افغانستان د انګلیس ، پاکستان او امریکا د خونړیو توطیؤ په منګولو کې

 ابو دانیال

له تېرو (۳۴ ) کالو را په د ېخوا پر افغانستان باندې د نړیوالو او پاکستان له خوا پوځي ، اقتصادي ، کلتوري ، سیاسي او نور هر ډول یرغلونه روان دي . خو ایران هم په اقتصادي او کلتوري یرغل کې خورا مخکښ رول لوبلولی دﺉ . چې له کبله یې د زرګونو کلونو افغان ملي یووالي ، ملي نظام ، ملي هویت ، ملي امنیت ، د خاورې تمامیت ، خپلواکۍ ، اقتصاد ، بیا رغونې ، پر مختګ ، پر خپلو پښو درېدو او سیمه ییزو او نړیوالو سیالیو ته زښت زیات  د سر او مال له حسابه وتلي داسې  تاوانونه  اړولي دي چې د دوولس کلنو نړیوالو مرستو  څرک هم په کې تر ستر ګو نه شو .

سره او تور استکبار په خپل نوبت له افغانستان او افغانانو سره ستر خیانت وکړ . د هغوی  د پېړیو پېړیو شتمنۍ یې د نفاق او خپلمنځي شخړو په اور کې له منځه  یو وړې . څه چې ور پاتې وو هغه یې د پوځي یرغلونو په نتیجه کې ور تباه او بر باد کړل . افغانستان یې داسې بې واکه او بې وسلې کړ چې اوس نه په کور د ننه ، او نه هم د خپلو سرحدي سیمو امنیت ساتلی شي .

چارواکي یې هم داسې څوک پر سر وردرولي چې له ټول افغانستان ، ټولو ملي شتمنیو او ټولې خپلواکۍ څخه په پردي مټ خپل مصلحتي او مشارکتي واک ، خپلې څوکۍ اوخپلې ګټې ورته ګرانې دي . په  افغانستان کې د استعماري قوتونو په مستقیم او غیر مستقیم لاس له میرویس نیکه را نیولې تر داؤد خان او ځینو اصلي دین دوستو او وطنپالو مجاهدینو پورې ټول د دستار سړي لکه شاه محمود هوتکي ، شاه زمان ، وزیر محمد اکبر خان ،  سر دار محمد ایوب خان ، علامه سید جمال الدین افغاني ، غازي محمد جانخان ، غازي محمد عثمانخان ، میر مسجدي خان ، غازي امان الله خان ، سردار محمد داؤد خان ، او د افغان جهاد اومجاهدینو څینې اصلي ملي څېرې  پردیو استخباراتي کړیو یا خو په یوه او بله پلمه  له منځه  یووړې ، او یا یې هم له واک او هېواد څخه  وایستل او تر ننه پورې یوازې لر او بر پښتون ټبر د (بګیریش که نګیریش ) په لوبه کې د خپلو او پردیو له خوا رټل کېږي او ووژل کېږي .

افغان مشرانو د خپلو غلطو مشاورینو په غلطو مشورو ور کولو سره  تل د افغان بچیانو ماغزه او وینې خوړلې او په لوی لاس یې د هغوی له وارثانو لښکرې جوړې کړې او بغاوت ته  یې اړ کړي دي . چې کېدی شي یوه ورځ ددغه ملي ناورین څخه ملي پاڅونونه را ولاړ شي . که له یوې خوا افغان چارواکي په خپل واک غځولو او خپلو ګټو باندې مین دي ، نو له بلې خوا خو پښتون ټبرهم تر خپل ځوځات ، خپل ژوند ، خپل عزت النفس او خپلې ښې راتلونکې نه شي تېرېدای ، او نه خو له چاسره پرې د حرفوي بېزنېس ګرانو په څېر معامله کولی شي .

انګلیس چې له امریکې سره په خپل نړیوال اېتلاف کې د خپلو سیمه ییزو ګټو پر سر په  تېره  په افغانستان کې  په  ټکر کې را غلی ، اوس غواړي چې پر خپلو زړو مېنو بیا را تاو شي ، ځکه چې لا تر اوسه پورې هم د ملت او حکومت په کچه د پاکستان د واک  ، عزل ، نصب ، سلا مشورو او قوماندې کیلي له انګرېزانو سره ده . او انګلیس غواړي له دې لارې په نړیوال پوځي او اقتصادي سیاست کې پر امریکې باندې د نیواک په سیمو کې د پاکستان له لارې څرګند فشار راوړي ، ترڅو انګلیس د پاکستان له لارې  امریکا دېته اړکړي چې د خپلو باج ګیریو په ټس کې د افغانستان د پلرنۍ خاورې او نظام عُشر او زکات د سیمې په کچه پاکستان ، او د نړۍ په کچه انګلیستان ته ور کړي .

خو امریکا غواړي چې انګلیسان د خپلې اېتلافي پروژې له ګټو څنډې ته کړي . ځکه یې پر وزیرستان باندې خپلو بریدونو ته د پاکستاني او انګلیسي چارواکو د غوښتنو پر خلاف دوام ور کړی . او په هامند کې یې خپل پوځونه ور ته واچول . خو انګرېزانو یې پر ضد بیا په یاد ولایت کې د شهزاد ګانو د مأموریت لړۍ پیل کړې .  ولې د پاکستان اصلي مشاورینو ( انګرېزانو) په وار وار پاکستان ته په خپلو دیپلو ماتیکو او غیر مترقبه سفرونو کې دا مشورې ورکړې چې کله پاکستان په نړیواله او سیمه ییزه کچه ددوو اوړه کوونکو  ژرندو ( افغانستان او هندوستان ) تر منځ ، یا د ( افغانستان او امریکې ) تر منځ واقع کېږي ، باید له یوې خوا سره مؤقته منافقانه معامله وکړي ، تر څو ها بله خوا په سړه سینه  تر خپل مسلط فشار لاندې وساتلی شي . یعنې د هند خواته بریالۍ دفاعي سیستم ، او د افغانستان خواته تعرضي سیبستم فعال کړي .  ځکه خو پاکستان کله له هند سره د روغې جوړې خبروته مخه کړې ، کله له امریکې سره خبرو ته پلو ور لوڅ کړي ، او کله هم افغانستان ته د دیني ورورۍ سترګکې وهي ، او بیا یې له شانه په خپل پوځي خنجر وهې .

اوس چې پاکستان له افغانستان سره په پوره ټکر کې راغلی او پر سر حدي سیمو تو غندي را اوروي ، معنا یې دوه څیزونه دي : یو د ډېورنډ کرښه . ځکه چې پاکستان د افغانستان خواته (۲۵۰۰) کیلو متره د کرغېړنې کرښې  غیر رسمي سرحد لري ، او په سلګونو کیلو متره د جمو او کشمیر ناپېژندل شوی سر حد له هند سره ، او همداسې د بلوچستان تر ټولو ستره صوبه چې هېڅکله یې د پاکستان او پنجابي راجه ګانو سلطه  په رسمیت نه ده پېژندلې ، او همدا اوس په ډاکه د اختر مېنګل په خوله خپله بشپړه آزادي غواړي . او بل د اوبو مسْله  ده ، چې کېدی شي د ترورېزم تر جګړې وروسته د اوبو جګړه پیل شي . ځکه چې د ټولې آسیا او ټولې نړۍ په کچه د اوبو ځمکنۍ زېرمې مخ پر خلاصېدو دي . او پاکستان سر له اوسه افغانستان تر خوږ ګوته نیولی ، تر څو د افغان دولت د مجبوریت له لارې د تل له پاره ځانته په رسمي بڼه او به پیدا کړي . ځکه افغانستان د عادي او کرېستال (معدني ) اوبو سرشارې طبیعي زېرمې او څپانده سیندونه  لري . او دا زېرمې او سیندونه باید د راتلونکې له پاره د ځان کړي . بیا خوښه د پاکستاني چارواکوده چې خپله کار ترې اخلي ، او یا یې پر نورو باندې  پلوري .

 اوس چې افغان حکومت څو ورځې د مخه له انګلیستان څخه د ډېورنډ د کرښې اصلي اسناد غوښتي ، معنا یې همدغه ده چې پر افغان حکومت د امریکې ، انګلیستان او پاکستان دری واړو له خوا فشار زیات شوي . تر څو د سیمې د امنیت په خاطر افغان حکومت مجبور کړي چې خپله خاوره او خپل حقوق د امریکې او انګلیس د سیمه ییزو ګټو قرباني او د پاکستان غوښتنې ومني . اوس پاکستان پر دې را ضي دﺉ چې وروسته له دې څخه په افغانستان کې ستراتیژیک عُمق نه غواړي ، ولې د ډېورنډ کرښې او د افغانستان د اوبو په اړه ( د کونړسیند ، علیشنګ او الینګار ، او د پنجشېراو کابل سیند او نورو هغو سیمو اوبه چې پاکستان ته ور بهېږي ) باید د رسمي قرارداد له مخې په ملګرو ملتو کې دا سند له افغان حکومت څخه پټ په پټه واخلي ، تر څو بله ورځ افغان حکومت پر یادو سیندونو د اوبو او برېښنا بندونه  جوړ نه کړي . او افغانستان د تل له پاره د خپلو بې کیفیته تولیدانو په مصرفوونکي مارکېټ بدل کړي . له خپلو سر شارو طبیعي اوبو څخه یې محروم ، بې تولیده ،  بې زراعته ، بې صنعته او ځانته یې داسې مُحتاج کړي چې په بدل کې یې افغانستان هېڅ ډول بدیل او سندله ځان سره ونه لري . او دېته یې اړ کړي تر څو د افغانستان خپلې اوبه بېرته پر افغانستان باندې و پلوري .

پاکستان ځکه د ډېورنډ کرښې په رسمیت پېژندل له افغانستان څخه غواړي . تر څو :

لومړی ــ داچې پر مټ یې خپله اوسنی جعلي پاکستان په نړۍ کې رسمیت پیدا کړي .

دوهم ــ له هندي او بریتانوي چارواکو سره تر سلو کالو اوښتې سل کلنه غیر رسمي معاهده د نړیوال فشار پر مټ پر افغانستان باندې د تل له پاره په رسمي ډول د نړیوال قانو ن سره سمه ومني .

درېیم ــ اوس چې د سترا تیژیک عُمق خیالونه د پاکستان له سره په وتو شول  نو دا مهال یې اصلي سترا تیژي دغه ده چې د افغانستان د حکومت له بېوسۍ څخه پر استفادې پر کونړ ، نورستان او ننګرهار باندې توغندي را اوروي ، تر څو داسیمې او د علیشنګ ، الینګار او  کونړ د هغو سیندونواوبه پرې د ځان کړي چې د نړۍ له بام ( د پامیر له لوړو ) سرچینه اخلي . خو دغه ډول مصلحتونه ټول انګرېزچارواکي چې د افغانستان تر ټولو پاخه ، زاړه او ستر دښمنان دي  پاکستان ته ورکوي ، ځکه خو د انګلیس شاهي کورنۍ خپل یو شهزاده د مخه هلمند ته را لېږلی ؤ ، اوس یې بل هم ور پسې راروان دﺉ . چې لومړي شهزاده یې تر اوسه پورې د هلمند له واشېر ؤلسوالۍ څخه په زرګونو موټره خورا ارزښتناکه له معدني موادو ډکه  خاوره وړې . نو خدای خبر چې که دا دوهم شهزاده یې هم را ورسېږي ، څومره خاوره او څومره معدنونه به یوسي ، او څه ډول نور دامونه  او ماینونه به د پاکستان له لارې په هلمند کې افغانانو او افغان حکومت ته کېږدي ؟

هسې هم د هلمند ، کونړ ، نورستان ، خوست ، مزار شریف او ځینو نورو سرحدي ولایاټو والیان له پاکستان ، ایران او نورو هېوادو سره پټې رابطې او معاملې لري ، چې تر ننه پورې یې پر دومره غټو پېښو خولې پټې نیولې دي . اود افغانستان  سر چارواکي ته په کار ده چې ددغو والیانو په اړه لومړی د عزل کېدو ، او ور پسې د پوښتنو او حساب کتاب عملي ګامونه پورته کړي .

څلورم ــ که داسې ونه شي  نوانګلیسان او پاکستان دواړه زیار باسي چې  لږ تر لږه ؤلسمشر کرزی دېته اړکړي چې لویه اضطراري ملي ضد مصنوعي جرګه دې را وغواړي ، او له هغوی څخه دې د ډېورنډ په اړه د باور رأیه ترلاسه کړي ، هو ! د ؤلسمشر ترڅنګ داسې کسان هم شته چې  سر یې له پاکستان او تنه یې له کرزي سره ده . د ورځې له ؤلسمشر کرزي سره وي ، او د شپې له پاکستاني دیپلو ماتانو سره . هغوی دا مشورې ور کوي ، او ؤلسمشر ډاروي تر څو چې بله ورځ یې ټوله پړه یوازې پر ؤلسمشر کرزي او د هغه پرحکومت باندې نه وي . خو که څوک بله ورځ د انتقاد ګوته ور ته نیسي ، نو خپله ملت به یې پړه پرغاړه اخلي . ځکه په اضطراري لویه جرګه کې به د ملت استازي او خپله ملت ټول په دې لوبه کې لتاړ او ککړ وي . ((خو ټول ؤلس باید پر دې پوه شي چې که چېرې د ډېورنډ د کرښې د رسمي کولو په اړه کومه جرګه را غوښتل کېږي ، هغه هېڅ مشروعیت نه لري . ))

پنځم ــ  د یاد جعلي او تېروخته سند اصلي کاپیانې یوه د هندي ، او بله د انګرېزي چارواکو په خپلوآرشیفونو کې پرتې دي . په ملګرو ملتونو کې له سره هغه وجود نه لري . او نه خو د ملګرو ملتونو هېڅ ډول لاسلیک او ټاپه ور باندې شته . ځکه ملګرو ملتونو د ډېورنډ کرښه په رسمیت نه ده پېژندلې . او انګرېزانو دا کار د خپل پوځ د مصؤنیت او د تزاري روسانو د نفوذ د مخنیوي له پاره په خپله کړی ؤ . خو کله چې هغوی ووتل ، نو نوزاد او پس مرګي پاکستان د څه له پاره د افغانستان خاوره په جعلي اسنادو سره د ځان ګڼي ؟ ددې پرځای دې لومړی سند او بلوچستان خپل کړي ، او دادې ثابته کړي چې آیا سند او بلو چستان د پاکستان په نامه حکومت په رسمیت پېژني ؟ نه ! هېڅکله نه ! انګرېزانو په سیمه کې د خپل ذاتي  منافقت  له مخې دا هسې د اوړو یوه پزه جوړه کړې وه ، خو هغه هم سره وشړېده . ځکه نن وي که سبا ، سند او بلوچستان په کلکه خپله آزادي له پنجابه اخلي . امریکا او غربي نړۍ یې ددې له پاره په کلکه ملاتړ کوي چې له منځنۍ آسیا څخه ددوی را تلونکي کاروانونه تر سمندره پورې خوندي او تر نورو لارو ارزانه تمام شي . چې پر دې سره به د کراچۍ او ګوادر بندرونه د پاکستان له ؤلکې څخه هم ووځي . چې بیا به پاکستان د افغاني او امریکایي مالونو ټکس او مالیې اخیستو ته لاس هم ور نه وړي .

شپږم ــ که له یوې خوا امریکا په پاکستان کې اتومي پروګرام ، او ددې پروګرام سرایت نورو هېوادونو ته ،  او د ( آی اس آی ) پو ځي اداره په سیمه کې د خپلواوږد مهاله سترا تیژیو په وړاندې یو ستر ګواښ ګڼي . خوله بل پلوه له تېرو (۳۴) کالو را په دې خوا پاکستان له امریکې څخه د افغان جهاد او ترورېزم په پلمه له امریکې څخه په میلیاردونو ډالر، مهمات او وسلې تر لاسه کړې خو کله چې امریکه له خپلو اېتلافي ملګرو سره سیمې ته راغله ، نو تر ډېره بریده د پاکستان له خوا مالي او ځاني زیانونه ور واوښتل . ځکه په دوستۍ او انډیوالۍ کې یې امریکا ووهله . چې دا مهال پر پاکستان باندې د امریکې باور تر صفرهم را ښکته شوی دﺉ .

اووم ــ که چېرې پاکستان دا خام خیال کړی وي چې ددغو قراردادونو په تر لاسه کولو سره به د منځنۍ آسیا په زېرمو را ایستو او تجارت کې له افغان خاورې څخه په وړیا توګه غوښنه ګټه تر لاسه کړي ، او د کراچۍ او ګوادر بندرونو ټکس او مالیې به په منظمه توګه ترې تر لاسه کوي ، او یا به یې مالونه په بندرونو کې وراسته او له کاره لوېږي ، خو دا هم د پاکستان خام خیال دﺉ . ځکه اوس د امریکې په مشرۍ نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ستراتیژیک سند له مخې قانوناً حضور لري . د هغوی او افغانانو مالو نه او تجارت پر یوه لاره روان دي . او بل لور ته امریکې په منځنۍ آسیا هېوادونو کې آن څو کاله وړاندې لویې پانګونې کړې دي . هغه سیمه اوس امریکې په خپل اقتصادي ، سیاسي او نظامي جال کې را نغاړلې د ه .  که پاکستان افغان سوداګرو، او یا د امریکې کاروانونو ته زیانونه ور اړوي ، نو نړیوال هم ور ته لاس تر زنې نه کېني . خا مخا به غبرګون ور سره ښیي .چې پاکستان بیا دداسې غبرګونونو پر مختللې ځوابي پوځي تېکنالوجي هم نه لري . مجبور دﺉ چې له خپل تیرایي اتوم سره چېرته په کوم کنج کې غلی کېني . که نه نو د خپل اتوم په لمبو کې به سوځي ، او ایرې به یې ګنګا ته لوېږي .

اتم ــ که چېرې د پاکستان له امریکې سره د افغانستان پر سر د کومې پټې معاملې زړه وي ، نو پردې باندې دې هم سر خلاص کړي چې امریکا په نړیوال سیاست کې پر انګلیسانو ، او د سیمه ییز سیاست په کچه پر پاکستان باندې شکمنه ده . او امریکا به هېڅکله هم په سیمه کې د خپلې نظامي پایګاه پښې په خپله په تېشه ونه وهي . کېدی شي امریکې له روسانو دادرس اخیستی وي . ځکه د افغانستان پر سر له امریکې سره د پاکستان د پټو خبرو معنا همدغه ده چې پاکستان د انګلیس په مشوره او ملاتړ امریکا دېته هڅوي چې د ډېورنډ کرښې او اوبو په ستونځو کې یې له افغانانو سره ښکېل کړي ، ترڅو پاکستان له خپلې کورنۍ ستونځې ځان پرې خلاص ، او ځان د رسمي او قانوني هېوادونو په کتار کې ودروي .

نهم ــ  روسانو دا اشتباه کړې وه چې ګرمو اوبو ته د رسېدو پر ځای یې لومړی افغانان سره وټکول .  ځانته یې خپله مشکلات را پیدا کړل . (۱۵۰۰۰) پوځیان یې په کې له لاسه ورکړل . (۴۵۰۰۰ ) عسکر یې معیوب او ټپي شول . په میلیاردونو ډالر یې په افغان جګړه کې ولګېدل . له ولادي واستوک  نه  تر اروپایي ، غربي او سویلي پولو پورې یې خپله ټوله سره  امپراتوري و جړقوله . او اتحاد جماهېر شوروي پر (۱۵) ټوټو بېرته سره ووېشل شو .

لسم ــ  که اوس امریکه دا کار وکړي ، معنا یې داده چې امریکه د خپلو پوځیانو ، افغانستان ، سیمې او ټولې نړۍ دښمنه ده . ځکه د ترورېزم له ځالې رغولو او پیاوړي کېد و سره یې له تېرو (۱۱) کالو را په ایسته مرسته کړې . مالي ، پوځي او سیاسي ملاتړ یې کړی . د جهاد له وخته تر ننه پورې د پاکستان د ټولو اکمالاتو او قوماندې سرچینه خپله د امریکې متحده ایالات او انګلیستان وو او دي . نړیوال اېتلافي ځواکونه په پر مختللې پوځي تېکنالوجۍ سپاره  له ترورېزم سره د جګړې په پلمه  افغانستان ته راغلل . پوره (۱۱) کاله یې په افغانستان کې د ښې حکومتدارۍ ، ښه امنیت او ښې راتلونکې په نامه تېرکړل . خو ددې درواغجنوشعارونو تر نامه لاندې ترورېزم وده وکړه . اداري او اخلاقي فساد ، د ځمکو غصبولو او د انساني او بانکي سیستمونو مافیایي قاچاق ، نا امنۍ ، وژنې ، بېکارۍ ، ناولې حکومتداري او د ګاونډیانو او نړیوالو لاسوهنې نورې هم ور سره زیاتې شوې ، چې د افغانستان او سیمې امنیت نور هم ور سره خراب شو . د ښې حکومتدارۍ پر ځای مافیایي او له اداري ډول ډول فسادونو ډک سیستمونه حاکم شول . د رغېدو پر ځای افغانستان نور هم له هرې خوا و نړېد . اوس د امریکایي پوځیانو د وژلو پروژه هم روانه ده ، او راسموسن په خپله خوله وایي چې موږ به تر (۲۰۱۵) کال مخکې خپل پوځونه له افغانستان څخه وباسو . ځکه چې د طالبانو دې تاکتیک زموږ د پوځیانو پر مورال بد تأ ثیر کړی دﺉ . او هغه هم د افغان پوځیانو او پو لیسو په څېره کې زموږ د پوځیانو وژنه  . خو که چېرې امریکا په افغانستان او سیمه کې نور هم دغه ډول ډرامې ته  دوام ور کړي ، نو امریکا به هم د روسانو په سر نوشت اخته ، او په (۵۲) ټوټو به سره ووېشل شي . ځکه همدا اوس د پاکستان له لارې امریکایانو په افغانستان کې ماتې خوړلې ، او د ترورېزم په وړاندې یې جګړه بایللې ده . 

یوولسم ــ پاکستان په تېره د (آی اس آی ) اداره د افغانستان او هندوستان په وړاندې تل دغه دوې سترا تیژۍ پر مخ وړې دي : ( د افغانستان خواته تعرُضي ، او د پاکستان خواته دفاعي پروژه جوړول . ) چې  په دغو دواړو پروژو کې ډېر ستر بریالي مهارتونه او لاسته راوړنې لري .

دوولسم ــ پاکستان پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد یرغل په ډېر مهار ت داسې مات کړ چې خپله یې نړۍ تر څنګ ور سره ودروله ، او خپل ځان یې په کې پر نظامي  او مالي مرستو تر خولې پورې موړ کړ ، خپل پوځ او خپل بانکونه او ګودامونه یې پرې ډک کړل . روسي لښکرو ته یې پر افغان مجاهدینو ماتې ور کړه ، او د افغانانو د سر ، مال او ناموس په بیه یې ځان د سره زبر ځواک له شراو غوبل څخه خلاص کړ. . ډېره پخه تجربه یې په کې تر لاسه کړه . خپل پو ځیان یې په غیر مستقیم ډول په کې ترېنېنګ اود نړیوال اردو په څېر یې د ارکان حربي ډیګرۍ په کې تر لاسه کړې . خو اوس یې زړه دﺉ چې امریکایي نړیوال طاقت هم له روسي تجربې څخه پر استفادې په ګونډو او مات کړي . ځکه پاکستان د انګلیس هغه مکار مولود دﺉ چې هم له امریکې څخه سوټي اخلي ، او هم بېرته له شانه امریکه او ګاونډی افغانستان  ور باندې وهي .

دیارلسم ــ پاکستانیان بیا د افغانستان پر وېشلو سره یوه خوله نه دي ؛  ځینې یې د (آی اس آی ) پلویان دي او غواړي چې افغانستان دې تجزیه شي ، ډیلي ټایمز پاکستانۍ ورځپاڼې د خپلې سه شنبې ورځې په ګڼه کې چې د اکتوبر په (۱۲مه ) نېټه نشر شوې  د انګلیسي او امریکایي سیاستوالو له خولې ویلي چې : (( په واشنګټن کې پر دې باندې ډېر بحثونه شوي ، او د رابرت راتبرګ ځینې دلایْل یې را وړي چې وایي : ا فغانان ددرانیو له واکمنۍ څخه تر ننه پورې ښه ورځ نه ده لیدلې ، په خپلو کې سره دښمن دي ، په ژوند کې یې بدلون نه دﺉ راغلی ، خو ځینې بیا وایي چې باید په قومي جوړښت سره ووېشل شي . ځینو پاکستانیانو بیا ویلي چې تر (۲۰۱۵ ) کال پورې به افغانستان تجزیه شي ، په شمال کې به یو قوي او پر خپلو پښو ولاړ حکومت منځته راشي ، او جنوبي افغانستان (پښتانه )  به نور هم کاواکه شي او مجبور شي چې له پاکستان سره یوځای شي .ځکه چې مشران یې ټول غداران او په فساد کې ککړ خلک دي .

 په (۲۰۱۲) کال کې افغان حکومت وړاندیز کړی ؤ چې د ډېورنډ کرښه دې له منځه ولاړه شي ، آو امریکایي جنرال پټرویس یې ملاتر کړی ؤ ، خو پاکستان وایي چې په افغانستان کې د امریکې اوسني سفیر منلې چې د افغانستان پر تجزیې په چټکۍ سره کار روان دي ، او هم افغان چارواکو یو ډول د ډېورنډ کرښه په رسمیت پېژندلې ده  او باید افغانستان سره ووېشل شي . او ځینې یې بیا وایي چې پر دې سره به خپله پاکستان د نړۍ له نقشې ورک شي . ځکه چې پاکستان همدا اوس د کړنګ پرغاړه  ولاړ یو غیر رسمي هېواد دﺉ چې نړیوال مشروعیت نه لري . امریکې هم یوه نقشه ور کړې ده .چې له مخې یې پاکستان د تجزیې په حال کې دﺉ .  او دوې صوبې ( بلوچستان او سند ) یې همدا اوس د بنګله دېش په څېر خپله آزادي ترې غواړي . ))  

له دې ټولو خبرو داسې معلومېږي چې پاکستان ، انګلیستان او امریکا دری واړه  د افغانستان د تجزیې په معامله کې سره ښکېل دي . ((ځکه دا مهال افغانستان د انګلیس ، پاکستان او امریکا د خونړیو توطيؤ په منګولو کې پرروت دﺉ .)) خود افغانانو تاریخ کوټ ترې هېر دﺉ چې هغوی څه ډول خپل کورني او بهرني دښمنانان ارمانجن تورو لحدونو ته لېږلي دي !!!....... دغه افغانان هم د هغوی داسې اصیل بچیان دي چې نه به چاته خپل واک ور کړي ، نه به خپلې یو څاڅکی اوبه پر چا وپلوري ، او نه هم خپله یوه لوېشت خاوره .

 

 

 


بالا
 
بازگشت