آیاد سیمه ییزولاسوهنودمخنیوي له پاره ستراتیژیک تړون د افغانانو په ګټه دي؟

ابو دانیال

له امریکې سره د افغانستان د سترا تیژیک تړون پر سر په هېواد ، سیمه او نړۍ کې ډېر مثبت او منفي غبرغوګونونه را ټوکېدلي . هرڅوک د خپلې خوښې شننې اوتبصرې ورباندې کوي . چې په هغوی کې د ځینواټکل د خپل عقل ، کره مالوماتو او وجدان له مخې ټولو ملي ارځښتونو ته په پام سره په تول سم خېژي ، ځکه له هغوی سره تل د خپل هېواد اوخلکو درد وي ، حکومت ته یې لاره ښوولې ، خو متأسفانه چې حکومت دغه ډول خلکو ته شا ور اړولې ، او پرځای یې بېسواده پرازیت ډوله عناصرو په حکومت کې د ننه د خپلې ناوړه تغذیې له پاره ګودامونه جوړ کړي . سره له دې چې ددغه ډول پرازیتو مالومات اوتحلیل نیمګړی وي ، پرته له څه عیني او ذهني اسنادو، شواهدو او ثبوته  پرهمغه نظام تور لګوي چې خپله یې هم د یوه مسؤل کس په توګه څو کاله په کې کار کړی وي او د خپل واک پر مهال یې هېڅ هم نه وي ورباندې ویلي ، خو اوس چې د راتلونکي واک پر سر مسابقه روانه ده ، نوتورونه د واک له دروازې د باندې د اپوزیسیون له انګړه د خپلې سیاسي مسابقې په لیندیو کې پرحکومت ور ولي ، حکومت تورنوي ، او ځان سپین بازښیي . خوځینې نوریې بیا هسې ایما ن په ګومان په کې خوري ، پرته له ملي ګټو او ملي آرمانونو یواځې هغه واکمنې او اقتصادي ګټې او تاوانونه په کې انځوروي چې په خپل اټکل یې ګټه یا تاوان همد وی ته متوجه وي . چې دغه ډول تبصرو او شننو ته په هوا ورکولو کې د سیمې ګاونډ یان او خپله امریکایي سناتوران هم لاس تړلي او پټه خوله نه دي ناست ، پیسې ورکوي ، ملي ضد تبلیغاتو ته یې هڅوي ، او پرمټ یې په خپله ژرنده اوبه ور زیاتوي . چې موږ یې ښکاره بېلګې د حنا کر رباني له خوا د اپوزیسیون مشرانو ته بلنه ور کول ، او د امریکې د سناتورانو او ځینو چارواکو څو ځلې پټې او ښکاره لید نې او مشورې په ګوته کولی شو .   

خوپوښتنه دا ده چې امریکا او ور سره ناټو ټلواله له افغان حکومت سره  د کومو موخو له پاره دغه مجهول دوه اړخیزه سترا تیژیک تړون لاسلیک کول غواړي چې له یوې خوا امریکا له افغان حکومت څخه د سمې او له فساده خلاصې ادارې غوښتنه کوي ، چې سمېد ل یې تر (۲۰۱۴) میلادي کال پورې هېڅ امکان نه لري . او له بله اړخه امریکې د کال په دوه میلیارده امریکایي ډالرو مرستې د افغانستان حکومت ته سر ښورولی ، هغه هم داسې چې له یوې خوا افغان حکومت د کال څلور میلیارده ډالرو لګښت ته اړتیا لري ، او له بل پلوه امریکې ویلي چې دغه دوه میلیارده ډالره کمېد لی او زیاتېد لی هم شي ، ځکه چې د بودجې ټاکل د کانګرس کاردﺉ . که چېرې دغه امریکایي مرستې مشروطې شي ، نو د افغانانو هغه (۲۴) ماده ییزو ؤلسي پرېکړو ته به څوک ځواب ورکړي ؟ په داسې حال کې چې همدا اوس امریکا او ور سره ناټو ټلوالې د افغانستان ټول هوایي ډګرونه نیولي ، که یواځې دهمدغو هوایي ډګرونو ټکس افغان حکومت ته ور کړي ، د کال (اووه میلیارده) امریکایي ډالره کېږي ، چې متأ سفانه تر اوسه یې له دې اړخه یوه پیسه افغانستان ته ته ده ور کړې ؟ ) نو د افغانستان حکومت د کومو مجبوریتونو پراساس دغه تړون لاسلیک کولو ته ا ړدﺉ ؟ که چېرې دغه تړونونه لاسلیک شي ، آیا د افغانستان کورنۍ ، سیمه ییزې او نړیوالې ستونځې به ور سره حل شي که څه ؟ که چېرې د افغانستان د کشالې هوارولو کلي خپله د افغانانو په لاس کې وي ، نو بیا له پرد و سره دغو مشروطو سترا تیژیکو تړونونو لاسلیک کولو ته  څه  حاجت دﺉ ؟ او که د افغانستان د ستونځمنې قلاوې سرله ګاونډیانو او ناټو ټلوالې سره وي ، نو بیا به د افغانستان د حکومت اراده په کې تر کومه  برید ه خپلواکه او اغېزمنه وي ؟

که چېرې امریکا او ورسره ناټو ټلواله په افغانستان او سیمه کې د خپل پوځي حضور له لارې خپلې موخې ترلاسه کول غواړي ، افغان حکومت ترخوږ ګوته نیسي او د ېته یې اړباسي چې خاوره یې د سیمې د نورو هېوادو پر ضد وکاروي ، دا خو بیا ښکاره خبره ده چې افغانستان د همدغو نړیوالو سیمه ییزو موخو له پاره پرته د افغانانو له خوښې اشغال شوی ، او د افغانستا ن د حکومت خپلواکي تر پو ښتنې لاندې ده .او د اشغال پر وخت له چا سره د تړون لاسلیک کول کوم ملي او بین المللي ارځښت نه لري .  نو بیا په افغانستان کې دا جګړه د ترورېزم پرضد نه ، بلکي د یوې وسیلې له پاره افغانستان اشغال شوی ، او دا جګړه زموږ په هېواد کې یواځې د افغانانو د ځپلو له پاره پیل شوې ، ترڅو له دې لارې د افغانستان د ځینو ګاونډیانو په مستقیم ملاتړ خپل ځانونه په آسا نۍ سره سیمه ییزو اهدافوترلاسه کولوته پرې ورسوي . ځکه تېرولسوکالو دا وښووله چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پوځي حضورافغانان نورهم بد بخته کړل . د اقتصاد کچه یې تر صفر ښکته ولاړه . ملي یو والی ، د خاورې تمامیت اوځمکنۍ زېرمې یې په خطر کې ولوېد لې . د امنیت پرځای ناامني او بې ثباتي په کې حاکمه شوه . د د یموکراسۍ ترنامه لاندې خپلسرۍ ډ ېرې ، او د امن او استقرارځای مافیایي کړیو ، غلو اوجاسوسانو نیولی . سوله خو د شکونواو بې باوریو په توپانونو کې ورکه ده .افغانان یې د ( سره بېل یې کړه ، اېل یې کړه ) په منافقانه فورمول په خپلو کې په قومي ، سمتي ، مذهبي او ژبني  سرحدونوسره وېشلي . د افغانستان په نامه را ټولې شوې بهرنۍ مرستې د بنسټیزوکارونو پرځای د افغانستان په بې ثباته کولو اوکاواکه کولو باندې ولګول شوې . د افغاني ملي اود یني اصیلو روایاتو پرضد بېهوده اوهرزه غیراخلاقي دودونو رواجونوته زور ورکړشوی . استعمارچیانو دلته په افغانستان کې د ستالین هغه فور مول پرافغانانو باندې عملي کړ چې خپلو پیروانو ته یې ویلي وو : (( د یوه هېواد او یوې خاورې د اشغال اوځبېښاک له پاره باید لومړی : د هغه هېواد د یني او ملي کلتور او روایات ور ختم کړۍ . دوهم : د هغه هېواد اداره ور فاسد ه کړۍ . درېیم : پراقتصادي سرچینواو زېرمو یې واک تز لاسه کړۍ . څلورم : ملي اردو ، ملي پو لیس او ملي امنیت یې ور بې وسلې ، بېسواد ه او بې واکه کړۍ . )) نړیوالو ځواکونو د لته په افغانستان کې همغه د ستالین فورمول عملي کړی ، ځکه چې د لته هم د ملي ګټو د تولید پرځای تخریبي پروګرامونه  پرمخ روان دي .

که چېرې دغه ډول سترا تیژیک تړون د همدغه ډول کارونو د دوام له پاره لاسلیک کېږي ، ښکاره خبره ده چې افغانستان اوافغانان به په ډېرلنډ وخت کې له نامالوم برخلیک سره مخ کړي . او که چېرې امریکا په ریښتیا هم افغانستان د کورني ، سیمه ییزاو نړیوال شراو فساد له غمه د خلاصون ، او په سیمه ، نړۍ او افغانستان کې د ستونځې د هواري په هد ف دا تړون له افغان حکومت سره لاسلیک کوي ،  نو لومړی ور ته په کار ده چې په عمل کې خپلې لس کلنې تېرایستنې جبیره کړي ، افغان حکومت ته د پوځي اشغال شویو ځایونو ټکس او مالیه ور کړي ، د افغانستان د ملت او حکومت باور دې خپل کړي ، د ذي دخلو ګاونډیانو د لاسوهنو مخنیوی دې وکړي ، په افغانستان کې دې ریښتینی ثبات راولي ، هراړخیزه بیا رغونه دې وکړي او له فساده خلاصه ملي اداره او نظام دې جوړکړي . د جنګ اوږد ولو پرځای دې د جګړې پررا لنډ ولوکاروکړي . ملي اردو او ملي پو لیس دې وروزي ، پر نویو اوعصري تېکنالوجۍ یې دې تمویل او تجهیزکړي ، که دا کار هم نه کوي ، نو لږ تر لږه همغه روسي وسلې چې امریکایانوپه په خپله له افغان حکومت او افغانانو را ټولې کړې ، او یا یې د طالبانو او پاکستان په لاس ترې یووړې ، بېرته یې دې افغان حکومت ته ور وسپاري . او د ترورېزم په نامه جګړه دې په هغوځایونو کې وکړي چې تولید ، ټرېنېنګ ، تمویل او تجهیزیې په کې کېږي . ترڅو افغانان او حکومت یې پوه شي چې ریښتیاهم د امریکا په مشرۍ ناټو ټلواله د افغانانواوافغان حکومت ترڅنګ ولاړه او بهرنیو سیمه ییزولاسوهنو ته یې دې یواځې نه پرېږدي .

او که چېرې د افغان ستونځې د قلاوې سر د سیمه ییزو ګاونډیانو او بهرنیانو په لاس کې وي ، نو بیا نه یواځې دا چې د افغانستان ستونځه به نوره هم پسې پېچلې اوکړکېچنه شي ، ځکه چې افغانانو او افغان حکومت ته خو به څوک واک نه په کې ورکوي ، د افغانستان د سوکالۍ او ښېرازه کېدو په پلمه به د تېر په څېرټول بېځایه لګښتونه ، ناامنۍ اوملي ضدعملونه نورخلک کوي ، خو افغانانو ته به ګرم اومسؤل د افغانستان همدغه ځپلی اوبېوسه حکومت پړ ور پېژندل کېږي ، چې مشروعیت او واک به یې هم ترسوال لاندې وي . له همدې امله د افغانستان خلک پر خپل حکومت او نړیوالو باندې بې باوره شوي . نړیوالو د افغانستان حکومت داسې یرغمل په خپل ګروت کې ساتلی لکه پاکستان چې د افغان طالب مشرانو او ځد راڼ ملا جلال الدین حقاني کورنۍ په اسلام آباد ، سند ، پنجاب اولاهورکې د خپلواهدافو ترلاسه کولو په موخه یرغمل کړې دي . هغوی هم چې د (آی اس آی ) له فرمانه لږ سرغړونه وکړي ، نو دوی یې پرکورنیو فشار راوړي ، او ور ته ویل کېږي چې که ددوی امر ونه مني ، امریکایانو ته به یې د ملاضعیف په څېر ورحواله کړي .

 دا په داسې حال کې ده چې (( د پاکستان استخباراتي کړیو په خلاص مټ د نړیوالو په پوځي ، استخباراتي او مالي ملاتړد افغانستان پر بې ثباته کولو لاس پورې کړی ، امریکایان یې بعینه  په خپلو سترګو ویني ، خو د خپلو اکمالاتي کاروانونو د سلامتیا او امن د پاره پرهرڅه سترګې پټوي ، په هرڅه کې له پاکستان سره پرافغانستان باندې پټې معاملې کوي ، افغانستان او افغان حکومت یې د پاکستان او خپلو اهدافو قرباني کړی ، او بیا پرافغانانو او ددې هېود پرحکومت باندې خپل عملياتي ټېستونه ترسره کوي . )) او د (آی اس آی ) یو افسر جلال الدین حقاني د همدغو استخباراتي پلانونو یوه بېلګه ده ، چې پیسې د (سي آی اې ) له خوا ورکول کېږي ، او مستقیم ټرېنېنګ ، تمویل او تجهیز یې پاکستان کوي . نوموړي د افغان جهاد له پېله تراوسه پورې ډېر افغان مشران په پېښور ، او کوټه کې ترورکړي ، او افشا شوی هم دي . خو اوس پاکستاني استخبارات  له همدې نامه څخه پراستفادې سره چې څومره ترورېستي عملیات په افغانستان کې سرته رسوي ، ټول د (آی اس آی ) د همدغه افسر (جلال الدین حقاني ) ترقوماندې لاندې ترسره کېږي .او بیا یې د ځد راڼ جلال الدین حقاني په نامه  د مېډ یاوو ترخولې پورې  ور رسوي . ترڅود ترورېزم په نامه جګړه د افغانستان په ختیځو سرحدي سیبمو کې د پښتنو د ځپلو او قبایلي سیمو د تسلیمېد و له پاره تم کړي . ځکه خو پاکستاني استخباراتو د سر حد پورې غاړې (۵۰۰۰) پښتون مشران ترور کړل . او د یخوا یې استاد برهان الدین رباني ، احمد شاه مسعود ، ډاکټر نجیب الله ، ملا رباني ، ملا عبیدالله ، ملا برجان ، ملا احسان الله ، ډاکټر شېرزی ، ډاکټر بهاء الدین مجروح ، ملا نسیم آخند زاده ، اساد احمد جان احمد زی اوداسې  نورهم ویل کېږي چې د (آی اس آی  د همدغه افسر جلال الدین حقاني ) له خوا ترور شوي دي . او پړه یې پر افغان طالبانو او افغان حقاني ډلې ور غورځوي ، اوهغوی هم  د خپلو نظر بندو کورنیو پر سر ترخوله سوڼ هم نه شي ایستلی . آن تر دې چې له افغان حکومت سره یې د سولې خبرو ته نه پرېږدي . نوسوله به په افغانستان کې څنګه راشي .

په سایټونو کې د ایران پلوه (اېرنا) له خوا داسې تبصرې هم ور باندې شوې دي چې په کابل ، لوګر، پکتیا اوننګرهارکې وروستي ترورېستي بریدونه خپله غربیانو ددې د پاره ترسره کړل ترڅو پرافغان حکومت فشارراوړي چې د امریکې په خوښه د سترا تیژیک تړون منلو او لاسلیک کولو ته غاړه کېږدي . په دغو بریدونو کې خواوشا (۵۰) تنه وژل شوي ، او تر (۶۵) تنو پورې ټپیان دي .

ځینو افغان شنونکو خو لا دا هم په تصویري رسنیو کې په ژوندۍ بڼه وویل چې په کابل کې د وروستیو ترورېستي بریدونو پر مهال آن ؤلسمشرکرزی په عاجله توګه له جلسې نه بل ځای ته انتقال شو .

امریکایانو دا هم وویل چې ځواکونه به یې تر وخت یوکال مخکې له افغانستانه ووځي ، او هم به د افغان عسکرو په شمېرکې ترټاکلي کمیت کموالی راشي . بل لور ته یې روس او چین ته دعوت ورکړی چې د افغانستان د امنیتي سکتور په تمویل ، تجهیز او ټرېنېنګ کې دې ونډه واخلي . دا په داسې حال کې ده چې چینایان په افغانستان کې پانګه  اچونې ته لېوالتیا لري . خو د ترورېزم په جګړه کې ور ګډ ېد ل یې خوښ نه دي . ځکه چینایانو ته خپله له هغه پاکستانه د ترورېزم اور ور لګېد لی چې په دغه جګړه کې د امریکې سترا تیژیک ملګری هېواد هم دﺉ . مګر د روسانو له خوا امریکایانو ته د اکمالاتي لارو ورکول  ، د امریکې له خوا روسانو ته بلنه ور کول چې ګواکي د افغانستان د پو ځ په ټرېنېنګ ، تمویل لو تجهیز کې دې برخه واخلي ، او په افغانستان کې د امریکې پر حضور د روسانو او ایرانیانو اندېښنې او پټې معاملې ټول هغه ضد او نقیض څه دي چې څوک نه باور ورباندې کولی ، او نه په کې د روسانو اندېښنې له پامه غورځولی شي . ځکه امریکا په منځنۍ آسیا کې د داسې غټو کمپنیو پانګونه کړې چې خپله امریکا یې پرېښوولی او روسان یې زغملی نه شي . همداسې د سیمې نور ذي دخله هېوادونه هم در واخله .

بلخوا ایران هم په همدې ناروغۍ اخته دﺉ . کله د افغانستان له لارې د منځنۍ آسیا د غازو نل لیکو تېرولو ته دامونه ږدي ، او توطیې ور ته جوړوي . او کله د ایران په خاوره کې د ننه پر افغانانو باندې د پاسپورت کتابچې وېشي . کله د هلمند ، دوغارون او سلما بندونو ته  د تخریب پروژې جوړوي ، کله افغان سوداګر ، انجینیران اوګارګران وژني اوبهرنیانو ته د کار پرېښود لو په غرض رشوتونه ورکوي . کله د افغانستان په انتخاباتو اوسیاسي نظام کې ګوتې وهي . اوکله هم د ملي ترمینالوژۍ د تخریب اومسخ کولو پروګرامونه جوړوي ، کله د ژبني تعصب او مذهب په نامه  د عبدالله بن سبا نظریاتو ته ورته غلطې احصأ یې خپروي . آن تر دې چې په دې لنډ وخت کې یې د افغان تاريخ د مسخ کولو پرسرد افغانستان د علومو اکاډمۍ ته په کڅوړو کې رشوتونه ور وړي . په کابل کې د ایران د سفارت فعالیت ، همکاري او ګاونډ یتوب له افغان دولت او ملت سره همدغه دﺉ .

په افغانستان کې دا ؛ او دېته ورته د امریکې او ور سره ټلوالې ټول پوځي او سیاسي فعالیتونه اومانورې (سترا تیژیک تړونونه ) ددې له پاره دي چې دوی  به هرګام ترخپل وروستي هد فه پورې د افغانستان له ګاونډیانو سره په خپلمنځي توافق او معاملو کې  د خپلو ګټو له پاره د افغا نانو د سر ، مال ، ناموس ، ملي ارزښتونو ، نظام او خاورې په بیه پورته کوي . افغانان به  خپل ملي یووالی ، نظام او خاوره  له لاسه په کې ورکوي . نور نو دغه ډول تش په نامه منافقانه سترا تیژیک تړونونه  هېڅکله د افغانانو او افغان حکومت په ګټه نه دي چې تل په کې ځاني ، مالي ، سیاسي او پوځي مرګ ژوبلې د افغانانو په پچه رسېد لې ، او ګټې یې ټولې د استکباري نړیوالو کړیو او کینه کښو ګاونډ یانو وي . د امریکې تړونونه هم همغه د بریتانوي امپراتورۍ تړونونو ته ورته دي چې افغانستان یې دوه سوه کاله یواځې په مرګ ژوبلو کې بیده پرې ساتلی ؤ ، او دود یې تر ننه پورې لګېږي . انګرېزانو به هم په خپلو درواغجنو تړونونو په افغانستان کې د لوټماریو له پاره خپل حضور اوږداوه . او امریکایان هم همدغه کار کوي . له همدې امله یې افغانان بې وسلې ، غریب ، بې واکه او کاواکه کړل . لس کاله یې حکومت وغولاوه ، ملت یې ور ته وټکاوه ، او له دولت سره یې دښمن کړ ، اوس لس کاله نور حکومت ټکوي ، ملت په خپلو کې سره وېشي ، او له افغان ګانډ يانو سره یې پر سر د ګند ومک غوندې ناولې معاملې کوي . دغه دﺉ کومک ! داده همکاري ! وا وا د یمو کراسي ! وا وا د یمو کراسي !!!؟

  

 

 


بالا
 
بازگشت