له اسلامي امت سره د استکباري طاقتونو خونړۍ دښمني

 محمد انور ولید

ټوله اسلامي نړۍ پردې عقیده ټینګه ولاړه ده چې ټول پیغمبران ، نبیان او رسولان له هرډول ګناهونو څخه د خدای تعالی تر ټولو سپېڅلي بنده ګان وو . ځکه خو الله تعالی (ج) په خپل ستر حکمت او علم قدیم سره هغوی د هرې زمانې د لزوم دید او ضرورت په کچه د هر قوم له پاره د پیغمبر ، رسول او نبي منصب ته د علم ، عقل او حیأ په بډایه شتمنۍ کې له صحیفواو کتابونو سره یو ځای د ځمکې پر مخ د بشپړې  مسؤلې انساني ټولنې جوړېدو ته غوره کړي وو . هغوی ټول ددې جوګه وو چې د ځمکې پر مخ د بشپړ انساني نظام جوړولو او  واک چلولو مسؤلانه دندې پرغاړه واخلي .

خو دغه الهي منصبونو ته د اوسنیو دیکتاتوري نظامونو جوړولو په څېر د پټو ناروا او غیر ؤلسي کمپاینونو ، زر ، زور ، تزویر او د بندو دروازو تر شا په تحت البحریو کې دوه په دوه  د پټو معاملو له مخې څوک نه ټاکل کېدل او نه به وټاکل شي . او نه خو دغه رتبې د هغو یهودي الاصله جوګیانو کاروو چې د استدراج له مخې به یې خپلو ځانونو ته  داسې رتبې او منصبونه خلکو ته په خوله کې ور کول چې آن په تکویني امورو کې به یې ځانونه د تصرفاتو خاوندان ګڼل . او تل به ددغو یهودي او عیسوي درواغجنو پاپانو ، او کشیشانو هڅه داوه چې په الهي کلام  ( صحیفو او کتابونو کې ) تحریفونه وکړي ، د الله (ج ) بنده ګان ګمراه کړي ، او خلکو ته د کلنګ او جزیې ، باج او خراج په بدل کې په درواغو د جنت ټکټونه ور کړي .

دغه د درواغو او بهتان جوړولو لړۍ یوازې د نن ورځې غمیزه نه ده ، او نه خو دا لړۍ تر نبي آخر الزمان (ص) پورې را غځېدلې وه ، بلکي د ضلالت او غضب دغه کثیفه  لړۍ آن له حضرت آدم (ع) څخه را نیولې بیا تر ننه پورې  په پرله پسې ډول د قابېلیانو د ځوځات پر مټ دوام لري .

که موږ بشري تاریخ ته نظر وکړو ، د تاریخ په هره مقطع کې داسې ، او دېته ورته ډېرې پېښې د خپلو سترګو او خپل تفکر په خیالي هېنداره کې وینو چې هغوی په تېرو زمانو کې له خپلو نبیانو ، رسولانو او پیغمبرانو سره څه کړي ډي ؟

 قابېل را ولاړ شو د هابېل په وړاندې یې د حضرت آدم (ع) د الهي قانون ( صحیفو ) پر خلاف  په ناروا او تېري لاس پورې  . د خپل پلار ابو البشر حضرت آدم (ع) خلافت او ریاست یې و نه مانه او د فرار او بغاوت لاره یې خپله کړه .

کنعان او ملګرو یې د آدم ثاني ( نوح ) علیه السلام چې اصلي نوم یې عبدالغفار ؤ ، دعوت او خبره ونه منله ، او پر(۹۵۰ ) کلن تبلیغ یې تر هغو پورې ملنډې ووهلې چې آخر په توپاني سمندري څپو کې غرق شول .

د لوط (ع) قوم تر هغو پورې پر لواطت او بېدینۍ باندې اخته ؤ  تر څو چې د سّجین پر پخو شوو ډبرو سنګسار شول .

نمرودیانو هم په خپل شرک او بُت پرستۍ کې څه کمی ونه کړ ، او د خدای تعالی دوست پیغمبر حضرت ابراهیم (ع) یې په اور کې ور وغور ځاوه . چې په بدل کې یې نمرود او نمرودیانو ټولو خپل ځانونه او خپل بتان له لاسه ور کړل .

مصري فرعوني قبطیانو هم پر موسی (ع) او بني اسرایْیلو باندې د اسې لوبې کړې دي چې د بشریت  په تاریخ کې یې د جنایت ساری نه لیدل کېږي . خو کسات یې په نیل سیند کې ترې واخیستل شو . ولې د بني اسراایْیلو د (۱۲) کسیزو کورنیو هغو اولادونو او بازمانده ګانو له حضرت موسی(ع) او د هغه له رانا زل شوي کتاب الله ( تورات ) سره څه  وکړل ؟ هغه یې داسې تحریف کړ چې اوسنۍ بڼه یې یوازې بې سنده ( تېلمود ) د یهودانو په لاس کې پروت دﺉ . تاسو د حضرت موسی ( ع ) د پېښو اصلي متن او شرح ( قرآن او حدیث ) وګورۍ چې پر بني اسراايْیلو باندې څه حالات تېر شوي ، آیا بني اسراایْیل د فرعوني قبطیانو ( فرعونیانو ) مزدوران نه وو ؟  آیا د هغوی زامن فرعونانو نه حلالول ؟ چې کله به یوه بني اسراایْیل کوم قبطي ته محض په چپ وکتل ، آیا په عام محضر کې به بني اسراایْیل نه ور باندې اعدامېدل؟ ور باندې اعدامېدل . خو چې کله به کوم قبطي کوم بني اسرا ایْیل وواژه ، بیا به قبطي ته د فرعوني چارواکو له خوا یوازې دومره ویل کېدل چې که دې بل ځل دا عمل تکرار کړ ، په عامه محضر کې به د فرعوني قانون له مخې یوه څپېړه وهل کېږې . [[ کټ مټ لکه همدا اوس چې امریکایي او انګرېزي پوځیان پر بې دفاع مظلومو او یرغمل کړیو افغانانو باندې خپلې نښې او سترګې پخوي . او بیا ناټو قوماندانان وایي چې موږ ترهګر وژلي  . خو چې خبره ښه پرې ثابته هم شي ، نو بیا وایي چې بښنه غواړو ، موږ به تحقیق وکړو . او چې کله پړه ومني ، نو بیا وایي چې سړي سر دوه زره ډالر خونبها ورکړۍ . دا په داسې حال کې ده چې که ددوی خپل کوم امریکایي ووژل شي ، نو لږ تر لږه ( دوه مېلیونه  ډالر خونبها ورکول کېږي ، هغه هم له افغان نړیوالو مرستو څخه . دادﺉ عدالت ، او دادﺉ قضأ وت . په دې اړه زموږ رحمان بابا څه ښه ویلي :

( څوک چې تله د انصاف په لاس کې درکي + خپل ټټو او د بل آس به برابر کړې ) ]]

 یهودو زکریا (ع) په ونه کې اره کړ .

یهودو د عیسی (ع) د زوکړې پر مهال لومړې د عیسی (ع) پر مور ( مریم عفیفه ) باندې تورونه ولګول ، خو د الله (ج) په قدرت عیسی (ع) په همغه طفولیت او زانګو کې د خپلې مور د پاک لمنۍ اوعفت تصدیق وکړ ، او درواغجن یهود بې ځوابه پاتې شول . خو په پای کې یې قصد وکړ چې عیسی (ع) په دار وځړوي ، خو داسې پېښه خدای تعالی ور وکړه چې د خپل ملګري اوعیسی (ع) دواړو پر وژنه یا تري تام کېدو باندې تر ننه پورې شکمن پاتې شول . خو عیسویانو د خپل پیغمبرعیسی (ع) آسماني کتاب ( انجیل ) داسې تحریف او له افسانو ډ ک کړ چې اوسنۍ بڼه یې د پاپانو په لاس کې یوازې د بایْبل په نامه پرته ، او د اصل انجیل نوم او نښه په کې نه شته .

همدا رنګه  له  حضرت محمد مصطفی (ص) سره هم یهود و دغه ډول ناروا عملونه تر سره کړي دي ، چې د تولد پر مهال یې په لاره کې د وژلو هڅه وکړه . خو ګومارلي (۴۰ ) تنه ترورېست یهودي ځوانان  د الله په فضل وچ کلک  او په خپله مړه شول . د اسلام د ظهور پر مهال یې ددعوت مخه نیوله ، او ویل به یې چې که دا قرآن د جبرْییل (ع) په لاس نه وای راوړل شوی ، او پرته له هغه څخه د کومې بلې ملایْکې په لاس راوړل شوی وای ، نو موږ به منلی وای ، خو څرنګه چې جبرْییل زموږ د نیکونو نعوذ بالله قاتل دﺉ ځکه یې نه منو . او یا به یې ویل چې  محمد خو یتیم بچه اوغریب دﺉ ، ولې په کوم بل شتمن او خانداني سړي دا قرآن نه را نازېلېده . او داسې نور . جګړې یې ور سره وکړې . نور جاهل خلک یې په وړاندې را پورته کړل . ماشومان یې ور پسې ولېږل او په کاڼو یې زخمي کړ . د لمانځه او سجدې پر مهال یې ملنډې ور باندې وهلې . (۲۳) کاله یې په وړاندې فکري او فزیکي مقاومت وښود . آخر چې د حق په وړاندې مات شول ، بیا یې د نامرْيي ( پټو ) دښمنانو په شکل د مسلمانانو په صفوفو کې ځانونه په تزویري  ډول ځای پرځای کړل . خو چې څه وخت حضرت محمد (ص) له دې نړۍ رحلت وکړ ، ور سره جوخت دغو منافقانو د موریانې په څېر د اسلام د توحیدي ونې  ساقې ته لاره پیدا کړه ، له ځانه یې حدیثونه جوړ کړل . چې له کبله یې له همدې ځایه د خلافت ونه په څلورم ښاخ کې ور وچه ، او د ملوکیت  هرزه او بې ثمره ونې د همدغو یهودي مالیارانو په لاس وده وکړه ، خو له نېکه مرغه څلورو سُّي مذهبو امامانو د دین دخوندي کولو او خورولو له پاره د متن ، تشریح ، اجماع او قیاس په موجودیت کې ښه مناسب او اړین کارونه وکړل ، د توحید ، میعاد او رسالت دری اصول یې د اسلامي عقیدې محوري اُصول وبلل ،  د اسلام په معقول دین کې یې د نورو شرکي عقیدو پر ضد  پرمنقولو ( آسماني کتابونو او صحیفو ) باندې د خلکوعقیده پخه کړه . په دې معنا چې مسلمانان منقول او معقول دواړه په پاخه باور سره مني .ځکه چې قرآن او نور آسماني کتابونه او صحیفې خپله ټول منقول او مؤمن به دي .

 د اسلام د لومړي خلیفه حضرت ابوبکر صدیق ( ر ض)په زمانه کې د یوې ښځې په شمول څلورو تنو د پیغمبرۍ دعواوې وکړې . خو د اسلام لومړي خلیفه عبدالله (حضرت ابوبکر صدیق ) رضی الله تعالی عنه د خپل مسؤلیت او وجیبې له مخې هغوی څه ووژل ، او څه یې بېرته مسلمانان کړل . خو یهودي عبدالله بن سبا له هغو منافقینو یو ؤ چې د اسلام ددین د توکړې کېدو او د قرآن د اِعراب نه لرلو څخه پر ناوړه ګټې پورته کولو سره یې د خپلو پیروانو پرمټ ناکامه هڅه وکړه . ولې د قرآن د اصلي پتنګانو او خدمتګارانو په زیار دغه آسماني کتاب تر ننه پورې هماغسې کټ مټ خوندي وساتل شو لکه څنګه چې وحی کړی شوی دﺉ  ، او له دې وروسته به یې هم خدای پاک همداسې ژوندی او خوندي وساتي .

مګر د عبدالله بن سبا ډلې د اسلام پر نظام بدلولو باندې کار پیل کړ، ترڅو خلافت یې په غیر مستقیم ډول ملوکیت ته ور واړاوه ، او هغه هم داسې چې میراثي بڼه یې خپله کړې وه . په داسې حال کې چې په اسلام کې واک میراثي نه دﺉ . یهودانو ځکه دغه ناروغ سیستم په مسلمانانو کې په غیر مستقیم کتلېستي ډول فعال کړ چې ګواکي ددوی په آند د غیرشرعي واک له لارې د قرآن تحریفولو ته ښې زمینې په کې برابرېدای شي . چې له مخې یې د درباري دیني علمأ ؤؤ د فتواوو پرمټ د اسلامي معاشرې اخلاق هم ور سره خرابېدای شي . ځکه عالِم چې فاسد شي ، په حقیقت کې ټول خلک ور سره فاسدولی شي . او د عالِم فساد د عالَم فساد دﺉ . دوی عثماني امپراتوري همدغه ډول ونړوله . د صلیبیانو په وړاندې  د صلاح الدین ایوبي ټولې هڅې یې پر اوبو لاهو کړې . چې له کبله یې د کرک جنګي قلا پر ننني واتیکان ، او د شېبک قلا پراوسني اسراایْیلي دولت بدله شوه . او د عثماني امپراتورې مرکز اسلامبول د اتا تُرک د لادینیو په مرکز واوښت . او مصر د قبطي جنرالانو په ګورت کې ولوېد . دا ځکه چې سلطان ته به د دیني  سؤعلمأ وو له خوا د ظل الله ، غیر مسؤول  او واجب الاحترام لقبونه ورکول کېدل ، او سلطان به هم له دین څخه په ناخبرۍ او مطلقه نا پوهۍ کې هر ناروا او پردی دُود ته په خپله جغرافیه او خپله ټولنه کې د ترویج په خاطر د دیموکراسۍ ترنامه لاندې د خپل وضعي قانون له مخې د توشېح اوعملي کېدو امرونه ورکول . ترڅو له دې لارې اخلاقي ، اداري ، ټو لنیز او کورني فسادونه په اسلامي ټو لنو او رژیمونو کې را منځته ، او د ماشومانو او ځوانانو د ذهني ودې مخه پر فلمونو ، فلمسترپونو ، سینما ګانو ، فیس کاردونو ، تلوېزیوني بې ګټې وېدیویي او رادیویي غیرضروري ، غیراسلامي ،غیراخلاقي اوغیرعلمي پروګرامونوسره ډپ ، او د پلورل شویو اجیرو په اصطلاح اسلامي چارواکو تر سیوري لاندې یې د  منځنیو پېړیو پرذهنیت ور ګډ کړي . پر مخدرو توکواو بد اخلاقیو یې روږدي کړي . تاریخي واک او غیرت ترې واخلي . کفارو د مرستو په نامه له علمي اړخه څخه پرته په اسلامي نړۍ په تېره افغانستان او عراق کې پر تفرېحي او شیطاني اړخونو زیات لګښتونه وکړل ، او همدا اوس هم دغه لړۍ روانه ده ، چې د خپلو اولادونو د ( آی کیو ) معلومولو او سره بېلولو له پاره یې آن د مور په غېږ او کود کستان کې مُتخصصین کېنولي ، او پرته له دماغي تفرېح څخه یې یوه لحظه وخت ضایْع کولو ته نه پرېږدي ، خو د مسلمانو اولادونو له پاره د مخدرو توکو ، سینماګانو ، بد اخلاقیو ، او د فحاشت ډول ډول مرکزونه او نایټ کلپونه جوړوي . خپله اتوم جوړوي ، فضأ او کهکشانونه تسخیروي ،او پر مسلمانې له طبیعي زېرمو ډکې نړۍ باندې د نیواک خپلې ناولې تورې وزرې غوړوي ، او د ځبېښاک نېشونه پرې ښخوي . ترڅو  زېرمې او اقتصادي پانګې یې ور ختمې کړي . داسې خلک د واک پر ګدیو ور کېنوي او ملاتړ یې کوي چې تل پر نفسیاتي هوس رانیو ، واک او اقتصادي مافیایي کارونو او ناروا ملي ضد معاملو او زدو بندونو اخته  ، او له علم ، پر مختګ ، صداقت او حقیقت څخه یې بد را ځي . خو په دغسې فاسد و رژیمونو کې چې هر ملي او دیني خایْن په نړۍ او افغانستان کې د نړیوالو فاسد و یهودي  پرو ګرامونو په  پرمخ بېولو ، د جېندر پروګرامونو د چلوونکو او د سیمې د هېوادونو د نورو سیمه ییزو لادینو لکه د ایران د سلمان رُشتي ، او د همدغو اوسنیو قبطي الاصله مصري فلم جوړوونکو په څېر چې همدا اوس یې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) په نامه د خپلو چټیاتوفلم جوړ کړی  ، او تر نورو یې مؤثره او فعاله ونډه په کې اخیستې ده ، خپل هېواد ، خپله خاوره او خپل دیني اأېمه او ملي ارزښتونه او روایات یې پر نورو پلورلي دي ، د یهودانو په دستورغربي نړۍ هغوی څوک پر نوبل جاْېزو سره ستایي ، چاته افتخاري دوکتو راوې د بل په لاس ورکوي ، او څوک په واک کې خوندي ساتي  او ملاتړ یې کوي .

اوس چې د غربي نړۍ چارواکي په ډېر شعوري ډول د پیغمبرانو عکسونه ، کاریکا تورونه او وېدیو یي فلمونه چاپي او تصوېري رسنیو ته په واک کې ور کوي ، قرآن سوځوي ، په تشنابونو کې یې غورځوي ، په ګوانتانامو غوندې زندان کې چې خاص د مسلمانانو د ځورولو له پاره جوړ شوی ، د نوموړي زندان چارواکي همدا اوس عامه تامه اجازه لري چې دغو زندانیانو ته هر ډول غیر انساني او غیر اخلاقي شکنجې ورکړي .  لکه : د بندي لوڅول ، پر سپو او افعي مارانو باندې ډارول او خوړل ، مقدساتو ته یې سپکاوی . چې د ګوانتانامو زندان دغه پېښې د ابو غریب له زندان څخه مخکې رسوا او لوڅې شوې . په دغه زندانونو کې داسې شکنجې هم زندانیانو ته ور کول کېږي چې د پر لیکلو یې ژبه ، لاس او قلم ټول شرمېږي . چې موږ یې دلته څو بېلګو ته په لاندې ډول اشاره کوو : (( د بندي پېچل په امریکایي او اسراايْیلي بیرغ کې ، پر ځمکه د قرآن کریم تر پښو لاندې کول او پرهغه باندې د پاسه میتیازې داره  کول ، په زوره نامشروع اړیکو ته د زنداني مجبوره کول ، د فلج کېدو تر بریده د بندي وهل ، د کورنۍ غړوته پر آزار رسولو د بندي ډارول ، ترهغو پورې پر بندي دارو درمل نه کول چې آخر یې زخمونه چینجي وکړي ، بندي ته مرګوني بویناکې شکنجې ورکول ، د بندي د سر کوپړۍ پر دستشویۍ باندې وهل او د ستون فقرات ماتول ، په آخره کچه د زنداني په غوږو کې د لوډ سپیکرونوغږول ، ډېره تېزه رڼا د بندي سترګو ته په زوره ور اچول ، د بندي لوڅول او په لوڅو پښو په خورا یخه کوټه کې پرته له هر ډول اوبو او خوړو ساتل او دست شویې ته نه ور پرېښودل ، د امریکایي نظامي ښځو په واسطه پر بندي باندې تېری کول ، بندیانو ته غیر اخلاقي صحنې ور ښودل ، له جنسي صحنو ، له غیر انساني فېلمونو او عکسونو څخه استفاده کول ، قر آن کریم ته سپکاوی کول ، د پرستارانو په لاس بندیانو ته آزار ورکول او ضرر رسول ، دداسې خوړو ورکول چې په هېڅ ډول د خوړلو وړ نه دي ، د څو هفتو له پاره د بندي په زوره کېنول ، چې ددغه ډول شکنجو له امله له (۲۰۰۲ ) کال را په د ېخوا تر اوسه پورې ( ۸ ) تنو بندیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی . ویل کېږي چې له دې جملې څخه (۶ ) تنو یې خود کشي کړې ، او (۲) تنه یې په ناروغ حالت کې له منځه تللي دي . د نړیوالې عفوې د سازمان د وروستي راپور له مخې یو یمنی بندي پرته له کوم جرم ، محکمې او ثبوته د سپتمبر تر (۱۱) نېټې وروسته هم په ګوانتانامو زندان کې مړشوی دﺉ . که څه هم د حقوق بشر غړو له اوباما څخه د نوموړي زندان د تړلو غوښتنه کړې ، او بارک اوباما یې هم د تړلو وعده کړې وه ، خو بیا هم دادي د امریکې دوهم ځلي انتخابات را ورسېدل ، خو د ګوانتانامو زندان هماغسې فعال او ونه تړل شو . په باګرام زندان کې خو چې څه تېرېږي ، هغه د سره صلیب کارکوونکو هم لیدلي دي . )) نو دا د یهودانو او عیسویانو یوه بله ګډه توطیْه ده چې له یوې خوا په نړۍ کې ځانته د اسلام ددین د زور کچه معلوموي ، تر څو پردې باندې عملاً قانع شي چې په نړۍ کې څومره خلک دا مهال د خپل دین او خپل ناموس ( قرآن ) څخه ددفاع له پاره د سراو مال په بیه ولاړ دي  ، او که هسې تش په نامه نارې سورې وهي . بل دا چې په اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو پر یو والي او یوې قوماندې او یا هم ددوی پر تفرق ځانونه پوهوي . درېیم داچې ددې پته ځانته ولګوي چې په اسلامي هېوادونو کې د غربي یهودي اوعیسوي استکبار لاسپوڅو واکمنانو په خپلو هېوادنو کې څومره کار یهودیت اوعیسویت ته کړی ؟ ځکه دا مهال د امریکې او انګلیس ترمشرۍ لاندې په ټوله اسلامي نړۍ کې د واکمنو رژیمونو هغو کدرونو ته ډېر ارزښت ورکول کېږي چې یهودیت او عیسویت ته یې په عقیدوي لحاظ په ځوان کول کې ډېر ژور کارونه کړی وي . استعمار له اسلامه پر ناخبره هلکانو باندې په لندن او متحده ایالاتو کې د مدیریت او ځوانې رهبرۍ په نامه (۴۸) ساعته او (۷۲) ساعته د ( انګرېزي استخباراتي سیستم ) او ( سي آی اې ) کورسونه وایي ، او بیا یې په لوړو دولتي پُستونو کې د اسې ځای پرځای کوي چې د سیمې د هېوادو پر ؤلسمشرانو باندې فشار راوړي او ورته وایي چې دا زموږ اعتمادي کسان دي ، که دا خلک په دغه پُستونو کې ونه نیسۍ ، موږ له تاسې سره مرستې نه شو کولی . دوی دا کار ځکه کوي چې له خپل تاریخ ، جغرافیې او دین څخه دغه ناخبره زلموټي د متخصص په نامه ترډېرې مودې په کمه بیه په خپله خاوره کې د استعمار او استکبارد ګټوخوندي کېدو له پاره  استخدامولی او استعمالولی شي . ځکه دوی د عربو پسرلي او افغان ډرامې ته همدغه ډول ځوانان ګومارلي دي . او ناټو ټلواله پردې هم غور کوي چې آیا د داسې سیمه ییزو کسانو په واکمنۍ کې ددوی ګټې ور سره خوندي دي ، او آیا هغوی پردې ارزي چې نور هم په واک کې پاتې شي ، او که نه سیاسي او اداري ستون فقرات او مُهرې یې ور بدلې شي ؟

عیسوي او یهودي نړۍ په ګډه آګاهانه په اسلامي ټولنو او ؤلسونو کې په ښکاره ځوانان ( نر او ښځې ) فحاشیو او بدلمنیو ته د سیمه ییزو پروژو ( جېندر ) پرو ګرامونو له لارې د اطلاعاتو او کلتورادارو پر مټ هڅوي . ترڅو په اسلامي نیول شویو هېوادونو کې هم دغه وژونکې ناروغي په عام ډول سرایت وکړي . اصلي پایله یې هم دا شوه چې د اېډز د نړیوالې لا علاجه ناروغۍ له امله په ټوله کفري نړۍ کې نر په ښځه ، او ښځه په نر باندې داسې بې باوره شوي ، چې له سپیو او دلپینانو سره وادونه کوي ، خو انسان له انسان سره  واده کولو ته زړه نه ښه کوي .

بله پروژه یې په مخدرو توکود مسلمانو ځوانانو روږدي کول دي ، تر څو مسلمان ځوانان په یوویشتمه او دوه ویشتمه پېړۍ کې هم بې تعلیمه ، بې معلوماتو او بې مسلکه پاتې شي .

بله پروژه یې د کورني تاوتریخوالي زیږولو ، ځان سوځونې پروژه ده ، تر څو د مسلمانو کورنیو نظام ور ړنګ او په ټولنو کې خپلسري له همدې ځایه پیل شي . چې تر څنګ یې په هر هېواد کې د خانه امن ، حقوق بشر ، د ښځو چارو وزارتونه او ګېسټ هاوسونه ور ته جوړ کړي ، بودجې او مالي مرستې ورکوي او د ورځني ځان پلورلو مرکزونه یې ور ته جوړ کړي ، او له دې لارې یې په هر لانجمن اسلامي هېواد کې د خپلې ناټو د آیساف مجرد ځواکونه پرې ماړه کړي دي .

د امریکا اوانګلیس تر مشرۍ لاندې چې کله د ناټو ایتلافي ځواکونه پر عراق ، افغانستان ، او ټوله عربي نړۍ له سمندر څخه را وختل ، عراق ، او افغانستان یې اشغال کړل ، دوی همزمان څو کارونه کول :

!: ــ خلک یې ووژل ، ۲: ـــ شتمنۍ یې لوټ کړې ، ۳ : ـــ بد اخلاقۍ یې خورولې ،  ۴ : ــ په نا امنیو کې ښکېل وو ، ۵ : ـــ په نظام او اداري فساد خورولو کې یې لاس ؤ ، ۶ : ــ د مخدرو توکو او یو رانیمو په غلا او قاچاق کې ښکېل وو ، ۷ : ــ په سړي تښتونو ، او د انسان د اعضأ وو په قاچاق کې ککړ وو ، ۸ : ــ د افغانستان پر بې وسلې کولو او بې واکه کېدو کې لاس لري ،  ۹ : ــ د افغانستان له خاورې څخه پر استفادې سره پر نورو سیمه ییزو هېوادونو باندې د سلطې پیداکولوپر سترا تیژیو عملي کېدو اخته دي ،  ۱۰ : ــ  د افغانستان او سیمې د طبیعي زېرمو را ایستو او غلاکولو ته په عملي ډول ځانونه جوړوي ، ۱۱ : ــ حکومتي مهرې د معاملو او زدو بندونو له لارې سره اړوي را اړوي ، ۱۲ : ــ  د افغانستان په دری ګونو قوو او خپلواکو کمېسیونونو جوړولو او له منځه وړو کې ښکېل دي ، ۱۳: ــ د افغانستان او د سیمې د نورو هېوادنو  په تجزیه کولو کې لاس لري ، ۱۴ : ــ د افغانانو په پاشلو، توکم پالنې ، ژبني مذهبي او سیمه ییز تعصُب  او سولې ضد هڅو کې ستر رول لري ، او له افغان نظام او ټولو افغاني پروژو یې د بهرنیو مرستو را ټولولو له پاره د مچانو دوا جوړه کړې ، ۱۵: ــ عیسوي مذهبه او یهودي مذهبه امریکایي او پېرنګي چارواکي هڅه کوي چې ددې ټولو پروژو تر څنګ قرآن کریم او پیغمبر(ص) ته په سپکاوي سره  له یوې خوا اسلامي نړۍ هم تحریک کړي او هم یې و آزمایي ، تر څو ځانته دا جوته کړي چې آیا په مجموع کې مُسلمه  اُمت تر کومې کچې له خپلو مُقدساتو څخه دفاع کولو ته چمتو دي ؟ او آیا مسلمانان بله ورځ دېته هم چمتو دي چې که اسرایْیل پر مکه او مدینه منوره باندې حمله وکړي  ، دوی به یې دفاع ته را ودانګي که څنګه ؟   

 

 


بالا
 
بازگشت