افغانستان د امریکا یي سیاست په درواغجنه سترا تیژۍ کې

                                                          مُفسر

اې افغانانو !

آیا تر اوسه پر دې پوهېدلي یۍ چې امریکا د څه له پاره په څه ډول شرایْطوکې پر افغانستان باندې نظامي برید وکړ ؟ ولې یې په دومره زیاتو نړیوالو پېښو کې پرافغانستان باندې خپل یرغلګر نیواک ته  لومړیتوب ورکړ چې تر اوسه یې په دې هېواد کې د ترورېزم په پلمه په سوونو میلیارده ډالر لګولي ؟ یواځې په ( ۲۰۰۷ ) میلادي کال کې د امریکا کلني جنګي مصارف د اکسفام د انګرېزي مؤسسې د راپور پر بنسټ چې د (۱۳۸۶) هجري لمریز کال د میزان په (۲۹مه)  نېټه آزادۍ رادیو نشر کړی (۳۷) میلیارده ډالر ښوول شوي . په راپور کې زیاته شوې چې د یوه امریکایي مأمور کلنی معاش او نور امتیازات په افغانستان کې (پینځه مېلیون ډالره ) دي ، چې د یوې میاشتې معاش یې (۴۱۶۶۶) ډالره کېږي .

کله چې امریکایانو او انګرېزانو په ګډه د افغانستان د اشغال پلان بشپړ کړ ، د افغانستان د ګاونډیو هېوادو له چاراکو سره پرې غږېدلي . ځکه خو پروېزمشرف پر افغانستان باندې تر حملې مخکې امریکې ور وغوښت . په ترکمنستان او ازبېکستان کې یې د یو نیکال او بریډاس په څېر (۷) غټې کمپنۍ اچولې وې . خپله د غربي استخباراتي رسنیو په حواله چې پټ په پټه یې په خپل مینځ کې یو د بل په وړاندې سړه جګړه پیل کړې ؛ ویل شوي چې :  په  مدیترانه ، عربو بحیره  او هند سمندرکې یې (۸) غټې داسې لویې بېړۍ ځای پر ځای کړې وې چې هوایي میدانونه او تر (۱۱۰) جنګي الوتکې یې په هره بېړۍ کې ځای پرځای شوې دي . او تر ننه پورې په ټول آرام سمندر کې د امریکې تر (۸۰) دا ډول بېړیو پورې همدا اوس د سمندري ځواک په اختیار کې وجود لري . په عراق او سعودي عربستان کې یې تر افغانستان مخکې پلي سمندري ځواکو نه پراته وو . پاکستان خو آن د طالبانو د واکمنۍ  پر مهال د بلوچستان په تفتان دښته کې درې وړې پوځي چریکي اډې ور کړې وې چې د ( دالتون امریکایي شرکت ورغولې ) . او د پېښور او شمسۍ اډې یې  پر طالبانو باندې تر برید کولو څو اوونۍ مخکې ور کړې ، او خپل ټکس او مالیه یې ترې اخیستله .

خو خبره دومره ساده او سطحي هم نه ده چې پاکستان دې یواځې د اکمالاتي کتارونو پر ټکس له امریکې سره هوکړه کړې وي . ځکه پاکستان چې تر اوسه پورې په نړیواله جغرافیه کې په رسمي توګه نه دﺉ درج شوی ، له افغانستان سره (۲۵۰۰ ) کیلو متره کرغېړنه په وینو لړلې کرښه لري ، ځمکې یې د هندي کشمیر او افغانستان پر اوبو خړوبې او له پاکستان څخه یې پرې د سیمې د غلو دانو پلورلو ګودام جوړ کړی ، غواړي سیمې ته له نړیوال پوځي حضور څخه ناوړه ګټه پورته کړي ، په دې معنا چې هم د ډېورنډ نا پېژندل شوې کرښه په رسمي توګه د نړیوال فشار په نتیجه کې پر افغانستان باندې ومني ، او هم د افغانستان د پامیر د لوړو اوبه پرې د ځان کړي . چې امریکې او انګلیس دواړو د خپلو ناولو نړیوالو او سیمه ییزو موخو تر لاسه کولو په بدل کې د دغو دواړو هدفو له پاره له پاکستان سره پټ په پټه سر ښورولی . ځکه خو پاکستان په پوره ډاډ سره د افغانستان پر جهاد او مجاهدینو ملنډې ووهلې . په  بې ثباته کېدو کې یې نړیوالو ځواکونوته خپله خاوره امریکا یي ځواکونو او ترورېزم ته په واک کې ور کړه . د افغانستان نظامونه ، ملي اردو ، ملي پو لیس او ټول ملي امنیتي سیستمونه یې تر وسلو او امکاناتو پورې پرې له مینځه یووړل . افغانستان یې د خپلو او پردیو اتومي وسلو او مهماتو آزمون ځای جوړ کړ . خپلې اتومي توپالې او شل یورانیم یې په هلمند کې واچول . افغاني مشران یې ترور کړل . پر پښتون مېشتو سیمو یې جګړه ور وتپله . له انتخاتو، زده کړې ، بیا رغونې او په واک کې له ور ګډېدو یې پرې محروم کړل .

 تهران چې په اصل کې د انګلیس او امریکې له پاره دوهم تل ابیب او د اسرا ْییلو په پټو پانګو یو ولاړ هېواد دﺉ ، خو امریکا په ظاهره ځان ور سره مخالف ښیي ، هم په افغانستان کې بې درېغه کلتوري ، مذهبي ، اقتصادي ، سیاسي او پوځي لاسوهنې کوي .

آخوا روسان هم د منځنۍ آسیا نیمه آزاد هېوادونه د افغانستان پر ضد په دې نامه هڅوي چې ګواکي له افغانستانه اسلامي راډیکاله افراط ګرایي ، ترورېزم او تر هګري ، القاعده  او تر یاک ددوی پر خوا ور روان دي چې مخه یې باید د افغاني ستمیانو پرمټ ونیول شي ، هغوی تقویه اوپوځي ، او اقتصادي  ملاتړ یې وشي . دوی ټول په ګډه پرې کار کوي چې لومړی باید افغانستان تجزیه او پښتانه نور هم وځپل اووژل شي ، تر څو د دوی دخپلو موخو اوږدې لارې پرې لنډې شي . ځکه خو نن سبا د روسانو ، پاکستاني او انګرېزي چارواکو او افغاني اپوزیسیون له خوا همدا یو شعار د دوی د رسنیو له لارې  د افغانستان د بې ثباته کېدو او ټوټه کېدو له پاره زمزمه کېږي . خو دا نه ور ته وایي چې په نړۍ کې د سوسیالېزم او کمونېزم خیالي مفکوره او دنیاګې  لومړی په افغانستان کې ماتې وخوړه ، د اتحاد جماهېر شوروي سره امپراتوري په پینځلسو ټوټو دړې وړې شوه ، امریکې د چېرنوبل اتومي بټې ور ړنګه کړه ، که اوس امریکا له آمو سیند څخه د یادو ډلو په پلمه دېخوا را واوړي ، نو بیا یې مخه نیول روسیې ته هم ګرانه خبره ده  ، ځکه چې دا ځل ناټو د روسیې په نظام قراول کې خپلې پوستې د روسانو په وړاندې جوړوي . او د کسپین سمندرګي ، تورې بحیرې او د مرکزي آسیا د هېوادو ټولې ځمکنۍ زېرمې غربي نړۍ ترې وړي .    

اوس چې په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د حضور (۱۱) کاله پوره شول ، نو ددې راپور د محاسبې له مخې امریکایانو په افغانستان کې یواځې په پوځي برخه کې (۳۸۵) میلیارده ډالره لګولي دي . بلخوا همدا اوس د امریکا دیموکرات پلوه مشرانو د افغاستان له جګړې څخه د خپل کمپاین له پاره شعار جوړ کړی ، چې له یوې خوا امریکایانو ته وایي : که له افغانستانه امریکایي عسکر را ووځي ، نو امریکا به (۸۵۰ ) میلیارده ډالر ګټه وکړي . خو بلخوا یې بیا له افغانستان سره داسې سترا تیژیک تړونونه لاسلیک کړل چې له مخې یې امریکایي پوځیان تر (۲۰۲۴) میلادي کال پورې په افغانستان کې پاتې کېدی شي . ځینو سناتورانو یې د افغانستان د تجزیه کولو ننګه وکړه ، او ځینو نورو یې بیا د پاکستان پر سیاست نیوکې وکړې او ویل یې چې ؛ د ترورېزم ځالې په پاکستان کې دي ، او باید هلته له مینځه ولاړې شي .

خو دا خبرې هغه مهال وشوې چې کله د امرېکې بې پیلوټه الوتکو پر شمالي وزیرستان ، او همدارنګه له کونړ سره پر پوله پرتو پوستوهوایي بریدونه وکړل  او (۲۴) تنه پاکستاني پوځیان په کې ووژل شول ، او پاکستان سمد لاسه پر ټکس او مالیې اخیستو سر بېره د ناټو ځواکونو پر اکمالاتي کتارونو بندیزونه ولګول ، او هم یې پر وزیرستان باندې د امریکې د بې پیلوټه الوتکو د بمباریو بندېدو غوښتنه وکړه . چې د امریکې د بریدونو او د پاکستان د بندیزونو دواړو موخه له یو بل څخه د امتیازاتو او باجګیریو ترلاسه کول او تر مینځ یې افغانان ، د هغوی ټول ملي ارزښتونه اوټول افغانستان قرباني کول وو او دي . دا په دې معنا چې امرکا پاکستان د څو ډالرو په بدل کې د افغانستان پر ضد استعمال ، خو بل لور ته یې د بلوچستان ، سند ، سوات باجوړ او چترال سیمې او شته بغاوتونه له یاده وتلي چې نن سبا په ډاګه آزادي ترې غواړي . د یاغیانو قو ماندانان په باګرام پوځي امریکایي اډه کې ورته تداوي کوي . د بلو چستان ځوانان په سمندري بېړیو کې ور ته ټرېنېنګوي . سیاسي مشران یې په پېنتاګون او لندن کې ور ته ساتلي . نو پاکستان به څه ډول د تورو دسیسو مخه یواځې د شمالي وزیرستان پر یاغیانو او بندیزونو او معاملو باندې ونیولی شي ! نه هېڅکله نه . 

ځکه امریکا او ور سره ناټو ټلواله یې له پېله افغانستان او سیمې ته د خپل درواغجن سیاست په درواغجنه سترا تېژۍ کې راغلي . اوهېچاته یې تر اوسه پورې ریښتیا خبره نه ده کړې . کومې وعدې او آنې بهانې چې کوي هغه په سیمه کې د خپلو اوږدمهاله ستراتیژیکو موخو تر لاسه کېدو له پاره له داسې سیمه ییزو چارواکو سره کوي چې نصب او عزل یې ددوی په لاس دﺉ . له خپلو ملتونو سره هېڅ تړاو نه لري . د ملتونو له خوښې پرته له همغوی سره ناروا پروتوکولونه او معاملې لاسلیکوي . لویې سیمې او لوی ؤلسونه د ( سره بېل یې کړه ، اېل یې کړه ) د فورمول پر اساس په خپلو کې سره توکړې کوي . او خبلو شومواهدافو ته خپل ځانونه پرې لنډوي . امریکا او ملګري یې د همدې له پاره افغانستان او سیمې ته را غلي . په سوونو میلیارده ډالر مصرفونه کوي . هر ډول پر مختللې وسلې او خپل اتومي ، بیولوژیکي او کېمیاوي مهمات آزمویي . طبیعي زېرمې غلا او افغانان په نښه کوي . همدا لامل دﺉ چې له پښتنو څخه خپل تېر تاریخ ته په کتو سره ډارېږي . او په نورو لږه کیو یې ستر ګه نه ډکېږي . ځکه امریکا او انګلیس پر دې پوه دي چې هغوی قدرت ته د رسېدو په خاطرتر هر څه تېر او هره ناروا معامله ور سره ممکنه ده . ځکه خو د  لږه کيو څو تنه  د واک خپلولو په خاطر د پشتون قام له مینځه تلو ، تیت پرک کېدو اوټوټه کېدو ته تږي ناست دي . د افغانستان ټوټه کېدل او له منځه تلل یې خوښ دي ، خو د پښتون قام مشري نه مني . د تور استعمار هم همداسې څوک په کار دي چې د افغانستان په استازیتوب له غربیانو سره همدغه ډول تورې معاملې لاسلیک او ددوی ګټې خوندي کړي . داسې څوک یې نه خوښېږي چې هغه د افغانستان ملت او خپلو ملي ګټو ته پر نورو ترجېح ورکړي . ځکه خو یې په افغانستان کې ټول ملي خلک له صحنو ایستلي او بیا یې وژلي دي . او دا لړۍ به تر هغو په افغانستان او ټوله سیمه کې روانه وي  تر څو د افغانستان او ټولې سیمې زېرمې  لوټ کړي . کله چې دا کار هم تر سره کړي ، نو بیا به د علي جناح په څېر یو سړی د ملي مشر په نامه ور ته ودروي . خو دا به هغه وخت وي چې  په  ټوله سیمه کې د خپل پلرنی ملي غرور اوغیرت ، ملي روایاتو او دیني مقدساتو ځای غربي ډمو کراسۍ او بد اخلاقیو ډک کړی وي . بې غیرتي ، بې ننګي ، مطلقه بېسوادي ، فقر او د افغانستان په څېر د بډو  رشوتونو ، سود خورو او بشپړ اختلاس او مافیا ډک نظام حاکم وي .

 

 

 


بالا
 
بازگشت