افغانستان د غرب د ګټو قرباني

ابو دانیال

د شیکاګو تر نړیوال کنفرانس یوه اوونۍ وروسته چې ؤلسمشر حامد کرزي په کابل کې خپل مطبوعاتي کنفرانس ور کړ ، په هغه غونډه کې ؤلسمشر حامد کرزي په خپله وینا کې څو مهمو ټکو ته اشاره کړې چې هر یو یې د افغانستان له حال ، استقبال او ماضي سره تړاو لري :

۱ ـــ ؤلسمشر په خپلو خبرو کې پرغربي هېوادو په تېره امریکا باندې نیوکې و کړې ، او زیاته یې کړه چې افغانستان ته درنې وسلې نه ورکوي ، او د افغانستان ملي اردو او ملي پولیس دې ورغوي خو امریکې یې په وړاندې ویلي چې د ګاونډیانو او طالبانو په وړاندې جګړه کې درنو وسلو ته اړتیا نه شته . خو بل لور ته چې ګورو له یوې خوا پاکستان د انګلیس په سلا مشورو پر کونړ ، نورستان او ننګر هار باندې توغندي را اوروي ، او خلکو ته د سیمې پرېښودو ګواښونه کوي . اړوند افغان والیان هم لاس تر زنې ورته ناست دي ، امنیتي ځواکونه هم وایي چې موږ ته اعلی قو ماندان امر نه دﺉ کړی . خو په اصل کې پاکستان پر دغه بریدونو سره هڅه کوي تر څو له یوې خوا که چېرې د ډېورنډ کرښه ور سره ومنل شي ، حاکمې نقطې پرې د ځان کړي ، او له بل پلوه د پامیر د لوړو سردرو  اوبه پرې خپلې کړي . او پښتون ټبر د تل له پاره پر پاکستان باندې و پلورل شي ، چې دا هېڅکله هم لر او بر پښتون ټبر ته د منلو وړ نه ده ، ځکه لر او بر دواړه پښتانه اوس هم یو له بل سره ځانونه یو ځای کول غواړي . او د ډېورنډ کرغېړنه کرښه له سره نه مني او نه یې منلې ده .

۲ ــ اوس چې افغان ؤلسمشر پوره (۱۱) کاله د غرب انډیوالي  او ملاتړ وکړ . نو د سیمې نورستر هېوادونه لکه چین او هندهم باید له پامه ونه غورځوي ، او باور یې خپل کړي . ځکه چې له افغانستان سره د غربیانو ملګرتیا خامه ،  له دوکې ډکه او پر یو اړخیزه ملي ضد معاملو یوه ولاړه انډیوالي ده  چې د خپل پخواني تاریخي دښمن (انګلیس) په منځګړتوب له پاکستان سره موالات او دوستي او سترا تیژیک سند لاسلیک کول خو له سره ګټه نه ور ته لري ، بلکي د پاکستان موجودیت او بقأ ته به نوره هم داسې زمینه پرې برابره شي چې د بلوچستان او سند صوبو جدا کېدل به شاته پرې وغورځوي ، پاکستان به له کورنۍ ورپېښې بلا څخه پرې ځان خلاص کړي ، او په راتلونکې کې به بېرته په افغانستان کې د سترا تیژیک عُمق د خوبونو تعبیر ته مخه کړي .  کټ مټ هماغسې لکه ظاهر شاه چې د هند او پاکستان تر منځ جګړه کې د پاکستان ملاتړ کړی ؤ ، او د هند مصلت یې ونه مانه ، او بیا یې د افغان جهاد پر وخت پر افغانستان باندې د طالبانو په جامه کې حمله وکړه ،  او پوره (پینځه)  کاله یې افغانستان خپله (پینځمه ) سوبه وبلله . اوس  ؤلسمشر کرزي د همغه انګلیس په خوله له پاکستان سره دغوسترا تیژیکو اړیکو ټینګېدو ته زړه ښه کړی چې پاکستان ته یې جعلي اسناد ور کړل ، تر څو افغانستان پرې تر فشار لاندې و نیسي ، خو کرزي ته یې اصلي اسناد  نه ور کول . بل دا چې  ؤلسمشر کرزی باید  خپلې تېرې څلوېښت کلنې ماضي  ته وګوري چې په تېرو (۴۰ ) کالو کې پاکستان له افغانستان سره څومره خیانت کړی دﺉ !!!.......

۳ـــ ؤلسمشر کرزي په خپله وینا کې په داسې وخت کې د سیمې هېوادو ته مخ واړاوه چې له یوې خوا غرب د افغانستان له خاورې پر استفادې سره په سیمه کې ډېر پر مختګ کړی ، چې په موجودیت یې ټوله سیمه ، او د سیمې هېوادونه په تېره چین ، ایران او روسیه په اندېښنه کې اچولي .  او له بل پلوه افغانستان ډېر کاواکه او بې وسلې دﺉ ، چې نه خپل کورنی او نه هم د خپلو پولو امنیت ساتلی شي . اوس افغانستان هېځ هم نه لري . ؤلسمشر کرزي  د کورنیو او بهرنیو غلو خبره هم په داسې وخت کې له ملت سره شریکه کړه چې د خپل کورني وس او واک وزرې یې ګاونډیانو او پردیو ترې ایستلې دي . ځکه په دې اړه یوه روسي کارپوه الکساندر کینازوف هم د ډېورنډ کرښې په اړه په یوه مطلب کې لیکلي چې (( یو کال وړاندې افغان حکومت له پاکستان سره د ډېورنډ کرښې د لاسلیک کولو او په رسمیت پېژندلو په اړه اسناد برابر کړي ، کار یې ور باندې کړی .))  ((بل لور ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې ډېر ژر به له پاکستان سره د سترا تیژیک سند د لاسلیک کولو په اړه پاکستان ته ولاړ شي .))

له دې نه دا سې معلومېږي چې پاکستان لا له وړاندې له روسانوسره د ډېورنډ په اړه د توافق په صورت کې غږېدلی ، او روسان هم پر دې خوښ دي چې د ترورېزم او مخدره موادو د مخنیوي په خاطر باید ددوی او پاکستان تر مینځ د پخوا په څېر یوه عایْقه سیمه موجوده وي . ځکه یې د افغانستان د حکومت پټې یو کلنې خبرې اوس را لوڅې کړې . 

خو اوس چې موږ خپلې کورنۍ وضعې ته ګورو ، نو داسې برېښي چې د افغانستان د (۹) ولایتونو د والیانو او د ( ۱۳۵) ؤلسوالانو لیرې کېدل او پر ځای یې نور والیان او ؤلسوالان ټاکل کېدل د همدغې پروسې یوه اهمه برخه جوړوي ، ځکه چې له یوې خوا د افغانستان د فدرالي کېدو او پر (۸) زونونو د وېشل کېدو پر سر خبرې روانې دي ، او له بل پلوه د عامه رېفرېنډم خبره ده . کېدی شي پاکستان ته انګلیس مشوره ور کړې وي چې پرته د افغانستان تر مرکزي واک ختمېدو د ډېورنډ کرښې او اوبو سند له افغانستانه نه شي تر لاسه  کېدی . نو تر هر څه وړاندې باید د افغانستان د حکومت مرکزي واک د فدرالي کېدو پر سیستم سره ووېشل شي ، او دا کار د ملګرو ملتو او نړیوال فشار په نتیجه کې تر سره کېدی شي ، تر څو هره برخه بیا خپله رأیه د پاکستان ، انګلیس او امریکې په خوښه اوګټه د کمو پیسو په بدل کې وکاروي ، همداسې لکه شمالي تلواله چې د طالبانو په وړاندې وکارول شوه . ځکه خو اوس افغان دولت د ناټو له خوا مجبور کړی شوی چې د افغانستان د فدرالي کېدو له پاره نوي والیان ، او د رېفرنډم له پاره یې (۱۳۵) تنه نوي ؤلسوالان وټاکي .  چې دا کار عامه افغانانو او ټول لر او بر پښتون قام  ته آسانه  او د منلو وړ نه دﺉ ، ځکه لر او بر پښتانه دغه دواړه خبرې نه شي منلی . او بل دا چې په فدرالي نظام کې واک وېشل کېږي ، چې په افغانستان کې ددې فورمول په عملي کېدو سره د ښاغلي کرزي او راتلونکو حکومتونو د واک زوال له همدې ځایه پیلېږي . او د افغانستان له هرې صوبې څخه به د پاکستان د بلوچستان او سند په څېر صوبې جوړې شي ، او بهرنیان به یې د خپلو ګټو له پاره په خپله خوښه چې څه ډول یې زړه غواړي استعمالوي .

۴ـــ ؤلسمشر کرزي په خپله وینا کې پر افغان او بهرنیو رسنیو دواړو باندې ټکونه وکړل ، او زیاته یې کړه چې کله افغان دولت له سیمه ییزو هېوادونو سره د نږدې کېدو هڅه کړې ، نو غربي رسنیو یې پر ضد ناروا پرو پاګنډې پیل کړې ، او افغان رسنیو یې تایْيد کړی ، ځکه کټ مټ همغه تبلیغات افغان رسنۍ هم کوي ، کوم چې غربي رسنیو په لاره چولي وي . ولې ؤلسمشر دا خبره په خوله را نه وړه چې له څودولتي چاپي ، غږېزو ، تصویري او برقي رسنیو پرته په سلو کې (۹۵) ټولې غیر رسمي رسنۍ د غرب له  خوا په مالي لحاظ تمویلېږي . پنډ یې هغوی ورکوي . غیر ملي کار ونه هم د غرب د ګټو له پاره کوي ، نه د افغانستان او افغان حکومت له پاره . ټولو بهرنیو رسنیو د خپلو حکومتونو او خپلو استخباراتو په دستور د افغان حکومت د ضعیفولو او سقوط په خاطر دغه ډول منفي تبلیغات ددې له پاره په لاره اچولي ، تر څو چې ؤلسمشر کرزی یاخو ددوی ناروا او ملي ضد غوښتنې پرته له کوم قید او شرطه څخه ومني ، او یا زموږ په هېواد کې د عامه خلکو د ذهنیتونو مغشوشولو او اوبو خړولو له پاره زمینې پرې برابرې او افغانان د ؤلسمشرد حکومت  پر ضد را وپاروي . او په پای کې یو ځل بیا خپلو هغو ډلګیو ته واک پرې و سپاري چې همدا اوس په ؤلسونو کې د ننه د امریکې ، انګلیس او پاکستان له خوا په مالي ، نظامي او سیاسي لحاظ تمویلېږي او رهبري کېږي . چې غیر دولتي افغان رسنۍ بیا د غرب همغه بې بنسټه او له حقیقته لیرې خبرې د څو روپیو په بدل کې د عامه افغانانو غوږونو ته رسوي ، او هغوی پرته له تشخیصه باور ور باندې کوي .

۵ــ پرون د تلې په (۱۸مه ) نېټه بیا باور ورځپاڼې د ؤلسمشر دغه  دری خبرې لیکلې دي :

ؤلسمشرویلي : ((په تېرو لسو کالو کې په افغانستان کې ترهګریزې ډلې لا پیاوړې شوې . په افغانستان کې د جګړې د ناکامۍ پړه د ناټو او امریکا پر غاړه ده . د افغان ادارو د کمزوري کولو په خاطر د اداري فساد طرحې له بهره را ځي . ))

امریکا له افغان ؤلسمشر سره څو څو ځلې ژمنې وکړې او ټول افغانان او ټوله نړۍ پرې شاهده ده چې امریکې او ناټو ټلوالې ویلي : موږ ترورېزم له مینځه وړو . په افغانستان کې امنیت راولو . او یوه پاکه حکومتداري په کې جوړوو .  خو اوس چې د امریکې په مشرۍ د ناټو ځواکونو (۱۱) کاله په افغانستان کې د ترورېزم ختمولو په پلمه ووتل د افغانستان امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ور سره خراب شو . ملي اردو او ملي پو لیس نه سم وروزل شول ، او نه هم سم تجهیز شول . افغان چارواکو څو څو ځلې له امریکې او نورو ذي دخلوهېوادو سره په دې اړه پروتو کولونه لاسلیک کړل . چې ملي اردو او ملي پو لیس به رغېږي ، روزل کېږي او تجهیزېږي به . خو اوس چې ګورو غربیانو د امریکې او انګلیس په مشرۍ بلې خواته مخ واړاوه . افغان ملي اردو او ملي پو لیس یې ونه روزل ، او نه یې تمویل او تجهیز کړل ، بلکي د روزلو ، تمویل او تجهیز پر ځای یې لا پسې ړنګ ، کاواکه او بې وسلې کړل ، امریکې ، انګلیس ، کاناډا او جرمني له افغان حکومت سره د درنو وسلو خبره کړې وه ، خو اوس درنې وسلې افغان ملي اردو ته نه ور کوي . او وایي چې د طالبانو او پاکستان په وړاندې جګړه کې درنو وسلو ته د افغانستان هېڅ اړتیا نه شته . امریکې د هوایي ځواک ژمنه کړې وه ، خو اوس هغه هم په تر بیوي لحاظ او هم په تجهیزي لحاظ هماغسې راکد او جامد پاته دﺉ . (۱۱) کاله  تېر شول چې د افغان هوایي ځواک  پو هنځۍ تړل شوې ده . د پیلو ټانو روزنه وجود نه لري . څو تنه پیلو ټان امریکې بېولي وو ، غربي رسنیو اعلان وکړ چې له هغو محصلینو څو تنه غیب شوي . خو د غیب کېدو او تښتېدو علت یې روښانه نه شو . او بیا په ټپه دا پروسه هم ودرېده . پخواني پیلو ټان هم خواره واره شول . جنګي ، اکمالاتي او مسافر وړنکې دولتي الوتکې هم ټولې تباه او بر باد شوې . د توپچې او پلیو قواوو هوایي ملاتړ هم نه شته . تروریستي بریدونه او ډولو نه نور هم داسې زیات شول چې کله کله امریکایان او انګرېزان خپل بې هویته عسکر هم په کې وژني ، تر څو خلک پوه نه شي چې دا کارهم امریکې او انګلیس کړی دﺉ . ولې په اصل کې دوی د خپلو پر مختللو وسلو او مهماتو آزموینې په افغانستان کې کوي . ځکه یې په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو پر ځای د جګړې دوام ، د امنیت پر ځای نا امنۍ ، او د ښې حکومتدارۍ پر ځای یې ناولې او له اداري فساده ډکه حکومتداري خوښه ده . تر څو دوی ته په افغانستان او سیمه کې د زیاتو پاته کېدو پلمه پرې جوړه شي .

۶ــ اوس چې د افغانستان د نظام او ؤلس ټول خلک د انګلیس او امریکې پر دغو درواغجنو وعدو او پلمو پوهېدلي ، او نن سبا یې پر ضد دوامداره ملي قیام کېدونکی دي ، نو همدغو بهرنیانو د متخصصې او ښې حکومتدارۍ په پلمه په حکومت کې په اداري فساد ککړ خلک د اداري فساد خورېدو له پاره له بهره ور ننه کړل ، پر ؤلسمشر یې ور وتپل . افغانان نور په حکومت او ملت دواړو کې د غرب له دې دوه مخې بازۍ څخه ستړي شوي . له دغې بې مفهومه جګړې یې مخ اړولی . په افغانستان او سیمه کې د ناټو او امریکې جګړه نوره د ناکامۍ پر خوا روانه ده . افغان ؤلسمشر ریښتیا ویلي چې په افغانستان کې د جګړې پړه د ناټو او امریکې پر غاړه ده . ځکه دوی په لوی لاس خپل فرصت له لاسه ور کړی ، او تر هګرۍ او اداري فساد ته یې په افغانستان کې وده ور کړه . پر ؤلسمشر یې په افغان اداري سیستم کې پر واکوالو څوکیو داسې کم وزنه کسان د متخصص په نامه ومنل چې په غلاوو ، اختلاسونو ، لوټماریو ، له واک څخه پر ناوړه ګټې اخیستو او له مافیایي کړیو سره تړلي دي . همدغو خلکو په افغان نظام کې د ننه په تېرو (۱۱) کالو کې د افغانستان ټولو ملي او دیني ارځښتونو ته په سپکه ستر ګه کتلي ، او د افغانستان اساسي قانون ، کتاب الله او سنت رسول الله او ټول ملي او دیني ارځښتونه یې تر پښو لاندې کړي ، او ستر ګې یې پرې پټې کړې دي . د ؤلس او حکومت ، ؤلس او کرزي ، ؤلس او نړیوالو او حکومت او نړیوالو تر مینځ یې فاصلې را ټوکولې ، چې په بدل کې یې افغاني حکومتي او غیر حکومتي ملاتړ هم له لاسه ور کړي دﺉ . خو ؤلسمشر ته لازمه ده چې له دغه ډول خلکو سره سم حساب کتاب وکړي . ځکه دوی د ملت بېګناه وګړي په پردۍ جګړه کې پر بهرنیانو باندې وژلي . دوی د ملت قاتلین دي  . او حکومت هم د ملت پر قاتلینو پر مخ نه ځي .

۷ــ امریکې د خپلو اهدافو له پاره په خپل سترا تیژیک سیاسي او نظامي لابراتوار کې  له ټول افغانستان او په افغانستان کې پر ټولو افغانانو او د هغوی پر ټولو ارزښتونو باندې د خپلو موخو داسې فزیکي او کېمیاوي آزموینې تر سره کوي چې په کتلېستي ډول د نویو پرازیتو زیږولو په خاطر یواځې تعامل چټکوي او خپله  په تعامل کې مستقیمه برخه نه اخلي ، خو افغان چارواکي نور باید پر دغه ډول کتلېستي هېوادونو تکیه ونه کړي . او له پردو سره هره معامله باید لاس په لاس د خپلو ملي ارزښتونو پر بنست په رسمي ډول ترسره شي . نه له پردیو جلابانو سره .  

۸ــ امریکې او انګلیس په ښکاره په تېرو انتخاباتو کې لاسوهنې وکړې ، او د افغان حکومت او پارلمان مشروعیت ته یې غټه صدمه ورسوله . چې پر مټ یې حکومت او پارلمان دواړه له دوه تا بعیته عناصرو څخه  ډک کړل . همدغو خلکو افغانستان او افغان نظام خراب کړی . سمتي ، قومي ، ژبني او مذهبي تعصب ته یې لمن وهلې ، او د افغانستان د ټوټه کېدو او سره وېشلو تارونه یې له بهرنیانو سره غځولي دي . خو هېڅکله به هم دوی په خپل دغه شوم پلان کې بریالي نه شي . ځکه چې د حکومت اصیل چارواکي او د ملت اصیل بچیان آن لا له وړاندې پر دغو تو طیْؤ پوه وو او دي . که نن ځاڼ پلورونکي د خپلو ځانونو پلورلو توان په ځان کې ویني ، او غواړي چې افغانستان د غرب د ګټو قرباني کړي ،  نو د افغان خاورې راتلونکي اصیل نسلونه هم د خود ارادیت او قربانۍ وس لري ، چې د خپلو وینو او خپل ځان د نذرانې په بدل کې دا خاوره او خپل ملي یووالی وساتي . او هېچا ته به  هېڅکله د خپل کور مشري او واک ونه سپاري . انشاء الله العزیز .

     

 

 


بالا
 
بازگشت