افغانان د اوسنۍ جګړې ماهیت  او د خپلو چارواکو تعریف غواړي

   مُفسر

 افغانستان له حماسو ډکه یوه تاریخي جغرافیوي محدوده ده چې تل نړۍ کله په کې ښکېله پاتې شوې ، او کله یې هم د نظامي ، اقتصادي ، سیاسي  او کلتوري پله په څېر ترې کار اخیستی ، او غرب یې له شرق سره د روابطو او معاملو په  تار په کې تړلی . خو په همدغه تاریخي افغانستان کې وروسته تر هرو لسو کالو رژیمونه ، او تر هرو سلو کالو وروسته جغرافیوي بدلونونه هم په کې راغلي . اوس افغان چارواکو افغانستان او افغانان په یوه داسې پېچلې سیمه ییزه او نړیواله له چل ول او دوکو ډکه لوبه کې غورځولی چې حکومت او رعیت دواړه یې په کې را نغاړلي ، او مشرانو یې د  خپل خلاصون لاره  او چاره په کې ورکه کړې ده .

که له یوې خوا د کتاب الله متن ته وګورو، ڼو ظلم او تېری خو خپله په خپل لاس افغانانو او افغان مشرانو پر خپل ځان او خپل ملت باندې کړی ، او قاعده خو دا ده چې کله ظلم د اوج مرحلې ته ورسېږي ، نو پر ظلم د پاسه به خا مخا بل ظلم هم راځي او د تخت او بخت تختونه به سره بدلېږي را بدلېږي . او افغانانو او افغان چارواکو همدومره ظلم له کتاب الله او سنت رسول الله (ص) او خپلو خلکو سره کړی  چې اوس پردوی باندې د انتقام په شکل دغه امتحان روان دﺉ ، ځکه خدای تعالی تر ټولو ښه مُنتقم ذات دﺉ . او که د رسول الله (ص) حدیث ته نظر وکړو ، نو خپل عملونه زموږ پر اوږو را بار شوي . همدومره جفا موږ له اسلام او خپلو خلکو سره کړې چې اوس له موږ څخه کسات او بدلې اخیستل کېږي . نظامونه او جغرافیې مو را بدلېږي .

د شنونکو له بحثونو ، او د حکومت ، رعیت ، د سیمې د هېوادنو او نړیوالو له غلچکو او ښکاره حرکاتو هم داسې برېښېده چې په افغان رژیم او جغرافیه کې به د شته فساد او نړیوالې او سیمه ییزې پروژې د پای ته رسېدو له امله د تېر په څېر بدلونونه راځي ، خو قرباني به په کې د افغانستان بې دفاع خاموش اکثریت او را تلونکي نسلونه وي .

ځکه له نن څخه (۲۰۰) کاله وړاندې د ګندمک معاهده افغان چارواکو له پېرنګي استعمار سره لاسلیک کړه چې په بدل کې یې د افغانستان د خلکو د ارادې خلاف رژیم او جغرافیې دواړو په تنزیل بدلون وموند .

سل کاله وروسته بیا همغسې کټ مټ پر افغان رژیم او جغرافیه باندې بله ناروا معامله له انګرېزانو او هندي چارواکو سره وشوه ، چې په وروستۍ معامله کې د افغانستان سویْلي او ځینې شمالي سیمې پردو ور خپلې او قدرت د معامله ګرو په لاس کې ولوېد .

اوس چې ددغسې میراثي ناروا معاملو لړۍ تر موږ پورې را ورسېده او سل کاله پوره شول ، نو دادي یوځل بیا پر افغانستان او افغان رژیم باندې بله ناروا معامله په رسمي توګه ور تپل کېږي . چې دا پلا به افغانستان خپلې عایْقې سیمې ، خپله خاوره او خپل خلک او خپلې طبیعي اوبه له لاسه په کې ور کړي . خو افغانان اوس هم د خپلو معامله ګرو چارواکو او خورا ماهرو او ځیرکو دښمنانو ( پاکستان او انګلیس) د معاملو او توطیْو  په وړاندې د فیل په غوږ کې بې حسه او بیده پراته دي .

انګلیس د افغانانو او افغان خاورې پخوانی دښمن دﺉ . خو افغان چارواکي اوس هم د انګلیسانو منځګړتوب ته سترګې په لار دي . په سر کې له مظلومو افغانانو سره سلا مشورې نه کوي ، خو کله چې کار ترې خراب شي ، لاسلیکونه وکړي ، وروسته  بیا پر ؤلس باندې په داسې وخت کې بې اغېزې او بې ګټې غږ کوي چې کله پوه شي ملي پړه ټوله همدغو چارواکو ته متوجه ده . نو له داسې تاریخي پړې نه د ځان د خلاصون او د بې ګناه مظلومو وطنوالو د لتاړ کولو په خاطرپېښه له ؤلس سره شریکوي . چې دا ملي ګټه نه ، بلکي یو ستر ملي خیانت دﺉ چې حکومتونه  یې له خپلو ؤلسونو سره کوي . او پرته د ؤلس له سلا مشورو له پردو سره بې پروا دوستي او موالات کول تر ټولو ستره ګناه ده ، ځکه چې د کفارو په دوستۍ کې هر اړخیزه فزیکي ، روحي ، سیاسي ، فرهنګي ، اقتصادي ، نظامي او مذهبي لوی ناورینونه اوغټ زیانونه پراته وي . که چېرې دا ځل هم افغانستان د نړیوالو توطیؤ په وژونکو څپوکې بند پاتې شي ، په لوی لاس  به د تل له پاره راتلونکي نسلونه  ، د هغوی اصل او نسل ، برخلیک او وطن د چټانو په څېر د نړۍ پر مخ ورک او تیت پرک شي .

خو افسوس چې افغان چارواکو او ټولو افغانانو سره له خپلو ( شپږزره ) کلنو ژوندیو تاریخي تجربو او د نړۍ پر مخ د خپل پېژندل شوي واکمن هویت ، او د بني اسرا ایْلو د (څلور زره ) کلن تیت پرک او ورک  بې هویته او بې واکه ژوند څخه د عبرت درسونه نه دي اخیستي چې (شپږ زره ) کلن افغان واکمن څرنګه په نړۍ کې خواره واره او په خپلو کې د ورکېدو په حال کې دي ، او (څلورزره ) کلنو سره ورکو یهودو څرنګه بېرته خپل ځان د ځمکې پر مخ په اوسنۍ اسرا ایْلي جغرافیه کې تثبیت او د واک څښتن کړ . زموږ په ګاونډ کې بې نومه پاکستان څه ډول په خپل (۶۷) کلن ژوند کې خپل ځان د اتوم څښتن کړ چې اوس خپلو کاونډیانو او ټولې نړۍ ته ګواښونه او ګوت څنډنې کوي .

خو زه وایم د افغانانو او بني اسرا ایْلو ، افغانانو او پاکستانیانو، افغانانو او ایرانیانو تر مینځ توپیر په دې کې دﺉ چې : افغانان تل د نورو په تحریک په خپلو کې سره جنګېږي ، ژوند ، اراده ،  وینه ، خپلواکي او خاوره یې  خپله دوی ، نړیوالو او ځینو ګاونډیانو ته هېڅ ارځښت نه لري ،  او د سولې د مېز پر سر تل خپلې ټولې لاسته راوړنې د نورو په ګټه  ترې بایلول شوې اونورې  به هم  ترې بایلول شي . او بني اسرا ایْلو په ټوله نړۍ کۍ اقتصادي واک او پر مختللې تېکنالوجي خپله کړې ، او ټوله نړۍ یې آن تر زبر ځواکونو پورې په جنګ سره اچولې ده . هغه مهال چې د نیویارک په نړیوال تجاري مرکز او پېنتاګون باندې  بریدونه کېدل ، په هغه نړیوال تجارتي مرکز کې تر برید مخکې (۴۰۰۰) یهودانو او (۳۰۰) پاکستانیانو کار کاوه . ځینو رسنیو همغه مهال دا خبره افشا هم کړه او ویې ویل چې : د برید په ورځ یو یهودی ،او یو پاکستانی دې مرکز ته د کار د پاره نه وو راغلي . له دېنه داسې برېښي چې پاکستانیان او اسرا ايل یو له بل سره ډېرې ژورې او پخوانۍ اړیکۍ لري .او ډېر احتمال ددې شته چې د سپتېمبر د (۱۱مې ) په پېښو کې د اسرا ايْلو او پاکستانیانو لاس وي . او دا هم د منلو ده چې (سي آی اې ) به هم په دغه راز خبره وي . خو د ځینو ملحوظاتو له وېرې به اوس دا خبره نه افشا کوي . ایران هم له اسرا ایْلو سره په پټه ملګرتیا کې لتاړ دﺉ ، ځکه څو میاشتې مخکې یوه ایراني مخالف مشر د اېران او اسرا ایْلو د پټ تجارت او معاملو خبره افشا کړه . نو امریکې ته به پاکستان په افغان جهاد کې او له جهاد څخه وروسته له دوی سره  د ترورېزم پر ضد جګړه  کې ښه معلوم وي چې  هغوی له امریکې سره څه ډول لوبه پر مخ وړې ، او څومره درواغ یې امریکې ته ویلي دي ؟!!!  خو اسرا ایل چې تر اوسه پورې یې هرې خبرې او پرېکړې په ملګرو ملتو کې وزن او په نړۍ کې  ملاتړي لرل ، اوس یې په وړاندې دا خبرې روانې دي چې ګني کېدی شي تر (۲۰۲۵ ) کال پورې اسرا ایل د نړۍ له نقشې څخه ورک شي . که څه هم په ظاهره یې له اسرا ایلو څخه بېرته روسیې ، اروپا ، افریقې او امریکې ته د ور وړل شویو یهودانو ور ستنېدل ښوولي ، خو په اصل کې یهودو د امریکې اونورو غربي هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه پیل کړې ، او هم یې ټوله عربي نړۍ ور سره دښمنه کړه . ځکه خو اوس امریکه او انډیوالان یې پرې قهرېدلي . او مخه یې نیسي . او د اسرا ایلو هغه نور منافق انډیوالان هم نه پرېږدي چې په عربي نړۍ ، منځني ختیځ او منځنۍ آسیا کې یې امریکې ته ستونځې پیدا کړې دي . ځکه یهود خپل فورمولونه پر نورو باندې عملي کوي . او پاکستان داسې پوځي استخباراتي اداره لري چې د واک پرټولوادارو یې سیوری غوړولی ، حکم یې چلېږي . او داسې توطیْې خپلو ګاونډیانو او نړۍ ته جوړوي او د خپلو با دارانو پر مټ دامونه ور ته ږدي چې تر ننه پورې یې روغه ورځ او په آرام شپه نه ده ترې لیدلې . په رڼا ورځ د افغانستان او افغانانو ژوندي او لرغوني اوښان په بډه وهي . اوس غواړي چې د منځنۍ آسیا د غازو په نل لیکو او زېرمو کې هم خپل اقتصادي نفوذ او حضور پیدا کړي . همدا لامل دﺉ چې پر افغانانو باندې په ملي او نړیواله کچه د هستۍ په ټولو اړخونو کې ملنډې وهل کېږي ، د سیمې او د نړۍ په کچه هر کس او ناکس په هر څه کې ورته په سپکه سترګه ګوري ، او له خورا سپکاوي ډکې ناروا فیصلې ور باندې کوي .

علت یې څه دﺉ ؟

ولې پر افغانستان باندې  له هر لوري ګوزارونه کېږي ؟ آخر دا خو څه د جمرو شیطان هم نه دﺉ چې مذهبي مراسم په ټاکلې موده پرې تر سره کېږي ؟ او نه هم افغانان ذاتاً دومره مضر دي چې ؤلسونه او هېوادونه یې د منافقت له لارې په خپلو کې د یهودانو ، پاکستانیانو او ایرانیانو په څېر په خپلو کې سره جنګولي وي ؟

نو دا دومره لویې سزاګانې د څه په خاطر ټول افغانستان او ټولو افغانانو ته د تاریغ په هره مقطع کې ور کول کېږي چې بیا یې له یوې سلیزې تر بلې پورې پرته له بدمرغیو او بدې شومې ورځې هېڅ ډول درملنه نه ده شوې  او نه کېږي ؟

هو ! علت یې معلوم دﺉ . او هغه دا چې د ګاونډیانو او نړیوالو دواړو د افغانستان لرغون توب ، اصالت او خپلواکي نه خوښېږي . ځکه چې  په لرغوني افغانستان کې د اصیلو افغانانو پټې خزانې پرتې دي . ګاونډیانو او پخوانیو استعماري هېوادونو هغه لیدلې دي . تلوسه یې همدغو ځمکنیو زېرمو ته ده . تر څو هغه په یوه  فرېب ترې را وباسي ، لوټ یې کړي او خاوره یې د سیمې د نورو زېرمو موندلو او لوټلو له پاره وکاروي . له افغانستانه د یوه پُل په څېر کار واخلي . د مدیترانې ، عربو ، فارس او منځنۍ آسیا لارې له هند او چین سره د پخوا په څېر وتړي ، اود غرب او شرق تر مینځ خپل تجارت ته لاره پرې خلاصه کړي . تر څو په پېړیو پېړیو خپل ځانونه پرې ماړه  او وپنځوي . ځکه یې دې موخوته د رسېدو له پاره په افغانستان او ټوله سیمه کې لومړی خپلو منافقانه دیپلوماتیکو اړیکو ټینګولو ته لاره  هواره کړې . وروسته یې په افغانستان کې نفوذ پیدا کړی . خپل جاسوسي پلو یان یې د تعلیمي بورسونو او تجارت  له لارې په کې پیدا کړي . بیا یې د سرو او سپینو کودتاګانو زمینې په کې برابرې کړې دي . افغانان یې په خپلو کې په مفکوروي ډول سره بېل کړي ، جنګولي  او ضعیف کړي دي . وروسته یې خپل پوځي حضور ته پرې لاره خلاصه کړې ده . خپل لاسپوڅي یې په کې په واک کېنولي . پرهغوی باندې یې داسې ملي ضد پروتوکولونه لاسلیک کړي چې د کلونو او پېړیو له پاره یې د خپلې خاورې واک پردو ته په لاس کې ورکړی . چې له امله یې ټول هېواد او هېواد وال له یوې خوا د ښې حکومتدارۍ ، ښه امنیت او ښه پر مختګ پرځای پرې بې عزته کړي ، بې سیرته کړي . او له بل پلوه یې د بېسوادۍ ، فقر ، بېوزلۍ  ، خپلمنځي شخړو ، دښمنیو، خپلسریو او غلامۍ دروند پېټی پراوږو ور بارکړی دﺉ .

اوس ټول افغانان مجبور دي چې په خپل هېواد کې له امریکې او ناټو ټلوالې څخه د ترورېزم د جګړې تعریف وغواړي . او دا ځانته معلومه کړي چې په افغانستان کې د امریکې دښمن څوک دﺉ ؟ عامه افغانان ، که په ګاونډیو هېوادو کې ترېنېنګ شوي ، تجهیز شوي او را لېږل شوي ترورېستان او د هغوی ملاتړي هېوادونه ؟ افغانان د خپلو چارواکو د کره هویت په اړه هم شکمن دي  ، غواړي  پر دې ځان پوه کړي چې ترورېستان څوک دي ؟ جګړه ولې یواځې پر پښتون قام ور تپل شوې  چې دا یوولس کاله یواځې لر او بر پښتانه وهل کېږي ؟ آیا پښتانه ریښتیا هم ترورېستان دي ؟ ټولو افغانانو ، په تېره پښتنو ته دا سوال پیدا دﺉ چې په افغانستان کې ترورېزم ، او د ترورېزم په نامه جګړه باید تعریف شي . او له امریکې غواړي چې افغانانو ته دې خپل دښمن ور په ګوته کړي ، چې د امریکایانو اصلي دښمن څوک دﺉ ؟ مظلوم افغا نان ، که د افغانانو هغه ګاونډیان چې د ترهګرو روزنه ، تمویل ، تجهیز او دستور ور کول یې پر غاړه دي ؟ چې ښه مثال یې په اېبټ آباد کې د پوځي چوڼۍ تر څڼګ د اسامه بن لادن شتون او وژل وو .

افغانان پر خپلو چارواکو هم شکمن دي چې دوی د چا په استازیتوب له تېرو یوولسو کالو را هیسې افغانان په تېره پښتانه په حکومتي ادارو کې د ننه پر لږه کیو وداړل او ویې ځپل ، او له ادارو د باندې یې پر بهرنیانو له مینځه یوړل ، بې عزته یې کړل ، اولادونه یې له تعلیمه پرې ایسار کړل  او شتمنۍ یې ور لوټ کړې . په افغانستان کې د لږه کیو پر واک کېنولو پروژه خو د غرب له خوا ده ، ځکه د توکړې کېدو ، د واک د وېشلو ، اداري او اخلاقي فساد خورولو او نا امنیو جوړولو فورمولونه خو د غربیانو کار دﺉ ، نو افغان چارواکي چاته کار کوي ؟ افغانانو او افغانستان ته ، که نه پردیو ، او د پردیومزدورانو ته ؟ که چېرې دوی  افغانستان او افغانانو ته کار کوي ، نو بیا ولې له مافیایي کړیو سره اوږه  پر اوږه ملي شتمنې او بانکونه لوټوي ، اوحکومتي او غیر حکومتي ځمکې غصبوي ؟ د ملي زېرمو اجارې او قراردادونه د کورنۍ په سطحه له بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک کوي ، او د کور جوړولو اساسي پروژې داسې چاته سپاري چې د پښتون وینه ځمکې ته نه پرېږدي . دا حقیقت اوس ټولو افغانانو ته څرګند دﺉ چې دغه ډول لاسپوڅي ګوډاګیان د (قم ) له مدرسو او ( آی اس آی ) سره په مستقیمو اړیکو کې د افغان ملي ګټو ضد استخباراتي کارونه پر مخ وړي .  ځینې افغان چارواکي پر همدغه ډول پروژو کې اخته دي . هویت یې نه دي معلوم ، او باید سم تعریف شي  چې دوی څوک دي .

 

 

 


بالا
 
بازگشت