په افغانستان کې د انګرېز او امریکې د شیطنت یوه بله تو طیْه

  څېړونکی

د رسنیو له لارې خبر شوم چې انګرېزانو د ډېورنډ کرښې د دواړو خواوو د عملیاتو پوځي قومانده په لاس کې واخیسته چې ما ور سره ټکان وخوړ . ځکه  دا په داسې حال کې ده چې اوباما د متحده ایا لاتو د جمهوري ریاست  د دوهم دور انتخاباتو له پاره د مناظرې په کمپاین کې بریالی شو . پاکستان وار له مخه د حقاني شبکې د له منځه وړو په خاطر په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو خبره کړې او پوځونه یې په دې پلمه لېږلي دي . کونړ او نورستان خو یې له یو کال را په دې خوا تر درنو بمباریو لاندې نیولي ، او د ننګرهارخلکو ته اخطارونه ور کوي چې د ا سیمې دې پاکستان ته ور پرېږدي او دوی دې کډه شي ، که نه وژل کېږي . بل لور ته په کابل کې د پاکستان سفیر افغان حکومت ته ویلي چې ملا فضل الله له تاسې سره دﺉ ، او باید پاکستان ته یې ور تسلیم کړۍ . انګرېزان غواړي چې پر دغې لوبې سره پاکستان له توکړې کېدو وژغوري ، او د بلوچستان او سند صوبو د پاڅونونو مخه پرې ونیسي او امریکه مجبوره کړي چې نورله پاکستانه لا س واخلي ، او خپل فشار پر افغانانو او افغان خاوره باندې زیات کړي . لرغونې افغان خاوره په پاکستان او افغانستان کې د امریکي حضور او غربي او پاکستاني ګټو د سر صدقه کړي . د امریکې له خوا د افغانستان او پاکستان له پاره ځانګړي استازي مارک ګروسمن هم په انګرېزي ژبه وویل چې : (( موږ د ډېورنډ کرښه په رسمیت پېژنو . ځکه دا کرښه زموږ په وړاندې ستر خنډ دﺉ . )) خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا خبرې داسې بېځایه و بللې چې د ګروسمن نوم یې په خوله نه دﺉ را وړی چې څه وخت ، او چا دا خبرې کړې دي . خو ګروسمن دا ونه ویل چې امریکه دا یوولس کاله ولې چوپه خوله وه ؟ له دېنه داسې معلومېږي چې اصلاً امریکې او انګرېز دواړو په افغانستان کې د لر او بر پښتون قام د سره بېلولو او ځپلو سترا تیژي جوړه کړې ، او یواځې د پښتون قام په وړاندې یې یو اړخیزه دښمنۍ ته ملا تړلې ده . په زرګونو پښتون مشران یې په پښتنو سیمو کې د همدې سترا تېژۍ له مخې په شهادت ورسول . تر څو بله ورځ څوک سر په کې را پورته نه کړي . او د کلونو کلونو له پاره یې له هر څه نه د محرومیت په اوږده خوب بیده کړل . خو بل لور ته هند په هرات کې په درې اړخیزه غوڼده کې د پاکستان له خوا پر افغانستان د بریدونو په اړه خپله اندېښنه ښوولې . هند ښایي دا اندېښنه په دې خاطر په ډاګه کړې وي چې که پاکستان د پامیر د سر درو سترا تیژیکې لوړې ونیسي ، نو دا هند ته په سترخطر بدلېدی شي . او انګلیس او پاکستان چې له آره د هند او افغانستان دښمنان دي دواړه په دې هڅه کې دي چې باید د پاکستان د حفاظت  له پاره د هند په وړاندې داسې حاکمه نقطه ددوی په لاس کې وي چې که کومه ورځ کارګل سیمه هند لاندې کړي ، نو پاکستان به د پامیر له لوړو پرهند باندې راکټي بریدونه کولی شي . او هم به د پامیر د سردرو اوبه پرې د ځان کړي . افغانستان به له خپلو اوبو پرې محروم کړي . له بل پلوه دا وېره هم شته چې کېدی شي امریکې او انګلیس به په ګډه دا تصمیم نیولی وي چې د آغاخان پروژه له همدې ځایه لومړی د پاکستان په لاس پیل کړي ، ور پسې ښایي اسماعیلیه دولت اعلان او مرکز به یې بدخشان وټاکي ، ترڅو تر شعاع لاندې یې د سوات ، باجوړ ، چترال ، لوی ننګرهار ، لوی بدخشان او د تاجکستان بدخشان راولي .

که چېرې امریکه په خپل دغه پلان کې بریالۍ را وخېژي ، نو دا خو بیا خپله پاکستان ، روسیې پلوه تاجکستان ، افغانستان ، چین  او د سیمې نورو هېوادوته هم خطر د‎ٌﺉ . ځکه په سیمه کې د اشغال شویو جغرافیوي خاورو تجزیه له همدغو سیمو پیلېږي . او امریکه به یوداسې اسماعیلیه دولت په کې جوړ کړي لکه پاکستان او اسرا ایل یې چې د لوی هندوستان  او عربي هېوادو څخه پرته له اسنادو را بېل کړل ، او تر ننه پورې نړیوالې وثیقې نه لري .

اوس چې د افغانستان له پاره دغه دسیسه یو ځل بیا پر لاره اچول شوې ، افغان حکومت پرې پوه دﺉ ، د ټاکنو د سمع شکایاتو له کمېسیون څخه یې هم دوه تنه بهرنیان د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې په تور لیرې کړي . ځکه هغوی د تېر (اې ) او (بي ) پلانونو په څېر د امریکایي هالبروک غوندې د افغانستان په چارو کې  ګوتې وهلې .   

یوه ډله نور خلک هم شته چې خاص د انګرېز او امریکې د ګټو ساتنه کوي او رهبري یې په نړیواله کچه د فرانسې اوځینو اروپایي هېوادونو په لاس کې ده . چې غړي یې په سیمه کې په لوړو پستونو کې د نړیوال فشار له مخې ټاکي . چې موږ یې ښه بېلګه همدا اوس د افغانستان په حکومتي چوکاټ کې وینو . چې د دغه ډول عناصرو ډېر پېژندل شوي مشران په (ان جي او ) ګانو او حقوق بشر کې ځای پرځای شوي . او هلته له بهره تمویلېږي . ډېر مخفي او ناپېژاندي مشران یې په حکومت کې د ننه په کابینه ، ادارهْ امور ، خپلواکو کمېسیونونو ، اداري اصلاحاتو ، سفارتونو ، ولایتونو او شورا کې ځای پرځای کړي . او بل هېچاته په حکومت او کوم نهاد کې ونډه او دنده نه ورکوي . مختلفې آنې بهانې ورته جوړوي . که هغه هر څومره لایق ، وطن دوست ، صادق او پر خپله وظیفه پابند سړی هم وي . خو چې ددوی د پرې او خاصې حلقې سره یې اړیکې نه وي ، نو ؤلسمشر ته یې په څلور کتابه ملامت او د نظام خلاف ور معرفي کوي ، اوله حکومت څخه یې پسې اخلي . پر ځای یې خپل کسان ټاکي . چې ښه بېلګه یې د کورنیو چارو اوسنی وزیر په ګوته کولی شو . ځکه نوموړي له ؤلسمشر څخه د خپل (۵۰) کسیز کاري ټېم جوړول غوښتي ، ؤلسمشر هم ور سره منلې وه ، خو اوس څېرونکو او شنونکو دواړه دا خبره د رسنیو خولې ته ور کړې او ویلي یې دي : هغه زور واکي ښاغلی مجتبی پتنګ خپل کاري ټېم جوړولو ته نه پرېږدي چې د لارو او سیمو په لوټماریو ، غلاوو ، سړي تښتونو ، وژنو ، او ټولو مافیایي کارونو کې له خصوصي امنیتي کمپنیو سره لاس لري . اوس ؤلسمشر له مجتبی پتنګ سره نه له خپلې کړې ژمنې تېرېدی شي ، او نه یې عملي کولی شي . ځکه مجتبی پتنګ داسې قو ماندانان نه غواړي لکه د ارزګان حکیم شجاعي چې د (۱۲۱) کسانو پر وژلو اوپه زور سره د (۱۵۰ ) کورنیو پر کډه کېدو تورن او بندي ؤ ، خو د ؤلسمشر دوهم مرستیال کریم خلیلي په ضمانت بېرته خوشې ، او په همغه ارزګان کې یې بېرته مقرر کړی چې اوس ځایي خلکو ته وایي : یابه له دې ځایه کډه کېږۍ ، یابه ده ته جزیه ور کوۍ ، او یابه وژل کېږۍ . له دېنه داسې معلومېږي چې ارزګان ولایت له سني پښتنو څخه پاکېږي . په دغه ډول خلکو کې چې څوک ډېر افشا دي ، هغوی پټ په پټه په ټلوالو او ګوندونو کې اکمالېږي . او څوک چې په لوړه کچه په رهبرۍ سطحه کې دي ، هغوی له هېواده د باندې اوسېږي ، او په حکومت کې د ننه د هغوی اړوند اولادونه او خپلوان او ګوندي خلک بهر ته د لوړو زده کړو له پاره استول کېږي . خو په پای کې د اسماعیلیه فرقې داسې پلان ور پسې دﺉ چې ټول افغانستان او ټوله سیمه له دې لارې په مذهبي لحاظ اسماعیلیه ډلې ته ور واړوي . او په سیاسي لحاظ له دغو عناصرو څخه د زر ، زور او تزویر له لارې د افغانستان ، سیمې او نړۍ په کچه یو مفکوره وي تحریک جوړ کړي . چې د عقیدې په لحاظ بې مطالعې خلک په آسانۍ سره باور ور باندې کوي .

اوس چې په مستقیم اوغیر مستقیم ډول دغه عناصر په افغانستان کې د واک په سر څوکیو ور ناست دي . نو اقتصادي خورجینې هم دوی تر خپلو ګونډو لاندې کړې . رشوتونه ، اختلاسونه اوغلاوې هم دوی کوي . د سر سړي هم دوی وژني . نور خلک هم په واک کې له ځان سره نه شریکوي . پر ټولو باندې د دوی له خوا ټاپې وهل کېږي . قانون همدغو خلکو تر پښو لاندې کړی . ؤلسمشر داسې نا لایقه چاپلوسانو محاصره کړی چې نور ټو ل خلک د خپل ځان او خپل نظام دښمن ګڼي . اوس یې ځمکنۍ زېرمې هم تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي . ځمکې غصبوي ، نوي ښارونه او ښارګوټي ور باندې جوړوي ، خو پرته له تثبیت شویو ایتلافي کسانو بل چاته یوه ګوته ځای نه په کې ور کوي ، د ؤلسمشر دوو مرستیالانو د دشت برچي ، کابل نوین ، په بغلان کې ، په هرات کې د مجید زابلي ، چمتلې دښتې ، په جلال آباد کې د امان الله خان ښارګوټی ، په مزار شریف او نورو ځایونو کې د خلکو ځمکې غصب کړې .  

دغه شان هېواد اوپه ځانګړې توګه د پښتنو سیمه هم پر ګاونډیانو باندې پلوري . تر څو پښتانه د وېشلو له لارې په لږه کیو بدل شي . او افغانستان یې هم پر (۸) زونونو باندې په پټه کې له بهرنیانو سره په سلا مشوره وېشلی ، چې وروسته به  هر فدرالي زون د خود غرضه بهرنیانو له خوا د خپلواکو حکومتونوپه نوم په رسمیت وپېژندل شي . او اروپایي هېوادونه به یې په مالي ، نظامي ، تعلیمي او سیاسي لحاظ د خپل منافقت له مخې د خپلو ګټو په خاطر تر هغو پورې اکمالوي . تر څو ټولې ځمکنۍ زېرمې ترې لوټ کړي ، ډېره ګټه به یې هغوی وړي ، او لږ څه به دوی ته هم په خوله کې ددې د پاره ور څڅوي چې پښتون قام سر پرې را پورته نه کړي .

اوس چې د افغان حکومت او بهرنیانو تر مینځ کوم درځ را غلی ، هغه  په واک کې د پاتې کېدو خبره ده . ځکه کرزی غواړي چې له دې وروسته هم د خپلو نیکونو په څېر په واک کې پاتې شي . او حالات داسې خواته بوځي چې اضطراري حالت اعلانولو ته زمینه پرې برابره کړي . او د ښاغلي کرزي دا غریزه ارثي ده . خو شمالي ټلواله او نیواکګر قووتونه بیا خپل خپل کسان دا ځل د واک پر ګدۍ ور کېنول غواړي . دا په دې معنا چې غرب علي احمد جلالي د زلمي خلیلزاد او ځینو مطرح تېکنوکراتانو په ملاتړ را وړاندې کوي . ځکه امریکا د کرزي د حکومت له فساد څخه  تر سپنګو پورې راغلې ، شمالي ټلواله بیا په خپلو کې پر قسیم فهیم ، هغه دوه تابعیته د دوو پاسپورتونو لرونکې محقق چې له انګرېز څخه یې د افغانستان په وېشلو کې مرسته غوښتې ، ضیأ مسعود ، او عبدالله باندې په څو ټوټو سره وېشل شوي ،  چې دا هر یو ، یو بل ته سره غله دي . خو دوستم بیا بله ستونځه ده چې مستقیماً د ترکیې له خوا اکمالېږي . د رباني زوی صلاح الدین رباني هم ځان په پان ترکېزم  کې وهلی ، ځکه خو یې ځان د داسې سولې مشر جوړ کړی چې دده تر مشرۍ لاندې به هېڅکله هم په افغانستان کې سوله را نه شي . او ترکي مشران بیا په سیمه او ټوله آسیا کې دعثماني امپراتورۍ خوبونه ویني . خو د افغانستان په اړه یې انتخاب ځکه غلط دﺉ چې بېسواده دوستم د جهاد پر مهال د ازبېک ملېشو مشري کړې ، او خورا بد نوم او تصویر یې خپل کړی دﺉ . او د رباني زوی له داسې کورنیو سره تړاو لري چې د افغانستان نور خلک ور باندې بې باوره دي ،  نو څه ډول به تر کیه په افغانستان کې د افغانانو له ملاتړه پرته په دغه ډول خلکو خپلو موخو ته ورسېږي . اوڅه ډول به پان ترکېزم په سیمه کې واک ته ور باندې ورسوي ؟ !!! .......هغه تازیان چې ښکار کوي ، خولې یې تورې او اوږدې وي . او هغه مرغان چې غوښې خوري مښوکې یې کږې او پنجې یې غټې وي . چې د ترکي چارواکو په دغه انتخاب کې دا یو صفت هم نه شته . او نه خو دا هغه بازان دي چې تل به ددوی په تسمه ناست ، او ښکار به تل ترکي چارواکو ته ور وړي . نه هېڅکله نه . ځکه دا داسې خښتې نه دي چې په افغانستان او سیمه کې د عثماني امپراتورۍ تعمیر پرې ودان شي . ځکه پردې سره نه د ډېورنډ کرښه څوک په رسمیت پېژندلی شي ، او نه سوله ییز کورنی ملي نظام پرې رغېدلی شي . خو افغانان ټول پردې پوه دي چې دا په افغانستان کې د انګرېز او امریکې د شیطنت یوه بله تو طیْه ده .

 

 

  


بالا
 
بازگشت