداسې د ښاروالیو په اړه یې هم د هرات ښاروال د (۱۲) لکه ډالرو ، د هلمند ښاروال یې د (یو میلیون ) ډالرو ، د لوګر ښاروال یې د (۳) لکه ډالرو ، د زابل ښاروال یې د (۱۸۰ ) زرو ډالرو په بدل کې مقرر کړي ، دوی مجبور دي چې د خپلو څوکیو دغه اجاره که له هرې ناروا لارې وي ، پوره کړي . دا یوه بېلګه وه . خو د دولت نورمقامونه  همدا اوس په لکونو ډالرو پلورل شوي . تش په نوم قانون او د حکومت دری ګونې قووې تر بشري ټولنو پورې د چارواکو او یرغلګرو د لاس آلې دي . په اوسط ډول د هر ولایت د کال د هرې ربعې بودجه (۹۰۰۰۰ ) ډالرو ته رسېږي ، تر اوسه پورې ښاغلي فراهي په ټول افغانستان کې (۱۷۲) کسان په دندو ګومارلي ، بودجه یې له ( یو ان ډي پي ) څخه ور ته اخیستې ده ، له ( ال او اې ) څخه یې هم بودجه اخیستې . خو سره له دې دا بودجه ولایتونو ته نه ده رسېدلې . که څوک ددې خبرو پوره سپیناوی غواړي ، نو د بېنوا په سایټ کې دې د ( سیمه ییزه حکومتوالي د لېونیو لېوانو په منګولو کې ) په نوم د صالحي مقاله ولولي . په افغانستان کې تش د بشري حقونو په نوم چې تر شا یې د سیما سمر او نړیوالو ملاتړ شته ، او د افغاني ښځو د عفت پرضد یې د ځان پلورلو له پاره د جندر او د کورني مصنوعي تا و تریخوالي په پلمه د خانهْ امن ، آشیانې ، ګېسټ هاؤسونو ، په شهر نو کې عربیک شیشه نایټ کلپ او نورو په نومونو ډول ډول د اسلام او افغاني اصیل دستورخلاف غربي پروګرامونه همدغو پرد یونا بللیوافغاني مېلمنو جوړکړي ، چې اوس اصیل افغانان پردي ، اوځانونه د کرزي ترزر زري رنګه چپنه لاندې  ددې هېواد غوڅ اګثریت او وارث ګڼي . کرزي هم حکومتي بې کچې واک له (۱۱) کالو را په ایسته  همدغو خپلو ماما خېلو ته سپارلی . که څه هم د پردیو په لاس په اجاره ور کړل شوي حکومتونه تل د یرغلګرو ظالمانو په چوپړ کې و ي ، خو کرزی له لومړي سره د پښتون په نوم  د پښتنو دښمنۍ ته په خندا خندا او دوستۍ کې  له پښتنو څخه د رأیو اخیستو له پاره ملا تړلې ، او په اصل کې د هزاره ګانو په نصبي چوپړ کې لوېدلی . حکومت یې د هزاره ګانو او نورو د ګټو له پاره له غرب نه په غلطه کاپي کړی ، او قانون یې یواځې د بې دفاع مظلومو افغانانو د ښکار کولو له پاره یو جال جوړ کړی . په اداري فساد او د مخدره توکو په قاچاق کې خپله دده د خاص ټیم حکومتي لوړ پوړي چارواکي ښکېل دي . د اداري فساد پر ضد د مبارزې ریْس ښاغلی عزیزالله لودین هره ورځ د تصویري او غږیزو رسنیو له لارې نارې سورې وهي چې په اداري فساد او د مخدره توکو، او د انسانانو په قاچاق کې خپله لوړ پوړي چارواکي ، د کرزي خاص سناتوران ، ددوی خپلوان او د اسماعیل خان غوندې وزیران ښکېل دي چې د مجید زابلي پر جایدادونو یې د خپلې ښځې په نوم جعلي قبالې تېرې کړې دي.  د داخلې وزارت اړوند د جینایي پېښو مسؤل هره ورځ چیغې وهي چې موږ مجرمین ونیسو ، بندي یې کړو ، او د حکومت لوړ پوړي چارواکي او د پارلمان وکیلان یې بېرته خوشې کړي . دښمني یې زموږ ده ، او ګټه یې د لوړ پوړو چارواکو او پارلماني وکیلانو ده . پخوا به ملت له حکومت سره همکار ؤ ، د فاع به یې هم ترې کوله ، خو اوس ملت هم پر دې پوه دﺉ چې دوی اود دوی اولادونه او کورنۍ د خپل حکومت او نړیوالو د واړو له خوا د انګلیس د میراثي فورمول له مخې سټېپ بای سټېپ ( قدم په قدم ) وهل شوې او نور به هم  وهل کېږي . د عزت شملې او د عفت پړوني یې له سرو څخه د پرد و په لاسونو ترې  وغورځول ، او پر ځای یې د بې عزتۍ ، بې غیرتۍ اوغلامۍ ټاپې پرې ووهلې . همد ا اوس یې قدرت په لوی لاس د اقلیتونو په واک کې ور کړی . او ؤلسمشر حامد کرزي د مرکزي احصأ یې په سر کې داسې تجزیه طلب ستمی کېنولی چې د اکادمي علومو د کلونو کلونو تحقیق او خواري نه مني ، او درواغ یې بولي . خو خپله د احصأ یې ریْس له هغه ریاست څخه کورنۍ ، سمتي او ژبنۍ داسې ( ان جي او ) جوړه کړې چې د خپل کلي پر نفوس هم نه دﺉ خبر .  بل ځای د همدې کال د جوزا په (۲۷مه) نېټه  په ( ۸ ـ صبح ) ورځپاڼه کې د ( پرتو نادري ) په نوم یو کس د (جعل در دایرة المعارف : بیا یید دندانهای اسب را بشمارېم ) تر سر لیک لاندې یو مضمون خپور کړی چې په هغو کې پر پښتون ټبر ډېر ریشخند وهل شوی . له بل پلوه د رییس جمهور ډېر مخلص او تر زړه ور نږدې خاص ولې پټ د شپې مشاور محقق صیب دوې میاشتې د مخه د خپل تجزیه طلبه کمپاین پر مهال د هېواد په شمال کې ددوی له خوا په یوه خاصه  ور بلل شوې غونډه کې وویل چې : پښتانه تر ټولو لږ په سلو کې (۱۳٪ ) هم نه جوړوي ، نو دوی د څه له پاره پر موږ باندې حکومت کوي ؟ !!! ..... تر دې د مخه ایران د افغانستان د پښتنو او نورو قومونو یوه تر ټولو غلطه احصأیه  د فساد او فتنې اچولو له پاره نشر کړې وه . د جوزاپه (۲۸مه) نېټه مې د طلوع نیوز په ماښامنۍ خپرونه کې خپله د محقق صیب له خولې یو ځل بیا واورېدل چې (( د علومو اکاډمۍ له خوا په رسمي دایرة المعارف کې د هزاره ګانو په اړه د سید محمد امین مجاهد او څو نورو کسانو له خوا یو توهین آمېزه مطلب د ( آمار و ارقام بیو ګرافي اقوام ساکن در افغانستان ) په نوم  نشر شوی چې هزاره ګانو ته په کې مغل او د چنګېز اولاده ویل شوي ، او پښتون قام یې (۶۲٪ ) په کې ښوولی . بیا یې ویلي چې د کرزي پر خوا وشا راټول شوی ټیم د قومي نفاق اور ته لمن وهي . او زیاته کړې یې ده چې : حکومت دې دغه دایرة المعرف او په کې لیکل شوی مطلب له منځه یوسي . ځکه چې دا ډول دایرة المعارف به قومي شخړې جوړې کړي . )) چې دا ډول وینا د ښاغلي محقق له خوا ښاغلي کرزي صیب او ټول پښتون ته د یو ډول اخطار ورکولو په مانا ده . مانا یې داده چې په دغه ډول ویناوو سره  یې  د خپل کمپاین آسپه نوره هم چاغه کړي . خو خپله سید محمد امین مجاهد بیا ویلي چې دا لیکنه د اکاډمي علوم د پنځه کالن تحقیق محصول دﺉ . څه چې مې لیکلي هغه مې ټول  د هزاره کاتب له لیکنې کټ مټ را اخیستي ، ځکه هزاره کتب په خپل کتاب کې دغه آمار او ارقام لیکلي . هزاره کاتب په خپله لیکنه کې دا هم لیکلي چې : ( د پښتون وینه مباح ده ، چې څومره یې بهولی شۍ ، ویې بهوۍ !!! ... او نور.) نو بیا د هزاره کاتب همدغه کتاب او دغه ډول نشریې ولې تر اوسه پورې له آسماني مقدسو کتابونو څخه هم محفوظې سا تل شوې . او هغه ولې د قومي احساساتو پاروونکې نه بلل کېږي ؟  له دېنه داسې مالومېږي چې ښاغلی محقق صیب پر پېچومي اوبه پورته خېژوي ، او له اوسپنیزځنځیر څخه په زور سره اوبه را باسي . د پښتنو تقریباً لس زره کلن تاریخ په بډه وهي . له چیناْیانو او نورو څخه افغانان ، اوله اصیلو افغانانو څخه په دې خاوره کې مېلمانه ، لږه کي او پردي جوړوي . ( په رڼه ورځ ژوندي اوښان په بډه وهي . ) خو اوس د رسمي ، او اپوزیسیون له دواړو  ادرسونو څخه دا خبره په رسنیو کې زمزمه کېږي ، او د خلکو په سترګو کې خاورې ور دوړوي . تر څو ستمیان او ور سره نور بېلتون غوښتونکي له دغو غلطو آدرسونو څخه یا تل په قدرت کې پاتې  وي او د تجزیې له پاره په جعل او درواغو خپل ځانته پلمه پرې جوړه کړي . اویا هم کرزی پر خپلو دغو بابولالو ووېروي ، او په حکومت کې نوره غوښنه  برخه هم پرې تر لاسه کړي . د جوزا په (۳۰مه ) نېټه مې په طلوع نیوزکې د ماښام په نهو بجو په عاجل خبرکې واورېد ل چې د (( ؤلسمشر حامد کرزي د فرمان له مخې د اکادمي علوم ریْس ، منشي او دوه تنه نور پښتانه سرمحققین له دندو لیرې ، او په دایرة المعارف کې د هزاره ګانو د اصلي څېرې لوڅوونکی سید محمد امین مجاهد او یو بل ملګری یې څارنوالۍ ته ور معرفي کړي . )) پښتانه محققین خو له اکادمي علوم څخه په بدنامۍ وایستل شول ، ښایي په زور دغه نشر کړي تحقیقات پرې مسخ هم کړي ، خو اوس به لومړی د محقق صیب عکس العمل مالومېږي چې څومره نور کرېدېت له کرزي نه پرې تر لاسه کولی شي ؟ کوچیان خو یې له څو کالو را په د ېخوا له خپلو مېنو ایسار کړي . او خلیلي صیب په بهسودو کې خېمه ورته وهلې . اوس به مالومه شي چې  د (یوویشتمې ) پېړۍ د تاریخ په دغه حساس پړاو کې د پښتنو په اصطلاح  اصلي لوبغاړي ، وارثان او ممثلین به چې ځانونو ته د پښتنو د حقوقو اصلي مدافعین هم وایي او د پښتنو برخلیک په خپله بشپړه بېسوادۍ او ناخبرۍ کې ټاکي ، څه اقدام وکړي ؟ ځکه دوی خو د ببرک کارمل په وخت کې هم د پښتنو حقوق همداسې غوښتل . هزاره ګانو خو اوس ښاغلی امین مجاهد په ناروې کې پر یوه ناروېژي باندې هم تورن کړ ، حال دا چې دا کار محمد امین ؤلسمل کړی ؤ ، خو هزاره ګانو په دې تور کې د ؤلس مل پر ځای  مجاهد ور اچولی دﺉ ، کټ مټ لکه له سید جمال الدین اسعد آبادي څخه یې چې سید جمال الدین اسد آبادي جوړ کړی دي . خو زه حیران دېته یم چې دا (یوولس) کاله  پر پښتنو باندې هر ډول ملنډې ووهل شوې ، جنګ ور باندې وتپل شو ، له واکه ګوښه شول ، په ډول ډول نومونو یاد شول ، ډول ډول توطیْې ور ته جوړې شوې ، هېچا یې په وړاندې څه نه ویل . ولې نن چې یواځې یوه یا څو کسانو د یوه علمي کانون له آدرس څخه ریښتیا ویلي ، نو د بهزاد په څېر تجزیه طلبه خلکو هم خپلې بې مسؤلیته ، بې دلیله او بې منطقه خولې په کې وښورولې . نن سبا خو په افغانستان کې له ځکمنیو ملي زېرمو څخه هم د کورنیو او بهرنیو ټېکه دارانو ترمنځ کورنۍ (ان جي او ) جوړه شوه . سوخوز او کلخوز ، او همدا رازغربي د یموکراسۍ یواځې افغانانو ته په خپل کلي کور او حکومت کې سرې بټۍ جوړې ، او ټول په کې وریت او کباب شول . باشخصیته ، با تعلیمه ، تجربه کار او اصیل وطنپال افغانان یې له واکه دداسې تش په نامه پښتنو په لاس په ټول حکومت  او ټولو ادارو کې ایستلي چې اصلاً هغوی پښتانه نه دي ، او لویو چارواکو په لوی لاس قصداً د پښتنو پستونه د پښتنو د وهلو او ځپلو له پاره همدغه ډول خلکو ته ورکړي . له نورو سره په معاملو او ونډو کې د خپل واک اوږدولو قرباني یواځې پښتون قام دﺉ . چې د پښتون په جامه کې واک نورو ته  ور کړ شوې ، او هغوی په خلاص مټ د افغانستان د نظام ، خاورې او ټول پښتون قام پر ضد خپل ډاډ من  کار کوي ، ځکه چې تر شا یې کرزی صیب ، او نړیواله ټو لنه ولاړه ده . خو په اصل کې د کرزي صیب ددغو انډیوالانو مور یا پلار هم دوهم نمبر جعلي خلک دي ،  او له خپل کلي کور او سیمې څخه رټل شوي . آخر د پښتون مشر چېرې دﺉ ؟ !!! ...... د پښتنو په نماینده ګۍ د پښتون قام مشري د چا په لاس کې ور کړ شوې ده ؟ !!! ..... ولې ټولې دنیا یواځې د پښتون قام د ځپلو او بې هویته کولو له پاره ملا تړلې ؟!!! ..... آیا کرزی پوره پښتون دﺉ ؟ او که نیمچه ؟ یا دوهم نمبر ؟ کوم یو ؟؟؟!!! ..... که چېرې کرزی پښتون وي ، نو بیا دده تر خولۍ او چپنه لاندې ولې په لکونو افغانان ووژل شول ؟ پر پښتون جګړه ور تپل شوې ، او نورو ته  په برخه کې بیا رغونه ، او حکومتي واک ور رسېدلی ؟ کرزي له پېله د خپل واک پر مهال د پښتنو اصیلو بچیانو ته د چرګ ، او نورو ته د فیل برخه ورکړې . په دولت کې د ننه هغه افغانان چې د کرزي او دده د ټیم ښه نه ترې راځي ، په دفترونو کې د ننه د نا اهلو کسانو په لاس تر روحي ، معنوي اواقتصادي شکنجو لاندې په قصدي توګه نیولي . او له دولت او هېواده د باندې لوستي او په کاراو سیاست پوه ، څېړونکي او شنونکي کسان یې بهرنیانو ته په تور لېست کې ور کړي ، تر څو د چور،  تالان ، واک او سیاست چلولو میدان تل دوی ته ور پاتې وي . همدا اوس په سوله باندې ملنډې وهل کېږي . د سولې په نامه خپلو جیبونو ته په میراثي ډول (ان جي او ) ګانې ، او د خپلې خوښې داسې تشکیلونه جوړشوي چې اصلاً پر هغوی باندې سوله نه راځي ، بلکي سوله نوره هم د دښمنیو خواته ور ټېل وهي .  او امریکه او انګلیس دواړه دېته خوشحاله دي چې په افغانانو کې تل خپلمنځي اختلافات په افغانستان کې ددوی د پوځي حضوراوږدولو ، او د افغاني زېرمو غلاکولوسبب جوړ شوي ، چې باید دوام ومومي .

لنډه داچې د کرزي صیب سیاسي کردار په افغانستان ، سیمه او نړۍ کې ډېر پېچلی او له معاملو ډک دﺉ . ځکه له امریکې او نورو هېوادونو سره په ډېره بیړه د سترا تیژیکو تړونونوله لاسلیک کولو څخه دده په واک کې د پاتې کېدو بوی را وځي . او کېدی شي چې امریکې او ناټو خپلو استخباراتو ته د افغانستان اونورې نړۍ د عکس العملونوښکاره کولو له پاره د کرزي ، او دده د کورنۍ د نورو غړو په اړه دا راپورونه خپاره کړي وي چې ګواکي کرزی او دده وروڼه په اداري فساد ، او مافیایي تشکیلاتو کې لاس لري . تېره ورځ چې کرزی ناڅاپه کندهار ته ولاړ ، کېدی شي د عینو مینې پر سر د خپل کورني تاو تریخوالي را ټیټولو له پاره هلته ورغلی وي . امریکې به دا راپورونه ځکه خپاره کړي وي چې ښایي په وروستیو انتخاباتو کې به دده سیاسي ملاتړ او وزن ور ته مالوم شوی وي . زړه به یې ترې سوړ وي ، او وایي به چې نور له دې متاع نه څه نه جوړېږي . یا دا چې ښایي امریکې به تر اوسه د کرزي بدیل نه وي موندلی . ځکه به یې له نوموړي سره په واک کې د پاتې کېدو ژمنه کړې وي . خو په نظام کې د ننه معاملې دده خپل مهارت دﺉ ، چې قرباني یې یواځې پښتون قام ته ور بښلې ده . او پښتون قام باید پر دې ځانونه پوه کړي . چېرې نه چې دا ځل هم تر (۲۰۲۴ ) میلادي کال پورې کرزی ځان په واک کې وساتي ، زېرمې نور خلک یوسي ، دوی ته خپل ټکس په کې ور کړي ، او بیا له  (۲۰۲۴ ) میلادي کال څخه د نړیوالې ټولنې تر وتلو وروسته  هغه طالبان افغانستان ته را ولي چې اکثره په کې د دایکنډ یو ، بامیانو ، غور ، بادغیس ، او نورو شمالي ولایاتو دي ، چې همدا اوس هغوی او بلوڅ بېلتون پالو ته په قطر کې د رهبرۍ د پاره د امریکې له خوا ټرېنېنګونه ورکول کېږي . خو د امریکایانو دا عمل به په افغانستان ، سیمه او نړۍ کې غټ غبرګونونه  هم را وپاروي .

که چېرې په افغانستان کې د تجزېې دغه فومول عملي شي ، نو د ګاونډیانو او د سیمې د نورو هېوادونو تجزیه هم خامخا ور سره تړلې ده . چې کېدی شي په ټوله آسیا کې جګړه زور واخلي ، او د افغانستان او د سیمې د نورو هېوادونو د تجزیې لامل او عامل به خپله کرزی ،او دده ټیم وي .

خو یوه ورځ راتلونکې ده چې کرزی صیب به هم د شاه شجاع په څېر یواځې په سپېره بیا بان د تاریخي برخلیک پرېکړې ته پاتې وي . او پرته له خپل عمل څخه نور به هېڅوک ور سره نه وي .

ټول افغان سیاستوال ، شنونکي ، سیمه او نړۍ په رڼو سترګو ور ته ګوري چې د نړۍ د غلطو سیاستونو له کبله د افغانستان د ورځنیو پېښو ژوندی تاریخ مسخ او په بډه وهل کېږي . ځکه د پوځي ، سیاسي او اقتصادي ملاتړ پر بنسټ په افغانستان کې د انساني بېخپوره نظام جوړېدو خلاف اقلیتونه پراکثریتونو را برسېره کوي . او واک داسې خلکو ته سپاري چې تل د استعمار او استثمار فرمانونو ته لاس په نامه ولاړ وي . اې افغانانو ! نور خپل برخلیک له سره په خپله وټاکۍ ، پرخپل ځان له سره  ژور فکر وکړۍ . نه چې تورې دې لا لا وهي ، مړۍ د ې عبد الله وهي .

 

 

 


بالا
 
بازگشت